په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه
 
د بشری حقونو د وضیعت په اړه د سترې او دوره یی کتنې لپاره

UPR) Universal Periodic Review)

دملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان دبشری حقونو وضعیت په اړه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دوه زره او ځلورم کال راهیسی، د همغږی، دمدنی ټولنو ظرفیت روزنې او له نړیوالومنل شویو ډولونو له اړخه پرقوانینو د اغیزې په اړه له دولتی او ټولنیزو ادارو سره مرسته او همکاری لرلې. شبکې د بشری حقونو د فرهنګ په پلی کولو، ددموکراسی د اصولو رعایت، د قانون د حاکمیت پیاوړتیا او د یو کارندې فعالې تولنې په برخه کې فعالیتونه کړی چې په کابل او شلو نورو ولایتونو کې د ساحوی دفترونو په ملتیا د کارنده بحثونو جوړولو زمینه برابره کړې. شبکې له لومړی سره په هیواد کې د بشری حقونو وضعیت له څیړنیز، تحلیلی اواجرایی پلوه ترڅیړنې لاندې نیولې دی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په کابل کې د دیرشو د بشری حقونو ټولنو په ګډون، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دوره یی راپور په اړه، یوه غونډه جوړه کړه. او دافغانستان د بشری حقونو وضعیت په اړه بحثونه په لاره واچول ، له هغه وروسته دشبکې ساحوی دفترونو په زونونو او بلخ ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په همدې اړه بحثی غونډی جوړې کړې، چې د هغومشورتی ناستو لنډې پایلې، دافغانستان داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا او د بشری حقونو په اړه د دوره یی راپور د کمیټې مشرتابه ته وړاندې کیږی.

په دغه یادونه کې،پربشری حقونو د مدنی ټولنو او دافغانستان دولت پرونډې او دبشری حقونو په وضعیت زیات ټینګار شوې، او دافغانستان د بشری حقونو په اړه تحلیل وړاندې شوی دی.

په افغانستان کې د مدنی ټولنې وضعیت

د هیواد نافذه قوانینو پربنسټ، د اصولو له مخې، په افغانستان کې د مدنی ټولنو د جوړونې لپاره، حقوقی لارې چارې اوارې دی، خو تراوسه په افغانستان کې مدنی تولنې لازم ملاتړ چې وشی کولې د ټولنزې ښکارندې په توګه رول ولوبه وی لاسته ندې راوړې.

افغانستان له اوږې جګړې وروسته د تضاد په قلمرو بدل شوې، دغه تضادونه، په ژبنی،قومی،فکری او فرهنګی برخو کې دومره سترشوی، چې د ځینو ارزښتونو مفاهیم لکه مدنی ټولنه هم تراغیزې لاندې راوستې. دافغانستان مدنی ټولنه اړه ده ترڅو ځان وپیژنی، خپله دنده وپیژنی، د پروګرامونو جوړولو ځواک ترلاسه کړی، اغیزاچونکې وی او د پروګرامونو د پلې کولو وس ولری.

افغانستان د طالبانو له دورانه وروسته، د مدنی ټولنې د جوړنې لپاره بې ساری فرصت چې وشی کولې د بشری حقونو له لوبونکو څخه اوسی لاسته راوړ. دافغانستان د روڼ اندواو مدنی ټولنو په باور، د یود موکراتیک او ارزښتمن دولت جوړیدل، د مدنی ټولنې له کارندې ونډې پرته، د تصور وړ نده.مدنې ټولنې د دولت جوړونې او سولې راوستو په برخه کې کولې شی کارنده ونډه واخلی. که څه هم چې نړواله ټولنه په دغه برخه کې دافغانستان له مدنی ټولنو څخه ملاتړ کړې. خود د وخت په تیریدو سره دافغانستان دغه یواځینې ملاتړی خپل سیاسی او اقتصادی ملاتړ دافغانستان دولت ته متمرکز کړ، چې په دې توګه دافغانستان د مدنې ټولنې ونډه څنډې ته وسپارل شوه.په داسې حال کې چې په هیوادکې د دموکراسۍ او د بشری حقونو د فرهنګ جوړول دافغانستان د مدنی ټولنو ملاتړ ته اړتیا لری ،زموږ دغه ادعا د هغو غیردولتی ټولنو په اړه چې موخه یې د بشری حقونو پلی کول دی او دبشری حقونو پربنسټ رامنځته شوی، ترډیره سمون خوری. په ځانګړې توګه په تیرو دوه کالونو کې دافغانستان هغه مدنی ټولنې چې د بشری حقونو په برخه کې فعالیت لری په بدحالت کې دی. د کارونو د لومړنیو امکاناتو نه شتون ، د مدیریتی او سازمانی ظرفیت نشتوالی، دفردی،ټولنیزاو اقتصادی امنیت نشتوالی، دافغانستان د ټولنې له مهمو ستونزو څخه دی. که څه هم چې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه چې په هیواد کې د بشری حقونو دپلې کولو په برخه کې د مدنی ټولنو یوازینې همغږی کونکی مرکز دی. له ۲۰۰۴ کال راهیسې د دنمارک او سویس هیوادونو په مرسته فعالیت کوی، خودغه مرستې د بشری حقونو په برخه کې فعالو غیردولتی ادارو سترو اړتیاو لپاره په هیڅ ډول بسندوی ندی.

د هیواد نافذه قوانینو ته په پام سره، دافغانستان دولت مکلف دی ترڅو مدنی ټولنو ته لازم مادی او معنوی ملاتړ د ټولنو آزادو او ګټورو فعالیتونو ته راجلب کړی، نه یواځې داچې داشان لازم ملاتړ نکیږی، په خواشینې سره چې ځینې خنډونه هم ددغو ټولنو دکار په وړاندې پیداکیږی.

د بیلګې په توګه:

• په دې ورستیو کې په افغانستان کې د رسنیو د څار ادارې راپور خپور شو. ددغه راپور په بنسټ، په روان کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالی ۵۰ موردونه او ۱۳ موردونه د هغوې د کارونو په وړاندې د خنډ راپیداکولو ثبت شوی دی. چې ددغو سرغړونو څخه یانې له ۵۰ څخه ۲۸ مورده یې د حکومت له لوری اعمال شوی، چې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون هم په دغه برخه کې ۴۷ موردونه ثبت کړی دی.

• د وینا له آزادۍ څخه دملاتړ ډلې له هغې جملې څخه د افغانستان د ژورنالیستانو د ملی اتحادې، په افغانستان کې د رسینو د څار ادارې اودافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د رپوټونو له مخې، اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی له وړاندې څخه نور هم محدود شوی. د دولت لوړپوړی چارواکی هغه لازم اطلاعات چې د خلکو د پوښتنو ځواب ویونکی وی، مدنی ټولنو او رسنیو ته په اختیار کې نه ورکوی.

• مدنی ټولنو ته د قومی ،ژبنیو، نژادی او مذهبی تعصباتو خپریدل، چې ډیرې د حکومت له لوری ورته لمن وهل شوې او د هغې ژوندۍ بیلګه د اطلاعاتواو فرهنګ وزیر او د هغه اداره ده. دافغانستان فرهنګی ټولنه او رسنۍ یی په دوه برخو فارسی ژبی او پښتوژبی او همدارازپه یوه مخالفه او یوه طرفداره ډلو ویشلی دی. د بشری حقونو ټولنې هم له دغه تعصبه بی برخې ندی پاتی.

• په داسې حال کې چې د حکومت یو کم شمیر غړی، د دموکراسۍ له لړۍ څخه ملاتړ کوی او د بشری حقونو د پلی کیدو او دهغو ته د احترام پلویان دی. د حکومت یو شمیر غړی په قطعی توګه د بشری حقونو ،دموکراسۍ او د کارنده مدنی ټولنو رامنځته کیدو په شان قدروړ ارزښتونو ته احترام نلری او بشری حقونو له یوې خوا ردوی. په یو تلویزیونی کلپ کې چې د طلوع خصوصی تلویزیون له لوری خپور شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د بیان آزادی ( مفته قصه ) (نان سینس) بللې او هغه ېې له لویدیځ څخه راغلی ښکارنده بللې ، دغه کار د بیا آزادۍ په وړاندې د حکومت نه ژمنتیا له ترټولو په روښانه ډول ښکاره کوی.

• د دولت له لوری د قتلونونه څیړل، د مدنی تولنو پروړاندې د تاوتریخوالی او زور شتون. د مثال په توګه ، دافغانستان د ښځو په سراسری اتحادې د برید مورد، د طلوع پرتلویزیون برید، د خبریالانو بندی کول او د څو ژورنالیستانو شهادت، له هغې ډلې څخه اجمل نقشبندی، صمد روحانی ،ذکیه ذکی، شکیبا آماج څانګه او داسې نور موردونه ندی څیړل شوی. او هیڅ څوک ددغو جرمونو په تړاو محکمې ته ندی کاږل شوی. دولت په دې اړه د مدنی تولنو له خوا د عدالت د کیدو غوښتنو ته هیڅ پام ندې کړې.

• د دولت له لوری تراوسه د قانون له مخې له مدنی ټولنو سره هیڅ ډول مالی ملاتړ اویا سبسایدی نده شوې.

• له مدنی ټولنو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو راکمیدل او یاهم د هغو مرستو سلیقه یی کیدل چې ترډیره د ټولنیزو اړتیاو د په پام کې نیولو پرته یوې ځانګړې ډلې ته ورکول کیږی،

• د حکومت له لوری د مالی محدودیتونو جوړول، چې د ولسمشر د فرمان له مخې مدنی ټولنې له نړیوالې ټولنې څخه د (فند) د اخیسلتو حق نلری. که څه هم چې دغه کار دافغانستان په چارو کې د ځینو بهرنیو هیوادونو د لاس وهنې مخنیوی ، دملی امنیت او ملی ګټو د ساتلو لپاره سم کار دې خو له دغې فرمان څخه ځینې دولتی چارواکی د هغو مدنی ټولنو چې د بشری حقونو د پلې کولو، له فساد څخه د مخنیوی او له ټولنیزو کړنو څخه ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې کارکوی د تضعیف او ودرولو لپاره کاروی. دغه پریکړه باید په افغانستان کې د مدنی ټولنو د پرمختګ خنډ شی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان له مدنی ټولنو څخه کمزوری حالت ته راولی.

• د دولت او مدنی ټولنو ترمنځ دکارنده او دوامدارو خبرو اترو نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو دواړه ټولنې د بشری حقونو د ستونزو په پیژندنه او اوارۍ کې لازمه همغږی و نلری. په دې اړه د افغانستان مدنی ټولنې له حکومت سره تریو حده د خبرو او دیالوګ زمینه برابره کړې. خو واقعیت دادی چې دغه اراده دولت له لوری کمرنګه ښکاری.یوشمیر دولتی ادارې د مدنی ټولنو ونډې ته د ( مخالف او اپوزیسیون ځواک ) په سترګه ګوری، چې د دولت داشان غبرګون د کارنده دیالوګ د نشتوالی له امله راپیدا کیږی .

د طالبانو د حکومت له ماتې وروسته، په افغانستان کې مدنی ټولنو ته د پرمختګ زمینه برابره شوه . البته په لومړی سرکې د لازمو معیارونو نشتوالی د باور نه وړ ستونزو لامل شو. او همداراز د مدیریتی اومضمونی ظرفیتونو نشتوالې د بشری حقونو ټولنو ترمنځ د اجرایی او کاری روڼتیا د ضعف لامل هم شوو. د وخت په تیریدو سره دغه کړکیچ کې لږوالی راغې خو تراوسه هم دافغانستان دمدنی ټولنو پروړاندې یو زیات شمیر ستونزې پاتې دی.

اوس مهال دافغانستان اسلامی جمهوریت د اقتصاد په وزارت کې ۱۲۸۵ غیرې دولتی مؤسسې ثبت او راجستر دی، چې له هغې ډلې څخه ۴۶۰ مؤسسې یی فعالې دی او له خپلو فعالیتونو څخه د اقتصاد وزارت ته راپور ورکوی.

په افغانستان کې د بشری حقونو په پلی کولو کې د مدنی ټولنې ونډه

در هفت سالِ گذشته، بنابر عواملی که در بالا از آن ذکر به عمل آمد، دستاوردهای نهادهای جامعۀ مدنی، کمتر از آنست که مردم انتظار داشتند؛ امّا با آن هم با درنظرداشتِ امکانات و شرایطِ موجود، نهادهای جامعۀ مدنی در بخشِ حقوقِ بشر، دستاوردهای قابلِ ملاحظه یی دارند، که مختصراً از آن نام برده می شود:

په تیرو اووه کلونو کې، دهغو لاملونو له امله چې پورته مو یاد کړل، دمدنی ټولنو لاسته راوړنې له هغې کمې دی چې خلکو ترې هیله لرله. خو بیاهم د شرایطو او امکاناتو په پام کې نیولو سره مدنی ټولنو د بشری حقونوپه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لری، چې په لنډه ټوګه له هغې یادونه کؤ.

د بشری حقونو د ترویج او پراختیا په برخه کې:

• ادوکاسی (عدل غوښتنه): مدنی ټولنې توانیدلی، چې د هیواد په نافذه قوانینو کې د بشری حقونو د مفاهیمو په شاملولو کې دپام وړ ونډه ولری. د بیلګې په توګه: په اساسی قانون کې د بشری حقونو شاملول، درسنیو د قانون طرحه ،چې د بشری حقونو له نظره په سیمه کې د رسنیو لو له ترټولو ښو قوانینو څخه دی، د کورنیو د تاوتریخوالی مخنیوی(طرح) د کورنیو قانون (طرحه) د ماشومانو د تخلفاتو څیړلو قانون، د کار قانون، سیاسی ګوندونه ، د ټاکنو قانون ،د غیر دولتی سازمانونو قانون او…،

• سربیره پر دې ،د بشری حقونو مفاهیم تریوحده د پوهنې وزارت په روزنیزنصاب کې هم شامل شول، دبشری حقونو سازمانونه هڅه کوی ترڅودغه برخه تر ډیره پراختیا پیدا کړی.

• په هیوادکې د مدنی او قانون جوړونې ټولنو ترمنځ دګډو کاری ډلو جوړول،

• په هیواد کې د مدنی او قانون جوړونې ټولنو ترمنځ د ګډو کاری او دیالوګې پروګرامونو جوړول،

• دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دافغانستان د ولسی جرګې له غړو سره په همغږۍ کې په ملی قوانینو کې د بشری حقونو اغیزې او همغږۍ دوامداره پروګرامونه ترلاس لاندې لری.

د اعلامیو صادرول، دمطبوعاتې کنفرانسونو جوړول او د رسنیو له خوا د ستر پوښښ جوړول اوهمداراز د خلکو ترمنځ دخبرو اوغبرګونونو راپیداکول، له هغې ډلې څخه د لاریونونو او غونډو رابلل:

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان د مدنی ټولنو د همغږی کونکو په توګه د بشری حقونو په برخه کې فعالیت لری. داعلامو او پیغامونو په خپرولو سره توانیدلې د بشری حقونو د ارزښتونو په ملاتړکې مهمه ونډه ولری او د قربانیانو د حقونو د دفاع لارې چارې برابرې کړی. دغه اعلامې د ملی او نړوالو رسنیو له خوا خپرې شوی او سترې اغیزې هم لرلی. له هغو اعلامیو څخه مهمې عبارت دی له:

•  د آزاد ژورنالیست اجمل نقشبندی د وحشیانه قتل ، په هلمند ولایت کې دبی بی سی راډیو خبریال صمد روحانی وژنې په اړه.

•  د پاریس کنفرانس په اړه د نړیوالې ټولنې لیدلوری په اړه.

•  د بشری حقونو د پلی کیدو په موخه د ملی غونډې د رابللو په اړه.

د امن سیمه یزې جرګې په اړه د مدنی ټولنو دنظرونو ترلاسه کولو په اړه.

•  په طلوع تلویزیو د پولیسو د برید په اړه. او د پولیسو د دغه عمل غندل دآزادو رسنیو په وړاندې.

•  د ناټوځواکونو له خوا د هرات ولایت په عزیز آباد کلی کې د بمباریو په اړه چې له نوی وو څخه د زیاتو بیګنا ملکی کسانو د وژنې لامل شو.

•  په بلخ ولایت کې ځوان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش ته د اعدام حکم د صادرولو په اړه.

•  دوینا له آزادۍ څخه د دفاع لپاره او د ښځینه ځوانو خبریالانو د وژنې او همداراز په افغانستان کې د وینا د آزادۍ په وړاندې د محدودیتونو د رامنځته کول په اړه د دریو اعلامیو صادر ول،

•  او… .

دغه اعلامې او د هغې اغیزې، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې په سایت کېwww.cshrn.af د لاس رسې وړ دی.

د څیړنو څانګه:

مدنی ټولنو د بیلابیلو بشری حقونو په اړه، ارزښتمنې څیړنې ترسره کړی چې له هغې ډلې څخه کولې شو دغو لاندی نیو مواردو ته اشاره وکړو :

•  د ناوړه رواجونو به اړه څیړنه ،

•  د کورنیو تاتریخوالیو په اړه څیړنه،

•  عدالت ته د ښځو د لاس رسۍ په اړه ،

•  د ښځو سیاسی مشارکت،

•  دښځو اقتصادی خپلواکی،

•  اداری فساد،

د کډوالو اوبیځایه شویوپه اړه څیړنه،

•  او … .

ددغو څیړنو یوه برخه یا د هغې یوه ډله ،د دولت او اړوندو ادارو د کاری پروګرامونو په سیاستونو کې ځای موندلې . د مثال په توګه: د ګډوالو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو سازمان په عملی توګه ،د شبکې له څیړنو څخه د کډوالو او بیځایه شویو په اړه کار اخلی .

د بشری حقونو روزنه او پوهاوی:

د روزنیزو کارګاه ګانو ، سیمینارونو، علمی سمیوزیمونه، دبشری حقونو ښونځیو، د بشری حقونو په اړه دغونډو، دخبرپاڼو، خپرونو،رسالو، د بشری حقونو د روزنې په اړه د څیړنو خپرول، د ښونکو روزل، د نړیوالو ورځو لمانځنه ، دبشری حقونو د روزنیو سایتونو جوړول، د راډیویی، تلویزیونی پروګرامونو او پرماشومانو د جنسی تیرو د قضیو په اړه دکمپاینونو ترسره کول، د وینا له آزادۍ څخه د سرغړونې، برمټه کولو، د سولې راتګ ، د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالی له منځه وړلو، د مثال په توګه: په عملی توګه د بشری حقونو او حق حقدار ته د رسیدو لپاره په تامینولو کې زیاتې رادیویی او ټلویزونی خپرونې شته چې د څیړنیز ژورنالیزم په ملتیا، بنسټیز رول لوبوی.

د بشری حقونو د ساتنې برخه:

دافغانستان مدنی ټولنې دبشری حقونو د ساتنې او د حقوقی خدمتونو وړاندې کولو او همداراز د ظرفیتونو له کموالی سره په جدی توګه مخ دی. مدڼی ټولنې له دولتی ادارو سره له همږۍ او ملاتړ پرته د حقوقی ملاتړونو په ترسره کولو او سانته کې بریاوې ولری. د حقوقی زدکړو د کچې لوړ تیا د دولت یو له مهمو دندو څخه ده. مدنی ټولنې په دغه برخه کې ښې مرسته کونکې شمیرل کیږی. په خواشینې سره چې د همږۍ دغه فرهنګ او دوه اړخیزه ساتنه نده رامنځته شوې خو په دغه برخه کې دمدنی ټولنو لخوا زیات فعالیتونه شوی، چی له ه غې ډلې څخه په ټولیزډول د مثال په توګه لاندو فعالیتونو متمرکز و.

•  دعدالت پلی کول او هغې ته لاس رسی او دمدافع وکیل پیداکول: افغانستان داسې یو هیواد دی چې په دغو برخوکې له زیاتو ستونزو سره لاس اوګریوان دی،

•  د قانون ساتنو ټولنو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول، په خواشینۍ سره دغه پروګرامونه د کابل مزارشریف او هرات په شان لویو ښارونو په محدوده کې پاتې.

•  دکلینیکونو، او د حقوقی مشروتی ملاتړ مرکزونو جوړول، خو دغه برخه هم له زیاتو ستونزو سره مخ ده.

•  له بشری حقونو څخه د سرغړونو موردونو مستندول: په دغه برخه کې هم ځینې کارونه ترسره شوی، خو له بشری حقونو څخه د سرغړونو په کچه کافی نه وه.

په افغانستان کې د بشری حقونو دفرهنګ پر پلی کولو دمدنی ټولنې اغیزې

نهادهای مدنی، با توجه به مشکلاتی که دارند (نبودِ امنیت، ضعفِ حاکمیتِ قانون، موجودیتِ عنعناتِ ناپسند)، توانسته اند که در بهبودِ وضعیتِ حقوقِ بشر مؤثر واقع شوند. حدِاقل می توان گفت که نهادهای مدنی، در مواردِ زیر، نقش با اهمیتی داشته اند:

هغو ستونزو ته په پام سره چې مدنی ټولنې یې لری (د امنیت نشتوالې، د قانون دحاکمیت ضعف، دناوړه دودونو شتون) توانیدلی چې د بشری حقونو په ښه والی ګټوره اغیزه ولری. حد اقل ویلې شو چې مدنی ټولنې، په لاندې مواردو کې ګټور رول ولری:

•  بشری حقونو ته د احترام فرهنګ د پلی کولو په اړه پوهاوی ، په ځانګړې توګه د ښځو حقونوپه اړه،

•  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی راټیټول،

•  د اجباری ودونو کموالې،

•  د بیان د آزادۍ پلی کول،

•  د دموکراسۍ او بشری حقونود بحثونو فرهنګ عامول ،

•  د رسنیو د ونډې پرختیا: ځکه مدنی ټولنې په لویه کچه، د برشری حقونو په پلی کولوکې د رسنیو له ګټورې ونډې څخه ملاتړ کړی او د رسنیو په پراختیا کې ونډه اخیستې،

•  د مدنی ټولنو ظرفیت روزنه: په دغه برخه کې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د نویو ټولنو د ظرفیتونو روزلو لازمې زمینې برابرې کړی دی. ترڅو وشی کولې د بشری حقونو فرهنګ عام کړی.

•  د اطلاعاتو ورکونې شبکې رامنځته کول، په بیلابیلو سطحو کې د کاری ډلو رامنځته کول، د بشری حقونو د ساتنې ډلو رامنځته کول،

•  د بشری حقونو او ادوکاسی مدنی ټولنو ترمنځ همغږی راپیداکول او د بشری حقونو په قوانینو او ارزښتونوکې شاملول د هیواد د نافذه قوانینو په پلی کولو کې هم اغیزه لری،

دافغانستان دولت او د بشری حقونو ستونزې:

د شاو خوا اووه کلونو په تیریدو سره ،په هیواد کې د سیاسی او ټولنیزې نوې فضا په راپیداکیدو سره اوس هم د بشری حقونو وضعیت د اندیښنې وړد دې،

د امنیت کموالې ،د قانون د حاکمیت کموالې، د اقتصادی آسانتیاو لږوالې او د بشری حقونو د فرهنګ ټیوالې ددغو اندیښنو له جملې څخه دی،

دافغانستان دولت دمدنی او سیاسی حقونو په برخو کې یولړ لاسته راوړنې لرلی. د سیاسی حقونو په برخه کې کولې شو د ولسمشرۍ او پارلمانی ټاکنو یادونه وکړو. له اتیاو زیات سیاسی ګوندونه راجستر شوی دی. چې د هیواد وګړی کولې شی په دغو ګوندونو کې غړیتوب ولری او فعالیت وکړی. په حقوقی برخه کې د رسنیواو بیان آزادی په برخه کې هم یولړلاسته راوړنې لری.( که څه هم د تیروکلونو په پرتله په دغه برخه کې ددولت حاکمیت مخ په کمیدو دی). خو دولت د اقتصادی او فرهنګی حقونو د تامینولو په برخه کې د سیاسی او مدنی حقونو په پرتله لږ او نابرابره لاسته راوړنې لرلی. روزنې اوپوهنې او روغتیا ته دخلکو لاس رسی په برخه کې په تیرو پنځو کلونو کې یولړپرمختګونه شته. خو په هڅ صورت بسندوې ندی. همداراز د ملی پراختیا ستراتیژۍ کولې شی یوه ښه لاسته راوړنه وی ، خوپه خواشینۍ سره چې د هغې په پلی کولو کې زیاتې ستونزې پرتې دی.

د بشری حقونو په پلی کول کې د دولت ونډه:

په دې وروستیو کې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې،د بشری حقونو د نړیوالې اعلامې د تصویب شپیتمې کلیزې په ویاړ یو تحلیلی او علمی سمپوزیم جوړکړی و، په دغه سمپوزیم کې افغان څیړونکو او پوهانو،په افغانستان کې دبشری حقونو د وضعیت په اړه بحثونه او علمی څیړنې وکړې چې هغه په لنډه توګه دادی:

•  د مدنی ټولنو له نظره دافغانستان دولت، د بشری حقونو په پلی کولو او له خپلو وګړو څخه ملاتړکې بریالی نوو، او ځینې کارونه چې شوی د نړیوالې ټولنې د فشار او لاسوهنه له امله وو نه د دولت د نوښتونو په پایله کې. د بشری حقونو په وړاندې د دولتی کارکونکو نه ژمنتیا د بشری حقونو د پلی کولو په برخه کې یو له سترو ستونزو څخه شمیرل کیږی.

•  دافغانستان دولت د سیاسی حقونو د اعمال له لارې له وګړو څخه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره (یانی د ټاکنو په ترسره کولو) بسنه کړې او ندې توانیدلې د وګړو اقتصادی ، ټولنیزو،او فرهنګی حقونه پرځای کړی. له دې امله دافغانستان وګړیو د رایو صندوقونو ته په ورتګ سره ځان یواځې د ټاکنو لپاره یوه وسیله بولی او د دولت له کړنو څخه هیڅه د خپلو اساسی اړتیاو لپاره نشی ترلاسه کولې.

•  د قانون نه حاکمیت، داداری فساد شتون، د مخدره توکوقاچاق، دجنګی جنایت کارانو مصونیت، د کډوالو ناوړه حالت ته نه پاملرنه او له ټولو څخه مهم داچې د امنیت په راوستلوکې د دولت کمزورتیا هم په شخصی او هم په تولنیزوبرخو کې دا ټول ددی لامل شوی ترڅو خلک له خپلو زیاتو حقونو څخه بې برخی پاتې شی.

•  د بیوزلۍ د کچې لوړوالی اود افغانستان د وګړو لپاره د رغونې او پراختیا د امکاناتو نشتوالې، په ځانګړی توګه د هیواد په لیرې پرتو سیموکې داټو له بشری حقونو څخه د سرغړونو له لاملونو څخه شمیرل کیږی.

• دولت تراوسه ندې توانیدلې چې دافغانستان مدنی ټولنو په رسمیت پیژندلو لپاره دیوې ګټورې ښکارندې په توګه لارې چارې برابرې او مرسته وکړی. دولت او مدنی ټولنو ترمنځ ددغې همغږی نشتوالی ددلامل شوی ترڅو د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې او خبرې اترې محدودې شی.

• د انتقالی عدالت پروګرام ، چې د تیریدو د پړاو مهم وړاند شرطونه شمیرل کیږی،به کاغذی پاڼوکې پاتی دی او هغو کسانو چې په سترو جنایتونو یی لاس پورې کړی او برا ئت یی ترلاسه کړې همداراز ددغو جنایتونو بیا ترسره کولو ویره د روځې به یو وقعیت بدل شوی او د افغانستان دخلکو په ذهنونو کې پاتې ده.

•  د دولت په مهمو سکتورونوکې د جګړه مارانو شتون ددی لامل شوی، چې عدالت د امنیت، سولې اوثبات ندې توایندلې دمهمې وړاند لارې په توګه د افغانستان دخلکو د ژوند په وافعیت بدل شی.

•  که څه هم دافغانستان نوې اساسی قانون، بشری حقونه دملی قوانین دمهمو منابعو په توګه قبول کړی، خو په هیواد کې داساسی قانون پلی کولو ادارو په کارونو کې د ضعف شتوالی ددی لامل شوی چې بشری حقونه دافغانستان د شته حقوقی میکانیسمونو سره په سختۍ سره همغږی شی.

•  په افغانستان کې د بشری حقونو سیاسی کیدو سره، بشری حقونه په وینا و خبرو کې پاتی شول،او دولت ونتوانید د خلکو اساسی حقونه ، له هغې ډلې څخه د کار او روزګار موندنې حق تامین کړی، په دې توګه بشری حقونه په سیاسی محور کې محدود پاتې شول، چې په ډیره آسانۍ دافغان سیاستوالو له خوا ترې ناوړه کار واخیستل شو،

•  په افغانستان کې د بشری حقونو په وړاندې ترټولو ستره ستونزه د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دی، ښځو لپاره د مناسبې سیاسی ، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزې فضا نشتوالی هغه لاملونه دی چې ښځې ېې د نارینو په واک کې ساتلې دی،او په ټولنه کې ضعیف ونډه لرلې، ددغې ستونزې د اوارۍ لپاره دنړیوالې ټولنې په مرسته د دولت له لوری ګټوورو سترتیژیو پلی کولو ته اړتیا لیدل کیږی.

•  په افغانستان کې له بشری حقونو څخه د سرغړونو نور قربانیان ماشومان دی، هغه درې میلیونه ماشومان چې په افغانستان کې ژوند کوی، شپږاعشاریه پنځه میلیونه یې د تحصیل له حقه محروم دی .له دغو ماشومانو څخه یوډله یې په واټونو ګدایی کوی او یو شمیر نور بیا په شاقه کارونو چې له توانه یې لوړ وی بوخت دی. اوهمداراز یوشمیر نورماشومان بیا د جنسی تیریو ښکار کیږی.

•  د بشری حقونو د پلی کولو په وړاندې یو له مهموستونزو څخه داسلام له دینه تندلاری تعبیرونه دی. اسلامی تندروان بشری حقونه د دین په خلاف بولی او خلکو له عقیدوڅخه د ځان په ګټه کار اخلی، په خواشینۍ سره د دینی مشرانو او بشری حقونو فعالینو ترمنځ د کارنده خبرو اترو نه شتون د داسی یو ناوړه تفاهم لامل کیږی.

پایله:

دافغانستان مدنی ټولنه باید د یومهم لوبغاړی په توګه په بیلابیلو ټولنیزوبرخو لکه ، دبشری حقونو عامول د نړیوالې ټولنې سترو ملاتړنو څخه برخه من شیږ په خواشینۍ سره چې د افغانستان دولت له خوا د مدنی ټولنې ونډه جدی نه شمیرل کیږی. مدنی ټولنې په اړه باورونه داسې دی چې مدنی ټولنه د یو غیر رسمی عنصر په توګه پاتې شی. چې دغه ونډه فعاله کیدو ته اړتیا لری. له مدنی ټولنې څخه نړیوال ملاتړ او مدنی ټولنې ته ددولت احترام ددغې ونډې په فعاله ولوکې مهمه اغیزه لرې شی.

افغانستان داسې یو دولت ته چې بشری حقونو ته ژمن وی اړتیا لری،هغه کسان چې د بشری حقونو په ارزښتونو باور نلری نه باید د دولت په لوړ چوکیو کار وکړی ،په خواشینۍ سره باید ووایو چې د حکومت به مشرۍ کې پر بشری حقونو د ناباوره کسانو شتون په هیواد کې دبشری حقونو ادعا په جدی توګه زیانمه کړې.

د دولت او مدنی ټولنې ترمنځ د ګټورو، دوامداره او کارنده بحثونو ترسره کول کولې شی د بشری حقونو په پلی کولو کې مهم رول ولری، مدنی ټولنه د وګړو او دولت او همداراز دخلکو او دولت ترمنځ د غوښتنو په اورولو کې کارنده ونډه ولری.

دافغانستان مدنی تولنه هیله لری،ترڅو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشری حقونو د ارزښتونو ملاتړ په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی، او دغه مهم او حیاتی ارزښتونه دافغانستان لپاره دخپلو کارونو په لومړی توبو کې ځای ورکړی.

دافغانستان مدنی ټولنه هیله لری،ترڅو په افغانستان کې د بشری حقونوله وضعیت څخه څارنه د نړیوالو بشری قوانینو او دافغانستان اساسی قانو سره سم په دوامداره توګه ترسره شی او دهغې پایلې د رسنیو له لارې خپرې شی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه هیله منه ده ترڅو دغه یادښت ،د افغانستان دولت په راپور کې په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د اطلاعتی منبع په توګه د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو ټولنې له قوله خپورشی،

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په دغې لیکنه کې ترلاسه شوی اطلاعات له مرکز او ولایتونو څخه له مدنی ټولنو ترلاسه کړی، او له هغې څخه لاسته راغلی اطلاعات مشارکتی مشروعیت لری.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له مدنی ټولنو سره په دیالوګونو اوبحثونو کې د بهرنیوچارو وزارت له ونډې څخه مننه کوی او هیله لری دغه کارنده اړیکه لا هم دوام ولری.

په درناوی

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې مدیره پلاوی
دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی مشری

ځواب دلته پرېږدئ