یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو موضوع ته بې‌توجه‌يي ممکن داسې شرایط رامنځ ته کړي، چې په کې خپلو حقونو ته د ښځو د بشپړ لاسرسي مخه ونیول شي.

بامیانو کې له مدني فعالانو څخه، واثق حسنیي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، که د دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړې د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو خوندي ساتل د خپلې سرې کرښې په توګه ونه‌بولي، افغان ښځې به راتلونکې کې ګڼو ستونزو سره مخ شي. «ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او حقوق یې باید د سولې خبرو کې سره کرښه وي، که داسې ونه‌شي، ښځې به یوه ورځ مجبوره شي، چې په ډېر کم څه قناعت وکړي.»

شبکه: ستاسو په نظر د دولت د مرکه‌چي ټیم ښځینه غړې، د مېرمنو له حقونو څخه د دفاع وړتیا لري؟

حسیني: که څه هم د ټیم غړي کاري وړتیا او ښه مخینه لري، خو د ټیم په ترکیب کې د ځوان نسل حضور کمرنګه دی. که له ځوان نسل او داسې کسانو څخه چې پر نني علم مسلط دي، د ټیم په ترکیب کې حضور درلودی، د ښځو له حقونو څخه به په ښه توګه دفاع شوې وی؛ ځکه پخوانی نسل د ځینو مسایلو په برخه کې د ارمان لرونکو ځوانانو په څېر فکر نه کوي؛ دا ولې چې پخوا یې سختۍ لیدلي او په هر ډول شرایطو به قناعت وکړي.

شبکه: د سولې خبرو کې د ښځو حضور به د دغه بهیر پر کیفیت څه اغېز ولري؟

حسیني: دغو خبرو کې د ښځو حضور د هغه له کلیت سره مرسته کوي. د مېرمنو حضور په دې دلیل اغېزلرونکی دی، چې د طالبانو په ایډیالوژۍ کې تر ټولو حساسه موضوع ښځې دي. که طالبان دې برخه کې انعطاف وښيي او ټولنه کې د ښځو حضور ومني، نورو موضوعاتو کې به هم منعطف ووسي.

شبکه: ستاسو په نظر نسبت ښځو ته د طالبانو لیدلوري کې بدلون راغلی؟

حسیني: طالبان په خپل سخت‌دریځي تعبیر سره په اسلام باور لري او د ښځو لیبرال او دیموکراتیک ځای ورته د منلو نه دی؛ خو دغه ډله مجبوره ده د نړیوالې ټولنې د توجه جلبولو لپاره ځينې مسایل ومني. په ټوله کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو په لیدلوري کې بدلون نه دی راغلی؛ په همدې دلیل د سولې هوکړې او حکومت کې د دغې ډلې د مشارکت په صورت کې به، د طالبانو د قوانینو په مطابق د ښځو پوښښ او ټولنه کې د هغوی نه حضور په څېر موضوعات، د ښځو لپاره لویې ننګونې وي.

شبکه: زیاتره په دې باور دي، چې د طالبانو د سیاسي مشرانو فکر هغو طالبانو سره چې د جګړې ډګر کې دي، توپیر کوي. په دې صورت کې ستاسو په نظر ایا داسې یوې ډلې سره خبرې، چې د دولت مستقیم مخاطب نه ده، د پام وړ پایله ولري؟

حسیني: زما په نظر د طالبانو د رهبرۍ پلاوی په ژوره توګه په خپل موقعیت مسلط دی او بهرنیو هېوادونو او خپلو ملاتړو سره ارتباطات لري؛ خو زیات شمېر طالبان چې د جګړې کرښه کې دي، ان د خبرو په اړه پوهاوی هم نه لري او په اصطلاح في‌سبیل‌الله جهاد کوي. که د سولې بهیر یوې پایلې ته ورسیږي کولی شي ګڼ شمېر هغوی ځان ته راوبولي او هغوی مهار کړي، چې نور مورچلو ته لاړ نه‌شي، خو ځینو کې به یې تغیی را نه‌شي؛ ځکه داسې یوه دولت سره ملتیا چې د بهرني هېواد له لوري یې ملاتړ کیږي، د هغوی لپاره د منلو نه ده.

شبکه: ستاسو په نظر د دولت د مرکه‌چي ټیم بریا په څه پورې تړلې ده؟

حسیني: خبرو کې د بریالیتوب لپاره، دولت باید خپله خپلواکۍ وساتي او د طالبانو ټیم ته هغومره ډګر ور خوشې نه کړي. زمونږ لپاره جګړه سخته خو د طالبانو لپاره اسانه ده، هغوی د جګړې لاره کې دي او مونږ دغه لاره طی کړې او د سولې لاره کې یو.

د ښاغلي حسیني په وینا، په خپلو ژمنو د طالبانو پاپندۍ څخه د ډاډ لپاره، باید یو اجرايي ضمانت شتون ولري، کنه نو طالبان چې اوس له بهیر څخه په دولت برید کوي، کله چې حکومت کې شریک شي، ډېره په اسانۍ سره کولی شي را نسکور یې کړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې