یو شمېر څېړونکي د سولې خبرو ته په اشارې، د سولې له هوکړې وروسته ټولنه کې د ښځو د حقونو برخلیک په تړاو د اندېښنو په څرګندولو سره وايي؛ نه یوازې دا د ښځو حق دی، چې د سولې له هوکړې وروسته د نورو ښاریانو په څېر خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او مختلفو حوزو کې فعالیت وکړي؛ بلکې ټولنه هم د پرمختګ لپاره ښځو ته اړتیا لري.

څېړونکی او لیکوال صدیقي لعل‌زاد د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د افغانستان ښځې د ښاریانو په توګه حقوق لري، چې د سولې له هوکړې وروسته باید په پام کې ونیول شي. «ښځې دا حق لري، چې د ټولنې مختلفو برخو کې ونډه ولري او دا ونډه د هغوی ضروي حق دی. ټولنه هم د طبابت، پوهنې او پولیسو په برخه کې د ښځو حضور ته جدي اړتیا لري. همدارنګه باید یادونه وکړو، چې ټولنه کې د ښځو فعالیت داسې یو حق دی، چې دین هم د هغوی لپاره په پام کې نیولی دی.»

شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه څه ده چې تراوسه د سولې خبرو کې پېښ شوي؟لعل‌زاد: مونږ هېواد کې د سولې په تحقق باور لرو؛ خو د دغو خبرو بریالیتوب په دې پورې تړلی دی، چې سیاستوال دغه پروسه کې تر کومه اندازه ريښتونی کار کوي او ښکېل هېوادونه څومره کولی شي د افغانستان په قضیه کې خپل رول په سمه توګه ولوبوي، ترڅو افغانستان ښه راتلونکې ولري. دې کې شک نشته، چې سولې ته لاسرسی پړاوونه لري او د لارې پر سر یې ننګونې هم شته، خو که افغان دولت، د طالبانو ډله او هغه بنسټونه چې دې برخه کې د منځګړي په توګه کار کوي په سمه توګه عمل وکړي، دغه مسله حلیږي. د شته بن‌بست لامل دا دی، چې افغانستان ۴۰ کاله جګړه تجربه کړې او نه‌شي کېدی چې دغې جګړې ته یوه یا دوو میاشتو کې د پای ټکی کېښودل شي او دغه کار وخت نیسي؛ خو فکر کوم چې دغه بهیر سره له دې چې ډېر وخت نیسي، خو یو سم پروګرام به وي، په دې شرط چې نړیوال خپل رول په سم ‌ډول ترسره کړي.

شبکه: داسې یوې ډلې سره خبرې به، چې په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو ښه مخینه نه لري، یوه ځای ته ورسیږي؟

لعل‌زاد: افغانستان کې د ښځو ننی نسل؛ د طالبانو دورې او تر هغې د وړاندې دورې نسل نه دی؛ بلکې دغه نس یو پوه نسل دی. بېلګه یې هم ښځینه خبریالانې دي، چې د سولې خبرو د پرانیستې مراسمو کې حضور لري. ان د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هم افغان ښځې فعالیت لري، بېلا بېلو پروګرامونو کې ګډون کوي او بحثونو کې په ګډون سره له خپلو حقونو دفاع کوي. ما چې لرې پرتو ولسوالیو ته کوم سفرونه درلودي، د ښځو فعالیت مې په خپلو سترګو لیدلی. فکر کوم کله چې طالبان واک کې شریک شي، د تېر په څېر به د ښځو فعالیت سره مخالف وي، خو شاید دا مخالفت په دې حد کې ونه‌وسي، چې ښځې بیا ځلې په کور کېنوي او د هغوی د شاه‌تګ لامل شي. په هر حال طالبان اوس مهال خبرو ته حاضر شوي او فکر کوم نه‌شي کولی هر کار چې وغواړي ترسره یې کړي.

شبکه: د سولې بهیر کې د ښځو حضور نسبت دوی ته د طالبانو پر دریځ څه اغېز کولی شي؟

لعل‌زاد: لکه څنګه چې پوهېږئ د طالبانو مرکه‌چي ډله کې هېڅ ښځه حضور نه لري؛ خو د دولت پلاوي کې تکړه ښځې شته، چې کولی شي مهم رول ولوبوي. کومې ښځې چې مرکه‌چي پلاوي کې یې استازې حضور لري څنګه کولی شي چې شاه‌تګ ولري؟ د دې موضوع ترڅنګ، د نړیوالو همکارانو ملاتړ هم اغېزناکه دی.

شبکه: که چېرې طالبانو د سولې هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په تړاو یو لړ محدودیتونه طرحه کړي، ستاسو په نظر باید ومنل شي؟

لعل‌زاد: باید ولیدل شي چې دغه محدودیتونه څه دي او تر کومه اندازه ښځې متاثره کولی شي. که دغه محدودیتونه په دې حد کې وي، چې ښځې یو ډول جدي شاه‌تګ سره مخ کوي، په هیڅ وجه باید ونه‌منل شي.

شبکه: د ښځو فعالیت پر وړاندې د امنیتي مسایلو او د طالبانو مخالفت ترڅنګ، کومې نورې ستونزې ټولنه کې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي؟

لعل‌زاد: افغان ټولنه کې د پوهاوي ټيټه کچه او دین څخه بېلا بېل برداشتونه د ښځو پر وړاندې د ستونزو رامنځ ته کېدو لامل شوي او دغه وضعیت به د امنیت په تامین او د پوهاوي په ورکولو سره په تدریجي ډول ښه‌والی پیدا کړي. یوه پېژندل شوي پوهاند دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څنګه کولی شو نړۍ څخه افراطیت له منځه یوسو، ویلي: «ښوونه، ښوونه او ښوونه» زما په نظر جدي پوهاوي ورکولو ته اړتیا ده. له یوې خوا د دین علما باید دین څخه چې کوم بېلا بېل برداشتونه کیږي په تړاو یې مناظرې ترسره کړي. افغانستان یو اسلامي هېواد دی او باید اسلامي معیارونه په پام کې ونیول شي.

شبکه: واک کې د طالبانو حضور پر مدني فعالیتونو څه اغېز کولی شي؟

لعل‌زاد: د سولې له هوکړې وروسته به مالومه شي، چې حکومت کې د طالبانو ونډه څومره ده، په هر حال هغوی به ځینې واکونه ترلاسه کړي. زما په نظر طالبان دوه ډوله دي، ځينې یې؛ بدخشان او په ټوله کې شمالي ولایتونو کې د طالبانو په څېر دي، تر ډېره مدني ټولنې او د بشر حقونو مسلې سره ستونزه نه لري او مونږ هم ډېر ورسره ښکېل نه یو؛ خو ځینې نور طالبان ګڼو مسایلو سره ستونزې لري. که دویمه ډله طالبان د مدني ټولنې، بشر حقونو، د ښځو حقونو او رسنیو په څېر برخو کې کې واک ولري، طبیعي ده چې یو لړ ستونزې به رامنځ ته کړي؛ خو زه په دې باور یم، چې که هغوی ته پوهاوی ورکړل شي، امکان شته چې ورو ورو بدلون وکړي.

ښاغلی لعل‌زاد وايي؛ سره له دې چې افغانستان کې د سولې هوکړې پر سر ستونزې موجودې دي، هیله‌مند دی چې دغه هوکړه وشي او هېواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې