په شیکاگو کې «ناتو» د سرمشریزې د کنفرانس په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په شیکاگو کې «ناتو» د سرمشریزې د کنفرانس په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

کابل، افغانستان می ۲۰۱۲

ټاکل شوې د روان کال د مې په ۲۰ او ۲۱ د شمالی اتلانتیک د تړون غړو هیوادونو«ناټو» مشران د امریکا متحده ایالاتونو په شیکاګو ښار کې سره را غونډ شی او د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحث وکړی. د شیکاګو کنفرانس د نړۍ په کچه زیات اهمیت ترلاسه کړی دی. په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د ناټو پر ونډې، د عربو پسرلی، د لیبیا پر وضعیت او نړیوال اقتصادی کړکیچ بحث او خبرې وشی. د شیکاګو کنفرانس د ۲۰۱۰ میلادی کال د لیزبن په غونډه کې د ناټو د غړو هیوادونو د فیصلو دوام دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په تدریجی توګه وتل به هم تر بحث لاندې ونیسی.

د شیکاګو کنفرانس، د افغانستان خلکو لپاره زیات اهمیت لری. دا کنفرانس چې د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر په کوربه توب جوړیږی، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د حیاتی ونډې، په اړه تاریخی پریکړې کوی او په سیمه کې له سیاسی کړکیچ څخه د وتو لارې څیړی. دا کنفرانس د نړۍ د صنعتی هیوادونو د مشرانو ( G8 ) له غونډې چې د مې په ۱۸ او ۱۹ په کمپ دیوید کې ترسره کیږی، یوه ورځ وروسته جوړیړی. ځکه د دې کنفرانس پریکړې به د افغانستان پر وضعیت مهمې اغیزې هم ولری.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د هیواد پیښې او له دې مهم کنفرانس سره د دغو پیښو تړاو څارلی دی او د افغانستان د کړکیچن وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګندوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه باور لری، چې پر ننیو پیښو او له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو اټکل شوی د ملګرو ملتونو سازمان څارنیزه ونډه اغیزناکه ده او د افغانستان د خلکو سرنوشت لپاره حیاتی ارزښت لری. اخوا د مدنی ټولنې ادارې، د بشری حقونو مدافعان، د ښځو حقونو ته د درناوی فعالان، د جنسیتی انډول فعالین اود دغو ښکارندو د فرهنګ د دودولو فعالین په دې باور دی، که د افغانستان پر وضعیت د نړیوالې ټولنې ملاتړې او څارنیزه ونډه محدوده شی، د دغو ارزښتونو موقعیت به هم زیانمن شی او افغانستان به د مشروعیت له کړکیچ سره مخ شی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ناټو د غړو هیوادونو له مشرانو څخه په درناوی غواړی، ترڅو لاندې ټکی د افغانستان د مدنی ټولنې د مشروع غوښتنو په توګه په پام کې ونیسی:

  • د نړیوالو ځواکونو وتل باید په افغانستان کې د نړ یوالې ټولنې فعال سیاسی حضور ته زیان ونه رسوی. موږ له ناټو غواړو ترڅو داسې میکانیسم رامنځته کړی چې له مخې په افغانستان کې د دې ادارې سیاسی حضور په هیواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت تضمینونکی په توګه وساتی. دا عمل د راتلونکی په اړه د افغانستان د خلکو او دولت اعتماد پیاوړی کوی.
  • له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د پوځیانو وتل باید د یوه روښانه او د پوهاوی وړ پروګرام له مخې ترسره شی. تر اوسه دافغانستان یو زیات شمیر وګړی، په افغانستان کې د ناټو د ونډې او ستراتیژۍ په اړه کافی معلومات نلری. د افغانستان مدنی ټولنه په بروکسل کې د ناټو له پوځی او سیاسی دفتره غواړی، ترڅو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د راکمولولپاره مناسب پروګرامونه جوړ او د ملی او نړیوالو رسنیو له لارې د افغانستان خلکو په واک کې ورکړی. د داشان پروګرام د نشتوالی په صورت کې له افغانستانه د ناټو وتل، کیدای شی د ناټو د ماتې په توګه توجیه شی او د افغانستان د خلکو دښمنان له هغې ګټه پورته کړی.
  • د افغانستان مدنی ټولنه د شیکاګو له نړیوال کنفرانس څخه غواړی، ترڅو په افغانستان کې له دیموکراتیکو بنسټونو څخه ملاتړ د خپلو بحثونو په اجندا کې ځای پرځای کړی، او له هغې ملاتړ وکړی. ټاکل شوې افغانستان د ناټو د ځواکونو له وتو سره سم ، ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړی. دا مهمې ټاکنې باید د نړیوالې ټولنې له پیاوړی ملاتړ سره ترسره شی. ترڅو د افغانستان خلک ډاډه شی چې نړیواله ټولنه هغوۍ یواځې نه پریږدی.
  • د افغانستان مدنی ټولنه د ناټو د غړو هیوادونو له مشرانو غواړی، چې په افغانستان کې د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړی. د قانون له حاکمیت پرته، د اداری فساد په وړاندې مبارزه چې د نظام مشروعیت ته زیان رسوی ناشونی کار دی. دافغانستان په دولت کې د پراخ اداری فساد شتون په نړیوالې ټولنې او دافغانستان په خلکو کې د افغانستان دولت موقعیت ته زیان اړولی دی چې باید په دې برخه کې جدی پروګرامونه په پام کې ونیول شی.
  • د افغانستان مدنی ټولنه، د ناټو دغړو هیوادونو له مشرانو غواړی، ترڅو د بشری حقونو، ښځوحقونو او په افغانستان کې د مدنی ټولنې پیاوړتیا په برخه کې هڅه کول د وارمخکې شرط په توګه ایښودو سره د افغانستان له دولته ملاتړ وګړی. د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو سازمان د غړی، او د بشری او بشر دوستانه حقونو په اړه د دې سازمان معتبرو نړیوالو کنوانسیونونو ته د ژمن هیواد په توګه دا ارزښتونه په جدی توګه رعایت کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د مدنی ټولنې د چتر ادارې په توګه، چې له ۹۶ ټولنو جوړه شوې ده او د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت لری، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ارزښتمنې ونډې څخه ستاینه کوی او د شیکاګو کنفرانس ته د لازیاتو بریاو هیله کوی.

 

ځواب دلته پرېږدئ