د سولې د خبرو په تړاو له دولته د رسنیو د مسوولانو او خبریالانو یوه مهمه غوښتنه؛په دغو مذاکراتو کې د څارونکي په توګه د هغوی د یوه استازي حضور دی . د ځینو رسنیزو مسوولانو په وینا د دوی لویه ستونزه داده چې د قطر په غونډه کې د څارونکي په توګه د دوی استازی حضور نه لري او خبرې  د تړلو دروازو ترشا مخته بیول کیږي.

د نی (د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ کوونکي) دفتر اجرايي رییس مجیب خلوتګرد مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي سره له دې چې حکومت ژمنه کړې وه چې د مذاکراتو بهیر به د هغه له جزیاتو سره د رسنیو له لارې د خلکو په واک کې ورکول کیږي؛ خو داسې ونه شول. « ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په ورځ ژمنه وکړه چې موږ به د سولې مذاکراتو کلمه؛ کلمه د  رسنیو له لارې تر خلکو ورسوو ؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول او  د افغانستان حکومت د رسنیو له غوښتنې سترګې پټې کړې.په داسې حال کې چې خلک اړتیا لري وپوهېږي چې برخلک یې څرنګه ټاکل کیږي.ښاغلی خلوتګر زیاتوي چې له خپل دریځ نه په دفاع کې د حکومت کړنې کمزورې دي او نه دی توانیدلی چې د بیان له آزادۍ دفاع وکړي.

شبکه: تر اوسه د سولې د مذاکراتو له بهیره ستاسو ارزونه څه ده؟

خلوتګر: یوه مساله چې د خبرو په پرانستغونډه کې روښانه شوه؛ دا وه چې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی او لاهم پر اسلامي حکومت ټينګار لري. بله د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې طالبان لاهم افغان حکومت نامشروع بولي او په رسمیت یې نه پېژني. دا موردونه ښيي چې که مذاکرات ناکام نه دي؛ نو بریالي کیدل یې هم ډېر وخت اخیستونکي دي او باید له سختو پړاوونو تېر شي څو پایلې ته ورسېږي.یو بل ټکی دا دی چې په مذاکراتو کې د دولت پلاوی له یوه کمزوري آدرسه خبرې کوي.

شبکه: له دې کمزورتیا مو په دقیقا توګه موخه څه ده ؟

خلوتګر: د دولت پلاوی که په څرګند او مستقیم ډول نه خو په تلوېحي ډول د زاریو له لارې ورغی؛ داسې چې ګواکې د سولې لپاره طالبانو ته اړتیا لري چې فکر کوم دا وضعیت لاپېچلی کوي.

شبکه: په مرکچي پلاوي کې د ښځو پیکه حضور به پر ښځو پورې اړوند مسایلو څه اغېز ولري؟

خلوتګر:  فکر کوم چې د سولې په خبرو کې د ښځو شمېر تر ۲۰ سلنې کم دی چې دا هم له فزیکي پلوه په مذاکراتو کې د ښځو ځای ونډه کمه ښيي او هم د ښځو په تړاو د  طالبانو لیدلوري ته په پام سره د ښځې له حقه د دفاع دريځ کمزوری کوي او د هغه وضعیت ناسم ښيي. بل د پلاوي نارینه غړي هم ښايي دې پایلې ته ورسېږي چې غوره ده د ښځو د حقونو په هکله د خبرو پر ځای د نظام د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي چې ان که د پلاوي ښځينه غړي په پرلپسې ډول او ټينګار سره له ارزښتونو دفاع  هم وکړي؛ د ډموکراسۍ د اصل له مخې به له رایې اخیستنې ګټه واخیستل شي چې هغوی به یې د شمېر د کموالي له امله وبایلي؛ په همدې دلیل د نوموړي په باور په پلاوي کې د ډیرو ښځو حضور د ښځو پرحقونو تمرکز او ورته زیاته پاملرنه تضمينولای شوای .

شبکه: اوسمهال او د سولې په نشتوالي کې امنیتي ستونزو د ښځینه خبریالانو پر فعالیت څه اغېز لرلی دی ؟

خلوتګر :  له بده مرغه د ښځينه خبریالانو شمېر مخ پر کمېدو دی؛ دلیل یې یوازې امنیتي ستونزې نه دي. د بېلګې په توګه په پنجشیر کې د رسنۍ هیڅ ښځينه کارکوونکې فعالیت نه لري. په داسې حال کې چې پنجشیر د هېواد یو له امنو ولایتونو دی . دا ښيي چې کلتوري ستونزې هم په دې مساله کې رول لري.

د ښاغلي خلوتګر په وینا ؛ په نورستان؛ ارزګان؛ زابل؛ پنجشیر؛ میدان وردګو پکتیکا او پکتیا کې هېڅ ښځه د خبریالې په توګه فعالیت نه کوي.

شبکه:دغو ټولو موردونو ته په پام سره چې یادونه مو یې وکړه ؛ د سولې له مذاکراتو وروسته؛ حکومت کې د ښځینه خبریالو رول څرنګه ارزوئ؟آیا فعالیت به وکړای شي؟

 خلوتګر: سمه ده چې د طالبانو په لیدلوري کې هیڅ ډول بدلون نه وینو؛خو له دې سره سره طالبان هم هغومره پياوړی نه دي چې په کابل کې واک له رسېدو مخکې  وو؛ یعنې پر دې سربېره چې د افغانستان حکومت په خبرو کې له یوه پياوړي آدرسه ګډون نه دی کړی؛ مذاکرې ته د طالبانو حاضرېدل هم په دې معنی دي چې خپل تر ټولو کمزوری حالت تېروي . په دې معنی چې ځایځاګی او وزن یې بدل شوی دی . هغوی نه شي کولای د خپل حکومت د د دورې په څېر ښځې محدودې کړي؛ تصویري رسنۍ وتړي او د افغانستان له ټولنې ښځې څنګه ته کړي؛ خو د محدودیت امکان شته . په طالبانو  کې ددغه بدلون لامل هم په هېواد کې د بیان د آزادۍ او د مدني ټولنې د بنسټونو د ودې ترڅنګ د خلکو ویښتیا ده .

د نی د اجرايي بنسټ په باور د واک د وېش په صورت کې به قطعا په هغو برخو  کې چې طالبان واک لري؛ دبشري حقونو  ارزښتونه کم وي؛ خو د نظام په نورو برخو کې به د هغه رقابت له مخې چې اړتیا یې ده ؛ د ښځو حضور زیات وي .

د ښځو او سولې په اړه مرکې