د ښځو له خوا له حکومته جلا د ټولګې جوړیدل هغه څه دي چې په ځلونو پرې ټینګار شوی دی. د یوشمی مدني فعالانو په باور، د ښځو خپلواک غورځنګونه او دهیواد په کچه د دوې لخوا د عدالت غوښتنې د پروګرامونو جوړول کیدای شي د هغوۍ د بریا یوه لاره وي.

 دمدني ټولنې فعال ضیا مبلغ، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل چې ښځې کولی شي د خپلواکو غورځنګونو په جوړولو سره د هیواد د وګړو نیمايي برخې استازيتوب او له خپلو حقونو ساتنه وکړي.

ښاغلی مبلغ وايي چې ډیری ښځینه غورځنګونه، په ځانګړې توګه د قرباني شویو میندو غورځنګ د نړۍ په کچه په ( ترکې او آرجنټاین) کې سترې او تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي، خو په افغانستان کې ښځې تر اوسه نه دي توانیدلې چې د خپلواک غورځنګ په توګه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي: ” خو په خواشینۍ سره ښځینه ډلو او غیر دولتي سازمانونو  (NGO)، تل هڅه کړې چې د حکومت له لارې خپلو غوښتنو ته ورسیږي؛ له دې امله هغوۍ د طالبانو له نظره داسې کسان دي چې د حکومت لخوا مذاکراتو ته ټاکل شوي دي.”

شبکه: آیا د ښځوخپلواک غورځنګ به د طالبانو په لیدلوري اغیزه وکړي؟

مبلغ: دا غورځنګ، پرته له دې چې دا به څومره اغزمن وي، باید د راتلونکي لپاره د یوې مهمې اړتیا او د ټولنې اصلي غږ په توګه پر طالبانو د اغیزلرلو لپاره جوړ شي. د هغې اجنډا باید پخپله د میرمنو لخوا جوړه شي، نه د جګړو دواړو لوریو لخوا.  دا غورځنګ باید د ټولو میرمنو استازيتوب وکړي، په دې مانا چې د ټولو والیتونو میرمنې باید په دې غورځنګ کې ځان وویني، او همدارنګه د طالبانو کونډې هم باید پکې شریکې وي؛ په یو ټکي کې باید ووایم چې د میرمنو د پراخ استازیتوب نشتون به د ښځو د محرومیت لامل شي.

له بل لوري د ښاغلي مبلغ په باور، د مرکچي پلاوي جنسیتي ترکیب د هغو باورونو ښکارندويي کوي چې پکې د ښځو پراخ مشارکت نه لیدل کیږي.هغه وايي چې په دې پلاوي کې د ښځو شمیر څرګندوي چې په مهمو او ملي بهیرونو لکه د سولې بهیرکې له پامه غورځول کیږي. او داسې فکر موجود دی چې په داسې بهیرونو کې د ښځو مساوي حضور ته اړتیا نشته او ښځې نه شي کولی د مذاکراتو آجنډا جوړه کړي او د ویلو لپاره هم څه نه لري.

شبکه: یوشمیر کسان په دې باور دي که چیرې د ښځو په اړه د یوشمیر محدودیتونو په منلو له طالبانو سره هوکړه کیږي باید ومنل شي. ستاسو نظر په دې اړه څه دی؟

مبلغ: د ښځو لخوا د داشان ضعیف دریځ لرل د دې لامل کیږي چې د طالبانو د امارات په شان حکومت به پرې تحمیل شي. زما په باور باید له داشان سناریو په منلو مذاکره ونکړو. د افراد د حقونو په اړه باید هیڅ ډول محدودیت ونه منل شي؛ ځکه داشان محدودیتونه د ایدیولوژیکو بیخ بنسټونو سره د توجیه وړ بلل کیږي او ښايي ښځې له اتیا کلونو وروسته هم ونه شي کولی پکې بدلون رامنیځته کړي، ځکه طالبان به په دغو حقونو کې بدلون ونه مني.

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو په اړوند په کومو مسایلو خبرې وشي؟

مبلغ: زما په نظر د هیواد د ټولو وګړو یعنې ښځو او نارینه ګانو اساسي حقونه د راتلونکي نظام بنسټ جوړ کړي. د کار او تعلیم حق، مدني، سیاسي او کلتوري حقونه هغه  حقوق دي چې په اساسي قانون او آن د بشري حقونو په اسلامي اعلامیه کې تضمین شوي حقوق دي. ډیر اسلامي هیوادونه شته چې دا حقونه ېې خپلو وګړو لپاره  په رسمیت پیژندلي دي. له دې امله له شریعت سره د دغو حقونو مغایرت باید ځواب موندلی وي او په دې اړه له طالبانو سره خبرې کول، د دوړلت وړتیا او چمتوالي پورې اړه لري.

شبکه: ستاسو په نظر آیا د دولت پلاوی لازم چمتوالی لري؟

مبلغ: زما په نظر دغو خبرو ته بشپړ چمتوالی نه دی نیول شوی او هغه کسان چې ټاکل شوې له طالبانو سره خبرې وکړي چمتوالی نه لري او تر اوسه نه دي توانیدلي چې د طالبانو پوښتنو ته په بیلابیلو برخو کې  قانع کونکي ځوابونه پیدا کړي.

شبکه: سربیره پر دې څومره د سولې خبرو پایلو ته هیله مند ېې؟

مبلغ: روښانه ده چې ټول یوې مثبتې پایلې ته هیله مند یو، خو که چیرې له مذاکره کونکو کسانو څخه هیله ولرو چې ځان په دې ماموریت کې مسوول وبولي او د افغانستان جګړه پایته ورسوي، تیروتنه مو کړې ده؛ ځکه هیڅ لوری د داشان ماموریت وړتیا او چمتوالی نه لري. همداراز د طالبانو او نورو مخالفو ډلو ترڅنګ یوشمیر موارد لکه سیستماتیک تبعیض، بې وزلي، په جوړښتونو کې فساد او د مخدره توکو کښت په افغانستان کې د جګړې نورو عواملو څخه بلل کیږي چې آن د سولې له هوکړې وروسته هم په هیواد کې د جګړې پایته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کوي.

د ښاغلي مبلغ په باور، تجربو څرګنده کړې چې د سولې مذاکرات هغه مهال ښې پایلې لرلی شي چې د مذاکراتو یو لوری تر یوې کچې په موضوع کې ضعیف وي، خو د افغانستان په اړه تر اوسه دا شرایط نه دي رامینځته شوي؛ ځکه په افغانستان کې د دواړو لوریو ترمینځ جګړه تر یوه حده په متوازنه توګه پرمخ ځي. ښاغلی مبلغ زیاتوي چې طالبان توانیدلي دي د مذهبي داعې په لوړلو سره د ډیر شمیر خلکو ملاتړ ترلاسه کړي خو په مقابل کې حکومت نه دی توانیدلی چې د دې داعي مخنیوي لپاره بحث جوړ کړي او طالبان په نرمه جګړه کې مات کړي.