په ایران کې د افغان کډوالو د دوامداره اعدامونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په ایران کې د افغان کډوالو د دوامداره اعدامونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې اعلامیه

کابل، ۲۱ تله، ۱۳۹۱ لمریز – اکتوبر، ۱۲ ، ۲۰۱۲ زیږدیز

د کابو دوه زره افغان کډوالو د اعدام په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت پریکړې، د افغانستان مدنی ټولنه حیرانه کړې ده.

د افغانستان د مدنی ټولنې په باور، د ایران دا پریکړه د عام وژنې په معنا ده او دا پریکړه د بشری حقونو د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو او موازینو په خلاف کار ده.

ایران، افغانستان ته د فرهنګی او تاریخی مخینې له پلوه د تر ټولو نیږدې هیواد په توګه کولی شی په سیمه کې د افغانستان په سیاسی اړیکو کې مهمه ونډه ولوبوی؛ خو په تیرو کلونو کې د داشان پیښو ترسره کیدو د دواړو هیوادونو ترمنځ، ټولنیزې اړیکې زیانمنې کړی دی. باید ووایو چې د افغان کډوالو په وړاندې د ایران د دولت تند غبرګون، د ګاونډیتوب له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

د ایران دولت د کډوالو د حقونو د نړیوال کنوانسیون د غړی په توګه چې په ۱۹۵۱ کې په ژنیوا کې، رامنځته شو، ملکف دی چې له کډوالو سره خپلې ستونزې د ګاونډیتوب د نړیوالو اصولو له مخې له دیپلوماتیکې لارې اوارې کړی. بلخوا په ډله ایزه توګه د افغانستان د وګړو اعدامول، د بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو او ټولو نړیوالو اصولو په خلاف کار دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د هیواد د مدنی ټولنې په استازی توب، لاندې ټکی په جدی ټوګه مطرح کوی.

  • موږ د ایران له اسلامی جمهوریت څخه غواړو چې په بیړنۍ توګه، د اعدامونو لړۍ بنده کړی او د هغو افغان کډوالو په اړه چې په اعدام محکوم دی، د نړیوال بحث او خبرو زمینه برابره کړی.
  • موږ د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو له شورا او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له عالی کمیساریو څخه په جدی توګه غوښتنه کوو، تر څو په دې اړه څیړنه وکړی او د دغې سترې بشری ستونزې د اوارۍ لپاره یو ځانګړی استازی موظف کړی.
  • موږ د افغانستان له اسلامی جمهوریت څخه په جدی توګه غواړو ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان له جوړښتونو سره په همغږۍ کې، په دې اړه بیړنی اقدام وکړی او د دغې ډله ایزې وژنې مخنیوی وکړی.
  • موږ د هیواد له رسنیو غواړو، ترڅو د ایران د اسلامی جمهوریت دا کړنې تربحث او څیړنې لاندې ونیسی او دا موضوع د دواړو هیوادونو عامه وګړو ذهنیت ته وسپاری.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د خپلې پخوانې اعلامیې په دوام په دې اړه د هیواد له ټولو مدنی ټولنو غواړی ترڅو په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو د تامین په برخه کې په پراخه کچه د عدالت غوښتنې لړۍ پیل کړی او پر دې لړۍ څارنې ته دوام ورکړی.  

په نړۍ کې د سولې د ټینګښت او د کډوالو حقونو ته د احترام په هیله!

 

ځواب دلته پرېږدئ