د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې او له آزادو رسنیو د ملاتړ موسسې یا “نی” ګډه اعلامیه اطلاعاتو ته د لاسرسی طرحې په اړه

Nai-and-cshrn-logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې او له آزادو رسنیو د ملاتړ موسسې یا “نی” ګډه اعلامیه
اطلاعاتو ته د لاسرسی طرحې په اړه

۲۳ مرغومی ۱۳۹۲ لمریز ، برابر ده ۱۳ جنور ئ ۲۰۱۴ زیږدیز
کابل ـ افغانستان
اطلاعاتو ته لاسرسی، د پوهو او مسولو وګړو، سیاسی او دموکراتیکوسازمانونو د لپاره مهم عنصر بلل کیږی. اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون، د ملت جوړونې او دولت جوړونې بهیر پیاوړی کوی او د سیاسی نظام د مشروعیت زمینه برابره وی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۲۹ غړو ټولنو څخه جوړه ده، د مدنی ټولنو ، روڼ آندو، متخصصینو او د بشری حقونو د فعالانو په کارنده هڅو او همغږۍ سره «اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون» لومړۍ مسوده جوړه کړه او هغه ېې په دریو سمپوزیمونو کې په هر اړخیزه توګه وڅیړله.
اخوا دا مسوده له کاری ډلې سره په همغږۍ کې د اکادمیکو، مدنی ټولنو، رسنو او نورو مسولو ادار لخوا وه ارزول شو.
تیر کال د افغانستان د اسلامی جمهوری د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحې ته لیوالتیا وښودله او د هغې له تصویبه ېې ملاتړوکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د ژمنو له مخې د دغې مسودې په اړه د ارزونې او څیړنې ګډه کمیټه رامنځته شوه، ترڅو یاده مسوده بیا ځلې وڅیړی.
د رسنیو عالی شورا هم اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون له تصویبه ملاتړ وکړ او د افغانستان له حکومته ېې وغوښتل چې دا بهیر په کارنده او فعاله توګه ترسره کړی.
اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ او عدلې وزارتونو ته وړاندې.
دا طرحه د سیاسی او مدنی ټولنو او رسنیو لخوا وستایل شوه او د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یانی، د افغانستان دژورنالیستانو ملی اتحادېې، د افغانستان د رونتیا د څارنې بنسټ او رسنیو لخوا، اطلاعاتو ته د لاسرسی چارې د قانونی کیدو په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د تصویب له لارې په دوامداره توګه عدالت غوښتنه وشوه.
اوس چې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو ټاکنې رانیږدې شوی دی، د دغه قانون تصویب ډیر اهمیت لری. دا قانون د ولسمشریزو او ولایتی شورا ګانو د ټاکنو کاندیدان ملکف کوی، تر څو خپل پروګرامونه په روښانه توګه او د حساب ورکولو د اصولو له مخې د هیوادوالو په واک کې ورکړی. دا قانون د خلکو په وړاندې د دولت د حساب ورکولو پر بهیر د روښان څارنې او څیړنې بهیر پیاوړی کوی.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې موسسه یا نی او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له اسلامی جمهوری څخه غواړی، تر څو د دغه قانون د تدقیق او تاید پړاونه د حکومت له لارې بشپړ کړی او هغه د افغانستان ملی شورا ته ولیږی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، او د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی، د هیواد له ټولو بشری حقونو، سیاسی، اقتصادی او فرهنګی ادارو څخه غواړی، تر څو اطلاعاتو ته دافغانستان د خلکو د لاسرسی حق قانونی کیدو په موخه کارنده او دوامداره عدالت غوښتنه وکړی.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ یا نې موسسه او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه غواړی، تر څو له دغه کارنده بهیر څخه ملاتړ وکړی او د هیواد تقنینی او اجرایی ادارو ته سپارښتنه وکړی، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسی حق د قانونمند کیدو په موخه خپل فعالیتونه ګړندی کړی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه او د افغانستان د آزاو رسنیو د ملاتړ موسسه د هیواد له رسنو غواړی، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسی د حق په اړه معلوماتی او د پوهاوی پروګرامونه پلی کړی، او له دې لاره اطلاعاتو ته د لارسی د حق د قانونی کیدو د بهیر ګړندی کیدو په موخه عدالت غوښتنه وکړی.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ موسسه یا نی او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د هیواد له ملی شورا غواړی، تر څو اطلاعاتو ته د لارسی بهیر د قانونی کیدو په پیاوړتیا کې هڅه وکړی، او اطلاعاتو ته د افغانستان د خلکو د لاسرسی له حق څخه ملاتړ وکړی؛
له دې امله چې د هیواد ملی شورا د ژمنیو رخصتیو په درشل کې ده او کیدای شی ملی شورا په لنډ وخت کې ونتوانیږی، چې د دغه قانون د تصویب پړاونه له دواړو جرګو بشپړ کړی، له دې امله له جلالتمآب ولسمشر کرزی څخه هیله کوو چې د جدی اړتیا په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د تقنینی فرمان په توګه توشیح او نافذ کړی او یاد شوی قانون د ملی شورا د نوی کاری پړاو په پیل کې خپل لازم مراحل ترسره کړی.
اطلاعاتو ته د لاسرسی د حق او په افغانستان کې د بشری حقونو د ټینګښت په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ