« د ښځو طبعي حقونو په اړه مشورې ته اړتیا نشته»
د ښځو حقونه له هغې ډلې د کار، تحصیل او سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مشارکت حق هغه مسایل دي چې د ښځو د حقونو مدافعانو په باور د سولې په مذاکراتو کې د دولت مرکچي پلاوي لخوا د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیول شي. د یوشمیر مدني فعالانو په باور یاد شوي مسایل د ښځو ښکاره حقونه دي باید د سولې په خبرو کې په اړه چنه ونه وهل شي. ورځپاڼه لیکونکې روبینا جلالي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د ښځو طبعي حقونه داسې مسایل نه دي چې چنې وهلو ته اړتیا ولري، دا هغه حقونه دي چې دین هم ښځو ته ورکړي دي. د تحصیل حق، د کار حق او د سیاسي مشارکت حقوق هغه موضوع ګانې دي چې اصلا د بحث وړ نه دي، ښايي په ښونځيو او پوهنتونونو کې د جنسیتي تفکیک په اړه ملاحظات شتون ولري چې هغه هم د هغو ټولنو د تجربو په بنسټ چې پکې حجاب او جنسیتي تفکیک اجباري وو مطوبه پایله ېې نه ده لرلې. شبکه: آیا هغه ښځې چې د دولت په مرکچي پلاوي کې دي کولی شي له یادو حقونو دفاع وکړي؟ شهابي: د مرکچي پلاوي د ښځینه غړو په اړه کوم معلومات چې زه لرم ډاډه یم چې هغوې په سیاست کې د کار کولو تجربه او پوهه لري او کولی شي د ښځو له حقونو دفاع وکړي. په دې اړه چې امکان لري جوړجاړی وشي هم اندیښنه نه لرم؛ ځکه هغه کسان چې زموږ په استازیتوب قطر ته تللي مسوولیت منونکي دي. هیله منده یم چې د سولې خبرې مثبته پایله ولري. شبکه: د سولې مذاکرات تاسو څنګه ارزوئ؟ شهابي: زما په نظر اوس د سولې خبرو په اړه نظر ورکول له وخته مخکې دي؛ ځکه تر اوسه دواړه لوري د خبرو په…