دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام د پوځی عملیاتونو همغږۍ په اړه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام
د پوځی عملیاتونو همغږۍ په اړه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دوه کلنو راهیسی، دملکی خلکو مرګ ژوبلی مخنیوی په موخه د نړیوالو پوځونو او افغان پوځی او ملکی ځواکونو ترمنځ دهمږۍ راپیداکولو لپاره وړاندیزونه کړی.

په دې ورستیو کې د ناټو ځواکونواو ملی پوځ ترمنځ د ملی دفاع وزارت سره په همږۍ کې یو پریکړه لیک لاسلیک شو. چې دهغې له مخې د طالبانواو القاعده ډلوپه ضد د ناټو ځواکونو پوځی عملیات به د ملی دفاع وزارت له ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره کیږی. دواړو خوا هوکړه کړې چې ددغو پروګرامونو پلی کلو لپاره باید د سیمې له خلکو سره خبرې باید ووسی او له هغوۍ سره په مشروره کارنده ګامونه پورته شی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ملی اردواو ناټوځواکونو له دغې پریکړې څخه خوښ دی او دغه اقدام مثبت بولی، همداراز د دواړو خواو له ځواکونو څخه غواړی ترڅو ددغو پروګرامونو په پلی کولو کی کوټلی ګامونه پورته کړی، ترڅو د هغې په پایله کې د ملکی خلکو مرګ ژوبله راټیټه شی او وګړو لپاره په هیواد کې د تلپاتې امنیت لاره اواره شی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ