یو شمېر کارپوهان په دې باورد ي چې د افغانستان ټولنه د طالبانو د حکومت له ړنګېد وروسته کلونو کې نه ده توانېدلې چې د حقونو؛ برابرۍ او ټولنیز عدالت په برخو کې هغو موخو ته ورسېږي چې تمه یې کېدله؛ په ځانګړي توګه د ښځو په تړاو؛ په ټولنه کې د هغوی د حقوقي او ټولنیزې برابرې په تړاو عمومي باور پوخ شوی نه دی؛ له همدې امله د ټولنې د بیلابیلو برخو ترمنځ د ښځو تر منځ توپېرونه شته او ددې لامل شوي دي چې هغوی ونه کړای شي خپلوحقونو ته د رسېدو

د ولسي جرګې د ریارست د قانون جوړونې سلاکار او په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو پخوانی استازی د مدني تولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي: اوسمهال د افغانستان ښځې پرځای د دې چې په ټولنه کې د یوه لوی او بدلون ورکوونکي ځواک په توګه محسوسې شي؛ له یو بل نه جلا دي او بیل لید لوري او متفاوت کلتوري هویتونه لري . «موږ ونه شوای کړی په همکچې توګه او له ورو او تدریجې بدلونونو سره ؛ د ښځو د حقوقي او ټولنیزې برابرۍ لپاره عمومي باور تثبیت او پوخ کړو؛ موږ په ناڅاپي توګه د ډېرو سستو ټولنبزو بنسټونو له مخې د  ښځو د مدني او طبیعي حقونو دفاع پېل کړه . نن ورځ ښځې په دودېزه ټولنه کې لا هم د کور کارګرانې دي او په ښاري ټولنه کې په یو ډول په یو لړ مډرنیزم په ظاهري بدلونونو کې بندې پاتې دي او دا ددې لامل شوې ده چې د ښارونو او کلیو ښځې له یو بل نه جلا او پردی وي «.

شبکه: له دې بیلتون نه مو موخه څه ده؟

سلجوقي: کلیوالې ښځې د دود یرغملې پاتې دي او هغو مېرمنو چې په ښار کې دي؛ د مډرنو مدني او ټولنیز پراختیاوو له اډانې پښه اړولې ده او هغو اروپایي وګړو ته ورته دي چې سل کاله ژوند یې په یوې  ډموکراټيکه ټولنه کې تجربه کړی دی.دا لوی بدلون ددې لامل شوی دی چې د افغانستان ښځې د یوې واحدې ټولګې په توګه یوه دریځ ونه لري؛ د ټولنې اکثریت برخه ښځې جوړوي او د ټولنې په اقلیت کې مډرنې ښاري ښځې شاملېږي او دا دوه ډلې نه شي کولای چې د خپلو بنسټيزو او مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره په یوې شخړه کې یو موټي وي؛ له همدې امله ښځې په دوو جلا قطبونو تبدېلې شوي دي او دا واټن ددې لامل شوی دی چې واحد غږ ونه لري . له بده مرغه باید ووایم چې د افغانستان ښځې به په راتلونکې کې له ځينو ستونزو سره مخ شي .

شبکه: له دې سره سره د ښځو دراتلونکې د تضمین لپاره باید څه وشي؟

سلجوقي: موږ باید پر اصلي او لویو چورلیزونو چې وکړای  شي په راتلونکو کلونو کې د ښځو د مشروع او قانوني آزادۍ د چت لپاره کلکه ستنه جوړه کړي تمرکز وکړو. د بېلګې په توګه د ښځو حقونه لکه زده کړې؛ کار؛ سوداګري؛ سیاسي مشارکت او د ټولنیز برخلیک ټاکل باید تضمین شي او هغه آزادۍ چې ان د دین په برخه کې هغوی ته ورکړل شوې عملي شي؛  د خاوند د ټاکلو حق؛ د مېراث حق او د ښځو د ملکیت د ثبت حق ورکړل شي؛ هغوی باید د خپلو کورنیو په ټولنیزو او قومي معاملو کې د وسیلې په توګه ونه کارول شي. ښځه باید په ټولنه کې حضور ولري او پرېکړه وکړي . دا د هماغو لویو چورلیزونو له ډلې دي چې مخکې مې ورته اشاره وکړه .

شبکه: دې ته په پام سره چې د سولې خبرې روانې دي او تمه کیږي چې یوه له مهمو موضوعګانو پکې د ښځو حقونه وي؛ ستاسو په اند د دولت په مرکچي پلاوي کې د ښځو استازې په سمه توګه د ښځو د استازيتوب ظرفیت او وړتیا لري .

سلجوق: ددغو ښځو په منځ کې داسې پياوړوي ښځې شته چې د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ پر بحثونو پوهېږي؛ خو له بده مرغه مرکچي پلاوی د وړتیاوو او ظرفیتونوله مخې نه بلکې تر ډيره د سیاسي ملاحضو له مخې ټاکل شوی دی او په افغانستان کې ډېرې لاپیاوړې ښځې هم شته چې ددې پلاوي غړي کيدلای شوې . که  څوک د ښځو د ګټو په برخه کې دفمینیزم له آدرسه مخې ته کیږي له شک پرته مخالفتونه راولاړوي ؛ خو که ښځې ځينو حدیثونو او د قرآن آیاتونو ته په مراجعې سره مخې ته شي؛ شک نشته چې په ښه بڼه به له طالبانو سره پر خبرو برلاسې وي. لکه څنګه چې پوهېږئ بیلابیلې دیني فرقې د ښځو په تړاو بیل نظرونه لري؛ خو هیڅ یوه دا فرقه د بحث په پای کې یو بل په کفر نه تورنوي. کله چې ښځې په زیاتو دیني معلوماتو او د تفسیرونو په  پوهېدو سره له  طالبانو سره خبرو ته کیني؛ د هغوی استدلال ته د طالبانو د ارزښت ورکولو احتمال شته او په دې صورت کې ددې ډلې  دودیز او نرواکي باورونه کمزوري کیږي.

شبکه: یوشمېر کسان په دې باور دي چې په سولېخبرو کې د ښځو د حضور نفس د هغوی په تړاو د طالبانو پر دریځ

سلجوقي: ښځې په ځلونو تر نارینه وو د ښځو د حقونو غوره دفاع کوونکي دي ؛ له خپل حق نه دفاع کولای شي؛ له همدې امله ددې لپاره چې مقابل پلاوی په عملي توګه د هېواد د نیمایي نفوس واقعي او عیني مدافعان وویني؛ په پلاوي کې د ښځو پیاوړی حضور ته اړتیا ده څو ګوندې  طالبان له خپلو سیاسي او دودیزو دریځونو په شا شي  او د سولې د هوکړې په صورت کې په ټولنه کې ښځې ومني . د ښځو مشارکت ډير مهم او اغېزناک دی ؛ هغوی باید حضور ولري او په ځواک سره له خپلو حقونو دفاع وکړي .

شبکه:  ستاسو په نظر له داسې ډلې سره چې ښه مخینه نه لري؛ په تېره بیا د ښځو په برخه کې؛ خبرې کومې پایلې ته رسېدلی شي؟

سلجوقي:  د مذاکراتو اصلي بحث په ښځو پورې اړوند موضوعګانو باندې نه دی . بلکې اصلي بحث ؛ اوربند؛ د جګړې درېدل اود  تاوتریخوالي کموالی دی او دا چې په هېواد کې د ژوند لپاره مناسبه فضا رامنځته شي. د ښځو د حقونو بحث او ورسره  د تندلارو او افراطي ډلو د چلند بحث په دویم پړاو کې دی . نن ورځ د افغانستان خلک او سرتېري یوازې د ښځو د حقونو د احیا لپاره د ډموکراټيکو موخو د پلي کولو لپاره نه جنګېږي؛ د قربانیانو کورنۍ خپل خپلوان د ښځو د حقونو د خوندېتوب لپاره نه خښوي او د تروریزم پر وړاندې مقابله یوازې د ښځو د حقونو دفاع نه ده . دښځو د حقونو پر موضوع یا د ښځو او نارینه وو د حقونو د برابرۍ لپاره  د ټولنیز عدالت پر پلي کېدو به چې د ډموکراټيک نظام یوه برخه ده؛ په دویم ګام او د جګړې له درېدو وروسته بحث وشي؛ په همدې دلیل نه شو ویلای چې که طالبانو ډله د ښځو د حقونو په تړاو انعطاف ونه ښيي ؛ ګواکي  سوله به رامنځته نه شي یا به د پخلاینې لپاره راکړه ورکړه  ونه شي. په هر حال په سولې مذاکراتو بهیر کې دوه  لویې ستونزې شته ؛ لومړی دا چې کله چې طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونه به د دین د احکامو او هغه څه له مخې چې په قرآن کې راغلي دي؛ په پام کې نیسي؛بل هیڅ سیاسي بهیر به فرصت ترلاسه نه کړي چې ادعا وکړي چې د ښځو ټولنیزاو سیاسي حقونه باید د اسلام له دین له چوکاټه وتلې تامین شي؛ځکه دا به ددې  لامل  شي چې د دودیزې او مسلمانې ټولنې لویه برخه ددغو افکارو پروړاندې ودرېږي چې په دې صورت کې به د هغه لیدلوري له تجرید سره مخ شو چې غواړي ښځې خپلو ډموکراټیکو حقونو ته ورسوي .

شبکه: ستاسو ارزونه د هغه څه په تړاو چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي؛ څه ده ؟

سلجوقی: تر اوسه د سولې مذاکرتو په لړ کې هیڅ هیله بښوونکی پرمختګ نه دی شوی. لکه څنګه چې د مشرانو په خبره د افغانستان جګړه یوه نیابتي جګړه ده او  افغانستان د سیمې اونړۍ د استخباراتي شبکو د  ټکر په جغرافیې بدل شوی دی؛ له شک پرته ځینې پرمختګونه به پکې رامنځته شي. شک نشته چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته بېرته نه شوای جوړېدلی او ټولې آزادۍ او سیاسي ځواکونه یې په یو ډول  د امریکا په ملاتړ متکي وو ؛له همدې امله په خپلو نړیوالو پرېکړو کې هیڅکله خپلواک او آزاد نه و . طالبان هم  د یوه ایډیولوژيک اوقومي غورځنګ په توګه د وروستیو کلونو په اوږدو کې د پاکستان د ای اېس ای په تحریکولو سره رامنځته شوي او پیاوړي شوي دي او اوس هم د هغه له ملاتړ او لارښوونې پرته د سولې مذاکراتو په برخه کې هیڅ کار نه شي کولای؛ له همدې امله د مذاکرې دواړه لوري په جدي توګه د خپلو ملاتړو په نړیوالو مرستو پورې تړلې دي . که په پام کې ونیسو چې مذاکرات له طالبانو سره د سیاسي او ټولنیزو راکړو ورکړو یو ډول دی؛ له شک پرته د خبرو دواړه لوري ځينې څېزونه سره تبادله کوي او د مذاکراتو پایله به داسې څه وي چې نه زموږ لپاره ایډیال او ارماني وي او نه هم د طالبانو لپاره . په هر حال زه هیله من نه یم چې دا مذاکرات ژر پایلې ته ورسېږي؛ مګر دا چې د افغانستان د دولت او طالبانو دواړه ملاتړي پر یوې معاملې سره سلا شي .

شبکه:  د ښځو په حقونو پورې اړوندې مسالې  د خبرو په کوم ځای کې دی؟

سلجوقي: د ښځود حقونو ته درناوی و لو که په شرعي لیدلوري وي باید تضمین شي . د  ښځو د شرعي حقونو پلي کېدل هیڅکلهله یوه ډموکراټيک چاپېریال سره  په ټګر کې نه دي. له بده مرغه د افغانستان دودیزه په تېره بیا طالباني ډوله ټولنه ښځو ته ان  د هغوی شرعي حقونه نه ورکوي ؛ بلکې هغوی ته لا جدي محدودیتونه رامنځته کوي .

د ډاکټر سلجوقي په وینا ؛  که طالبان د مذاکراتو له لارې د ښاروندۍ پر  حقونو او آزادیو قناعت وکړي ؛ دا کولای شي له روحي پلوه آرامتیا رامځنته کړي او ددې  لامل شي چې ښځې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې ونه اوسي؛ له همدې امله د نوموړي په وینا باید د سولې له خبرو نه د یوه فرصت په توګه ګټه واخیستل شي او ښځې اونارینه په جدي توګه د مېرمنو له حقونو جدي ملاتړ وکړي ؛ څو ښځې نه یوازې خپلو حقونو ته ورسېږي بلکې د قبیلوي دودونو له  سخت او ډبرین چاپېریاله خلاصون ومومي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې