کلثوم ملاله میوند

نــــوم: کلثوم ملاله میوندد زیږون نیټه: ۱۳۷۳ جلال‌آبادد شهادت نیټه: ۲۰ سپوږمۍ ۱۳۹۹د شــهادت ځای: جلال‌آبادد تـرور مسئول فرد/ډله: د داعش ډله ژوند او زده کړې:هغه د ننگرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د سردارخیل کلي کې زیږیدلې وه. د بی‌بی‌سی فارسی په وینا، ملاله په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د افغانستان د کورنیو جګړو په اوج کې نړۍ ته راغله او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجره شوه. د هغې کورنۍ د نږدې یو نیم میلیون افغانستاني وګړو په څیر د پاکستان قبایلي سیمو ته مهاجره شوې وه او په ۲۰۰۴ کال کې، درې کاله وروسته له طالبانو له سقوط څخه، ننگرهار ته راستانه شول. هلته ملاله مکتب پای ته ورساوه او پوهنتون ته داخله شوه. ټاکل شوې وه چې راتلونکی کال د مدیریت او سیاست‌ګذاري په رشته کې لیسانس واخلي. د هغې پلار وایي چې هغې د راتلونکې لپاره لویې هیلې لرلې، خو ترهګرو دې ته فرصت ورنکړ چې خپل تحصیلي دوره پای ته ورسوي.فعالیتونهد ملالې مور، بلقیس مظلوم‌یار، په ښځو او مهاجرینو کې د یوې انجمن په رهبري کې د ځواني ملالې  کې یی د داسې فعالیتونو شوق راژوندی کړ. وروسته، کله چې د ملالې مور شهیده شوه (د کورنۍ په وینا، د هغې د مور فعالیتونه د هغې د هدف ګرځولو علت و)، ملاله په فعاله توګه د خپلې مور په قدمونو کې قدم کیښود. هغه نه یوازې د خپلې مور د انجمن له خوا د ښځو لپاره په جوړو شویو کورسونو کې تدریس کاوه، بلکې د هغو ښځو لپاره چې د کورني تاوتریخوالي قرباني وې، د دادخواهۍ په فعالیتونو کې هم برخه اخیستله. د ملالې یو بل فعالیت د دې هڅه وه چې په یوه داسې چاپیریال کې چې د کورنیو د ټیټې کچې سواد او پوهاوي له امله د نجونو زده کړې اسانه نه وې، زده کړې عامې کړي. د هغې د ورور…

Continue Readingکلثوم ملاله میوند

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې عمومې اسمبلې رپوټ؛

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لسمه عمومي اسمبله د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۸ سره سمون لري، د شبکې د ۵۰ غړو بنسټونو مسوولانو او له کابل، هلمند، هرات، قندهار، بامیان، بدخشان او هرات ولایتونو څخه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د دارالانشا د دیرشو غړو په ګډون سره جوړه شوه.  په بامیانو ولایت – مرکزي زون کې د شبکې همغږی کونکی اسماعیل ذکی چې د دغه پروګرام چلونکی هم وو، د خپلو خبرو په یوه برخه کې په هیواد کې اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په اشارې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې اسمبلې ترسره کیدل د سکرتریت د غړو په ځانکړې توګه د شبکې د اجرايي رییس سید حسین انوش د هڅو پایله ده. ښاغلي ذکي زیاته کړه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اسمبلې او سکرتریت د غړو پراخ ګډون دا هیله مندي راژوندۍ کوي چې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان د بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزه کیدو لپاره په هر ډول شرایطو آن د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره سره به چمتو وي څو د بشري حقونو ارزښتونو تعمیم او توریج او د هیوادوالو د حقونو ترلاسه کیدو په هدف عدالت غوښتنه او هڅه وکړي.د دې پروګرام په بله برخه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش د شبکې د تیرو دوه کلونو د فعالیتونو د راپور ورکولو پرمهال وویل، دا شبکه د بې ساري هڅو په پایله کې وتوانیده چې د یوه مالي کړکیچ له زغملو وروسته بیاځلې په پښو ودریږي او په دې موده کې د دې شبکې د اغیزمنو فعالیتونو له ډلې د افغانستان د هیر شویو اقلیتونو د حقونو د ورکړې په برخه کې هڅه اوعدالت غوښتنه وه. ښاغلي…

Continue Readingد مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې عمومې اسمبلې رپوټ؛

د نا امنۍ او کرونا خپریدل؛ خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي

مدني ټولنه او د بشري حقونو شبکه په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د نا امنیو ډیریدو، ډیر وګړي کډه کیدو ته اړ کړي دي.دا ستونزې او امنیتي ناخوالې په داسې حال کې رامینځته کیږي چې یوشمیر هیوادوال د جګړو له اوره په امان کې پاتې کیدو لپاره د کرونا ناروغۍ د خپریدو د ستونزې ترڅنګ د کمو روغتیايي امکانو سره د ژوندي پاتې کیدو هڅه کوي.په داسې حال کې چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې یوشمیر ولایتي همغږي کونکي د امنیتي ستونزو له کبله د اوسیدو له ځایه وتو ته اړ شوي دي، یوشمیرنورو په دې راپور کې د دولت لخوا د مرستو پر بهیر د بد امنیتي وضعیت د اغیزې او د هیواد په بیلابیلو برخو کې د روغتیايي امکاناتو کموالی په لاندې ډول بیان کړی دی.پکتیاله پکتیا ولایته د رارسیدلو راپوټونو پر بنسټ د نا امنیو ډیروالی نه یواځې په دې ولایت کې د خلکو د بیځایه کیدو لامل شوی بلکې یوشمیر کورنۍ چې د ملي دستارخوان د مرستو په شرایطو برابر وو هم له مرستو بې برخې کړي دي په پکتیا ولایت کې د ملي دستارخوان ولایتي مسوول شکور کامران وايي چې جنګو او نا امنیو په دې وروستیو کې یوشمیر کورنۍ په دې ولایت کې کډه کیدو ته اړ کړې دي؛ په همدې دلیل یوشمیر د مرستو په شرایطو برابر کسان چې د بیځایه شویو په ډله کې دي، د مرستو د ویش پرمهال حاضر نه وو. هغه زیاتوي چې په پام کې لري چې د بیځآیه شویو اړمنو کورنیو برخه به یوشمیر هغو کورنیو ته چې په شرایطو برابرې دي خو د بیلابیلو دلایلو له کبله نومونه په نوملړ کې ندي لیکل شوي وویشل شي. د ښاغلي کامران په وینا د ګردیز ښار له شا اوخوا کابو اتلس زره اړمنې کورنۍ د مرستو له نوملړه پاتې…

Continue Readingد نا امنۍ او کرونا خپریدل؛ خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي

په هیواد کې د کرونا په وړاندې د مبارزې لیکه، لا هم سمبال نده

مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه په افغانستان کې د کرونا د ویروس د دریم پړاو په خپریدو سره همهاله د کرونا له امله د مړو او په دې ویروس د اخته کیدو شمیر هم لوړ شوی دی. د دغه ویروس په اړه اندیښنې هغه مهال ډیریږي چې د روغتیايي تجهیزاتو د کموالي خبره کیږي. د افغانستان له بیلابیلو سیمو رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې په هیواد کې له کرونا سره د مبارزې لپاره تر اوسه هم کافي اندازه امکانات نشته او دا چاره په ځینو مواردو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې لامل هم کیږي.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي په یو لنډ راپور کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د وضعیت او کرونا واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه معلومات راکړي چې پکې په دغو مرکزونو کې د تجهیزاتو په کموالي تمرکز شوی دی.لغمانپه لغمان ولایت کې د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د لغمان ولایت په کوید -۱۹ روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په اړه د ناروغانو او روغتیايي کارکونکو لخوا شکایتونه مطرح شوي دي، له هغې ډلې دا چې د پنځوسو ناروغانو لپاره یواځې شل بسترونه موجود دي د اکسیجن د کموالي ستونزه هم مطرح کیږي.  په لغمان ولایت کې یوه بله ستونزه د لابراتوار نشتوالی دی. دا چاره د دې لامل کیږي چې د کرونا ناروغۍ د تشخیص بهیر په پڅه ترسره شي. ویل کیږي چې یوشمیر په کرونا ویروس اخته کسانو په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د هغوۍ د آزمایښت سمپل لابراتوار ته ندی استول شوی.لوگردا ولایت هم د نورو ولایتونو په څیر د کرونا ویروس د دریم پړاو له خپریدو سره مبارزه کوي. په لوګر ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دی…

Continue Readingپه هیواد کې د کرونا په وړاندې د مبارزې لیکه، لا هم سمبال نده

له کرونا سره د دولت د مبارزې څرنګوالی؛ امنیتي ګواښونه او د روغتیايي امکاناتو کموالی اندیښمنونکی دی.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه په ټول هیواد کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو له پیله، امنیتي ګواښونه د دې پروګرام د تطبیق په وړاندې یوه ستونزه بلل کیده. دا ګواښونه په څو ولایتونو کې د مرستو د ویش د بهیر د بندیدو لامل شوی دی چې له امله ېې ډیرو کورنیو د دولت مرستندویه بستو ته لاسرسی پیدا نشو کړای. اخوا د کرونا ناروغیو دپیښو ډیریدو سره همهاله د کرونا ناروغانو لپاره د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې له کرونا سره د دولت د مبارزې په وړاندې ستونزه رامینځته کړې ده لکه څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، امنیتي ګواښونو تر اوسه په ډیرو سیمو کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو مخنیوی کړی خو په یو وروستي مورد کې دا ستونزه تر پخوا جدي شوې ده. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې څیړنې ښيي چې په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان د مرستو دوه تنه ویشونکي د طالبانو لخوا برمټه شوي دي. په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان مسوول ظفرخان وايي چې دا دوه تنه په خوشي ولایت کې د مرستو د ویش پرمهال تښتول شوي دي. هغه وايي چې د ملي دستارخوان پروګرام اوسمهال په دې ولایت کې ځنډول شوی دی. همداراز دا پروګرام په یوشمیر نورو ولایتونو لکه هلمند، ننګرهار او جوزجان کې د امنیتي ستونزو او بودیجې د کموالي له امله ځنډول شوی دی. څرنګه چې یادونه وشوه، د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې د کرونا د مثبتو پیښو سره همهاله رامینځته شوې ده.د دې لیکنې په دوام چې څه لولئ په څو ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د همغږي کونکو لخوا په تیرو څو ورځو کې د روغتونونو د وضعیت او واکسین د تطبیق په بهیر د څارنې څرنګوالی دی.پکتیاپه پکتیا ولایت…

Continue Readingله کرونا سره د دولت د مبارزې څرنګوالی؛ امنیتي ګواښونه او د روغتیايي امکاناتو کموالی اندیښمنونکی دی.

په افغانستان کې له کرکې حپرونې سه مبارزه

دا رساله د کرکې خپرولو د پیژندنې او د هغې په وړاندې د اغیزمنې مبارزې او همداراز د بیان د آزادۍ د خوندیتوب منبع ده او هغو ستونزو ته پاملرنه کوي چې کرکه خپرول ېې د پراخ او دموکراتیک مشارکت او د بشري حقونو په قواعدو کې رامینځته کوي. دا رساله د بشري حقونو د اصولو پربنسټ لیکل شوې ده؛ د بیان د آزادۍ، د انسانانو ترمینځ برابري، د تبعیض، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستو نشتون چې د یوې کثرت پالې او متنوع او تساهل لرونکې ټولنې پیاوړتیا لپاره مهم دی چې د هغې په شتون کې د ټولنې ټول وګړي د خپلو بشري حقونو څخه برخمن کیږي. د بشپړې پښتو فایل ډاونلوډ کولو لپاره کلیک وکړئ مصاحبه های بیشتر: په افغانستان کې له کرکې حپرونې سه مبارزه جون 20, 2021 اقلیتونه په افغانستان کې له کرکې خپرونې سره مبارزه جون 20, 2021 اقلیتونه د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې لپاره روزنیز پروګرام فبروري 28, 2021 اقلیتونه «راځې چې ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو» فبروري 22, 2021 اقلیتونه

Continue Readingپه افغانستان کې له کرکې حپرونې سه مبارزه

د هیلو او ناهیلېو ترکیب؛ د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو پر عملي کېدو د امنیتي ګواښونو او خلکو د پوهاوي اغیزې

د کرونا پرمهال د دولت روغتیايي خدمات او مرستندویه پروکرامونه له پیله تر اوسه له هسکو او ټیټو سره مخامخ وو. په هیواد کې د کرونا واکسین د بهیر له پیله راهیسې په هیواد کې یوه ستونزه چې تل د دې بهیر په وړاندې موجوده وه په بیلابیلو ولایتونو کې د دغه واکسین له اخیستو د خلکو ډډه کول دي چې د واکسین په اړه د لازم پوهاوي نشتون او د واکسین د زیانونو په اړه د شایعاتو له امله بلل کیږي. که څه هم چې په ځینو ولایتونو کې تر اوسه په دې اړه مثبت بدلون ندی راغلی، خو په تیرو دوه اونیو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اطلاعات ښيي چې د تیر په پرتله د واکسین په اړه د خلکو په لیدلوري کې نسبي بدلون رامینځته شوی دی چې د واکسین متقاضیان هم ډیر شوي دي، که څه هم چې د ملي دستارخوان پروګرام په وړاندې تر اوسه هم په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې خنډ بلل کیږي. هغه څه چې د دې لیکنې په دوام لولۍ په تیرو دوه اونیو کې په څو ولایتونو کې د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو د عملي کیدو څرنګوالي په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې ترلاسه شوي معلومات دي.پکتیاکه څه هم چې په دې ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام بهیر د طالبانو لخوا له ګواښ وروسته وځنډول شو، خو په تیرودوه اونیوکې رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې د کرونا ناروغۍ د دیمې څپې په اړه د اندیښنو په ډیریدو او د وضعیت په جدي کیدو سره، د کرونا واکسین ترلاسه کولو ته د خلکو پاملرنه ډیره شوې ه. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ لسګونه تنه چې ډیری لوړ عمر لرونکي کسان وو، د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره له لیرو پرتو…

Continue Readingد هیلو او ناهیلېو ترکیب؛ د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو پر عملي کېدو د امنیتي ګواښونو او خلکو د پوهاوي اغیزې

له ګرونا د تېښتې د لارې نشتون اوناوړه روغتیايي شرایط؛ روغتیايي مواردو ته د خلکو بې پامي او د درملنې د امکاناتو کموالی د اندیښنې وړ دی

د کرونا ویروس له خطره د تېښتې نشتوالي سربیره د کرونا له امله د خلکو د مړینې د کچه هم ډیره شوې او هیوادوال د افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم د کرونا مخنیوي روغتیايي ټکو ته پاملرنه نکوي. په مختلفو ولایتونو کې د واکسین د تطبیق له مرکزونو د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د څارنې پایله څرګندوي چې د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړیدو او د واکسین ترلاسه کونکو د شمیر ډیریدو سربیره د هیواد په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو ورتګ پرمهال روغتیايي موارد په پام کې نه نیول کیږي او دې موضوع د کرونا ویرش د مبتلایانو د شمیر د ډیریدو اندیښنه راپورته کړې ده. په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پربنسټ د دې ولایت په ډیرو خصوصي او دولتي روغتونونو کې روغتیايي ټکي په پآم کې نه نیول کیږي او دا په داسې حال کې ده چې په روغتونونو کې د کرونا ویرس د خپریدو احتمال ډیر دی.  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د هرات ولایت پر یوشمیر روغتونونو د څارنې په اړه وايي: «د  هرات ولایت کوید-۱۹ روغتون پر سر څارنه ستونزمنه ده، خو له دغه روغتونه د مشاهداتو پر بنسټ د مراجعه کونکو د شمیر ډیروالی، د دغو مراجعه کونکو لپاره د مناسبې فضا نشتوالی او د ټولنیز واټڼ د نه مراعات کولو چاره له هغو مواردو دي چې څرګندوي صحي موارد د یوشمیر کسانو لخوا په پام کې نه نیول کیږي. د مثال په ډول د هرات ولایت د حوزوي روغتون د ننوتو په دروازه کې د لاسونو د مینځلو لپاره اوبه او صابون ایښودل شوي دي خو کله چې ډیر شمیر کسان روغتون ته ننوځي اړ کیږي چې یو د بل ترڅنګ تم…

Continue Readingله ګرونا د تېښتې د لارې نشتون اوناوړه روغتیايي شرایط؛ روغتیايي مواردو ته د خلکو بې پامي او د درملنې د امکاناتو کموالی د اندیښنې وړ دی

د کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو ناڅرګند برخلیک؛ ګواښونو او اورلګیدنې په یو وخت کې اړمنو ته ستونزې راپیدا کړي دي.

د ولسي مرستو له پیله له هغې ډلې د ملي دستارخوان پروګرام په چوکاټ کې د مرستوبهیر له ډیرو هسکو او ټیټو سره مخامخ شوی دی. د مختلفو کسانو لخوا له هغې ډلې په مرکز او ولایتونو کې دولتي چارواکو د مرستو له بودیجې ناوړه ګټه اخیستې، د مرستو د شرایطو نه لرونکو کورنیو ته د مرستو ویش، د طالبانو لخوا د تسهیل کونکو ګواښل او د دې ډلې لخوا د مرستو د بستو تښتول له هغو مواردو دي چې تر اوسه د مرستو د ویشل د څرنګوالي په اړه راپور ورکول شوی دی.سربیره پر دې د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو وروستۍ پیښه چې درې اونې وړاندې رامینځته شوه د غور ولایت د کوید-۱۹ روغتون سوځیدل دي چې لامل ېې د ګازو د ډبې چاودل بلل شوي دي. مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ته په روغتیايي خدماتو او د کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو پر بهیر د یو څارونکي بنسټ په توګه د رسیدلو راپورونو له مخې په دې اورلګیدنه کې د روغتون اداري برخه او زیرمه تون په بشپړه توګه سوځیدلي دي، خو د آزمایښت او ناروغانو برخې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ویل کیږي چې په دې روغتون کې له اورلګیدنې سره د مبارزې اړین توکي او امکانات موجود نه وو.له دې پیښې لنډه موده وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څارونکې ادارې په څو ولایتونو کې د کرونا له بودیجې د ناوړه ګټې اخیستو خبر ورکړ. د ۸ صبح ورځپاڼې د دغې ادارې د مشرې غزال حارص له قوله لیکلي چې د کرونا بودیجه په ولایتونو کې له پراخ فساد او تالا کیدو سره مخامخ ده او روغتیايي تجهیزات او اړین توکي د بازار له نرخه سلګونه میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي دي. دې ادارې له شپاړسو ولایتونو ۲۲۳ تنه حکومتي مسوولان او ۹ حکومتي چارواکي له…

Continue Readingد کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو ناڅرګند برخلیک؛ ګواښونو او اورلګیدنې په یو وخت کې اړمنو ته ستونزې راپیدا کړي دي.

موږ تور نه لګوو، د اصلاح لپاره هڅه کوو

د وري په ۳۰ د دوشنبې په ورځ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۸ صبح ورځپاڼې په ۳۵۸۴ ګڼې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د راپور په غبرګون کې یو ځوابیه لیکنه خپره کړه. دا راپور چې د ۸ صبح په ورځپاڼه کې د شبکې د دوه اونیز راپور د لړۍ په دوام خپور شوی؛ موضوع ېې په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي دستارخوان د پروګرام په تطبیق کې شته ستونزې وې. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د ملي مدني بنسټ په توګه، د قانون پر بنسټ چې ولسمشر او د هغه لومړي مرستیال هم د ملي دستارخوان د پروګرام په پیل کې پرې ټینګار وکړـ د دې پروګرام د څارنې صلاحیت لري له همدې امله په دې راپور کې د ملي دستارخوان پروګرام د مرستو په ویش کې د روڼتیا نشتوالي مواردو ته اشاره شوې ده.هغه څه چې مهم دي او باید ورته اشاره وشي دادي چې، مدني ټولنې د مجرم د پیژندلو لپاره خپلې څیړنې نه ترسره کوي، بلکې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د دولت او خلکو ترمینځ د پله په حیث عمل کوي؛ له همدې امله هغه څه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په راپور کې راغلي دي یواځې د خلکو د شکایتونو څرګندول او له خپرولو ېې موخه له مسوولانو سره ددغو ستونزو شریکول دي څو ورته د حل لاره پیدا شي. له دې امله شبکې د یاد اصلاحي اقدام په ترسره کولو سره، په دې بهیر کې د دخیلو بنسټونو په څیر د دغه پروګرام په عملي کیدو کې د روڼتیا غوښتنه کوي او په هیڅ وجه د شبکې هدف دا ندی چې په مسوولو ادارو تور پورې کړي یا ېې له پروګرامونو سره مخالفت وکړي.څرنګه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه، چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه خپل…

Continue Readingموږ تور نه لګوو، د اصلاح لپاره هڅه کوو