مدني ټولنه او د بشري
حقونو شبکه
ښځې او سوله د ویرې او هیلو تر مېنځ
لنډیز
د سولې بینالافغاني خبرو، د افغانستان څنګ ته شوې ډلې، په ځانګړې توګه ښځې له وېرې او هیلو سره مخ کړي دي. له شاوخوا دوو لسیزو وسلهوالو نښتو وروسته، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر میاشتې لومړیو کې د قطر پلازمینې دوحې کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، خو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام لامل شوی، چې عام خلک د سولې راوستو لپاره د دغې ډلې په واقعي ارادې بېباوره شي. د سولې خبرو اصلي لامل، هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو او تاوتریخوالي پایته رسول او د ګټلو ـ ګټلو سیاسي هوکړې ته رسېدل دي. دا داسې مهال دی چې د ټولنې بېلا بېلو برخو څخه زیاترې ښځې، د داسې هوکړې له پایلو څخه اندېښنه ښيي، چې په کې خطر سره د تېرو کلونو د لاسته راوړنو او د هغوی د حقونو مخ کېدو احتمال شته. د طالبانو د حکومت پرمهال ژوند کولو څخه د افغان ښځو ترخو خاطرو، هغوی سره یو موټې کړي، ترڅو په ګډه مختلفو برخو کې د خپلو حقونو او لاسته راوړنو خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي؛ له دې کبله، د ښځو د حقونو فعالې او نور کسان چې د ټولنې مختلفو برخو کې فعالیت کوي، له دولت او د افغانستان د سولې مرکهچي ټیم څخه غواړي، ترڅو د ښځو لیدلورو او غوښتنو ته د سولې خبرو په اصلي اجنډا کې ځای ورکړي. د دې ترڅنګ، د سولې بهیر د ټول شمولیت تضمین لپاره، هغوی طالبانو سره د سولې خبرو ټولو برخو کې د خپل ماناداره او پیاوړي استازیتوب غوښتونکي دي. د سولې بهیر کې ښځو څخه کمزوری استازیتوب، نه یوازې د دغه بهیر مشورعیت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د تاوتریخوالي د دوام لامل هم کیږي. هرڅومره چې د سولې بهیر پراخ بنسټه وي، په هماغه اندازه به یې دوام زیات ووسي.