د «شکیلا» او د نورو قربانیانو د قتلونو د تورنو کسانو د غیر قانونی محاکمې د بهیر په اړه د افغانستان د مدنی ټولنو مطبوعاتی وینا
د لوی او بښونکی خدای په نامه د «شکیلا» او د نورو قربانیانو د قتلونو د تورنو کسانو د غیر قانونی محاکمې د بهیر په اړه د افغانستان د مدنی ټولنو مطبوعاتی وینا د ۱۳۹۲ هجری – لمریز کال د وږی ۵ درنو وطنوالو او محترمو دولتی مسولینو! لکه څنګه چې پوهیږئ، د بشری حقونو وضعیت، د لږکیو حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او هغه تاوتیخوالی چې تل په هر ځای کې د هغوۍ په وړاندې ترسره کیږی له امله ېې د هرې ورځې په تیریدو وضعیت خرابیږی او د بشری حقونو او دموکراسۍ په برخه کې لاسته راوړنې لمنځه وړی. په دې ځای کې لیدل کیږی چې په تیرو دوه کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی ګراف په حیرانونکې توګه لوړ شوی او د جدی امنیتی ګواښونو له امله ېې ښځې د ترهګرۍ په وړاندې سپر په توګه کارولی دی. د بیلګې په توګه په تیرو دوه کلونو کې موږ د سیمه ایزو زورواکو لخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو په اړه د خپل سرو اقداماتو شاهد وو، چې له هغې ډلې دښځو سنګسار، په درو وهل، د غوږونو او پزې پریکول، جنسی تیری، قتلونه او نور داسې اقدامات ترسره شوی اشاره کولی شو. په خواشینۍ سره دا پیښې یا خو ورته پاملرنه نده شوې او یا هم د زورواکو لخوا د فشار په لاوړلو د تورن کس د محاکمې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی چې په پایله کې د تورن د برات اخیستو لامل ګرځی. په دې لړ کې کولی شو د محاکمو دوه موردونو ته اشاره وکړو یوه د «شکیلا» او بله د « سحرګل » محاکمه کیدو ته اشاره وکړو چې په دواړو قضیو کې تورن کسان د اسنادو شواهدو او قراینو په شتون سره سره د محکمې لخوا تبر ئه شول. د شکیلا په اړه، چې ۱۶…