یو شمېر کارپوهان وايي، ښځې د ټولنې د نیمايي وګړو په توګه حق لري چې د سولې په بهیر کې ونډه ولري او له پرلپسې عدالت غوښتنې د سولې په هوکړه لیک کې د خپلو حقونو تر ثبتولو پورې هڅې وکړي.

د ښځو او جندر د څېړنو ماستر، محمد ابوالاحرار رامزپور د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: «دا د ښځو حق او مسوولیت دی چې په مرکچي پلاوي کې په ګډون او همداراز له پرلپسې عدالت غوښتنې بیا د سولې په هوکړه لیک کې د خپلو حقونو تر ثبتولو د سولې په بهیر کې خپلې ونډې ته دوام ورکړي او وروسته هم دا غوښتنې خوندي کړي.» 

شبکه: له داسې ډلې سره خبرې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په برخه کې نه لري، د ښځو د ټولنیز او سیاسي حضور لپاره به څه پایلې ولري؟

رامزپور: له دې امله چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو شرایط، په تېره بیا د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د دوی د ګډون، زده کړو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د منځنیو زده کړو لرونکو مېرمنو په وده کې بې مخینې پرمختګ شوی، ښایي طالبان په واقعیت منلو دا وضعیت درک کړي او په ټولنه کې د ښځو د حضور مخه ونه نیسي. طالبان اوس زموږ د ټولنې په عیني واقعیت بدل شوي او جګړه د هغوی د له منځه تلو لامل نه شي کېدای؛ له دې امله ښه دا ده چې په عدالت غوښتنې، بحثونو او خبرواترو سره دوی ته قناعت ورکړل شي. ښايي دا واقعیت پالنه د دواړو لوریو لپاره غوره وي. له هغو ځینو مسایلو تقلید چې د افغاني ټولنې له سالم کلتور سره تړاو لري او له نړیوالو بشري اصولو سره مخالف نه دي د باور جوړونې کچه لوړولای شي. 

شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د طالبانو پر هغې تګلارې چې د ښځو مخالف دي اغېزه کولای شي؟ 

رامزپور: طالبانو له څو کلونو راهیسې د سولې په رسمي او غیررسمي خبرو کې د ښځو ګډون منلی دی. ښځو د مسکو او دوحې په شان ډېری غیر رسمي خبرو کې ګډون کړی او اوس هم څلور پياوړې مېرمنې د ښځو په استازیتوب د دوحې په روانو مذاکراتو کې فعاله ونډه لري. باید ووایو چې په خبرواترو کې یوازې د ښځو ګډون بسنه نه کوي، بلکې دا د دوی دوامداره عدالت غوښتنه، منطق او استدلال دی چې د سولې په هوکړه کې به د دوی ځای او مقام روښانه کړي. د اسلام په سپېڅلي دین کې د ښځې مقام ډېر واضح او روښانه دی او طالبان ترې سترګې نه شي پټولای، د بېلګې په توګه په مالي چارو، سوداګرۍ او د قرارداد په کولو، زده کړو، کار، عادلانه محکمو ته د لاسرسي، د خپلې خوښې نکاح کولو او د سیاسي او مدني فعالیت حق هغه حقونه دي چې په قران کریم او سنتو کې بیان شوي دي.

شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکچي پلاوی، په تېره بیا ښځینه غړې یې د مېرمنو استازیتوب او د دوی له حقونو دفاع کولای شي؟

رامزپور: زما په اند د مرکچي پلاوي غړي په تېره بیا هغه مېرمنې چې په دغه پلاوي کې د نورو ښځو په استازیتوب ونډه لري د افغانستان د ټولو قومونو او پرګنو استازیتوب کوي. دا مېرمنې د پراخو مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخینه لري، د هېواد له دردونو او کړاوونو ښې خبرې دي او په ښه توګه دا مسوولیت ترسره کولای شي. 

شبکه: ستاسو په اند د ښځو اړوند ترټولو مهم مسایل چې باید په مذاکراتو کې پرې بحث وشي کوم دي؟

رامزپور: ښځې باید له ټولو هغو حقونو چې نارینه یې په ټولنه کې لري په برابره توګه برخمنې شي، خو روانو ننګونو او فرصتونو ته په پام سره باید د ښځو د تعلیم، کار، عدالت ته د لاسرسي، د ګرځېدو آزادۍ، په سیاسي او مدني فعالیتونو کې د ونډې او همداراز د دوی د شخصیه احوالو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

شبکه: له امنیتي مسلو او د طالبانو له مخالفت پرته چې د ښځو د پرمختګ لپاره خنډونه دي، په ټولنه کې نورې کومې ستونزې د ښځو د ودې او پرمختګ خنډ بلل کېږي.

رامزپور: د سواد ټیټه کچه او ناوړه دودونه له هغې جملې تعصب د ښځو د آزادۍ، د زده کړو او کار د حق په وړاندې چې په هېواد کې ترسترګو کېږي خپلو حقونو ته د ښځو د بشپړ لاسرسي په برخه کې اصلي خنډونه ګڼل کېږي.

شبکه: که ټاکل شوې وي طالبان د سولې د هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په اړه یو لړ محدودیتونه مطرح کړي د حکومت دریځ باید څه وي؟

رامزپور: طبیعي ده چې ښايي حکومت تر وروستي حده د شته لاس ته راوړنو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي، خو له ځینو حقونو چې د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې جواز ولري شاتګ هم شونی دی، د بېلګې په توګه د مصلحت له مخې د دولتونو د مطلق او نسبي حقونو په برخه کې، ښایي ځینې حقونه محدود کړي، خو دا محدودیت باید دومره نه وي چې نړیواله ژمنه یا د یوه نړیوال منل شوي سند مادې ترپوښتنې لاندې راولي.  

شبکه: ځینې په دې باور دي چې ښځې باید د خپلواکو غورځنګونو په جوړولو له دولته په خپلواکه توګه عدالت غوښتنه وکړي او په یو ډول په لوی بدلون لاس پورې کړي، تاسو تر کومه بریده د افغان مېرمنو ترمنځ د دغه راز غورځنګونو د جوړولو لپاره پر ظرفیتونو باور لرئ؟

رامزپور: د افغانستان د ښځو غورځنګ خپل تکاملي او حساس پړاو ته رسېدلی دی. لسګونه مدني بنسټونه او شبکې په اوسني وخت کې په ملي او نړیواله کچه عدالت غوښتنه کوي. ددغو بنسټونو کار د قدر وړ دی او په یقین سره چې اغېزناک به وي. زما په اند ډېری دا مدني حرکتونه له دولت څخه جلا دي او باید په همدې توګه پاتې شي، ځکه د مدني فعالیتونو برخه باید د دولتونو له نفوذ او واکمنۍ لیرې وي، پرته له هغې به اغېزناک نه وي. 

شبکه: ستاسو په نظر په واک کې د طالبانو ونډه به پر مدني فعالیتونو څه اغېز وکړي؟

رامزپور: مدني ټولنه په اوسنۍ نړۍ کې د یوې پوهې او پر دېموکراتیکو ارزښتونو ولاړې ټولنې مهمه برخه ده. که طالبان وغواړي د نړیوالې ټولنې د یوه معتبر شریک په توګه وپېژندل شي مجبور به وي چې له کړکېچ وروسته افغانستان کې د مدني بنسټونو فعالیت او له هغوي ملاتړ ته غاړه کېږدي.

شبکه: هغه څه چې تراوسه د سولې په مذاکراتو کې شوي په دې هکله ستاسو ارزونه څه ده؟ تر کومه بریده یوې د پام وړ پایلې ته هیله من کېدای شو؟

رامزپور: تجربې ښودلې چې د نړۍ په وسله والو شخړو کې د سولې خبرو بهیر آسانه او ساده کار نه دی او د ټولو ښکیلو لوریو واقعي ارادې، صادقانه همکارۍ او د نړیوالو او ملي شریکانو لازم ملاتړ ته اړتیا لري. د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاویو ترمنځ مذاکرات د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په دوولسمه نېټه په دوحه کې پيل شول چې اوس د کاري بهیر د اصولو د تسوید په اړه هوکړه کې له ستونزو سره مخ شوي چې د لازم نرمښت او همداراز د شخړې په اړه مسایلو کې د دواړو لوریو د وړاندیزونو بدیلو لارو نه منل دي. دا د سولې په خبرو کې یوه عادي مسله ده چې خلک باید ذهنا د مذاکراتو پرمهال ددغه راز بندونونو لپاره چمتو وي. زما په اند هغې جګړې چې څه د پاسه څلوېښت کاله یې د خلکو هرڅه ترې اخیستې او قربانۍ یې ورکړې او همداراز د سیمې او نړیوال لوبغاړي پکې ښکېل دي، شونې نه ده چې په لنډه موده کې یوې وروستۍ حل لارې ته ورسېږي. په ملي، نړیواله او تر یوه بریده د سیمې په کچه د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره ذهنیتونه او اراده موجوده ده او له همدې امله زه هیله من یم. 

شبکه: ستاسو په اند څه ضمانت شته چې طالبان د سولې له خبرو وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي؟

رامزپور: پر ژمنو درېدل د اسلام د سپېڅلي دین له لوړو ارزښتونو څخه دي. دا ارزښت طالبان پر خپلو ژمنو درېدو ته اړباسي. د ولسواکۍ د بنسټونو لکه پارلمان،

د بیان آزادي، د ټولنې په بیارغونه، مدني بنسټونو، د بشري حقونو او رسنیو په شان خپلواک ملي بنسټونه د سولې په موافقو کې تر ډېره ددغو ارزښتونو د خوندیتوب او بقا ضمانت کوي چې په دې سره به د ښځو حقونه او د ولسواکې ټولنې نورې برخې خوندي شي. دا موضوع په ځلونو د افغانستان د نړیوالو ملاتړو له خوا د طالبانو غوږونو ته رسول شوې ده.

ښاغلی رامزپور وایي: په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له مذاکرې پرته بله لار نشته. هغه زیاتوي، د مذاکراتو د پایلو مثبت والی د خلکو په تېره بیا مدني بنسټونو، سیاسي فعالینو او پوهانو په عدالت غوښتنې، یووالي، همغږۍ، زحمت او هڅو پورې اړه لري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې