د لوی او بښونکی خدای په نامه
په افغانستان کې د رسنیو د آزادیو په وړاندې د محدودیتونو رامنځته کیدو په اړه د افغانستان
د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه
۱. دافغانستان اساسی قانون، دوګړو آزادی، دهیواد دحقوقی چوکاټونو په لړ کې د مهمې ښکارندې په توګه په رسمیت پیژندلی، د رسنیو آزادی، د وګنیزو او فرهنګی آزادیو له مهمو عنصرونو څخه ده. له دې امله د ملی قوانینو له مخې په دغه برخه کې ممانعت شتون نلری.
۲.دافغانستان دولت، د ملګرو ملتونو سازمان حقوقی، اقتصادی او سیاسی نړوال کنوانسیونونه منلی او ورته ژمن دی.دغه کنوانسیونونه چې د بشری حقونو له مهم عنصرونو څخه شمیرل کیږی، فرهنګی او وګړنیزې آزادۍ یې په رسمیت پیژندلی او دهغې په وړاندې باید هیڅ خنډ شتون ونلری.
۳. دافغانستان دولت د ملګرو ملتونو سازمان دغړی په توګه، ددغه نړیووال سازمان منشور ته ژمن هیواد دی. دملګرو ملتونو سازمان منشور، د نړیوال امنیت اوسولې د ټینګیدو تضمین کونکی دی، او له غړو هیوادونو غواړی ترڅو وګړنیزو حقونو ته احترام د خپلو کارونوپه لومړی توبونو کې راولی.
دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه چې په افغانستان کې کې د بشری حقونو همغږې کونکې ټولنه ده، ددغه مبحث د دوام په اړه خپله اندیښنه څرګندوی، او داطلاعاتو او فرهنګ ،مدنی ټولنو ،د هیواد دولسی جرګې غړو څخه غواړی، ترڅو د غونډو په جوړولو سره ددغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو لاره پیداکړی.
دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په دې باورده ، چې داسلام مبارک دین ته احترام د افغانستان د زوریدلو خلکو له باورونو او ارزښتونو څخه دی. نو ددغه پاکو باورونو څخه باید هیڅ څوک د ناوړه ګټې اخیستنې مجال پیدانشی کړای.
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له جلالتمآب ولمشر حامدکرزی، څخه چې د اساسی، قانون له مخې د وګړنیزو حقونو تضمین کونکی دی، په احترامانه توګه غواړی، د خپل مسولیت او سلاحیت څخه د په ګټې اخیستنې ، په دغې موضوع کې وساطت وکړی او یوسمه دحل لاره دې ورته پیداکړی.