د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بی بی سی له سایت څخه اقتباس شوی
په پاریس کې دافغانستان لپاره دمدنی ټولنې نړیواله غونډه
افغان څیړونکی : ملک ستیز
د مدنی ټولنې او خصوصی سکتور له خوا د مې میاشتې په ۲۴ ، له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره یوه نړیواله غونډه د فرانسې د لومړی وزیرښاغلی برنارد کوچنر په مشرۍ د پاریس په ښارکې جوړه شوه.
دغه غونډه چې له افغانستان څخه دملاتړ کونکو ټولنو هیوادونو او دخصوصی سکتور مدنی تولنې استازو او دافغانستان د حکومت په ګډون جوړیږی، له افغانستان څخه دملاتړ کونکو هیوادونو مخینه بلل کیږی. چې ټاکل شوې د روان کال د ژون په ۱۲ نیټه په همدې ښارکې د فرانسی حکومت په بلنه ترسره شی.
دغه غونډه به په بیلابیلو ناستو کې دمدنی ټولنې ونډې، د نړیوالو ملاتړونو پروګرامونو او د دغو پروګرامونو د پلی کولو ډولونه، دافغانستان په اقتصادی پراختیا کې د د خصوصی سکتور هڅونې څرنګوالی او په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کیفیت او اغیزو څیړولو په اړه د پام وړ بحثونه ترسره شول.
خو مهمه پوښتنه داده چې، آیا مدنی ټولنې په افغانستان کې نضج اخیستی ؟ ترڅو دغه موضوع په افغانستان کې وتوانیږی د دولت د پروګرامونو په جوښت او تبیین کې ونډه واخلی.
دافغانستان دموکراتیکه کول، د مدنی ټولنې کارنده او د اعتماد وړ ونډې ته اړتیا لری. د ارزښتونو نظام، حقوقی او ارزښتې مشروعیت ته اړتیا لری. او دغه مشروعیت مدنی ټولنه، چې د دولت او وګړی ترمنځ د اړیکی یو پل دی رامنځته کوی.
مدنی ټولنه د وګړو ټاټوبی دی چې دقانون ترحاکمیت لاندې دخلکو له لاری اداره کیدونکی نظام رامنځته کوی. د مدنی ټولنو ادارې، د مدنی حقونو دفعالولو ټولنه ده یانې د وګړو په سیاسی ،اقتصادی ،ټولنیز اوفرهنګی نظام کې د وګړو اغیزه فعاله وی. په دې توګه وګړی د ارزښتی نظام جوهر په توګه د مدنی ټولنې له خوا راپیداکیږی او فعال ساتل کیږی.
خو دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږی، په تیرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د مدنی ټولنې ونډې ته هیڅ جدی پام ندی شوی.
د وګړو ونډه هم ګوښه ساتل شوې او آڼ ویلی شو چې وګړی ندی خلق شوی. دافغانستان نوې رامنځته شوې ټولنه په حقیقت کې غیر دولتی، ټولنیزې ادارې او صنفی سکتورونه دی، چې دغه ادارې د تشکیلاتو له بې نظمۍ او اقتصادی کمزورتیا سره لاس او ګریوان دی.
بلخوا دغه ټولنې ندی توانیدلی، چې له دولت، سیاست او سوداګرۍ څخه خپله خپلواک تیا ثابته کړی. هغوې نړیوالې ټولنې ته چې د هغوې یواځینې ملاتړ کونکی دی. او دغې ټولنې ته د هیلې په سترګه ګوری. هغوۍ له نړیوالې ټولنې غواړی ترڅو د افغانستان دولت له لوری دمدنی ټولنې په رسمیت پیژندو کې خپله کارنده ونډه وکاروی.
دبشری حقونو عامول؟!
د مدنی ټولنې یوبله دنده د بشری حقونو تعمیم اوپرهغې څارنه ده. دغه اصل د مدنی ،سیاسی ،اقتصادی،ټولنیز او فرهنګی حقونو له په ډله کې شمیرل کیږی. د افغانستان مدنی ټولنې ته د رسیدو په لاره کې ،ټولنیزحقونه په ځانګړې توګه د ځیان منونکو ډلو ، له هغې ډلې څخه ښځې ، ماشومان ، ګډوال او بیځایه شوی کسان باید د دولت د پروګرامونو په لومړی توبونو کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړسره ځای ولری.
په دې اړه لازمه ده تر څو نړیواله ټولنه دافغانستان له دولت سره په دغه برخه کې دافغانستان له مدنی ټولنو څخه د ملاتړلپاره مادی او بشری منابع ځانګړې کړی او په جدیت سره په دې اړه کار وکړی.
د مدنی ټولنې بله مهمه ونډه د وګړو ترمنځ قانون ته احترام او دقانون د حاکمیت عامول دی ځکه چې بشری حقونه او دموکراسی، د قانون له تطبیق او تحمیل نه پرته کومه مانا نلری.
دافغانستان اساسی قانون د بشری حقونو په تعمیم کې د مدنی ټولنې ونډه په رسمیت پیژندلې؛ خو د قانون پلی کیدل، قانون ته احترام او د قانونیت فرهنګ رامنځته کول په دغه برخه کې له ترټولو مهمو لګوالیو څخه شمیرل کیږی چې په افغانستان کې د مهمو ټولنیزو ستونزو لامل شوی.
همداراز ځینې وخت پررسنیو د یوشمیر آزادیو په برخه کې د محدودیتونو راپیداکول مدنی ټولنې ته د نه احترام کولو په مانا ده.
په افغانستان کې مدنی ټولنو د جوړیدوپه وړاندې یوه بله ترټولو مهمه ستونزه ایدیولوژیک تندروی ده.د افغانستان خلک مسلمان او د خپلودینی اعتقاداتو په وړاندې ، صادقه دی. خو نتدلاری غواړی دخلکو دغه ارزښتونه دخپلو سیاسی موخو په لور بوزی.
هغوې دمدنی ټولنې او بشری حقونو ارزښتونه پرخلکو له بهره تحمیل شوې ښکارنده بولی ، او په ځینو وختونو کې هغه د دینی ارزښتونو پرخلاف بولی چې داکار دمدنی ټولنو پرونډه منفی اغیزه کوی.
دافغانستان دولت باید دغې برخې ته خپل جدی پام واړوی، او پرینږدی دافغانستان خلک یوځل بیا د داشان ستونزو قربانی شی. له دې امله اړتیا ده چې د افغانستان دولت داسلام د موازیو په اړه د پوهې وړ پروګرامونه جوړ کړی او له مدنی ټولنو ،علماو ، د دینی چارو پوهانو او رسنیو سره ګډې هڅې وکړی.
دافغانستان مدنی ټولنه، سیاسی ټولنه او دافغانستان خصوصی څانګه لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لری.دغه ټولنې کولې شی د دولت په جوړولو کې مهمه ونډه ولوبه وی. باید دغه فعال او د کار وړ مثلث دافغانستان د ارزښتونو په نظام او بنسټونو بدل کړو.
په دغه برخه کې دافغانستان دولت، ددغه مثلث د ونډو او مسولیتونو پیژندو ته اړتیالری. په واقعیت کې، دغه مثلث کولې شی دافغانستان دولت ته د ارزښتونو په مشروعیت کې مرسته وکړی.
د پاریس غونډه دمدنی ټولنې او بشری حقونوپه برخه کې د ارزښتمنو فرصتونو او بحثونو راپیدا کیدو لپاره ښه فرصت بلل کیږی. له مضمونی اړخه مدیریت او ظرفیت پروری ، د پروګرامونو استمرار، روڼتیا او حسابورکونه، د مدنی ټولنې د جوړیدو په وړاندې وارله مخه شرطونو څخه شمیرل کیږی.
خو په دغه غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنو او خصوصی سکتور کمرنګې ونډې سره سره ، په برعکس ډول په دغه غونډه کې د نړوالو ټولنو د زیات حضور له امله، پر افغانستان د نړیوالو ټولنو قوی اغیزه لیدل کیږی.
بلخوا مدنی ټولنې اوخصوصی سکتورسره په همږۍ کې دافغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې سره د خبرو له لارې کولې شی داسې لاره برابره کړی . ترڅو دولت ددغو ټولنو نظرونو او هیلوته پاملرنه وکړی، نه چې د خصومت او دښمنۍ په سترګه وګوری.
دافغانستان مدڼی ټولنه ددغه هیواد دولت په شان نړیوالې ټولنې پورې منحصر او تړلې ده او دهغې جدی ملاتړ ته اړتیا لری. د پاریس غونډه کولې شو په دغه برخه کې د پام وړ ټکی حساب کړو.