کاری ډلې

کاری ډلې چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو د اد ارې دغړولخوا ټاکل کیږی دنده لری چې په بیلابیلوکاری برخوکې لیکونه، لارښونې، څیړنې اوشننې له ادارو، روڼ اندو، کورنیواوبهرنیو متخصصینو په ملګرتیابرابرې او خپرې کړی.

Working Groupد مدنی اوبشری حقونودشبکې د سرچینومرکزدکاری ډلودغونډو، له غړوادارواومتخصصینو سره دتفاهم اوسلامشورې د زمینوبرابرول، دکاری ډلودغړود توکودپاڼوسمون، لوژستیکی اواداری اسانتیاوې، دکاری ډلولپاره دمطالعې اوڅیړنې د زمینې برابرول، دهغو کتابونو او اثاروبرابرول چې دکاری ډلو د غړود استفادې وړدی اوله ملی او نړیوالوڅیړنیزواداروسره د ارتباط د زمینې په برابرولو کې همکاری کوی.

دمدنی اوبشری حقونوټولنې دسرچینومرکز د دې شبکې له هماغه پیله ،د مدنی اوبشری حقونود ټولنې د شبکې دلیکونو د زمینې برابرول پرغاړه لرل. دشبکې د سرچینومرکزد اسانتیاووبرابرول او دشبکې د کاری ډلو همغږی چې دمدنی اوبشری حقونو دشبکې دتګلارې پربنسټ یې بڼه موندلې پرغاړه لری.

د مدنی او بشری حقونود ټؤلنې دشبکې دسرچینومرکز، د نړیوالې ټولنې او د بشری حقونودلیدتوګوپه نوم د کاری ډلودرامنځته کولو لپاره د شبکې د ادارو ترمنځ، له تاریخی پلوه د دولت او وګړو ترمنځ او د هیواد روانوحالاتو ته په پام سره لازمې اسانتیاوې او همغږۍ رامنځته کوی. دلازیاتو مالوماتو لپاره دشبکې له مرکزسره اړیکه ونیسئ.

ځواب دلته پرېږدئ