خلک نه پوهیږي چې د تړلو دروازو تر شاه څه تیریږي

له دولت څخه د رسنیو د مسولانو او خبریالانو یوه غوښتنه په دغو خبرو کې د دوۍ د یوه استازي ګډون وو. د رسنیو د مسولانو په وینا د هغوې تر ټولو ستره ستونزه داده چې د قطر په غونډه کې د دوې استازي د څارونکو په توګه حضور نه لري او خبرې د تړلو دروازه تر شاه ترسره کیږي.د آزادو رسنیو د ملاتړې یا نی ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر سره له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سر ه په مرکه کې وویل که څه هم چې حکومت ژمنه کړې وه چې د سولې د خبرو جریان به د رسنیو له لارې خپور شي خو داشان ونه شول. هغه وايي: ولسمشر د مشورتي لوېې جرګې په ورځ ژمنه وکړه چې موږ به د سولې د خبرو هره کلمه د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوو خوپه خواشینۍ سره چې داشان ونه شول او افغان حکومت د رسنیو غوښتنه له پامه وغورځوله په داسې حال کې چې خلک اړتیا لري پوه شي چې برخلیک ېې څه کیږي. ښاغلی خلوتګر واييشبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ خلوتګر: یوه مسله چې د خبرو په پیل کې روښانه شوه، داده چې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی او تر اوسه هم په اسلامي حکومت ټینګار کوي. بله د اندیښنې وړ موضوع داده چې طالبان تر اوسه هم دافغانستان حکومت غیر مشروع بولي اوهغه په رسمیت نه پیژي.  دا مسایل څرګندوي چې مذاکرات نه ناکام نه دي نو بریای هم ډیر وخت ته اړتیا لري بل ټکی دادی چې د حکومت مذاکراتي ټیم له ضعیف دریځه خبرې کوي. شبکه: له ضعیف څخه مو منظور څه دی؟خلوتګر:  د دولت مرکچي پلاوی که په مستقیمه توګه نه وي نو په تلویحي ډول د تضرع په ډول طالبانو سره خبرو ته حاضر شوي دي داسې چې فکر کوي سولې ته…

Continue Readingخلک نه پوهیږي چې د تړلو دروازو تر شاه څه تیریږي

غواړم اغیزناکه اوسم

هغه چې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې تحصیل کوي او تر اوسه ېې په څو قضايي او عدلي بنسټونو کې فعالیت درلود ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د خپل نسل غږ پورته کړي. هغه وايي په داشان  غونډه کې د افغانستان له ځوان نسله د یوې نجلې ګډون ډیر معنوي ارزښت لري. او هغه به هڅه وکړي چې د مستدلو او منطقي خبرو په کولو سره د حاضرینو پام ځانته راواړوي. آغلې ځدران چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازولی لپاره انتخاب شوه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هڅه به وکړي چې په راتلونکې غونډه کې تر ډیره آزماني خبرې ونه کړي او منطقي مخکې  لاړه شي. هغه وايي: هڅه کوم زما د خبرو موارد دیپلوماتیک او منطقي اوسي. هڅه کوم په پیاوړو دلایلو سره نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړم چې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي. د آغلې ځدران په باور کله چې له افغانستان څخه ځوانې نجونې داشان مسولیت په غاړه اخلي باید ډیر آرماني ونه غږیږي او د خپل همنسلانو غږونه په سمه توګه شریک کړي چې د دغو ځوانانو هڅې به د مرسته کونکو هیوادونو د پام راګرځولو په برخه کې بې اغیزې نه وي.شبکه: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوان استازي مسولیت او رسالت څه دی؟ځدران: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوانانو استازولي د یوه کال لپاره رضاکارانه فعالیت دی.  په دی یوه کال کې موږ په ولایتونو کې له نجونو او هلکانو سره د انترنت یا هم په حضوري توګه خبرې کوو او د اساسي مسایلو په اړه د هغوۍ نظرونه راغونډ وو. زموږ ډیر تمرکز د سولې به مسله ده، ځکه ډیره مهمه موضوع ده او ټول مسایل تر اغیزې لاندې راولي. نو له دی امله به د ځوانانو نظرونه په…

Continue Readingغواړم اغیزناکه اوسم

په افغانستان کې کار کول راته خوب وو

آغلې نوابي د سلګونو نورو افغانانو په څیر د افغانستان د جګړو کلونه نه دي لیدلي او په کډوالې کې نړۍ ته راغلې ده. هغه وايي چې د افغانستان په اړه ېې د پلار د خاطرو په اوریدو سره ېې د پلرني ټاټوبي په اړه ذهني تصور پیدا کړی وو، په افغانستان کې ژوند کول د پلار د خاطرو او هغو تاوتریخوالیو د اوریدو له مخې چې له رسنیو اویدی انځورکړی وو. د هیواد د سینما او تلویزیون ځوانه هنرمنده فرزانه نوابي وايي د یوې ښځې په توګه مې فکر نه کاوه چې داشان په ټولنه کې فعالیت وکړم. هغه وايي په دیارلس سوه نولسم کال کی هیواد ته راستنه شوه کله چې په کډوالۍ کې د هیواد په اړه خبرونه اوریدل تل به چاودنې او ځانمرکو بریدونو خبرونه خپریدل.نوابي وايي دغو پیښو افغانستان ته زموږ د راتګ اراده ضعیفه نه کړه او پوهیدم چې یوه ورځ به دی ځای ته ورسیږم خو په هیواد کې کار کول راته د خوب په څیر ښکاریده.آغلې نوابي وايي کله چې هیواد ته راغله د دې ځای څیره ېې د هغه څه په پرتله چې اوریدلي وو ښه وه، هغه زیاتوي کله چې افغانستان ته راغلم، له هغه څه سره چې زما د پلار په یاداشتونو کې وو او د رسنیو له لارې اوریدل ډیر متفاوت وو.  نجونې ښونځیو ته تلې ښځو هر ډول جامې چې غوښتې په تن کولی، د کار کولو حق یی لاره چې دا ټول ماته ډیر عالي وو. هغه وايي چې له ماشومتوبه له ممثلې سره مینه درلوده او اوس ېې خپلې هیلې ته رسیدلې ډیره خوشحاله ده، او اوس د تمثیل ترڅنګ خپرونې هم چلوي او ټاکل شوې د هنر په برخه کې خپلې زدکړې هم ترسره کړي. آغلې فزارنه وايي چې د هغې دنده د هیواد پرمختګ لپاره اغیزمنه ده او هغه غواړي له دی…

Continue Readingپه افغانستان کې کار کول راته خوب وو

«د اوسني نظام پایښت باید د دولت سره کرښه وي»

د کاپیسا ولایت د مدني ټولنې رییس حشمت الله اسحاق زاده د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: مدني فعالانو د سولې له خبرو مخکې خپل پیغام له حکومت سره شریک کړی دی. په مشورتي لویه جرګه کې چې د خلکو د نظرونو راغونډولو لپاره جوړه شوې وه، ټولیز پیغام دا وو چې په لومړي  ګام کې باید اوسنی نظام چې د ترلاسه  کیدو لپاره ېې زرګونه ځوانان شهیدان شوي دي وساتل شي څو د هیوادوالو پاتې لاسته راوړنې هم په خپل ځای وساتل شي. شبکه: ستاسو په نظر په قدرت کې د طالبانو مشارکت به د هیوادوالو په حقوق بشري فعالیتونو څه اغیزه وکړي؟اسحاق زاده: زما په نظر موږ باید  اجازه ورنکړوو چې افغانستان په شاتګ وکړي. باید مدني فعالانو او هغو کسانو ته چې رضاکاره فعالیتونه ترسره کوي مناسبه فضا چمتو شي. آن په واک کې د طالبانو د مشارکت پرمهال هم باید مدني فعالیتونه پراخ شي، همدا مدني فعالان دي چې د خلکو غږ پورته کوي، خو سربیره پر دی هیوادوال په ځانګړې توګه ښځې په دی اړه اندیښنه لري. د سولې مرکچي پلاوی د افغانستان د خلکو او حکومت په استازي توب ټاکل شوی دی چې باید په جدي توګه په دی اړه بحث وکړي څو د سولې له هوکړې وروسته مدني فعالیتونو ته مناسبه فضا رامینځته شي نه دا چې د فعالیتونه ېې محدود شي. شبکه: تاسو د ښځو فعالیتونو ته اشاره وکړه، ستاسو په آند د سولې په خبرو کې باید کوم مسایل چې د ښځو لپاره مهم دي پرې بحث وشي؟اسحاق زاده: په څو تیرو کلونو کې د ښځو د زدکړو او ټولنیزو فعالیتونو لپاره ښه فضا رامینځته شوې ده، له همدې امله هغه مسایل چې باید پرې بحث وشي د ښځو لپاره د تحصیل او د کار حقونه دي. شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د…

Continue Reading«د اوسني نظام پایښت باید د دولت سره کرښه وي»

د نامعلومو دښمنانو په اړه د ښځینه فعالینو کیسه؛ طالبان په بل هویت یا نور د طالبانو هویت لرونکي؟

ماشومتوب ېې په کډوالۍ کې تیره شوې ده، کله چې تنکې ځوانه وه او د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، له کورنۍ سره هیواد ته راستنه شوه. هغې د ښونځي دوره په کډوالۍکې تیره کړې وه د امنیتي ستونزو له امله اړه کیږي چې د پوهنتون دوره په آنلاین توګه بشپړه کړي. مریم درانۍ چې اوسمهال په کندهار کې د ښځو د حقونو له مشهورو فعالانو څخه ده د هر هیوادوال په څیر ېې په خپل ژوند کې ویره او ډار او نا امنۍ تجربه کړي دي. آغلې درانۍ د«زن» په نوم د راډیو مسوولیت په غاړه لري او د څو ښځینه بنسټونو ملاتړ هم کوي هغه وايي چې د کار له پیله تر اوسه دی اوهمکارانو ېې ډیر محدودیتونه او ګواښونه تجربه کړي دي. هغه وايي له دې امله چې زموږ فعالیتونه د ښځو پورې اړه لري تر اوسه څو ځله ګواښل شوي یو، زموږ د راډیو کارکونکي یا ګواښل کیږي یا هم په مستقیمه توګه په واټ کې ګواښل کیږي کله خو د امنیتي ستونزو له کبله یوشمیر سیمو ته د مرکې لپاره نشو ورتلی. آغلې درانۍ زیاتوي، د امنیتي ستونزو په برخه کې تر نورو ډیر ښځې په ځانګړې توګه کارکونکې ښځې د هدفمندو ترورونو ښکار ګرځي خو د هغې په باور د ترور ډیرې پیښې یواځې د طالبانو کار هم نه وي، هغه زیاتوي: تل نشوکولای ترور د طالبانو کار وبولو ځکه یوشمیر کسان کله هد شخصي ستونزو او یا هم د ناوړه سیالۍ لرلو له امله د نورو په ترور کولو لاس پورې کوي خو دا کار د طالب په نوم پایته رسیږي. د هغې په وینا، د دې قضې برعکس هم له امکانه لیرې نه ده چې طالبان د ترور له پیښې وروسته ادعا وکړي چې دا د هغوۍ کار نه دی او مسوولیت ونه مني، په همدې دلیل د آغلې درانۍ په…

Continue Readingد نامعلومو دښمنانو په اړه د ښځینه فعالینو کیسه؛ طالبان په بل هویت یا نور د طالبانو هویت لرونکي؟

“که ښځې وغواړي د سولې خبرې به د هغوۍ په ګټه وي. “

 په داسې حال کې چې په مذاکراتي ټیم کې د ښځینه غړو په سیاسي مخینې په ځلونو د ښځو د حقونو فعالانو لخوا نیوکه شوې ده او د ښځو یوه اندیښنه هم داده خو یوشمیر نور بیا په دی باور دي که چیرې همدا استازي په همدې شمیر سره که وغواړي کولی شي د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته کار وکړي.د ولسي جرګې غړې زهره نوروي  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: که څه هم چې په ډیرو برخو کې د ښځو حضور ننداریز دی خو هیله لري چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه ریښتیني وي ځکه ښځې کولی شي په دی بهیر ښه اغیزه وکړي هغه وايی:  « په افغان میرمنو کې شته وړ تیاو ته په پام سره هغوۍ کولی شي د لاسته راوړنو په ساتلو، جمهوریت نظام، اساسي قانون د ښځو او بشري حقونو په ساتلو په ټینګار سره د سولې خبرې د ښځو په ګټه پر مخ یوسي. .»شبکه: ښځې د سولې د خبرو په اړه څه اندیښنې لري؟نوروزي: د سولې د خبرو په اړه د ښځو تر ټولو مهمې اندیښنې په بیلابیلو برخو کې د ښځو د مشارکت نشتوالی دی، له هغې ډلی یوه اندیښنه داده چې په سیاسي، ټولنیز او عدالت غوښتنې په برخه کې حق تر پښو لاندی شي او هغې ته به پام ونه شي.شبکه: د سولې په خبرو کې باید کوم موضوعات تر نورو ډیر تر بحث لاندې ونیول شي؟نوروزي: په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور، د ښځو لپاره ښه فرصت دی څو په مستقیمه توګه په مهمو او بسټیزیزو مسایلو له مقابل لوري سره خبرې وکړي. چې په دی موضوع کې باید دولتي، غیر دولتي او مدني بنسټونو استازي شامل وي.  اوسمهال د هیواد په ډیرو لیرو پرتو سیمو کې د ښځو د سیاسي وړتیاو…

Continue Reading“که ښځې وغواړي د سولې خبرې به د هغوۍ په ګټه وي. “

« د دولت د مرکچي پلاوي ضعف به، د ښځو حقونه قرباني کړي»

ترکیب تیم مذاکره‌کننده و توانایی و دانش اعضای آن در گفت‌وگو با طالبان، از موضوعاتی است که به باور بسیاری، به‌ویژه فعالان زن، از عوامل تاثیرگذار در موفقیت تیم دولت به شمار می‌رود. به باور آنان، ضعف تیم مذاکره‌کننده‌ی دولت در گفت‌وگوها، بیش از هر گروه دیگری، به ضرر زنان خواهد بود.حلیمه سلیمی، مسئول شبکه‌ی زنان افغان در هرات، در گفت‌وگویی با شبکه‌ی جامعه‌ی مدنی و حقوق بشر (ازاین به بعد«شبکه») می‌گوید، اگر تیم دولت در جریان گفت‌وگوها، محدودیتی در مورد مسائل مربوط به زنان را بپذیرد، زنان قربانی خواهند داد «هیچ محدودیتی در مورد زنان قابل قبول نیست. چه زنانی که تجربه‌ی تلخ دوره‌ی طالبان را دارند و چه زنانی که در آن دوره زندگی نکرده و تنها در مورد آن، چیزهایی شنیده‌اند، هیچ‌یک، محدودیتی در مورد حقوق‌شان را نخواهند پذیرفت.»بانو سلیمی می‌افزاید، یک قدرت قوی باید در مقابل طالب عمل کند تا از موقف خود کناره بگیرد.شبکه: حضور زنان در گفت‌وگوهای صلح، چه تاثیری بر این روند دارد؟سلیمی: در طول تاریخ افغانستان، به دلیل مردسالاری در جامعه،مردان هیچ‌گاه نتوانسته‎اند از زنان نمایندگی کنند؛ بنابراین حضور گسترده‌ی زنان در این روند، می‌تواند تضمینی برای محفوظ ماندن حقوق‌شان باشد. زنان افغانستان به این توانایی رسیده‌اند که در تعیین سرنوشت خود نقش مستقیم داشته باشند.بانو سلیمی می‌افزاید، زنان باید برای دفاع از حقوقی که مطابق قانون اساسی و میثاق‌های بین‌المللی برای آنان در نظر گرفته شده است، در تمام روندهای سیاسی، از جمله گفت‌وگوهای صلح، نقش داشته باشند که این، تاثیر مستقیمی بر حفظ آزادی و دست‌آوردهای آنان دارد.شبکه: خواسته‌های مهم زنان، از گفت‌وگوهای صلح چیست؟سلیمی: مهم‌ترین خواسته‌ی زنان این است که تمام دست‌آوردهای‌شان در بخش‌های سیاسی، اجتماعی و اقتصادی حفظ شود؛ چون نمی‌خواهند به عقب برگردند. زنان می‌خواهند در تمام عرصه‌های اجتماعی نقش فعال داشته باشند و از لحاظ اقتصادی خودکفا شوند تا بتوانند در کنار مردان سهمی…

Continue Reading« د دولت د مرکچي پلاوي ضعف به، د ښځو حقونه قرباني کړي»

له ژمنې پرته هوکړه به، نا پایښته سوله راولي

د سیاسي چارو شنونکي فرهاد ابرار له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: ریښتینې سولې ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د سولې په بهیر کې پراخه ونډه ولري څو وکولای شو له طالبانو پیاوړی تضمین ترلاسه کړو. هغه وايي نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه باید له طالبانو د ټولو موضوعګانو په اړه تضمین ترلاسه کړي څو دا ډله په خپلو ژمنو عمل وکړي له دې پرته که سوله راځي هغه به تلپاتې سوله نه وي.ښاغلی ابرار وايي یوه مهمه موضوع چې طالبان ېې په اړه ژمنه وکړي د ښځو حقونه دي. شبکه: ستاسو په نظر د طالبانو لخوا د ښځو په اړه لیدلوري کې کوم بدلون راغلی؟ابرار: له بیلابیلو رسنیو سره د طالب مشرانو د خبرو له بهیره کولی شو پوه شو چې د ښځو په اړه د دې ډلې په تفکر او لیدلوري کې بنسټیز بدلون نه دی راغلی او طالبان تر اوسه هم ښځو ته توجه نه کوي.شبکه: آیا مرکچي پلاوی به دا وړتیا ولري چې  د ښځو په اړه د طالبانو نظر بدل کړي؟ابرار: په مرکچي پلاوي کې د اغیزمنو او پوهو میرمنو شتون کولای شول په دې برخه کې مهم وي همداراز هغه ښځې چې له طالبانو سره  خبرو وړتیا لري هم ډیرې دي که چیرې دا ډول میرمنې د مذاکراتي ټیم په چوکاټ کې شامل وي کولی شي د طالبانو په وړاندې ودریږي او هغوې په ټولنه کې د ښځو حقونو ورکړې ته وهڅوي. د ښاغلي ابرار په باور د افغانستان حکومت ونتوانید د سولې په مذاکراتي ټیم او د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې ښځو ته مناسبه ونډه ورمړي.شبکه:آیا دمرکچي پلاوي ښځې د افغان میرمنو د استازيتوب وړتیا لري چې په طالبانو اغیزه وکړي؟ابرار: د دغو میرمنو ونډه نشو هیرولی خو مهمه موضوع د خبرو په لړ کې د هغوې اغیزمنتیا ده،…

Continue Readingله ژمنې پرته هوکړه به، نا پایښته سوله راولي

د سولې د خبرو په اړه د ښځو د ویرې او هیلو کیسه،« د سولې د خبرو په اړه زما لومړی حس ویره ده»

 د هغې په وینا درې کاله دمخه ، کله چې افغانستان د تیرو په پرتله ښه ورځې لرلې، نو پریکړه یې وکړه چې د خپلواکې دندې درلودو اوږد مهاله هیله په خپلو لاسونو پوره کړي. مینا رضايي یوه لومړنۍ میرمنه ده چې د کافي هټۍ جوړه کړې. نوموړې وايي چې هغه  مهال دا ښه فرصت و چې  دا هټۍ جوړه کړي. مینا وايي په لومړي سر کې مې ویره او ډار دلود: "د افغانستان په څیر ځای کې ، تل ویره شتون لري؛ "خلک او ټولنه به ما سره څه ډول چلندکوي او امنیتي ستونزې به څه وي؟" هغه وايي چې اوږدې هیلې او هوډ ورته دا جرات ورکړ چې دا کار پیل کړي.د مینا رضايي په وینا ،  که څه هم ،هغې تر یوې کچې د کابل په څیر ښار کې د کافي هټۍ چلولو له ستونزو او اندیښنو سره مبارزه کړې ، د امنیتي ستونزو او ټولنیزو دودونو له امله لاهم د هغې کار محدودیتونه لري د امنیتي ستونزو له امله باید کافي هټۍ وختي وتړو همداراز نشو کولای چې فرهنګي خپرونې په مستقیمه توګه ترسره کړو ځکه کیدای شي له امنیتي ستونزو سره مخ شو. اغلې رضايي په داسې فضا کې د کار کولو ترخې تجربې په ګوته کوي چیرې چې د هغې په باوراوسیدونکي د ښځو او د دوی په وړتیاو بی باوره دي. " کله چې د هټۍ پیدا کولو لپاره می هټۍ لټولې د هټۍ مالک چې به پوه شو چې د کافه مالکه زه یم نو وبه یی ویل چې موږ ښځې ته هټۍ نه ورکوو. د مینا په وینا داسې کسان هم شته چې د ښځو له کار کولو سره ستونزه نه لري او خوشحاله کیږي هم.د ټولو تیرو ستونزو سره سره اوس هم کله له یوشمیر ستونزو سره مخامخ کیږم. هغه څه چې ماته هیله او ډاډ را کوي د…

Continue Readingد سولې د خبرو په اړه د ښځو د ویرې او هیلو کیسه،« د سولې د خبرو په اړه زما لومړی حس ویره ده»

« نوم ېې حق دی خو، د آرزو په نوم ورته غږ کاوو»

له رسنیو سره د پخوانۍ مینې په اړه وايي او په دې اړه وايي چې کورنۍ ډیر وخت په دې برخه کې د نوموړې له کارکولو سره مخالفت کاوه. وايي د رسنیو په اړه د مور او پلار په ذهن کې د منفي تصور د شتون په رسنیو کې د نوموړي د کار کولو مخالفت وو. " د رسنیو د فعالیتونو په پیل کې په هیواد کې خلکو په رسنیو کې د کارکولو په اړه منفي نظر درلود او په آسانۍ سره ېې په دې برخه کې خپلو لورانو ته د کار کولو اجازه نه ورکوله، په ځانګړې توګه کله چې د رسنیو د ښځینه کارکونکو د وژل کیدو خبرونه هم اوریدل شوي وو. زما کورنۍ هم د دې له ویرې چې په ما برید ونه شي او یا به اصطلاح بدنامه نه شم د کار کولو اجازه نه راکوله. "سودابه ناصري چې د اقتصاد په برخه کې تر لیسانه زدکړي کړي دي یوه دوره خبریالي هم لوستې ده، څوکاله وړاندې بریالۍ کیږي چې کورنۍ وپوهوي او اوس د یوه خصوصي رسنۍ کارکونکې ده. د یوه خصوصي ټلویزیون د دوبلاژ په برخه کې هم کاري تجربه لري چې د هغې په وینا رسنیو ته د نوموړې د ورتګ لاره وه. له مکتبه فارغه شوې وم او شپاړس کلنه وم د یوې آزموینې له ترسره کولو وروسته یوې تصویرې رسنۍ ته بریالۍ شوم. له دې امله چې د ټلویزیوني خپرونو لپاره می سن کوچنی وو نو د دوبلې په برخه کې می کار پیل کړ. آغلې ناصري وايي څه موده یی د تحصیلي بوختیا له امله له زدکړو لاس واخیست له هغه وروسته ېې د ښځو د حقونو فعالې او د  اقتصادي پروګرامونو د چلونکې په توګه بیا رسنیو ته مخه وکړه. په رسنیو کې د کار کولو دا ریم کال دی چې خلک ېې هم له څیرې او هم…

Continue Reading« نوم ېې حق دی خو، د آرزو په نوم ورته غږ کاوو»