«یوازې ښځې کولای شي د خپلو پرحقه آزادیو ټاکوونکې وي»
د سولې د خبرو له پېلېدو وروسته او د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو له لوري د مذاکراتو په لړ کې د ښځوحقونو ته پر نه پاملرنې له اندېښنې سره همهاله ځينې کسان دې موضوع ته په نغوتې سره وايي چې هیڅ ډله باید د ښځو حقونه ونه ټاکي؛ بلکې هغوی په خپله خپلې غوښتنې او آزادۍ تعریف کړي.
ژورنالېست پروېز کاوه د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې ایي چې په سولې خبرو کې د ښځو په تړاو هر ډول بحث کیدای شي د هغوی د آزادیو په برخه کې د محدودیتونو لامل شي او له همدې امله ښځې باید ښځ په خپله خپلې آزادۍ وټاکې او تجربه کړي . « د ښځو آزادۍ باید هغوی خپله وټاکي . مېرمنې باید د یوه واقعیت او د بشري ټولنې د یوه اصل په توګه په رسمیت وپيېژندل شي او خپلې آزادۍ ترلاسه کړي ؛یعنې د ښځو په تړاو د مذاکراتو وروستۍ پایله باید دا وي چې هېڅوک د هغوی د آزادیو د اخیستو حق ونه لري«
شبکه:هغه څه ته په پام سره چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي دي ؛تر کومه بریده کولای شو له خبرو ددغه راز پایلو تمه ولرو؟
کاوه: زما په اند هغه څه چې تر اوسه په مذاکراتو کې پېښ شوي د خبرو لومړني پړاوونه دي او له همدې امله نه پوهېږو چې د ښځو د آزادۍ په تړاو تر کومې کچې باید هیله من یا اندېښمن و اوسو ؛ خو په هر حال د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو د فردي آزادیو په برخه کې اندېښنې شته او زه فکر کوم چې دا اندېښنې باید مطرح شي او د سولې مذاکراتو لوري
شبکه:آیا د دولت مرکچي پلاوی په دې حد کې دی چې دغه راز تمه ترې وکړای شو؟
کاوه: زه فکر کم مرکچي پلاوی له قومي ؛جنسیتي؛ د پوهې د کچې او له ټولنې سره د خپلو اړیکو له پلوه ډېر متنوع دی او دا هیله منوونکې ده . بل خوا د افغانستان ډېرې فعالې او مطرحې ښځې په دغو خبرو کې ګډون لري چې په زړورتیا او شهامت سره د هېوادوالو اندېښنې منعکسولای شي.په ټوله کې زما په باور دا پلاوی د هغه رنګارنګۍ ته په پام سره د تېرو شلو کلونو آزادیو له متنه راوتلی دی او غړي به یې دغو آزادیو ته اهمیت ورکړي .
شبکه: د ښځو د حقونو د فعالانو یوه اندېښنه چې په ځلونو یې ورته نغوته کړې ده ؛ دا ده چې د مرکچي پلاوي ښځينه غړو تر ډیره د سیاسي ګوندونو له آدرسه دغه ترکیب ته لاره موندلې او شونې ده یوازې د همدغو ګوندونو د ګټو خبرې وکړي؛ په دې تړاو ستاسو نظر څه دی ؟
کاوه: زه فکر کوم چې دا اندېښنې به د مذاکراتو تر پایه وي ؛ خو په دې باوریم چې ترهغو چې په سولې بهیر کې د خلکو ګټې تضمین نه شي؛هیڅ ګوندي ؛ سمتي او ټیمي ګټه به مطرح نه وي .د افغانستان د ښځو ګټې له شک پرته د ډلییزو او ګوندي ډلو د ګټو منعکس کوونکې کیدلای شي . لکه څنګه چې زه د دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي پيژنم ؛ هغوی په آزادیو باور لري ځکه د همدغو آزادیو له منځه راولاړ شوي او ورسره لوی شوي دي . که څه هم کله چې د مذاکراتو بحث کیږي ؛ له شک پرته راکړه ورکړه شته او د یو امتیاز د ترلاسه کولو لپاره باید یو امتیاز له لاسه ورکړل شي.خو هغه امتیاز چې د افغانستان په خلکو په تېره بیا په ښځو پورې اړوند کیږي؛ د دولت د مرکچي پلاوي له لوري په رسمیت پيژندل شوي دي او د معاملې وړ به نه وي.په دې برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او ښځو له لوري پرحکومت فشارونه شته او فکر کوم چې مرکچي پلاوي په دې حد کې نه دی چې د ښځو له حقونو د تېرېدو واک ولري . تر کومه بریده چې پوهېږو د دولت دریځ له جمهوریته دفاع او له اوسنۍ فضا استازیتوب دی . کله چې د جمهوریت خبره رامنځته کیږي ؛د ښځو آزادي او د ښځو ؛ ځوانانو او رسنیو ونډه یې له بنسټونو دی .دا ټول هغه جمهوریت جوړوي چې موږ یې د دفاع په هڅه کې یو؛ په دې دلیل فکر کوم د ښځو له حقون تېرېدل به نه د مرکچي پلاوي غوښتنه وي او نه هم د افغانستان د دولت .
شبکه: ستاسو په نظر له داسې ډلې سره چې ښه مخینه نه لري؛ په تېره بیا د ښځو په برخه کې؛ خبرې تر کومه بریده پایلې ته رسېدلای شي؟
کاوه: هغه معلومات چې د خبرو له بهیره رسنیو ته رسېدلي دي؛ددې مسالې ښودنه کوي چې طالبان هغه څه چې په دغو کلوونو کې په افغانستان کې رامنځته شوي او په واقعیت تبدیل شوي ګوري او په یو ډول یې منليړ دی . ددغو موردونو له ډلې یوه هم د ښځو آزادي ده . هغه ډلې چې د مدني ټولنې او رسنیو په استازیتوب دوحې ته ولاړې ؛ د طالبانو له مرکچي پلاوی سره یې خبرې لرلې او له دغو ډلو سره د هغوی چلند ښيي چې دا ډلې د طالبانو له لوري په رسمیت پېژندل شوي دی.باید دا په پام کې ولرو چې په سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو د نظر یوالی شته او د سیمې او نړۍ هېوادونه هیله من دي چې د افغانستان څلویښت کلنه جګړه پای ته ورسېږي. پر دې سربېره ؛ په نړیواله کچه د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې شته چې په آسانه ترې نه شو تېرېدلای . زه فکر کوم کورني او نړیواله بنسټونه په پرلپسې ډول د افغانستان د ښځو له حقونو دفاع کوي . د ښځو د حقونو اهمیت مطرح کوي او د خبرو په پای کې ددغو د آزادیو د تضمین غوښتنه کوي او دا فشاورنه باالاخره د ښځو د آزادیو د ساتنې لامل کیږي .
شبکه: یوشمېر کسان په دې باور دی چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنکېدو وروسته کلونو کې د ښځو په ظرفیت او د وړتیا وو کې راغلي بدلونونه به طالبانو ته دافرصت ورنه کړي چې د خپلې دورې قوانین بیا عملي کړي ؛ تاسو په دې تړاو څه فکر کوئ؟
کاوه: زه هم له دې موضوع سره موافق یم هغه ځواک چې نن ورځ په افغانستان کې جوړ شوی دی؛ له هغه ځواکه پیاوړی دی چې په اویایمه لسیزه کې جوړ شوی و؛ هغه مهال موږ له یوې کورنۍ جګړې وروسته په هېواد کې د طالبانو د حضور او واکمنۍ شاهدان وو؛ د ښځو د حقونو د دفاع د برخې ډیری فعال ځواکونو افغانستان پرېښی و او له همدې امله د ښځو د فعالیت په برخه کې هڅې پاشلې وې؛ بل خوا کورنۍ جګړې ځپوونکي او تاووتریخجن حرکتونه له ځانه سره لرل چې په یو ډول خلک د طالبانو واکمنۍ ته تسلیم شول .خو نن ورځ واقعیت بل څه دی؛ نن ورځ د افغانستان ښځې د پاموړ فعالیت لري او د هغوی رول تثبیت شوی دی. د افغانستان د نن ورځې د ځوان ځواک غوښتنې متفاوتې دي . هغوی له آزادیو سره روږدې شوي دي او په آسانۍ ترې نه تېرېږي او زه فکر کوم چې تېرې تجربې به تکرار نه شی . اوس د سولې په مذاکراتو کې له ښکېلو خواوو زموږ تمه دا ده چې دا آزادۍ په رسمیت وپيژني؛ له دې پرته به زما په نظر هغه سوله چې په ټولنه کې په رسمیت ونه پېژندل شي؛ دوام ونه مومي .
شبکه: ستاسو په اند له ناامنۍ پرته په افغانستان کې د ښځو د پر مختګ پروړاندې نور خنډونه کوم دي؟ په بله وینا که فرض کړو چې د ښځو په تړاو د طالبان دريځ بدل شي ؛ په ټولنه کې به کوم بل څه د ښځو لپاره ستونزې جوړوونکي وي؟
کاوه: لومړی دا چې فکر کوم موږ باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع حرکتونو د نور انسجام په لټه کې و اوسو؛ هر څومره چې دا حرکتونه منسجم شي؛ د ښځو د حقونو د ټاکلو او تعریف لپاره به ښې زمینې ولرو. تر اوسه هغه څه چې د ښځو د حقونو په نوم مطرح شوي؛ فردي حرکتونه دي او په دې برخه کې لوی پلان شوي او منظم حرکتونه لږ ترسره شوي دي او دا پاشلتیا د ښځو د حقونو او غوښتنې له انګېرنې ناسم پوهاوی رامنځته کولای شي یا د ښځو د حقونو له برخې د انحراف لاره اوارولای شي . په همدې دلیل زما په نطر که د سولې مذاکرات پایلې ته ورسېږې او د سولې بحث وروستی شي؛ یو بل لامل چې د ښځو آزادۍ محدودولای شي؛ په ټولنه کې افراطي او بنسټپالي غورځنګونه دي . هغوی کولای شي د فشار په اعمالولو او تبلیغي فعالیتونو سره په ټولنه کې د ښځو د حضور مخه ونیسي چې دا ښځو ته لوی زیان رسولای شي .دې ته په پام سره مېرمنې باید په دومداره توګه د خپلو غوښتنو د مطرح کولو او په ټولنه کې د حضور او خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره د یوه واحد غږ د پورته کولو په لټه کې وي .
شبکه:د سولې د خبرو پېلېدو هېوادوالو ته څه وېرې او هیلې له ځانه سره لرلې دي؟
کاوه: فکرکوم چې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو د فرصت برابرېدو د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خلکو په منځ کې هیلې راټوکولې دي . خلک هیله من دي چې رامنځته شوی فرصت یوه ښه لار وي او په هېواد کې د سولې لامل شي .په دې لړ کې بېله موضوع داده چې د افغانستان د خلکو نهیلۍ او په هېواد کې له اوږدې جګړې د هغوی کړېدلو د هغوی تمه د امنیت د ټینګښت او د جګړې تر بندېدو پورې راکمه کړې ده. په داسې حال کې چې ریښتینې سوله دا نه ده او په ځان پورې منحصرې زاویې او ځانګړتیاو لري . تر هغه مهاله چې واقعي سوله رانه شي د جګړې بندېل خلکو ته آرامتیا نه شي برابرولی .یوه اندېښنه دا ده چې په اوسینو شرایطو کې سولې پورې اړوند مسایل یوازې د جګړې پر درېدو پورې راټول دي .
ښاغلی کاوه وایي ؛ په بیلابیلو هېوادونو کې د سولې تجربو ښودلې ده چې پراخې سولې ته رسېدل کلونه وخت غواړي او د جګړې درېدل ښايي لومړنۍ خوزښت وي؛ خو د سولې پر چورلیز بحثونه دوام لري او هغې سولې ته رسېدل به چې د شخړو بڼې پکې بدلون ومومي او د ښځو ونډه د سولییزې ټولنې د یوه مهم عنصر به توګه په رسمیت وپېژندل شي؛ له شک پرته کلونه وخت ونیسي؛ هغه هم په دې شرط چې د سولې له بحثه ژر لاس وانخېستل شي .