دایساف اوناټو ځواکونو په عملیاتوکې د بیګناه خلکو د وژل کیدو په اړه دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې دشبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

دایساف اوناټو ځواکونو په عملیاتوکې د بیګناه خلکو د وژل کیدو په اړه دافغانستان دبشری حقونو
او مدنی ټولنې دشبکې اعلامیه

د۱۳۸۵لمریزکال دکب ۱۶چې اود۲۰۰۷میلادی کال دمارچ میاشتې له ۷مه

په دې وروسیتوکې ایساف او ناټو ځواکونه له ترهګرو سره د نښتو پرمهال په خورو ورو ډزو لاس پورې کوی چې دبیګناه خلکو د وژل کیدو لامل کیږی.

بلخوا دولت ضد مخالفین هم دعامو خلکو له کورونو اوسیمونه د ډال او سنګرپه توګه کاراخلی چې بیاهم عام خلک ددواړو لرو دبریدونو اصلی قربانیان ګرځی.

په اوسنیو نازکو شرایطو کې ددولت اونړیوالې ټولنې پروړاندې لوې ننګونې پرتې دی.دترهګرۍ پروړاندې مبارزه چې دملی او نړیوالې سولې پروړاندې سترګواښ دی.

خو که چیرې ددغې ستونزې د اواری په برخه کې دقیق او تخصصی چلند ونشی نو ټولنیزقهر به راوپاروی او له دې نه به د لازیاتو ستونزو لامل شی چې جبران نه کیدونکې پایلې به ولری.

دبشری حقونواو مدنی ټولنې شبکه چې له ۵۸ملی اومدنی بنسټونونه جوړه ده د افغانستان له دولت،دنړیوالې ټولنې له استازو او ایساف او ناټو ځواکونو څخه غواړی چې دهرډول امنیتی او پوځی ځواکونو په لړکې دې د افغانستان دخلکو فردی اوټولنیزامنیت ته درناوی ولری اودعملیاتو د ترسره کلو پرمهال دې له لازم تخصصی چلند،همغږۍ اوزیاتې وړتیا څخه کار واخلی.

د افغانستان دبشری حقونواومدنی ټولنې شبکه په دې باور ده چې د خلکو دژوندحق دبشرپالنې ترټولو لوړعنصر دی اوباید دافغانستان ددولت او نړیوالې ټولنې ته ترټولو لوړ ارزښت ولری.هغه ته دې درناوی وشی او دفاع دې ترې وشی،ترڅو دافغانستان دهغو بې ګناه اومظلومو خلکو چې نږدې دوه نیم لسیزې یې دجګړې اوبې وزلۍ دروند پټې پر اوږو و دوژنې مخنیوی وشی.

دبشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې غړی بنسټونه

 

ځواب دلته پرېږدئ