په ایران کې د افغان کډوالو د پرله پسې اعدامولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په ایران کې د افغان کډوالو د پرله پسې اعدامولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۱، – ۱۲ جون ۲۰۱۲
  کابل ـ افغانستان

په دې وروستیو کې یوشمیر افغان کډوال په ایران کې اعدام شوی او مړی ېې په غیر انسانی توګه افغانستان ته سپارل شوی دی. همداراز د ایران په ځینو تفریحی، فرهنګی، او ټولنیزو سیمو کې د افغان کډوالو خصور منع اعلان شوی دی، چې له سپکاوی په ډک چلند سره په هغه هیواد کې د افغان وګړو حضور محدود شوی دی.

دغو کړنو، د افغانستان د مدنی ټولنې پراخ غبرګون راپارولی. ایران چې له افغانستان سره ګډ تاریخ او یوشان فرهنګ لری، په سیمه کې د افغانستان د سیاسی اړیکو په ښه والی کې مهم ځای لری. خو له وروستیو پیښو داسې څرګندیږی چې د ایران او افغانستان دخلکو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې زیانمنې شوی دی. د افغان کډوالو په وړاندې د ایران دولت لخوا دا غبرګونونه، د نړیوالو منل شویو اصولو او اړیکو په خلاف دی. اخوا دا شان کړنې د منل شویو بشری حقونو په خلاف هم شمیرل کیږی. د افغانستان او ایران دولتونه، د نړیوالې ټولنې د غړو په توګه باید هرڅومره ژر چې کیږی، په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزې په اړه پریکړه وکړی او پرې نږدی چې دا اعمال د دواړو هیوادونو ترمنڅ تاریخی اړیکې زیانمنې کړی.

همداراز، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ایران له دولته غواړی، هغه افغانان چې د ایران د دولت له ملی قوانینو څخه سرغړونه کوی د قانونی چلند لپاره د افغانستان دولت ته وسپاری ترڅو د افغانستان ستره محکمه د هغو په اړه پریکړه وکړی. چې دا شان چلند کولی شی، د وروستیو پیښو له امله راپورته شوې تاوتریخوالی کم کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له نړیوالو ادارو له هغې جملې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان له کمیسارۍ څخه غواړی ترڅو په دې اړه مداخله وکړی او د ایران او افغانستان ترمنځ دا مهمه سیاسی ستونزه اواره کړی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د بهرنیو چارو، د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو او له عدلې وزارتونو غواړی ترڅو د دې سترې ټولنیزې ستونزې د څیړلو په موخه ایران ته یو پلاوی واستوی او په دې اړه له ایرانی چارواکو سره خبرې وکړی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ایران له خلکو غواړی چې د دې ستونزې د اوارۍ په موخه د افغان کډوالو په وړاندې چې د زیاتو ستونز له امله ایران ته کډه شوی دوستانه او نرم چلند غوره کړی.

ځواب دلته پرېږدئ