د طالبانو رژيم سقوط هغه او کورنۍ یې په آرامه فضا کې د اوسېدو په هیله له بهره هېواد ته راوستل. نوموړې چې په هرات کې یې ژوند کاوه، له نهم ټولګي یې ددغه ولایت د څو ادبي ټولنو غړیتوب ترلاسه کړ او د ښوونځي له پای ته رسولو او د کانکور له آزموینې وروسته د هرات د فارسي ادبیاتو پوهنځي ته شامله شوه.

د هرات اوسېدونکې شاعره یکتا احمدي وایي: کله یې چې کورنۍ افغانستان ته د راتلو پرېکړه وکړه، ټول په خپل هېواد کې د ژوند په اړه هیله من وو او هغې هېڅکله یې فکر نه کاوه د یوې نجلۍ په توګه په خپل پلرني ټاټوبي کې له ستونزو سره مخامخ شي.

نوموړې وایي، په ټولو هغو کلونو کې چې په افغانستان کې یې ژوند کاوه، د هڅو او مبارزې په حال کې وه او د افغانستان شرایطو له هغې یوه مبارزه نجلۍ جوړه کړې ده. «ډېر کلونه په افغانستان کې واوسېدم او په دې موده کې مې هڅې او مبارزه وکړه، هېڅکله پر دې پرېکړې چې هېواد ته راستانه شوو پښېمانه نه یم؛ ځکه افغانستان له ما څخه یوه پياوړې، مېړنۍ او مبارزه نجلۍ جوړه کړه، چاپېریال یې له ما یو نه وېرېدونکې یکتا جوړه کړه او ما ته یې خپلواک اوسېدل رازده کړل.»

مېرمن احمدي وايي، له هغه وخته چې د ښځو په برخه کې په فعالیت بوخته وه او هڅې يې کړې له هرې ممکنې لارې له هغې جملې شعر ویلو سره یې د ښځو ستونزې بیان او د دوی له حقه يې دفاع وکړه. «په افغانستان کې د ښځو شرایطو زه دې ته اړ ایستم چې د ښځو او نارینه وو د حقونو د برابرۍ او د هغو ښځو چې له خپلو حقونو بې خبره دي د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره هڅه وکړم، که څه هم ښايي دا ډېره کمه هڅه وي، خو زیار مې ایسته چې د مدني فعالیتونو او شعر له لارې چې زما یوازینۍ وسله وه د هغه څه په وړاندې چې په چاپېریال کې مې رامنځته کېدل غبرګون وښيیم.»

هغې چې څو کاله کېږي بیا ځلې کډوالۍ ته مخه کړې وايي، یوه ستونزه او اندېښنه چې په افغانستان کې یې لرله دا وه چې شعرونه یې کله کله د ښځو د ستونزو په اړه له بې پردې او سانسور پرته انعکاس له امله له مخالفت سره مخامخ کېدل، خو هغې د دغو ټولو مخالفتونو په وړاندې مقاومت کړی دی. «هېڅکله مې اجازه نه ده ورکړې چې شعر مې سانسور شي؛ ځکه زما په اند هغه څه چې د یوې ښځې په شعر کې راځي باید د هغې له واقعي تجربو څخه وي، زما شعر ښځینه دی او باید سانسور نه شي. په افغانستان کې نارینه شاعران تل د خپلو تجربو په اړه شعرونه وايي، خو هېڅکله کوم تور نه پرې لګول کېږي، خو که دا ډول لیکنې د ښځو له خوا وي د سانسور وړ ګڼل کېږي، دا هغه څه دي چې ما هېڅکله د خپلو شعرونو په اړه نه دي منلي. خوشحاله یم چې د هرات له لومړنیو مېرمنو وم چې له سانسور پرته شعرونه مې ویلي، د زرګونه کسانو په مخکې کې مې ویلي او آن چاپ کړي مې دي، دا زما لپاره لوی ویاړ دی.»

کله چې د ښځو د ستونزو په اړه د هغې د لیدنو او اوریدنو په اړه چې په لیکنو کې یې منعکس شوي پوښتنه کوو وايي چې په افغانستان کې ښځې له بې شمېره ستونزو سره مخامخ دي. «کله چې دا پوښتنه اورم، د ستونزو دومره انځورونه مې پرلپسې له ذهنه تېرېږي چې نه پوهېږم لومړی کوم یو ووایم، له دې سره سره فکر کوم چې په افغانستان کې د ښځو لومړۍ ستونزه، ښځینه والی دی او نورې ستونزې هم له هغې سرچینه اخلي چې د یوې فمینیستې په توګه زما لپاره یوه تر ټولو د پام وړ یې په افغانستان کې له ښوونیز، حقوقي، اقتصادي او سیاسي پلوه د ښځې او نارینه نه برابري ده، په دې ځای کې ښځه تل دوهم ځای لري او له خپلو اساسي حقونو بې برخې ده.»

مېرمن احمدي وايي، په افغانستان کې د ښځو او امنیتي ستونزو ته په پام سره، هېواد ته راستنېدل ورته ګران کار دی. «دا چې بېرته داسې چاپېریال ته ستنه شم چې هلته زما تر ټولو کوچنی حق ارزښت نه لري له تصوره لیرې خبره او آن په اړه یې فکر هم نه شم کولای، زه ښایي له هغو کسانو څخه وم چې د زده کړو پرمهال پرې برید وشو او ووژل شول.»

هغه چې په هېواد کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو په اړه نهیلې ده وايي، په تېرو کابو دوو لسیزو کې د ښځو په وضعیت کې هېڅ د پام وړ بدلون نه دی راغلی. «آن که نن زموږ د میندو نوم په تذکرو کې لیکل کېږي، فکر نه کوم چې د سم او سالم فمینیستي بهیر پایله وي؛ دا بری د لږ شمېر مدني فعالینو د هڅو پایله وه چې په افغانستان کې صادقانه کار کوي. زه دغه وضعیت ته هیله مندي نشم لرلای.»

د ښځو له وضعیته د سولې موضوع ته رسېږو، دا مسله د هېواد له ښځو سره نږدې رابطه لري، مېرمن احمدي وايي، ښايي چې له طالبانو سره د سولې په مسله کې ښځې ډېر زیان ومومي. «که څه هم باور لرم چې د افغانستان اوسنۍ ښځې به هېڅکله تېرو وختونو ته ستنېدل ونه مني، خو له ښځو سره د طالبانو چلند له هېچا پټ نه دی او زه فکر کوم د سولې د هوکړې په صورت کې، د طالبانو توره دوره بیا تکرارېږي، په بله وینا، اصلا د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پایلې ته هیله منه نه یم.»

مېرمن احمدي وايي، که وغواړي دې مسلې ته په خوش بینۍ سره وګورۍ، بیا هم هغه څه چې هغې ته ارزښت لري د ښځو موضوع ده چې د نوموړې په باور باید د سولې په مذاکراتو کې د بحثونو په لومړیتوب کې وي. هغه زیاتوي، باید د ښځو لاس ته راوړنو ته درناوی وشي او هغوی ته لازیات سیاسي، ټولنیز، ښوونیز او کاري فرصتونه برابر شي ترڅو په دې کار سره په هېواد کې د خپلواکو مېرمنو شمېر زیات شي.

د مېرمن احمدي په اند، د افغان مېرمنو ترټولو مهمه غوښتنه حقوقي برابرۍ ته رسېدل دي او دا چې د هېواد د وګړو په توګه خپلو ټولو اساسي حقونو ته لاسرسی ولري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې