«ښځې باید د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره یو خپلواک غورځنګ جوړ کړي.»

د ښځو له خوا له حکومته جلا د ټولګې جوړیدل هغه څه دي چې په ځلونو پرې ټینګار شوی دی. د یوشمی مدني فعالانو په باور، د ښځو خپلواک غورځنګونه او دهیواد په کچه د دوې لخوا د عدالت غوښتنې د پروګرامونو جوړول کیدای شي د هغوۍ د بریا یوه لاره وي. دمدني ټولنې فعال ضیا مبلغ، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل چې ښځې کولی شي د خپلواکو غورځنګونو په جوړولو سره د هیواد د وګړو نیمايي برخې استازيتوب او له خپلو حقونو ساتنه وکړي.ښاغلی مبلغ وايي چې ډیری ښځینه غورځنګونه، په ځانګړې توګه د قرباني شویو میندو غورځنګ د نړۍ په کچه په ( ترکې او آرجنټاین) کې سترې او تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي، خو په افغانستان کې ښځې تر اوسه نه دي توانیدلې چې د خپلواک غورځنګ په توګه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي: " خو په خواشینۍ سره ښځینه ډلو او غیر دولتي سازمانونو  (NGO)، تل هڅه کړې چې د حکومت له لارې خپلو غوښتنو ته ورسیږي؛ له دې امله هغوۍ د طالبانو له نظره داسې کسان دي چې د حکومت لخوا مذاکراتو ته ټاکل شوي دي."شبکه: آیا د ښځوخپلواک غورځنګ به د طالبانو په لیدلوري اغیزه وکړي؟مبلغ: دا غورځنګ، پرته له دې چې دا به څومره اغزمن وي، باید د راتلونکي لپاره د یوې مهمې اړتیا او د ټولنې اصلي غږ په توګه پر طالبانو د اغیزلرلو لپاره جوړ شي. د هغې اجنډا باید پخپله د میرمنو لخوا جوړه شي، نه د جګړو دواړو لوریو لخوا.  دا غورځنګ باید د ټولو میرمنو استازيتوب وکړي، په دې مانا چې د ټولو والیتونو میرمنې باید په دې غورځنګ کې ځان وویني، او همدارنګه د طالبانو کونډې هم باید پکې شریکې وي؛ په یو ټکي کې باید ووایم چې د میرمنو د پراخ استازیتوب نشتون…

Continue Reading«ښځې باید د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره یو خپلواک غورځنګ جوړ کړي.»

د افراطیت تر نا امنه سیوري لاندې؛

که څه هم بامیان ولایت تل د هیواد یو له ترټولو امن ولایت په توګه پیژندل شوی، خو داسې بریښي چې د بامیانو په ځینو برخو کې ناامني او افراطي افکار د میرمنو او انجونو لپاره یوه جدي ستونزه رامینځته کړې ده. د بامیانو د ښځو چارو رییسه، ذکیه رضايي وايي چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د "طالباني تفکر" د شتون له امله د ښونځي د لومړني دورې تر پای پورې د زده کړې اجازه ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال په بامیانو کې شاوخوا  47 سلنه نجونې ښوونځیو کې زدکړې کوي، خو په یو شمیر ولسوالیو کې د هر کال په تیریدو سره د لیسې په دوره کې د ښځینه زده کونکو شمیره کمیږي. د بامیانو ولایت د ښځو چارو رییسې له مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې سره په مرکه کې دې موضوع ته په اشارې سره ویلي دي، هغوې هر کال د پوهنې او روزنې په برخه  کې ځانګړي پروګرامونه لري چې ځیني وختونه په ځینو ولسوالیو کې، د نا امنیو له امله له ستونزو سره مخامخ کیږي« د بامیانو ولایت د ښځو چارو ریاست، د پوهنې وزارت په همکارۍ هر کال، په ښونځيو کې د نجونو د شاملولو کمپاین ترسره کوي؛ خو د کمپاین له عملي کولو مخکې له امنیتي ځواکونو سره همغږي کوو، که چیرې د خطر لمینځه وړل ناشوني وي؛ ډیر کم هغو سیمو ته ورځو.» د خطر احساس نه یوازې د بامیان په نا امنو ولسوالیو او کلیو کې ښځې ځوروي، بلکې هغه ښځې چې په غیر محفوظ او ناسم کاري چاپیریال کې کار کوي تل له ستونزو سره لاس او ګریوان وي. شبکه: د بامیانو ښځې د کار په ځای کې کومې ستونزې لري؟               رضايي: په ځینو وختونو کې په کاري چاپیریال کې د ښځو د ځورونې په…

Continue Readingد افراطیت تر نا امنه سیوري لاندې؛

«د سولې په مذاکراتو کې د مدني تولنې نشتون به، د ښځو د ډیرو فرصتونو د لاسه ورکولو لامل شي.»

د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي د غړو له ټاکل کیدو راهیسې،  د سولې په مرکچي پلاوي کې د نارینه او ښځینه غړو د نابرابرۍ په اړه د یو شمیر نیوکو سربیره، د مذاکراتي ټیم د ښځینه غړو په ډله کې د مدني ټولنې د استازو نشتون هم بحثونه را پاراولي دي. د افغان میرمنو د خبري آژانس رییسې حمیرا ثاقب، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې (چې وروسته د "شبکې" په نوم یادېږي) زیاته کړه؛ «د میرمنو د منسجم کولو لپاره د حکومت پر هڅو سربیره، په مذاکراتي ټیم کې د میرمنو ډلې ترکیب ته په کتو، د مدني ټولنېښځینه غړو، خبریالانو او د ښځو د نورو ډلو نشتوالی روښانه لیدل کیږي؛ که څه هم د دې پلاوي ښځینه غړې، د ښځو حقونو ته ژمنې دي؛ خو هغوۍ له بیلابیلو سیاسي آدرسونو په دې غونډه کې غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغوۍ د بحث لومړي توب به خپلې سیاسي غوښتنې وي. له دې امله که چیرې د پلاوي په ترکیب بیا کتنه ونه شي، نو د ښځو نورې ډلې به ځینې ارزښتونه له لاسه ورکړي. »  لکه څنګه چې په پیل کې ورته اشاره وشوله، د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د نارینه او ښځینه استازو په شمیر کې نابرابري هم یوه له هغه مواردو ده چې د ځینې کارپوهانو لخوا پرې نیوکه شوې، میرمن ثاقب په دې اړه وايي، « له دې امله چې جګړه او سوله معمولان نارینه چلند بلل کیږي، ښځې تل په داشان بحثونو کې څنډې ته پاتې کیږي، په حقیقت کې ښځې کولی شي په دې برخه کې مثبته اغیزه ولري. لکه څنګه چې ښځې د هیواد د وګړو نیمايي برخه جوړوي او د جګړو ډیر زیانونه ېې زغملي دي، کولی شي د دواړو لوریو ترمینځ په اعتماد جوړولو کې مرسته وکړي او که له پامه وغورځول…

Continue Reading«د سولې په مذاکراتو کې د مدني تولنې نشتون به، د ښځو د ډیرو فرصتونو د لاسه ورکولو لامل شي.»

چې سوله نه وي؛”خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره، خپل نوم بدلوم”

په ځوانۍ کې او کارکولو ته د لیوالتیا په اوج کې، ځان د قهرجنې ټولنې په مینځ کې پیداکړ، په لیرې پراته کلي کې چې د دولت د وسله والو مخالفانو تر کنترول لاندی دی اوسیږي. په داسې ځای کې چې ګاونډیان او وطنوال ېې د نجونو کارکول عیب بولي او د داسې  نجونو، د ښکار لپاره لکه ظالم ښکاریان په کمین کې ناست وي، خو کله چې هغوۍ ګواښونه یادوي، پوزخند کوي، او دا هغه زړورتیا ده چې بریاوو ېې ورته ورپه نصیب کړې ده. هغه وايي چې د سیمې خلکو په لاس د وژل کیدو ګواښ، نه یواځې مخه ډب نکړه بلکې په ګړندۍ توګه د ګامونو د پورته کیدو لامل هم شول.  د وحیدې کورنۍ هم د هغې له کارکولو سره مخالفه وه؛ «مور مې وویل چې ته د یوې سیاسي او نظامي کورنۍ نجلې ېې او ستا کار کول په دې کلي کې زموږ د ژوند د پای په معنی دی. » په پایله کې د وحیدې په ټينګار او د نیکه په مینځګړيتوب سره، د وحیدې کورنۍ ومنله چې وحیدې سره د مرستې په هدف په غوربند کې پلرنی کور پریږدي او کابل ته ګډه وکړي څو وحیده خپلو هیو او موخو ته ورسیږي. د وحیدې کورنۍ چې کله کابل ته راځي د وطنوالو ویره لاهم ورسره وي، خو که څه هم چې وحیده کم عمره وه او د کار کولو په سن کې نه وه، خو له ویرې سره مل هوډ کوي او په رسنیو کې د کارکولو په موخه یو لنډمهاله روزنیز کورس کې ګډون کوي. «د کم عمر لرول له امله، د کورس یو تن مسوول په ټوکه راته وویل: راغلې ېې چې د ماشومانو د خپرونې چلولو لپاره وروزل شې؟ ما په ویاړ سره وویل نه، زه غواړم خبریاله  شم. » له هغه وروسته په یوې راډیو کې ژوندۍ…

Continue Readingچې سوله نه وي؛”خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره، خپل نوم بدلوم”

د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکې او د تاوتریخوالیو د له منځه وړواو بشري حقونو موسسې اعلامیه

د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو ترمینځ د باورجوړولو فرصت و؛ او موږ د دغه اوربند د غځولو غوښتونکي یو د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۷ / د ۲۰۲۰ د مې ۲۷ طالبانو د ۱۳۹۹ کال دغبرګولي په دریمه د یوې اعلامې په خپرولو سره دکوچني اختر په دریو ورځو  کې اوربند اعلان کړ. د طالبانو د اعلامې له خپریدو وروسته، د هیواد ولسمشر اشرف غني، هم د دې اعلامې ستاینه وکړه او امنیتي ځواکونو ته ېې امر وکړ چې اوربند مراعات کړي او یواځې د طالبانو له لوري د احتمالي برید پرمهال دفاع وکړي. په همدې حال کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله هم د طالبانو د دې اقدام د ستایلو ترڅنګ دا اوربند په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مثبت ګام وباله. د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه توکمیز او مذهبي لږه‌کي چې زموږ د ټولنې زیان‌منونکې برخه جوړوي، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د طالبانو او افغان حکومت دا اقدام وستایه او همدارازېې د دې بهیر د غځیدو غوښتنه وکړه.  د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکه او د تاوتریخوالیو د له منځه وړو، او بشري حقونو موسسه؛ د اکثریت خلکو، په ځانګړي توګه د هیواد لږه‌کیو د غوښتنو په پام کې‌نیولو سره، اوربند د ښکېلو خواوو ترمنځ د باورفضا رامینځته کولو لپاره یو مثبت ګام بولي او په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې د دولت او طالبانو ترمینځ د باور فضا پیاوړي کولو او همداراز د دولت او طالبانو ترمینځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره غیر مشروط اوربند اعلان کړي.

Continue Readingد مدني ټولنې او بشري حقونوشبکې او د تاوتریخوالیو د له منځه وړواو بشري حقونو موسسې اعلامیه

د بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک

د دولت او خلکو د استازو او طالبانو ترمینځ د دواړو خواو د شرایطو له پوره کیدو وروسته، د مستقیمو خبرو پیل، د افغانستان خلکو ته چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې شاوخوا نیمې پیړۍ قرباني ورکړې ده او د افغانانو یواځینې مهمه هیله ده د خوشحالۍ خبر دی.دا څرګنده ده چې د افغانستان وګړي د سولې یوې هر اړخیز او تلپاتې لارې ته سترګې په لار دي، چې په هغې کې د جګړې ټولې خواوې او د جګړې قربانیان ونډه ولري ترڅو د نن او راتلونکي نسلونه د دې سولې تر سیوري لاندې، ریښتیني سوکالي ومومي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د مدني ټولنو، بشري حقونو ، رسنیو او د میرمنو بنسټونو څخه د جوړ شوي چتر بنسټ په توګه، د سولې خبرو په اړوند یوشمیر موارد وړاندیز کوي او باور لري که چیرې دا ټکي د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي، د سولې بهیر به د لامنلو وړ پایلې ولري، له دې پرته نه یوازې داچې د سولې خبرې به جامع او دوامداره سولې لامل نه شي، بلکه دا به د بلې جګړې لامل هم شي.د شبکې لخوا وړاندیز شوي موارد، په لاندې ډول دي؛1. عدالت:• په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره ستونزه، د عدالت نشتوالی دی. زموږ ټول وګړي د عدالت تږي دي او هیله ېې په هیواد کې د یوالي رامینځته کیدل دي. عدالت (په ځانګړې توګه ټولنیز عدالت) د سولې د هراړخیز او تلپاتې بهیر مهم رکن دی. سوله له عدالت پرته او عدالت له سولې پرته پایښت نشي لرلی. موږ له مرکچیانو غواړو که چیرې اوسني نظام کې بدلون رامینځته کوي، د نظام د بدلون موخه او اصل باید د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عدالت ټینګښت وي.• په تیرې۴۰ کلنې جګړه کې، میلیونونه تنه…

Continue Readingد بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک

افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

  افغانستان د بشری حقونو زیاتو میثاقونو او  تړونونو سره یوځای شوی دی خو کله ېې هم په دغو ژمنو عمل ندی کړی. دا هغه هیواد دی چې د بشری حقونو له نهو مهمو کنوانسیونونو څخه اووه ېې منلی دی – پرهغې سربیره د ماشومانو د حقونو دوو پروتوکولونو سره هم یوځای شوی دی.   د دغو اسنادو ډیره برخه د طالبانو له رژیمه مخکې حکومتونو کې تاید شوی دی. له هر کنوانسیون سره له یوځای کیدو وروسته په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې د هغې راپور د هغه کنوانسیون اړوندې کمیټې ته لکه څنګه چې په سند کې غوښتل شوی وړاندې شی. خو په دې لیکنه کې تاسو وینۍ چې افغانستان آن له دغه کنوانسیون سره له یوځای کیدو نه ویشت کاله وروسته هم ندی توانیدلی ملګرو ملتونو سازمان ته راپور وړاندې کړی. لکه د توکمیز تبعیض د منع او د مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون چې افغانستان د دری ویشتو کلونو له تیریدو او د دویم راپور له ورکړې وروسته دریم، څلورم او پنځم راپور ندی ورکړی؛ او دولت هوډ لری د شکنجې  د منع کنوانسیون لومړی راپور له دوه ویشتو کلونو وروسته په روان کال کې اړوندې کمیټې ته وړاندې کړی.   د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، او په دوه زره شپږم میلادی کال کې د بشری حقونو د شورا له جوړیدو او د نړیوالو پړاونونو د بیا کتنې د میکانیسم یا UPR، له جوړیدو وروسته تر اوسه د افغانستان دولت توانیدلی چې دوه ځلې لومړی په دوه زره نهم میلادی کال او وروسته په دوه زره دیارلسم میلادی کال کې د یو پی آر تر نظر لاندې د بشری حقونو شورا ته په هیواد کې د بشری حقونو د عمومی وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی خو دا راپورونه ناسم، اغراق لرونکی او  ناسم وو. او همداراز راپورونه د یوه ضعیف…

Continue Readingافغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اتمه عمومی غونډه

 د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اتمه عمومی غونډه، د شبکې د غړو بنسټونو په ګډون د غبرګولی په یو ویشتمه نیټه په کابل کې جوړه شوه. عمومی مجمع یا عمومی غونډه د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د پریکړې نیولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په هرو دوه کلونو کې یوځل ترسره کیږی او په هغې کې غړی بنسټونو د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې پر ستراتیژیکو مسایلو او پریکړو پلانونه کوی، او همداراز د دغه بنسټ د دریو کمیټو غړی په آزادو ټاکنو کې غوره کیږی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې مشر محمد نعیم نظری، د دغې غونډې په پیل کې د شبکې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د غړو بنسټونو کارنده همغږی او همکاری ېې وستایله. هغه له غړو بنسټونو وغوښتل څو د بشری حقونو د څار او د بشری حقونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره په مشترکه توګه د عدالت غوښتنې په برخه کې تر پخوا زیاته ونډه واخلی. ښاغلی نظری زیاته کړه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ۲۰۱۴ کال کې له غړو بنسټونو سره په نیږدې همکارۍ کې وتوانیده چې ۹ ټوکه روزنیز لاسوند او د بشری حقونو کتابونه خپاره کړی. هغه همداراز د مهمو راپورونو په اړه خبرې وکړې چې شبکې په ۲۰۱۴ میلادی کال کې جوړ کړی او اړوندو مراجعو ته ېې استولی دی. د ښاغلی نظری په وینا ICCته د UPR،د افغانستان د بشری حقونو په اړه کلنی راپور او د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارونو د څار استول شوی راپورونه له استول شویو هغو څخه دی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی رییس، د همغږۍ، ظرفیت پالنې، د بشری حقونو پر وضعیت د څار او عدالت غوښتنې په برخه کې له کړنو یادونه وکړه. له…

Continue Readingد مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اتمه عمومی غونډه

د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲ سمون لری د ۲۰۱۴ زیږدیز کال، ۲۳ کابل ـ افغانستان      د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه خوشحاله ده چې د بامیانو ولایت عزتمنو خلکو د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې په پراخ ګډون کولو د بامیانو ولایتی شورا ته ېې خپل استازی غوره کړل.     ټاکنې د دموکراسۍ مهم رکن دی او خلک د رایو صندوقونو په لور په ورتګ سره د هغو پستونو  لپاره چې د وګړو د ټولیزې ارادې تمثیل کونکی بلل کیږی د اشخاصو او افرادو په غوره  کولو کې خپله ونډه  او اساسی مسولیت ترسره کوی.     ولایتی شورا ګانې، له هغو دموکراتیکو بنسټونو څخه دی چې د هغو غړی د خپلې کارنده او مهمې ونډې په ترسره کولو «قدرت» په مشروع «اقتدار» بدلوی. د ټولنیزې ارادې په تمثیل کونکو ادارو کې د پاکو، پوهو او ژمنو شخصیتونو حضور د دغو بنسټونو اغیزمنتیا تضمینوی، او د خلکو د رضایت پر کچې او د نظام د مشروعیت پر پایښت مستقیمه اغیزه کوی.      د بامیانو د ولایتی شورا  غړو د دغې شورا د مشرې په توګه د میرمن طیبې  خاوری په غوره کولو سره، خپل دموکراتیک ظرفیت او مدنی اراده نندارې ته کیښوده او د ولایتونو په کچه ېې د ولایتی شورا د لومړنۍ مشرې د ټاکل کیدو ویاړ د بامیانو لرغونې ولایت ته ورکړ.     دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دغې چوکۍ د میرمن طیبې خاوری ټاکل کیدل، د ښځو په وړاندې غوره او ښه عمل بولی، او هیله کیږی چې دغه  غوراوی  د ښځو د ریښتینې ونډې او مشارکت ټینګښت وی او دښځو ونډه د هیواد دوړتیا  په لوړیدو کې مرسته…

Continue Readingد بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی ریس لخوا، د شبکې عمومی غونډې ته د ( ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲) کلونو ریپوټ

د لوی او بښونکی خدای په نامه تاسو ټولو درنو همکارانو ته د سلام او احترام په وړاندې کولو! لومړی له تاسو هریو څخه مننه کوم چې نن د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اوومې عمومی غونډې د جوړیدو شاهد یاست. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، خپل فعالیتونه د هغې مشروع تګلارې پر بنسټ چې د شبکې د غړو ټولنو لخوا تصویب شوی، عیار کړی او د هیواد په کچه ېې پلی کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، مدنی ټولنو ته د بشری حقونو د ارزښتونو د ترویج لپاره لاره اواره کړې ده. اوس د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د روښانه، اغیزمنو او ګټورو پروګرامونو په طرحه کولو او پلی کولو سره د هیواد په کچه د بشری حقونو د ارزښتونو د عدالت غوښتنې په برخه کې په سترې چتر ټولنې بدله شوې ده. له نړیوالې ټولنې، د بشری حقونو فعالانو او د ښځو چارو له فعالانو سره د کارنده اړیکو لرل د دې ښکارندویی کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو دوه کلونو کې، په لاندو برخو کې فعالیت کړی دی: ۱ـ د بشری حقونو د ارزښتونو د مفاهیمو په اړه د ظرفیت پالنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د بشری حقونو د روزنیزو لاسوندونو په جوړولو او خپرولو سره، په هیواد کې د بشری حقونو د مفاهیمو د خپرولو په تر ټولو سترې سرچینې بدله شوې ده. دا لاسوندونه، مدنی ټولنو او دولتی ادارو ته د پروګرامونو د پلی کولو تګلاره او څرنګوالی روښانه کوی. د دغه لاسوند پر بنسټ، د روزونکو ډلې رامنځته کیږی او په کابل او نورو ولایتونو کې د شبکې د غړو ټولنو لپاره د روزونکو د روزلو زمینه رامنځته کیږی. موږ په تیرو دوه…

Continue Readingد افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی ریس لخوا، د شبکې عمومی غونډې ته د ( ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲) کلونو ریپوټ