له رسنیو سره د پخوانۍ مینې په اړه وايي او په دې اړه وايي چې کورنۍ ډیر وخت په دې برخه کې د نوموړې له کارکولو سره مخالفت کاوه. وايي د رسنیو په اړه د مور او پلار په ذهن کې د منفي تصور د شتون په رسنیو کې د نوموړي د کار کولو مخالفت وو. ” د رسنیو د فعالیتونو په پیل کې په هیواد کې خلکو په رسنیو کې د کارکولو په اړه منفي نظر درلود او په آسانۍ سره ېې په دې برخه کې خپلو لورانو ته د کار کولو اجازه نه ورکوله، په ځانګړې توګه کله چې د رسنیو د ښځینه کارکونکو د وژل کیدو خبرونه هم اوریدل شوي وو. زما کورنۍ هم د دې له ویرې چې په ما برید ونه شي او یا به اصطلاح بدنامه نه شم د کار کولو اجازه نه راکوله. “

سودابه ناصري چې د اقتصاد په برخه کې تر لیسانه زدکړي کړي دي یوه دوره خبریالي هم لوستې ده، څوکاله وړاندې بریالۍ کیږي چې کورنۍ وپوهوي او اوس د یوه خصوصي رسنۍ کارکونکې ده. د یوه خصوصي ټلویزیون د دوبلاژ په برخه کې هم کاري تجربه لري چې د هغې په وینا رسنیو ته د نوموړې د ورتګ لاره وه. له مکتبه فارغه شوې وم او شپاړس کلنه وم د یوې آزموینې له ترسره کولو وروسته یوې تصویرې رسنۍ ته بریالۍ شوم. له دې امله چې د ټلویزیوني خپرونو لپاره می سن کوچنی وو نو د دوبلې په برخه کې می کار پیل کړ.

 آغلې ناصري وايي څه موده یی د تحصیلي بوختیا له امله له زدکړو لاس واخیست له هغه وروسته ېې د ښځو د حقونو فعالې او د  اقتصادي پروګرامونو د چلونکې په توګه بیا رسنیو ته مخه وکړه. په رسنیو کې د کار کولو دا ریم کال دی چې خلک ېې هم له څیرې او هم له غږ سره آشنا دي، د هغې په وینا په افغانستان کې که چیرې یوه نجلې په رسنیو کې کار کوي نو د خلکو په میڼځ کې په مشهورې څیرې بدلیږي باید د خلکو د خبرو له امله رواني فشارونه هم وزغمي، ښايي په بهر کې یواځې لس سلنه خلک هغه ومني خو پاتې نوي سلنه له دې امله چې له هیواده بهر کار کوو موږ ته سپکې سپورې وايي او موږ په بهر کې د خلکو په مینځ کې د فحشا په خپرولو تورنوي چې دا ډیر ځورونکی دی.

 د آغلې ناصري په وینا، دا ځورونه یواځې په کوڅه او بازار پورې تړلې نه ده، بلکې ښځې په مجازي نړۍ کې هم ورسره مخامخ دي او د ښځو روح او روان ته زیان رسوي. هغه چې په خپله د داشان بریدونو یوه قرباني ده وايي، چې په ځلونو ېې د مجازي پاڼو له لارې ځورول شوې ده او ډیر زیان  ېې ورته رسولی او آن پر هغې د کورنۍ اعتماد تر څه مودی زیانمن کړی وو.

 آغلې ناصري وايي چې په رسنیو کې د کارکولو بله ستونزه داده چې د ډیرو رسنیو مسولان د خپلو کارکونکو د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره هیڅ مسوولیت نه مني، « په هغې رسنۍ کې چې کار کوم، د امنیتي پلوه له موږ ملاتړ نه کوي، کله چې نوې می په رسنۍ کې کار پیل کړ، د ځان د مالي او ځاني مسوولیت لرلو او د رسنیو د مسوولیت دفع کیدو لپاره یوه پاڼې راکول شوه چې باید لاسلیک ېې کړم چې دا ماته ترخه خاطره وه. .»

د آغلې سودابې په وینا په افغانستان کې کارکونکو میرمنو ته یواځې د طالب او داعش له خوا خطر نه دی متوجه بلکې یوشمیر خلک هم طالباني تفکر لري او د عقدې له مخې کولی شي یوه ښځه  لمینځه یوسي چې دا کسان له طالب او داعش په پرته ډیر بد کیدای شي.

هغه زیاتوي په رسنیو کې له کارکولو مخکې پوهیده چې د یوې نجلې په توګه کیدای شي وګواښل شي او د دې لارې د خطرونو په اړه ېې فکر کړی دی، د سودابې په وینا په رسنیو کې کارکونکې میرمنې حاضرې دي چې د خپل ژوند په بیه خپله دنده ترسره کړي.

 آغلې ناصري وايي د ګواښونو ترڅنګ چې د خلکو کاري او شخصي ژوند مختل کوي، طالباني افکار تل د وګړو د حقونو د سرغړونو لامل کیږي، چې د تحصیل حق په وړاندې ستره ستونزه بلل کیږي، د افغانستان د خلکو یوه ستره هیله امنیت او د تحصیل حق لرل دي، او دا هغه حقونه دي چې د نورو هیوادونو خلک د مسلم حق په توګه ورته لاسرسی لري.

کله چې د امنیت او حق خبره راپورته کیږي د سولې خبرو په اړه هیلې او ډار یوځای کیږي، آغلې ناصري وايي د داسې ښځې په توګه چې په ډیرو برخو کې کار کړی دی دسولې د خبرو له بریا وروسته په ټولنه کې د ښځو د حضور د دوام غوښتونکې ده. هغه وايي د داسې ښځې په توګه چې خپلې موخې ته د رسیدو لپاره می ډیرې قربانۍ ورکړي حاضره نه یم چې خپلې حقونه له لاسه ورکړم باید زموږ لاسته راوړنې وساتل شي زموږ ستره غوښتنه تحصیل او کوچنې غوښتنه سوکاله ژوند لرل دي باید ومنل شي.

 له دی ټولو سره سره میرمن ناصري د سولې خبرو ته خوشبینه نه ده، طالبانو تر اواسه ښځې او په ټولنه کې د هغوۍ حضور نه دی منلی که چیرې په حکومت کې طالبان شریک شي نو فکر نه کیږي چې په هیڅ برخه کې دی ښځې د کار کولو حق ولري. آغلې ناصري وایي چې ولسمشر غني باید په خپلو ژمنو ولاړ وي او د ښځو لاسته راوړنې په خپل کاري لومړي توب کې راولي څو شځې وکولای شي خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې