افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړی په توګه، د بشری حقونو په اړه ژمنې او مسولیتونه لری. د ملګرو ملتونو سازمان منشور، د دغه سازمان غړی دولتونه، د بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو له لارې د بشری حقونو د ارزښتونو عملی کولو ته رابولی. نړیوال حقونه او د دولتونو ترمنځ اړیکې د دغه ارزښت پر بنسټ پراختیا مومی. مدرن، دولتونه د بشری حقونو ارزښتونه په خپل کاری لومړی توبونو کې راولی او هغه د خپل بهرنی سیاست یوه برخه بولی.
د افغانستان دولت د بشری حقونو له اووه نړیوالو کنوانسیونونو سره یوځای شوی دی. دا کنوانسیونونه عبارت دی : د مدنی او سیاسی حقونو نړیوال کنوانسیون، د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو نړیوال کنوانسیون، د ځورونې د منع نړیوال کنوانسیون، دښځو په وړاندې د تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون، د توکمیز تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون او له معلولانو او معیوبانو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون. د دغو کنوانسیونونو پر بنسټ د نړیوالو کنوانسیونونو د تطبیق کمیټې رامنځته شوی دی چې غړی هیوادونه په دې اړه منظم ریپوټ ورکولو ته را بولی.
د افغانستان دولت په تیرو څلورو لسیزو کې، بیلابیل رژیمونه تجربه کړی دی. دغو رژیمونو له بشری حقونو د سیاسی ابزار په توګه ناوړه کار اخیستی او د نړیوالې ټولنې په وړاندې په روښانه توګه حساب ندی ورکړی.
د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته، د افغانستان دولت ته د بشری حقونو په برخه کې د فعالیت ښه لاره اواره شوه. د افغانستان اساسی قانون، بشری حقونه د ملی ارزښتونو په توګه په رسمیت وپیژندل. دافغانستان په اساسی قانون کې، بشری حقونه او له هغې رامنځته شوی نړیوال کنوانسیونونه د دغه قانون په حقوقی سرچینې بدل شوی دی او د افغانستان دولت، د بشری حقونو د ریپوټ ورکولو اجرایی مکلفیت ترلاسه کړی دی.
پر بشری حقونو څارنه، د بشری حقونو د ارزښتونو ترویج لپاره مهمه بڼه بلل کیږی. څارنه د دې زمینه برابروی چې له بشری حقونو سرغړونه، څرګنده شی او د هغې پر بنسټ د یادې ستونزې رفع کولو لپاره سپارښتنې او غوښتنې وړاندې شی. بلخوا د بشری حقونو پر وضعیت د څارنې پر بنسټ، د بشری حقونو وضعیت په اړه د حقیقت پر بنسټ ریپوټونه جوړیږی. د بشری حقونو نړیوالو بنسټونو ته ریپوټ ورکول، له هغې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان میکانیزمونو ته ریپوټ ورکول، نړیوالې ټولنې سره د ملی دولتونو همغږی رامنځته کوی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د افغانستان دولت او مدنی ټولنو لخوا د ریپوټ ورکولو د فرهنګ ترویج په موخه، د بشری حقونو د میکانیسمونو روزنیز لاسوند وړاندې کړی دی. دا لاسوند د هیواد د کارپوهانو د یوې ډلې لخوا جوړ شوی دی چې درې عمده برخې لری.
لومړۍ برخه، د بشری حقونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونه او مفاهیم معرفی کوی. دوهمه برخه، د بشری حقونو د وضعیت په اړه د دولت او مدنی ټولنې لخوا ریپوټ ورکولو ته ځانګړی شوې ده. د دغه لاسوند په دریمه برخه کې، د یاد لاسوند د تدریس بڼې ښودل شوی دی.
د دغه لاسوند پر بنسټ، د هیواد له کابل او ۲۵ ولایتونو څخه د ښونکو یوه ډله د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ، وروزل شوه تر څو نړیوالو ادارو ته د ریپوټ ورکولو فرهنګ عمومیت پیدا کړی.
له روزنیز پروګرامه وروسته ګډونوالو، « د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو په پسرلنی ښونځی » برخه واخیسته، تر څو له ښو تجربو برخمن شی او خپلې کاری ترجربې له یوبل سره شریکې کړی. د پسرلنی ښونځی ګډونوالوته د مهمو بنسټونو لکه، بهرنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د بشری حقونو خپلواک کمیسیون او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه پلاوی (یوناما) استازو مفصلی او خبرې وکړې او مهم توضیحات ېې ورکړل. او ګډونوالو د یادو شیو بنسټونو له استازو سره په ډله ایزه توګه کار وکړ بحث او کارنده خبرې وکړې او خپلې تجربې او معلومات ېې له هغوۍ سره شریک کړل.
د بشری حقونو پسرلنی ښونځی، له نړیوالو بشری حقونو بنسټونو سره، د افغانستان د مدنی ټولنو لپاره د حساب ورکولو او روڼتیا او د هیواد د بشری حقونو د وضعیت په اړه ریپوټ ورکولو کې د همغږۍ او اړیکې ښه زمینه وه.
د دغه پروګرام ګډونوال ۵۴ تنه وو. دا پروګرام د شپږو ورځو لپاره پلی شو چې په پای کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اجرایی ریس، محمد نعیم نظری، د شبکې د بورد ریسې، میرمن سیلۍ غفار، د شبکې د اجرایی مرستیال، وزیر احمد خرمی، د شبکې د بورد د غړو هر یو، ودود پدرام، عبدالله احمدی، او د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو د روزنیز لاسوند ترتیبونکو لخوا، میرمن صدیقه نوروزیان، میرمن زرقا یفتلی، ښاغلی یحیی عمار او فروزان درویش لخوا ګډونوالو ته ستاین لیکونه وویشل شول.
دا پروګرام د مستعد او ځوان هنرمند لخوا د ژوندۍ موسیقی په خپریدو سره پایته ورسیده.