پرافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
پرافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان
دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۸۶ کال د سلواغې ۴ چې د ۲۰۰۸ میلادی کال دجنورۍ ۲۳ سره سمون لری

د مزارشریف دځایی محکمې له لوری دافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش ته د سزاورکولو په اړه بې له دې چې پرهغه څه چې سرغړونه بلل شوې پری بحث وشی دحکم صادرولو ، په هیواد کې مدنی ټولنې او د بشری حقونو فعالین،په ځانګړې توګه د هیواد په شمالې سیمو کې میشت دغه فعالین اندیښمن کړی

دافغانستان وګړی چې دخپلو مدنی اوسیاسی حقونو څخه برخه من دی باید د غیرقانونی او تندلاروسیاسی احساساتو قربانی نشی. دافغانستان اساسی قانون او نړیوال قبول شوی موازین دافغانستان دوګړو مدنی اوفردی حقونو ضامن دی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دغې موضوع ته دافغانستان دولت ، نړیوالې ټولنې اود هیواد نورو ټولنیزو سکتورونو دمسولانه پاملرنې غوښتونکې دی.ترڅو دافغانستان وګړی په غیر عادلانه توګه ترڅارنې لاندې رانشی. او په داشان پیښو کې د ملی او نړیوالو قوانینو سره سم د عادلانه کړنې غوښتنه کوی.

دافغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونوشبکه ، چې د بشری حقونو پلی کونکو شپیتو ټولنو څخه جوړه شوې، د هیواد له قضایی او عدلی ارګانونو څخه غواړی ترڅو په دغه برخه کې د ملی او نړیوالو منل شویو اصولو په پام کې نیولو سره سم عمل شوی.

دافغانستان دولت ددغه هیواد دوګړو دمدنی ، سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو اوفرهنګی حقونو حامی په توګه مسولیت او مکلفیت لری، ترڅو ددغو اړتیاو په پوره کولو کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دساسی قانون، او دمدنی ،سیاسی حقونو نړیوال میثاق او د بشری حقونو نړیوالې اعلامې دفرهنګی، ټولنیزو او اقتصادی حقونو له مخې دې په دې اړه عمل وکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، داسلام پاک دین اصولو ته په احترام سره ، چې د عدالت ، انصاف او مرحمت دین دی، دهیواد له دینی علماو څخه هم هیله لری، ترڅو د هیود وګړو ټولنیزو اوفرهنګی حقونو ،د قانون،عدالت او فردی امنیت دحاکمیت لپاره خپل انسانی او دینی دنده ترسره کړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې مدیره پلاوی

 

 

ځواب دلته پرېږدئ