په افغانستان کې، غیر قانونی پوځی پروګرامونو ته د لارې برابرولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په افغانستان کې، غیر قانونی پوځی پروګرامونو ته د لارې برابرولو په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

۱۳۹۱، لړم، ۲۴ – ۲۰۱۲، نوامبر، ۱۴
کابل ـ افغانستان

په دې وروستیو کې یوشمیر سیاسی کړیو د پوځی ځواک د جوړولو بحث مطرح کړی دی او په خپلواکه توګه د پوځی پروګرامونو د پلی کولو خبره کوی. د نظام له جوړښته بهر د جګړه ایزو پروګرامونو لپاره د لارې اوارۍ هڅې په داسې شرایطو کې کیږی، چې د افغانستان خلک او دولت د ملی پیوستون او ملی دولت جوړیدو لپاره ژمن دی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د داشان پروګرامونو طرحه په کلکه غندی او هغه د ملی ګټو، ملی وحدت، د قانون حاکمیت او په هیواد کې د سولې او ثبات د راتلو په وړاندې خنډ بولو.

د افغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکه، د فعال او کارنده نظام په چوکاټ کې د دولت جوړونې له بهیرڅخه چې د مسلکی پولیسو، استخباراتو او پوځ لرونکی وی ستاینه کوی او د هر ډول پوځی واحدونو له جوړولو چې د دولت له وسله والو ځواکونو سره موازی جوړښت وی، په کلکه غندی.

د افغانستان خلکو د کورنیو جګړو دردونه له یاده ندی ایستلی، او د خپل سرو پوځی ډلو له خپل سریو ستړی شوی دی، په هیڅ توګه د قوم پالنې، تنظیم پالنې او ټبر پالنې زغم نلری او یواځې د ملی وحدت او همغږۍ غوښتونکی دی.

د افغانستان داساسی قانون پرخلاف د غیر قانونی پوځی ډلو جوړل په هیواد کې د یوشمیر نورو قوانینو چې د هیواد د وسله وال پوځ پورې اړه لری په خلاف کار دی، چې دا عمل په ټولنه کې د دولت ونډه محدودوی او له بشری حقونو د سرغړونې زمینه پراخوی.

د داشان غیر قانونی پروګرامونو طرحه کول، په داسې شرایطو کې مطرح کیږی چې د نړۍ عامه ذهنیت او د افغانستان د ملاتړو هیوادونو ذهنیت، د یوه فعال دولت لرونکی او پیاوړی افغانستان جوړولو ته چې د کارنده او مسلکی وړتیاو لرونکی وی په لور اوښتی دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له جلالت مآب حامد کرزی غواړی چې په یوه پیغام کې په روښانه توګه د داشان کړنو د مخنیوی په اړه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له اسلامی جمهوریت، څخه په جدی توګه غواړی تر څو د خپلو اقداماتو په اړه د دقیقو ریپوټونو په خپرولو سره ټولنیز ذهنیت آرام کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له ملی شورا څخه هیله لری چې د هیواد په جوړښتونو کې د اساسی قانون له ارزښتونو څارنه وکړی او د ملی قوانینو او نړیوالو ژمنو سرغړونکی استیضا کړی او د سرغړونو په اړه ترې پوښتنې وکړی.

په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په هیله!

 

ځواب دلته پرېږدئ