یوشمیر مدني فعالان په دې باور دي چې د جمهوری نظام خوندي ساتل باید د سولې د مذاکراتو په لومړيتوب کې وي؛ ځکه جمهوریت یواځینی نظام دی چې د وګړو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تضمینونکی دی.

 د پوهنتون استاد او مدني فعال رحمت الله شریعتي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: له جمهوریت پرته هیڅ نظام نشي کولای د ښځو د مشارکت لپاره ډاډمنه او کم خطره لاره آوراه کړي. « موږ باید د جمهوریت ساتنه وکړو؛ ځکه دا هغه نظام دی چې کولی شي د ښځو حضور تضمین کړي. زه فکر کوم په لومړي سر کې موږ وګړو په ځانګړې توګه ښځو ته د جمهوریت موضوع ډیره مهمه ده. دویمه هموضوع د تیرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو خوندي ساتل دي، تر نورو مهم د اساسي قانون د دوهم څپرکي ساتل چې دي چې که موږ وکولای شو هغه خفظ کړو دا بنسټیز مسال دي او کولای شو تر یوه حده بریالي اوسو.»

شبکه: د سولې د شویو خبرو په اړه مو تر دې دمه ارزونه څه ده؟

شریعتي: مرکچي پلاوي په اوږدې مودې کې ندی توانیدلی د سولې د خبرو په آجندا هوکړې ته ورسیږي؛ په دې معنی چې دا بهیر ډیر پیچلی او سخت دی او هغوې تر اوسه یوه مشخص میکانیزم ته چې د سولې خبرې له امله پرمخ  ولاړې شي ندي رسیدلي. که ډیر خوشبینانه چلند وکړو کولی شو ووایو چې د افغانستان د دولت د مرکچي  پلاوي نظر ډیر ښه دی، خو د طالبانو نظر یو انحرافي لوری لری او  دا کولی شي د افغانستان نوې ولسواکي، قوانین، لاسته  راوړنې او د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخامخ کړي.

 شبکه: آیا له داسې ډلې سره د سولې خبرې چې له میرمنو سره د چلند ښه مخینه نه لري پایلې ته ورسیږي؟

شریعتي: په خواشینۍ سره چې په تیرو نولسو کلونو کې ولسواکه نظام تر یوه حده په افغانستان کې حاکم وو، طالبان د ښځو د حقونو او د هغوې د امنیت لپاره جدي ګواښ وو، که دا ډله د حکومت مشري ترلاسه کړي او یا په قدرت کې پراخ  مشارکت ولري طبعي ده چې د ښځو د حقونو او د هغوۍ د مشارکت موضوع له ستونزو سره مخامخ کوي، ځکه طالبان له عقیدتي پلوه د ښځو له حضور په ځانګړې توګه له برابر مشارکت سره مخالفت لري، له همدې امله زه ډیره اندیښنه لرم.

شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو د حضور نفس څومره کولی شي د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟

شریعي: البته چې اغیزه کوي، خو فکر کوم یوه جدي ستونزه داده چې په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور ډیر کم دی، په داسې حال کې چې په یوې مسلې هوکړې ته د رسیدو لپاره په هر اندازه چې همفکره کسان ډیر وي ښه ده، سمه ده داسې نارینه ګان چې د ښځو له حقونو دفاع کوي په مرکچي پلاوي کې شته، خو د ښځو په پرتله د هغوۍ د حضور اغیزه ډیره کمه ده. بلخوا فکر کوم هغه طالبان چې دوحه کې دي یواځې سیاسي لیدلوری لري یعنې غواړي امتیاز ترلاسه کړي، خو تر دوې ډیر خطرناکه هغه طالبان دي چې په جبهه کې جګړه کوي. په هر صورت په ټول کې د ښځو حضور اغیزمن دی حد اقل په نړیواله کچه د هغو ستونزو په اړه چې د افغانستان میرمنې وسره مخامخ دي یو ذهنیت رامینځته کوي.

 شبکه: که د سولې هوکړه د ښځو د حقونو د یوې برخې د محدودیت لامل شي آیا تاسو ته د منلو وړ ده؟

شریعتي: په خواشنۍ سره دا تر یوې اندازې ناچاري ده؛ ځکه په هر بهیر کې یوه قرباني لازمه ده که چیرې موږ سولې ته لاسرسی پیدا کوو په قطعي توګه سره کرښه نشو ټاکلی او ووایو چې دا کارونه باید وشي، له دې پرته موږ سوله نه منو، دا طبعي ده چې دواړه لوري اړدي چې تر یوه حده په شاتګ وکړي، مثلاْ موږ د ښځو په تحصیل ممانعت نه منو، خو کولی شو د بدیل په توګه جلا ټولګي وړاندیز کړو البته په دې شرط چې سوله ټینګه شي خو که چیرې دا یواځې خبرې وي او دا ځل بله ډله تجهیز او تمویل شي، فکر کوم په شاتګ ګټنه نه لري.

 شبکه: ستاسو په نظر له امنیتي مسایلو پرته کوم مسایل د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډ دي؟

 شریعتي: زه فکر کوم تر ټولو مهم لامل د ټولنې دودیزوالی دی چې د ښځو د پرمختګ مخه ېې ډب کړې ده، تاسو پوهیږۍ چې نارینه او ښځې په داسې ټولنه کې پیاوړي کیږي چې فرهنګي مشارکت موجود وي او د ښځو په تړاو بدبینانه نظر شتون ونلري، په خواشینۍ سره چې د افغانستان فرهنګ سنتي دی او د ښځو په وړاندې بدبینانه نظر د هغوۍ د پرمختګ په وړاندې ستر خنډ بلل کیږي. بله موضوع د سواد د کچې ټیټوالی دی چې د هغې یو لامل کیدای شي امنیتي ستونزې وي، خو د تحصیلي سیستم څرنګوالی هم بې اغیزې نه دی.

د ښاغلي شریعتي په باور، بله موضوع چې د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډ بلل کیږي په هیواد کې له دین څخه ناسم تفسیر دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې