ښاغلې محمد نعیم نظری د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمغږی کونکی په توګه وټاکل شو

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
ښاغلې محمد نعیم نظری د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمغږی کونکی په توګه وټاکل شو

د افغانستان دمددنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له مدیره پلاوی غړو سره له مشورې وروسته په ۱۳۸۷/۴/۱۲ لمریز کال چې د ۲۰۰۸/۷/۲ سره سمون خوری ښاغلې محمدنعیم نظری دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دپروګرامونوهمږی کونکی په توګه وپیژندل شو او په کاریې پیل وکړ.

تردې وړاندې ښاغلې آ‌ذریون متین، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو د همغږۍ مسولیت پرغاړه لاره. ښاغلی آذریون متین ( په افغانستان کې د انتقالی عدالت د نړیوال مرکز) د پروګرامونو د همغږی کونکی په توګه وګمارل شو.

د انتقالی عدالت نړیوال مرکز، له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسی په افغانستان کې یولړپروګرامونو پلی کړی، چې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې سره په نږدې همکارۍ کې خپلو کارونو ته دوام ورکوی.

ښاغلی محمد نعیم نظری، د بشری حقونو په برخه کې پنځه لس کاله تجربه لری. ښاغلې نظری د (تعاون ) په نوم د مجلې مدیرمسؤل ، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اطلاعاتو او خپرونو مسؤل او د انګارې مجلې د مدیر مسؤل په توګه دنده لرلې. ښاغلې نظری د مدنی ټولنو او رسنیو ترمنځ د ښه شهرت لرونکې او ښو اړیکو خاوند دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې سایت، خپلو درنو همکارانو ښاغلی محمد نعیم نظری او،آذریون متین ته د لازیاتو بریالی توبونو هیله کوی.

 

ځواب دلته پرېږدئ