مدني ټولنې اوبشري
حقونو شبکه

په افغانستان کې د کرونا د ویروس د دریم پړاو په خپریدو سره همهاله د کرونا له امله د مړو او په دې ویروس د اخته کیدو شمیر هم لوړ شوی دی. د دغه ویروس په اړه اندیښنې هغه مهال ډیریږي چې د روغتیايي تجهیزاتو د کموالي خبره کیږي. د افغانستان له بیلابیلو سیمو رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې په هیواد کې له کرونا سره د مبارزې لپاره تر اوسه هم کافي اندازه امکانات نشته او دا چاره په ځینو مواردو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې لامل هم کیږي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي په یو لنډ راپور کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د وضعیت او کرونا واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه معلومات راکړي چې پکې په دغو مرکزونو کې د تجهیزاتو په کموالي تمرکز شوی دی.

لغمان

په لغمان ولایت کې د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د لغمان ولایت په کوید -۱۹ روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په اړه د ناروغانو او روغتیايي کارکونکو لخوا شکایتونه مطرح شوي دي، له هغې ډلې دا چې د پنځوسو ناروغانو لپاره یواځې شل بسترونه موجود دي د اکسیجن د کموالي ستونزه هم مطرح کیږي.  په لغمان ولایت کې یوه بله ستونزه د لابراتوار نشتوالی دی. دا چاره د دې لامل کیږي چې د کرونا ناروغۍ د تشخیص بهیر په پڅه ترسره شي. ویل کیږي چې یوشمیر په کرونا ویروس اخته کسانو په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د هغوۍ د آزمایښت سمپل لابراتوار ته ندی استول شوی.

لوگر

دا ولایت هم د نورو ولایتونو په څیر د کرونا ویروس د دریم پړاو له خپریدو سره مبارزه کوي. په لوګر ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دی او دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولایت د کوید -۱۹ روغتون یواځې شل بستره لري. ویل کیږي چې په دې ولایت کې د ګرځنده ټیم یوشمیر ډاکټران د بې پامې له امله په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دغه ولایت کې د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د کرونا د واکسین په مرکز کې لومړني امکانات لکه چوکې په کافي اندازه شتون نلري او په هغه مرکز کې په سمه توګه روغتیايي ټکي په پام کې نه نیول کیږي. ویل کیږي چې لوګر ولایت ته ځانګړي شوي چینايي واکسینونه پایته رسیدلي دي چې ۴۰۴ میرمنو او ۵۲۹ نارینه ګانو ته تطبیق شوي دي.

پکتیا

په پکتیا کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی، د دغه ولایت د عامې روغتیا د ریاست د مسوولانو له قوله وايي چې ټول ۸۳۶ ډوزه چینايي د کرونا واکسین چې یاد ولایت ته ځانګړی شوی وو مصرف شوی دی. د چارواکو په وینا دا واکسین هغو کسانو ته چې په مزمنو ناروغیو اخته وو او له پنځوسو کلونو لوړ عمر لرونکي وو تطبیق شوی دی.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رییس ولایت خان احمدزی وايي، چې په لومړي پړاو کې دغه ولایت ته ډیر شمیر واکسینونه ځانګړي شوي وو، خو خلک د واکسین د جانبي عوارضو له ویرې د واکسین اخیستو ته حاضر نشول، خو د هغه په خبره په دوهم پړاو کې دغه ولایت ته لږ شمیر واکسینونه راستول شوي دي خو اوس د واکسین د اغیزې په اړه د خلکو نظر بدل شوی او اوس د واکسین لپاره د خلکو غوښتنه هم ډیره شوې ده.

هلمند

د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار د کارته لګان CHC پر کلینیک د شبکې د همغږي کونکي د څارنې پر بنسټ، د دغه کلینیک فضا غیر معیاري او کوچنۍ ده او دا په داسې حال کې ده چې مراجعه کونکي ډیر دي. د شبکې همغږی کونکی د مسوولانو له قوله وايي چې ټاکل شوې د واکسین لپاره مناسب ځای په پام کې ونیول شي او همداراز د واکسین دوه ګرځنده ټیمونه هم په کار وګمارل شي. کابو دوه اونۍ وړاندې ۷ زره ډوزه واکسین دې ولایت ته ځانګړی شو چې له هغې ډلې ۳۳۳ ډوزه ېې په لومړۍ ورځ تطبیق شو.

په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د عدالت غوښتنې مثبته پایله

د بامیانو ولایت په کوید -۱۹ روغتون کې یوه جدي ستونزه د روغتیايي کارکونکو کموالی وو، چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د عدالت غوښتنې په پایله کې ورته پاملرنه وشوه. په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دهمغږي کونکي د راپور پر بنسټ د یاد ولایت د کوید -۱۹ روغتون شل بستره درلودل او د دغه کلینیک کارونکو شمیر هم کافي نه وو، خو د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې عدلت غوښتنه د دې لامل شوه چې شل نوي بسترونه هم وراضافه شي او د کارکونکو شمیر هم ډیر شو. ویل کیږي چې د سینوفارم واکسین دوه اونې وړاندې په بامیانو ولایت کې پیل شو، د راپورونو پر بنسټ د کرونا واکسین په اړه د خلکو په مینځ کې منفي نظر راکم شوی دی. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې ولایتي همغږي کونکي د راپور جوړولو ترڅنګ د روغتیايي خدماتو د وضعیت پرسر او د ملي دستارخوان پروګرام پر پلي کیدو څارنه کوي.

لوگر

لوګر یو له هغو ولایتونو دی چې امنیتي ګواښونه د ملي دستارخوان د پروګرام د تطبیق په وړاندې تل ستونزه بلل شوې ده. په وروستي مورد کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست دوه تنه کارکونکي چې د مرستندویه بستو د ویش دنده ېې درلوده د طالبانو لخوا تښتول شوي وو چې په پایله کې تیره پنجشنبه د دې ډلې له بنده خوشې کړای شول. له دې امله تر اوسه هم په دې ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام چارې ځنډیدلي دي.

 نیمروز

په نیمروز ولایت کې د کابو دوه میاشتو ځنډ وروسته د یاد ولایت په چخانسور، کنګ او چهاربرجک ولسوالیو کې د ملي دستارخوان پروګرام چارې بیا پیل شوې. په نیمروز ولایت کې د ملي پیوستون پروګرام مدیر نوید باریدوست په وینا پر مخالفانو د خلکو د فشار له امله د ملي دستارخوان پروګرم په څو ولسوالیو کې پیل شو.

غور

په غور ولایت کې اوسمهال د امنیتي ستونزو له کبله د ملي دستارخوان پروګرام ځنډیدلی او مسوولې ادارې ندي توانیدلي چې د ملي دستارخوان پروګرام په وړاندې ستونزې اوارې کړي.

لغمان

له لغمان ولایت څخه د رارسیدلو راپورونو پر بنسټ چې د قرغه يي او مهترلام ولسوالیو په ډیرو شوراګانو کې د مرستو د ویش بهیر بشپړ شوی دی او پاتې شوراګانې لازمې بودیجې د ترلاسه کولو په تمه دي.

د رارسیدلو راپورونو له مخې هغه څه چې څرګند شوي دا دي چې امنیتي ستونزو د دولت پر مرستندویه پروګرامونو ناوړه اغیزه لرلې ده او د پروګرامونو اغیزمنتیايي کمه کړې ده، همداراز د هیواد په مختلفو برخو کې د روغتیايي امکاناتو او تجهیزاتو کموالی د کرونا ناروغۍ د خپریدو په وړاندې د مبارزې په بهیر کې تر ټولو جدي ستونزه بلل کیږي چې د خلکو اندیښنې هم راپارولي دي.

مربوطه لیکنې: