ښاغلې باری سلام دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
ښاغلې باری سلام دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې مدیره پلاوی د ۱۳۸۷/۴/۱۲ لمریز کال چې ۲۰۰۸/۷/۲ میلادی کال سره سمون لری، پریکړه وکړه « د سحرموپه خیر افغانستان » راډیو ریس او د آوانما خپرونو مسوؤل ښاغلی باری سلام، دافغانستان دمدنی او بشری حقونو شبکې ویاند په توګه وټاکې.

ښاغلی باری سلام چې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د مدیره پلاوی غړی توب هم لری، په هیواد کې د پیژندل شویو څیرو څخه هم دی.

ښاغلی باری سلام د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دمدیره پلاوی په استازی توب له ملی او نړیوالو ټولنو او رسنیو سره په اړیکه کې وو، او په هیواد کې د مهمو مسایلو په هکله دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې موضوع د وړاندې کولو وسیله کیږی.

دافغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونو شبکه ،ښاغلی باری سلام ته دغې بریالۍ ټاکنې مبارکی وایی.

 

ځواب دلته پرېږدئ