د سولې خبرو پر وړاندې ټول خنډونه به له مینځه ولاړ شي”

د بین الافغاني خبرو د وخت په رانیږدې کیدو او د هیوادوالو لخوا د دایمي اوربند په ټینګیدو او تاوتریخوالي په پای ته رسیدو په ټینګار سره، د سولې په چاروکې د دولت وزارت مسوولان د سولې خبرو په وړاندې د خنډونو لیرې کولو لپاره د حکومت د هڅو خبر ورکوي.د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رییسې نجیبې انوري له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې (چې وروسته به  زموږ خبریال "شبکه" نومیږي) وویل: "لکه څنګه چې د سولې خبرو په پیل کې د اوربند ټینګښت، د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، دولت هڅه کوي ټولې هغه ستونزې چې د دې بهیر د پرمختګ په وړاندې رامینځته کیږي لمینځه یوسي."اغلې انوري زیاته کړه چې د سولې هوکړه باید د جګړې د دایمي بندیدو لامل شي او د ټولنې په بیلابیلو برخو کې سولې او پخلاینې ته لاره هواره کړي.شبکه: آیا دولتي پلاوی په دې خبرو کې د ګډون لپاره اړین چمتووالی او ظرفیت لري؟انوري: د سولې مرکچي پلاوی له سیاستوالو او د افغانستان د ټولنې له اغیزمنو قشرونو سره له پراخو مشورو وروسته جوړی شوی دی. د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې لوستي، متخصص، تجربه لرونکي، د سیاسي او ولسي ملاتړ لرونکي کسان له قومي، ژبنیو او جنسیتي تنوع سره په پام کې نیول شوي چې ټول‌شموله جوړښت ېې رامینځته کړی دی.د آغلې انوري په وینا، افغان مرکچي پلاوي له پیل راهیسې د خپلو وړتیاو په لوړولو کار کړی او اړینې وړتیاوې ترلاسه کړي دي.شبکه: تر دې دمه د مرکچي پلاوي د کیفیت لوړولو لپاره د حکومت پلانونه څه وو؟انوري: د مرکچیانو د وړتیاو د لوړولو لپاره د لوړ کیفیت روزنیز پروګرامونه عملي شوي دي او د مذاکرتي ټیم د غړو د تخنیکي او محتوايي ظرفیت لوړولو په هدف په بیلابیلو برخو کې لازم معلومات…

Continue Readingد سولې خبرو پر وړاندې ټول خنډونه به له مینځه ولاړ شي”

« سوله به د جنسیت تبعیض له منځه یوسي»

جنسیتي تبعیض تل د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه په ځانګړې ډول د ښځو لپاره تر بحث لاندې موضوع ده. په بیلابیلو ولایتونو له هغې ډلې په بدخشان ولایت کې دا ښکارنده د ښځو ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې خنډ بلل کیږي او په دې باور دي چې د سولې له مذاکراتو وروسته به دا ستونزه تر یو حده اواره شي.د بدخشان ولایت د ښځو چارو مشرې علینا غیاثي، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: جنسیتي تبعیض په افغانستان کې د هرې ښځې لپاره یوه ستره اندیښه ده چې په ټولنه کې ریښې پراخې شوي دي. «په داشان لیدلوري کې ښځو ته د اوزار په توګه ګوري او د ښځو نظریات لږ اوریدل کیږي. که چیرې د سولې هوکړه وشي، دا هوکړه به یواځې سیاسي توافق نه وي بلکې ټولنیزه سوله به هم رامینځته شي چې په دې سره به دا ستونزې تر یوې کچې اوارې شي.»شبکه: ستاسو په نظر د دې ستونزې ریښه چیرته ده؟غیاثی: آغاز این مشکلات از خانواده است و پس از آن وارد جامعه می‌شود؛غیاثي: دا ستونزې لومړی له کوره پیلیږي او وروسته ټولنې ته لار مومي؛ یعنی لومړی په کور کې د میړه، پلار یا ورور لخوا په محدودیت رامینځته کیږي، دا په داسې حال کې ده که چیرې دا ستونزه موجوده نه وي هغه ښځې چې د فعالیتونو ترسره کولو لپاره په خپل نفس لازم اعتماد هم نه لري په روزنیزو پروګرامونو ګې په ګډون کولو او د په نفس د اعتماد د کچې لوړولو سره خپلې وړتیاوې وکاروي. د آغلې غیاثي په وینا په دې ولایت کې ‌ډیره ښځې د لاسي صنایعو، مالدارۍ او کرنې په برخه کې کار کوي.شبکه: د بدخشان ولایت ښځې له نورو کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟غیاثي: په کلیوالو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو حضور ستونزې رامینځته کونکی…

Continue Reading« سوله به د جنسیت تبعیض له منځه یوسي»

« داسې نه انګیرل کیږي چې طالبان دې د خپلو افراطي مفکورو لاس واخلي »

د سولې له هوکړې او په واک کې د طالبانو احتمالي شریک کیدو وروسته، دافغانستان دخلکو په ځانګړې توګه د افغان میرنو ستره اندیښنه د ښځو په اړه د دې ډلې د تفکر د نه بدلون په اړه ده. یوشمیر کارپوهان په دی باور دي چې سخت دریځه تفکر د طالبانو هویت دی. د سیاسي چارو شنونکي احمد ضیا رفعت، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: «چې فکر نه کوم طالبان دی چمتو وي خپل ناسم تفکر پریږدي. د طالبانو هویت له افراطيت سره تړلی دی که چیرې له افراطیت لاس واخلي نو په بې معنی او بی هویته جریان بدلیږي. » ښاغلي رفعت زیاته کړه چې د طالبانو لپاره دا ناشونې ده چې په هغو باورونو نیوکه وکړي چې د کلونو په اوږدو کې یې تبلیغ کړی او ډیری پلویان یې ترلاسه کړي دي او له همدې امله  به په افراطیت ټینګار کوي.د طالبانو یو افراطی باور چې په افغانستان کې ډیر خلک قربانیان دي، ښځو د او ښځو حقونو په اړه د طالبانو لیدلوری دی.شبکه: هغه څه ته په پام سره چې تاسو د طالبانو د تفکر نه بدلیدونکی وباله، آیا فکر کوئ چې د سولې له هوکړې وروسته به ښځې بیاځلې د طالبانو د حکومت په شان حکومت سره مخامخ شي؟رفعیت: که چیرې طالبانو ته ډیر فرصت ورکول شي او په واک کې شریک شي، له شک پرته چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د پرمختګ په وړاندې ستونزې جوړوي؛ یعنی که د طالبانو د پړاو په شان حکومت هم رامینځته نه شي نو په افغانستان کې به د دموکراسۍ بهیر ډیر پڅ کړي چې دا به د افغانستان لپاره جدي ستونزه وي.شبکه: د ښځو په اړه د دولت سره کرښه څه ده او د سولې په خبرو کې د ښځو په اړه په کومو موضوعګانو باید خبرې وشي؟ رفعت: له اساسي…

Continue Reading« داسې نه انګیرل کیږي چې طالبان دې د خپلو افراطي مفکورو لاس واخلي »

«د طالبانو د ژمنو د عملي کیدو لپاره کورني تضمینونه کارنده نه دي.»

له امریکا متحده ایالاتو سره د تړون له لاسلیک کیدو وروسته د طالبانو له خوا وژنو او وینو تویدو دوام، د طالبانو له لوري د ژمنو په عملي کیدو کې ډیرې ناباورۍ رامینځته کړي دي. کارپوهان په دې باور دي؛ چې د طالبانو د ژمنو عملي کیدو په ځانګړې توګه دښځو د حقونو په برخه کې د شویو ژمنو عملي کیدو لپاره د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، کورني ضمانتونه بسنه نه کوي.د سیاسي او ټولنیزو چارو فعال فرید احمد امیري، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي طالبان د سولې له خبرو وروسته په خپلو ژمنو عمل کوي او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونه نه کوي؛ باید نړیوال ضمانتونه هم پکې شامل وي. " د سولې له خبرو وروسته د حکومت او طالبانو ترمینځ د هوکړه لیک د امتضا کیدو پرمهال، باید نړیواله ټولنه او د دموکراسۍ  او بشري حقونو مدافع هیوادونه شامل وي.  شبکه: د طالبانو سیاسي او د جګړې لومړۍ کرښې مشرانو ترمینځ عقیدتي توپیر په اړه ټولیز باور ته په کتو به د سولې له خبرو مطلوبه پایله ترلاسه شي؟امیري: زما په نظر د سولې له خبرو وروسته د تلپاتې سولې د راتلو تمه ناسمه هیله ده. ښايي ماتیدونکې سوله ټینګه شي، خو جګړه به هرو مرو دوام وکړي او د طالبانو د ډلې ډیرې برخې به نوي جبهې جوړې کړي او یا به له نورو تروریستي ډلو سره یوځای شي، چې لامل ېې د طالبانو ترمینځ د عقایدو اختلاف دی.شبکه: د طالبانو ترمینځ د عقایدو له اختلافه مو منظور څه دی؟امیري: یو شمیر طالبان افراطي نظرونه لري او جګړه یواځینۍ مناسبه لاره بوي، او یوشمیر ېې سولې ته ژمن دي. یو شمیر نور طالب جنګیالي بهرني اتباع دي او د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پلوي…

Continue Reading«د طالبانو د ژمنو د عملي کیدو لپاره کورني تضمینونه کارنده نه دي.»

« د جمهوریت او اساسي قانون پر سره د هوکړې په پایله کې به ښځې هم خپلو حقونو ته ورسیږي.»

کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د ښځو د موضوع پر سر هوکړې ته رسیدو په موخه دې موضوع ته په مستقیمه توګه اشاره ونه شي په پیل کې باید په ټولیزو موضوعاتو له دې ډلې سره هوکړې ته ورسیږو. دیموکراتیک او بشري ارزښتونه  هغه موارد دي چې د ډیرو کسانو په باور که چیرې طالبان هوکړه وکړي، د ښځو حقونه به هم د هغې تر سیورې لاندې د لاسرسۍ وړ وي.څیړونکي او د پل مطالعاتو مرکز رییس محمد یاسین نګاه له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: «باید صبر وکړو چې آیا طالبان کولی شي له موږ سره د دموکراتیکو، انساني او  برابرۍ په ارزښتونو، کلتوري تنوع ، عقایدو او مذهبونو په اړه یوې هوکړې ته رسیږي که نه. که چیرې په دې مسایلو هوکړې ته ورسیدل نو د ښځو د حقونو مسله، د دوې لپاره عدالت غوښتنه او په واک  او ټاکنو کې د ښځو سیاسي ګډون لرل  به د دغو ارزښتونو تر سیورو لاندې د بدلون وړ وي.»شبکه: ستاسو په نظر د ښځو په وړاندې د طالبانو په لید لوري کې بدلون راغلی که نه؟نګاه: زما په نظر د ښځو، دموکراسۍ، انتخاباتو، جمهوریت او د برابرې ارزښتونو په اړه د طالبانو په لیدلوري کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. دا ډله تر اوسه هم یوه ویره اچونکې او شاته تلونکې ډله ده چې په تاوتریخوالي باور لري. که ووایو چې د طالبانو په لیدلوري کې بدلون راغلی دی په واقعیت کې ځان مو غولولی دی.شبکه: که چیرې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره د دولت مرکچي پلاوی د ښځو په حقونو یولړ محدودیتونه ومني آیا تاسو ته د منلو وړ دی؟نګاه: موږ باید د جمهوریت او افغان دولت له آدرسه خپل ټول ځواک سره له دموکراسۍ، انتخاباتو او د ښځو له حقونو د سرې کرښې په…

Continue Reading« د جمهوریت او اساسي قانون پر سره د هوکړې په پایله کې به ښځې هم خپلو حقونو ته ورسیږي.»

«ښځینه سوداګرې د لا پرمختګ لپاره، ښه امنیت ته اړتیا لري»

یوه هغه ستونزه چې د افغانستان په شان هیواد کې، د بیلابیلو دندو لرونکي کسان په ټولنه کې اغیزمن کوي او هغه تل د وګړو د پرمختګ په وړاندې یوه اصلی ستونزه بلل شوې نا  امني ده. د هرات ولایت سوداګرۍ میرمنې د هیواد له هغو وګړو څخه دي چې د دې ستونزې له امله، په خپل ورځني ژوند کې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.د هرات ولایت یوه ښځینه سوداګره، نفس‌گل له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: کله داسې پیښیږي چې نا امني له سوداګرو ښځو د فعالیت جرات  اخلي.«هغه ښځې چې د خوړو په تولید یا غالۍ اوبدلو په برخو کې کار کوي، نشي کولی کلیوالو سیمو ته لاړې شي او کلیوالې ښځې خپل سوداګریز توکي ښارونو ته لیږدولی نه شي.» آغلې جامي زیاتوي، ښځینه سوداګرې د نارینه سوداګرو په شان امکانات نه لري او د خپلو اقتصادي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له یو ولایته بل ولایت ته سفر نشي کولای.شبکه: د دې ترڅنګ چې سوداګره ېې، نور کوم  فعالیتونه کوې؟جامي: له شاوخوا 15 کالو راهیسې د ښځو اړوند په مختلفو برخو کې کار کوم. زه اوس مهال د داسې شرکت مسؤله یم چې له 20 څخه تر 25 پورې کارکونکي لري او  هر کال کابو سل تنه زموږ له فعالیتونو ګټه پورته کوي. موږ هڅه کوو چې له دې لارې له ښځو سره مرسته وشي. تر دې وړاندې، زه د شاوخوا اتیا میرمنو مسوله وم چې د خوړو، لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، جامو ګنډلو او په لاس د ګنډلو توکو برخو کې کار کاوه.شبکه: پر امنیتي ستونزو برسیره، د هرات سوداکرې میرمنې نورې څه ستونزې لري؟جامي: د ټولنې دودیز جوړښت او د ښځو د اشتغال په اړه د نارینه ګانو منفي ذهنیت، په هرات کې د سوداګرو ښځو د پرمختګ په وړاندې له اصلي خنډونو څخه دي. تر…

Continue Reading«ښځینه سوداګرې د لا پرمختګ لپاره، ښه امنیت ته اړتیا لري»

«نغواړو بیرته د طالبانو تورې دورې ته ور وګرځو.»

د افغانستان ښځې د هغو کسانو له ډلې دي چې د طالبانو د حاکمیت پرمهال ېې د ژوند ټولې برخې اغیزمنې شوې وې؛ له دې امله ښځې د بلې هر ډلې په پرتله ډیر د سولې خبرو د پایلو په تړاو اندیښنه لري.په کاپیسا ولایت کې مدني فعاله شمیلا مشعل بیګي، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د طالبانو دوره د ټولو لپاره په ځانګړې توګه ښځو ته تر ټولو توره دوره وه. «موږ ټول د سولې تږي او د جګړې او تاوتریخوالیو د لمنځه تلو غوښتونکي يو. او نغواړو چې د طالبانو رژیم بیا تکرار شي. جګړې د افغانستان ټول وګړي په یو ډول زیانمن کړي دي.»شبکه: په ټولیزه ټوګه په کاپیسا ولایت کې د ښځو وضعیت څه ډول دی؟مشعل بیګي: که څه هم میرمنو د طالبانو څخه وروسته کلونو کې په ټول هیواد کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي دي، خو فکر کوم دا بسنه نکوي؛ ځکه په کاپیسا کې ، میرمنې اوس هم خپلو اساسي حقونو ته ډیر کم لاسرسی لري، او یوازې یو لږ شمیر ښځې کولی شي خپلو حقونو او امتیازاتو ته لاسرسی ولري. آغلې بیګي زیاتوي، د ښځو د ستونزو یواځنۍ حل لاره د سولې ټینګښت دی چې پکې ښځې کولی شي خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.شبکه: د سولې په تړاو د هلمند ولایت مدني فعالانو کوم فعالیتونه کړي دي؟مشعل بیګي: په تیرو دوه میاشتو کې موږ به دې اړه کابو درې پروګرامونه لرل چې موخه ېې خلکو په ځانګړې  توګه ښځو ته پوهاوی ورکول وو. آغلې مشعل بیګي زیاتوي باید په دې برخه کې د هغو هیوادونو له تجربو کار واخیستل شي چې له داشان شرایطو تیر شوي وي، څو خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکول شي.شبکه: په ټولیزه توګه د سولې په بهیر کې د کاپیسا ولایت د خلکو غوښتنې څه…

Continue Reading«نغواړو بیرته د طالبانو تورې دورې ته ور وګرځو.»

« د طالبانو په ژمنو باور نه لرو.»

د سولې په بهیر بې باوري او د طالبانو په لیدلوري کې بدلون راوستو د ډیرو کسانو ذهنونه مصروف کړي دي. دا بې اعتمادي د طالبانو او امریکا متحده ایالاتونو ترمینځ له هوکړې وروسته د طالبانو د بریدونو په ډیریدو سره زیاته شوې ده. ډیری کسان په دې باور دي چې هیڅ تضمین نشته چې طالبان دې له حکومت سره د سولې د خبرو وروسته په خپلو ژمنو عمل وکړي.  په غور ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله هاجره بشیري، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د امریکا او طالبانو ترمینځ له هوکړې ترلاسه شوې تجربه څرګندوي چې"د دې ډلې ژمنې د اعتماد وړ نه دي" او هغوۍ یواځې په خپلو موخو فکر کوي"دا چې طالبانو د زندانیانو خوشې کول خپل مهم شرط بللی، څرګندوي چې د هغوۍ موخه جګړې بیرته جګړې ته ورتګ دی."  آغلې بشیر زیاتوي تر هغه چې په طالبانو نړیوال فشار رانه شي، هغوۍ به له خپلو ژمنو سرغړونې ته دوام ورکړي. شبکه: ستاسو په نظر له طالبانو د ژمنې اخیستو لپاره کومه لاره شته؟ بشیري: نړیواله ټولنه او هغه هیوادونه چې د سولې په خبرو کې ښکیل دي، باید دافغانستان خلکو ته ضمانت ورکړي. شبکه: آیا د ښځو په اړه د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی دی؟ بشیري: دهغو ښځو په وینا چې د سولې په مخکینیو خبرو کې ګډون کړی وو، د کار او زدکړو په اړه د طالبانو نظر مثبت بدلون کړ او په اړه ېې حساسیت نشته، خو په عمل کې مې مهم بدلون نه دی لیدلی.  د آغلې بشیري په باور، د ښځو د حقونو مسله له هغې ډلې په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه سیاست کې برخه لرل باید په مذاکراتو کې تر بحث لاندې ونیول شي او په مجموع کې باید اجازه ورنکړو چې طالبان یوځل بیا د تیر…

Continue Reading« د طالبانو په ژمنو باور نه لرو.»

«د سولې په خبرو کې باید د معلولیت لرونکو میرمنو استازي هم حضور ولري.»

معلولیت لرونکې میرمنې تل په بیلابیلو برخو کې له هغې ډلې د زده کړې اسانتیاو برابرولو په شمول په یو شمیر برخو کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کړې ده. لکه څنګه چې د سولې بحث پیل شوی دی، د بلخ معلولیت لرونکې میرمنې په حکومت غږ کوي چې د سولې خبرو کې معلولیت لرونکو میرمنو ته هم برخه ورکړي.په بلخ کې د معلولیت لرونکو ښځو د ټولنیزې ټولنې مشرې پروانې سما صمدي، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل چې معلولیت لرونکې میرمنې د جګړې اصلي قربانیان دي؛ ځکه چې د دوی د معلولیت لامل هم جګړه ده، له دې اله دوی له دولت غواړي چې د معلولیت لرونکو میرمنو استازي هم په مرکچي پلاوي کې شامل کړي.شبکه: تاسو څومره د سولې خبرو ته خوشبین یاست؟ صمدی: که چیرې دا خبرې د پردې تر شا او پټې نه وي او د ښځو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو میرمنو غږ واوریدل شي، کیدای شي د دغو خبرو پایلو ته هیله مند اوسو، خو که چیرې خبرې د پردې ترشا ترسره شي نو دا سوله ټولشموله نه ده. د دې بنسټ یوه اندیښنه د نورو ښځینه بنسټونو په شان د ښځو د لاسته راوړنو قرباني کیدل دي. د آغلې صمدي په وینا معلولیت لرونکې ښځې د نورو میرمنو په پرتله ډیر د ښځو د لاسته راوړنو د لاسه تلو اندیښنه لري.شبکه: په بلخ ولایت کې د ښځو د معلولیت اصلي لامل څه دی؟صمدي: د بلخ ولایت د میرمنو د معلولیت مهم لامل جګړه ده چې معلولیت لرونکي کسان د دولت لخوا په دوه ډلو  جګړه ایزو او غیر جنګي ډلو ویشل شوي دي چې امتیازات ېې هم توپیر لري. آغلې صمدي په دې باور ده چې د دولت لخوا د معلولیت لرونکو کسانو په څو ډلو ویشل یو ډول محدودیت دی" زما په باور غیرجنګي معلولین…

Continue Reading«د سولې په خبرو کې باید د معلولیت لرونکو میرمنو استازي هم حضور ولري.»

« د سولې په خبرو کې، باید ښځې قرباني نه شي.»

د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو او لاسته راوړنو ته د بې پامۍ موضوع د ښځو ستره اندیښنه ده.  په بغلان کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانو په دې وروستیو کې د "موږ په شا تګ نه کوو" شعار لاندې دا اندیښنه څرګنده کړې ده. په بلخ ولایت کې د نوي فصل د ټولنې مشرې، روبینا رییس، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د سولې په خبرو کې، د ښځو لاسته راوړنې چې په ډیر زیار ترلاسه شوي دي له پامه ونه غورځول شي او قرباني نه شي.شبکه: د  سولې په خبرو کې د ښځو اړوند په کومو موضوعاتو باید بحث وشي؟ ریسی: د میرمنو په اړه یو مهم ټکی دا دی چې د تعلیم او کار حق باید له دوی وا نه خیستل شي. دا حقونه په اسلام او د هیواد په اساسي قانون کې د ښځو لپاره په پام کې نیول شوي دي؛ نو د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ ونه تړل شي او دوی باید د کارکولو حق ولري. آغلې رییسې د مذاکراتي ټیم ترکیب ته په اشارې وویل چې په یوه مهمه مسله لکه د سولې خبرو کې، داسې کسان شامل شوي چې نشي کولی د ټولو میرمنو له حقونو دفاع وکړي، خو په ټولیزه توګه، په سیاست کې د ښځو شتون خورا کم او ننداریز دی. "زموږ غوښتنه داده چې له نن وروسته، ښځو ته باید د هغوی د وړتیاو پر بنسټ په هرې مسله کې برخه ورکول شي، د هغوۍ وړتیا او استعداد باید په پام کې ونیول شي، او همداراز په مهمو مسایلو کې ورته د خبرو کولو حق ورکول شي."شبکه: ستاسو د وینا په بنسټ، آیا تاسو فکر کوئ چې په مرکچي پلاوي کې د میرمنو د استازیتوب لپاره سم انتخاب نه دی شوی؟رییسي: هغه څوک چې هلته…

Continue Reading« د سولې په خبرو کې، باید ښځې قرباني نه شي.»