اطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه
اطلاعاتو ته لاس رسی په هیوادکې په یو مهمې اړتیا بدل شوې. د اداری فساد پراخوالی، د ټاکنو پرمهال د وګړو غوښتنو ته بې پامی، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالی اطلااعاتو ته لاس رسی ته د سیدو په وړاندې ددغو ټکو ناوړه پایلې شمیرل کیږی. په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بشری حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولی، ددغو بحثونو په پایله کې د افغانستان مدنی ټولنه اوبشری حقونو شبکه دې ګډباور ته ورسیده ، چې اطلاعاتو د دلاس رسی موضوع د بشری حقونو د ارزښتونو دپلی کولو لاره اواره وی. اطلاعاتو ته د لاس رسی لپاره د تخصصی توګه بحث کولو په موخه، د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې د۲۰۰۹میلادی کال د مې په ۲۹ دمزارشریف په ښارکې تحلیلی سمپوزیم په لاره واچوه. دغه سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی کموالی لاملونه تر څیړنې لاندې ونیسی او دافغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې ته لا زیات وړاندیزونه وکړل. د مزارشریف تحلیلی سمپوزیم وموندله چې اطلاعاتو ته لاس رسی په دغه برخه کې قانون ته اړتیا لری. دغه سمپوزیم وړاندیز وکړ ترڅو په مزارشریف ښارکې د کارپوهو کسانو څخه یو ډله جوړه شی ترڅو دغه ډله اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون خامه جوړه کړی. ددغه سپوزیم لاسته لاوړنې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې په پروګرامونو کې شامل شوې. وروسته له هغه چې کاری ډله جوړه شوه، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا ددغه قانون لومړنۍ طرحې لپاره لومړنې مسوده طرحه کړه. د کاری ډلې غړی هریو ښاغلی سید محمد اسلامی د دینی چارو کارپوه، ښاغلی رحیم ابراهیمی ورځپاڼه لیکونکی، روڼ آنده او فعال کارکونکی ښاغلی تقی الله تقی او د حقوقی چارو کارپوه ښاغلی کاوه سحاب وتوانیدل د اووه میاشتو په موده کې د نه ستړی کیدونکو هڅو په پایله کې…