د ښځو په برخه کې د یوشمېر فعالو بنسټونو مسوولانې وايي چې حکومت باید د سولې په خبرو کې د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې  پر خپل دریځ ودرېږي؛ځکه هغه سوله د منلو نه ده چې د ښځو حق ته پکې پاملرنه ونه شي .

په بلخ کې د ښځو د شبکې مسووله معصومه رحیمي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي د حکومت دریځ د ښځو له حقونو دفاع ده او باید ورته ژمن وي . « موږ هېڅکله هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو؛مېرمنې به هیڅ وخت خپلو لاسته راوړنو ته  نه پاملرنه ونه مني او دا چې ښځې یوځل بیا د شل کاله وړاندې  په څېر په کورونو کې کیني؛ شونې نه ده .

شبکه: د هغه څه په تړاو مو ارزونه څه ده چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي؟

رحیمي :زما په اند مذاکرات تر اوسه ښځو ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه هغوی لاهم د خپلو حقونو او لاسته راوړڼو په تړاو اندېښنې لري.ښځې نه غواړي چې شاته ستنې شي او لاسته راوړنې یې قرباني شي. که څه هم تر اوسه له خبرو خوښ نه یو او بهیر یې ډېر پڅ دی او په ګونګه توګه پرمخ ځي؛ خو د مرکچي پلاوي له یوې غړې سره مې چې خبرې کولې ؛ډاډ یې راکړ چې په سمه توګه له موږه استازیتوب کوي او د مذاکراتو له پرمختګه موږ ته ډاډ راکوي .

شبکه: ستاسو په اند له یوې داسې ډلې سره به چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟

رحیمي: زمت په نظر له  طالبانو سره د دولت سوله  ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه پټه معامله وي؛ چې شونې ده د ښځو حقونه پکې په پام کې ونه نیول شي. له یوې خوا تر اوسه د ښځو په تړاو د طالبانو نظر نه دی بدل شوی او د بدلون هیله یې هم نشته .

شبکه: ستاسو په اند د ښځو په تړاو د طالبانو لیدلوري ته په پام سره ؛که مذاکراتو کې هوکړه وشي؛ له دې هوکړې وروسته به د ښځو وضعیت څرنګه وي .

رحیمي: که طالبان ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې ژمنتیا ولري او نړیواله ټولنه هغه تضمین کړي؛ ښايي وضعیت په داسې ډول وي چې حقونه او د ښځو لاسته راوړڼې وساتل شي او ښځې وکړای شي؛ لکه نن په بیلابیلو برخو کې فعالیت وکړي.

شبکه:د خبرو د پایلو په تړاو کومې اندېښنې شته ؟

رحیمي: د ښځولپاره ترټولو لویه اندېښنه د هغوی لاسته راوړنو ته نه پاملرنه ده . د افغانستان ښځو په نږدې دوو لسیزو کې په بیلابیلو برخو کې ونډه او فعالیت لرلی دی ؛ نن ورځ په ټولنه کې ډاکټرانې؛ ښوونکې؛پولیسې؛ او روغتیاپالانې لرو چې د کار حق لري او په هېڅ ډول به د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو قرباني کېدل ونه مني. د  دولت د مرکچي پلاوي غړي په تېره بیا د ښځو استازې باید دې مسالې ته اهمیت ورکړي؛ ځکه هغه سوله چې په هغې کې پر ښځو محدودیتونه ولګول شي؛تلپاتې نه ده او لکه څرنګه چې د افغانستان د نن ورځې ښځې د شل کاله وړاندې ښځو په څېر نه دي؛ دغه راز سوله به د هغوی لپاره د منلو نه وي.

د مېرمن رحیمي په وینا تر اوسه له مذاکراتو نه په ښځو پورې اړوند مسالو په تړاو هیله منوونکي خبر نه دی اورېدل شوی .خو هیلې شته چې د افغانستان د سولې په مساله کې د نړیوالې ټولنې په مداخلې سره د ښځو حقونه او لاسته راوړنې وساتل شي او د هغې سولې بیه چې رامنځته کیږي؛ د ښځو حقونه نه وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې