آغلې نوابي د سلګونو نورو افغانانو په څیر د افغانستان د جګړو کلونه نه دي لیدلي او په کډوالې کې نړۍ ته راغلې ده. هغه وايي چې د افغانستان په اړه ېې د پلار د خاطرو په اوریدو سره ېې د پلرني ټاټوبي په اړه ذهني تصور پیدا کړی وو، په افغانستان کې ژوند کول د پلار د خاطرو او هغو تاوتریخوالیو د اوریدو له مخې چې له رسنیو اویدی انځورکړی وو. د هیواد د سینما او تلویزیون ځوانه هنرمنده فرزانه نوابي وايي د یوې ښځې په توګه مې فکر نه کاوه چې داشان په ټولنه کې فعالیت وکړم. هغه وايي په دیارلس سوه نولسم کال کی هیواد ته راستنه شوه کله چې په کډوالۍ کې د هیواد په اړه خبرونه اوریدل تل به چاودنې او ځانمرکو بریدونو خبرونه خپریدل.

نوابي وايي دغو پیښو افغانستان ته زموږ د راتګ اراده ضعیفه نه کړه او پوهیدم چې یوه ورځ به دی ځای ته ورسیږم خو په هیواد کې کار کول راته د خوب په څیر ښکاریده.

آغلې نوابي وايي کله چې هیواد ته راغله د دې ځای څیره ېې د هغه څه په پرتله چې اوریدلي وو ښه وه، هغه زیاتوي کله چې افغانستان ته راغلم، له هغه څه سره چې زما د پلار په یاداشتونو کې وو او د رسنیو له لارې اوریدل ډیر متفاوت وو.  نجونې ښونځیو ته تلې ښځو هر ډول جامې چې غوښتې په تن کولی، د کار کولو حق یی لاره چې دا ټول ماته ډیر عالي وو.

 هغه وايي چې له ماشومتوبه له ممثلې سره مینه درلوده او اوس ېې خپلې هیلې ته رسیدلې ډیره خوشحاله ده، او اوس د تمثیل ترڅنګ خپرونې هم چلوي او ټاکل شوې د هنر په برخه کې خپلې زدکړې هم ترسره کړي. آغلې فزارنه وايي چې د هغې دنده د هیواد پرمختګ لپاره اغیزمنه ده او هغه غواړي له دی لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

 هغه وايي که څه هم چې خپلو هیلو ته رسیدلې او د علاقې وړ برخه کې زدکړې هم کوي خو په دی باور ده چې تر اوسه هم سینما او پکې د ښځو حضور په بشپړه توګه منل شوی نه دی او هغه میرمنې چې په دی برخه کې فعالیت کوي د یوشمر کسانو لخوا له ستونزو سره مخامخ کیږي هغه د یوې میرمنې په توګه له داشان ستونزو سره مخامخ شوی ده. هغه وايي، د کابل په یوه واټ کې ولاړه وم او له واټه د تیریدو هوډ می درلود چې ناڅاپه یو موټر چې څو تنه پکې سپاره وو زما په لیدو ېې موټر  ودراوه او له هغې دلې یو ېې په قهرجنه لهجه وویل ته هماغه نه ېې چې په ټلویزیون کې کار کوې؟  ما پرته له دی چې ځواب ورکړم غوښتل می خپلی لارې ته دوام ورکړم، هغه کس له موټره راښکته شو او د برید په قصد ېې ما لورته رامنډه کړه او زه هم وتښتیدم او هغه لور ته چې یو روغتون پکې وو پناه می یوړه، خو د هغه کس غږ لا هم اوریدل کیده چې سپکی سپوری ویلی او خلکو ورته کتل. که زه نه وای تښتیدلی نو نه پوهیږم چې څه به شوي وای.

د آغلې نوابي په وینا په افغانستان کې داشان ستونزې کمې نه دي هغه زیاتوي چې نا امني بله ستونزه ده چې د هنرمندو ښځو د فعالیت مخه ډب کوي. آغلې نوابي د فرهنګي او خصوصي برخو لخوا هنرمندانو ته د کمو امتیازونو په ورکړی هم نیوکه کوي.

 

 آغلې نوابي هم د نورو هیوادوالو په څیر د افغانستان د سولې د بهیر په اړه اندیښنې لري. هغه وايي فرهنګ او هنر د اهمیت له مخې چې په ټولنه کې لري باید د یوې مهمې موضوع په توګه د سولې په خبرو کی ځای ورکړل شي د آغلې نوابي په باور که فرهنګ پاوړی نه شي نو د ټولنې جوړونه ستونزمنه ده.

د هغې په باور که چیرې ریښتینې سوله ټینګه شي نو سینما به هم په ریښتینې توګه په هیواد کې فعالیت وکړي چې به دی صورت کې به ښځې په هنري فعالیتونو کې د پام وړ برخه ولري، که چیرې په دی بهیر کې دغو موضوع ګانو ته پام ونه شي نو لنډمهاله سوله به په هیوادوالو تحمیل شې، چې په هغه صورت کې به نه یواځې ښځې بلکې نارینه ګان هم زیانمن شي.

دا هنرمند میرمن وايي چې له دی وروسته ښځې نغواړي د ناوړه دودونو قرباني شي او ددویم جنس په توګه وپیژندل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې