په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام مقدمه هیواد له اقتصادی، ټولنیز، فرهنګی او سیاسی نسبتاْ ستر بدلون څخه لس کلونه تیریږی. په دې لسو کلونو کې زموږ هیواد په بیلابیلو برخو کې د پراخو بدلونونو شاهد وو، چې د هغې ځینې موارد لیکو: د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د نوی نظام رامنځته کیدل، د افغانستان د اساسی قانون تصویب کیدل، د پارلمانی او ولسمشریزو دوه پړاونو ټاکنو ترسره کیدل، د مدنی ټولنو رامنځته کیدل، د خصوصی سکتور فعالیتونه، په ملی او نړیوالو پروګرامونو کې د ښځو ونډه اخیستل، د آزادو رسنیو د شمیر زیاتیدل، د بیان د آزادۍ تامین، د سیاسی ګوندونو رامنځته کیدل او انسجام او.... خو، دغو لسو کلونو یوشمیر ستونزې او ناخوالی هم له ځانه سره لرلې. د افغانستان د نوی نظام مخالفینو له پخوا زیات خپل ځانونه منسجم کړل او د نړیوال تروریزم په ملاتړ ېې خپل ورانکاری فعالیتونه پراخ کړل. د نظام د مخالفینو، وسله وال پوځ او په افغانستان د نړیوالو ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د افغانستان خلکو په زرګونو قربانۍ ورکړې. نړیوالو ځواکونو خپل په زرګونو سرتیری له لاسه ورکړل؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم په افغانستان کې ستونزې او جګړې روانې دی او هره ورځ له لس ګونو تنه هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوی. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ونډه د ارزښت وړ ده. په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون سره موږ د اقتصاد، ټولنیزو، فرهنګی او سیاسی برخو کې د پرمختګ شاهد یو، چې دا کار د ستایلو وړ دی. د هغو پروګرامونو له مخې چې د (ناټو) یا شمالی اتلانتیک تړون لخوا مطرح شوی دی، ۲۰۱۴ میلادی کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو نیټه اټکل شوی…

Continue Readingپه «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، د «مدرسې»، په نوم فلم چې د دهیواد دبریالی فلم جوړونکی، اسد سکندر له کارونو څخه دی له پرانیستنې او خپرولو مخنیوی وشو. دا فلم دافغانستان د هغو وګړو د ژوندانه د ستونزو ښودنه کوی چې په ګاونډی هیواد ایران کې ګډوال دی او اوسیږی. د «مدرسې»، په نوم فلم چې د افغانستان د ملی قوانینو له منل شویو معیارونو سره برابر جوړ شوی دی، په هیڅ ډول دملی او نړیوالو قواعدو او موازینو څخه سرغړونه نده، او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ژوندانه د وضعیت ښه والی په موخه طرحه شوی دی. دا فلم چې له هنری او ټولنیز نظره، د چارو مسولینو ته ستر پیغام لری، کولی شی په ټولنیزو او فرهنګی مسایلو کې کارنده ونډه ولری. د «مدرسې»، په نوم د فلم له خپریدو او پرانیستنۍ څخه مخنیوی، د « سیاسی او مدنی حقونو د نړیوال کنوانسیون »، پرخلاف کار دی او په ځانګړې توګه دا عمل د هغه کنوانسیون د شلمې او یو ویشتمې مادو سره په ټکر کې دی. اخوا د دې فلم له خپریدو څخه مخنیوی، « د عامه رسنیو له قانون »، او د اساسی قانون له ارزښتونو څخه، سرغړونه بلل کیږی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې په هیواد کې د بشری حقونو په برخه کې له دوه نوی فعالو غړوټولنو څخه جوړه شوې ده، له مس ئ ولو ادارو او مراجو څخه په ځانګړې توګه دهیواد، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړی ترڅو د دې فلم پرانیستنې لپاره لاره اواره کړی او د بیان او رسنیو آزادۍ په وړاندې له هر…

Continue Readingد «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه (د میرمن سیمین بارکزۍ د قضېې د اوارۍ په اړه دملګرو ملتونو سازمان له عالی کمیشنرۍ څخه غوښتنه) د سیمین بارکزۍ د اعتصاب په څوارلسمه ورځ، د پولیسو ځواکونو د۱۳۹۰ کال د تلې د ۲۲/۲۱ شپې چې د ۲۰۱۱ میلادی کال داکتوبر له ۱۳/۱۴ سره سمون لری د نوموړې د اوسیدو پرخیمې برید وکړ، او د بشری حقونو د ټولو موازینو پرخلاف ېې د سیمین بارکزۍ خیمه ویجاړه او هغه ېې روغتون ته ولیږدوله. همداراز په هماغه شپه د پولیسو ځواګونو د میرمن بارکزۍ د ملاتړو، کیږدۍ چې د خوړو د اعتصاب په حال کې وو، ویجاړې کړۍ او هغوۍ ېې له سیمې څخه ولیږدول. دا کار د دې لامل شو ترڅو، مدنی ټولنې، دبشری حقونو مدافعان او په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعان د حکومت لخوا د وګړو مدنی حقونو ته د احترام په برخه کې، بې باوره او مشوش شی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۱۳۹۰/۷/۱۹ ، چې د ۲۰۱۱/۱۰/۱۱ سره سمون لری یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د هغې په لړ کې د سیمین بارکزۍ له مدنی غوښتنو څخه ملاتړ شوې وو، او د افغانستان له دولته غوښتل شوی وو ترڅو د دې ستونزې د اوارۍ په برخه کې جدی اقدام وکړی. په هغه اعلامېې کې راغلی وو که د افغانستان دولت د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنو په اړه جدی اقدام ونکړی، نو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه به د نړیوالو بشری حقونو له میکانیسمونو، په ځانګړې توګه د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو له عالی کمیشنرۍ څخه وغواړی په دې اړه مداخله وکړی. د شپې لخوا د سیمین بارکزۍ پر کیږدۍ د پولیسو له لوری برید، د افغانستان د مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه اړویسته، ترڅو دملګرو ملتونو…

Continue Readingدمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

جګړه او سوله

لطیف بهاند د " انګارې " مجلې په دې ګڼه کې د هیواد له تکړه لیکوال او شاعر لطیف بهاند سره مرکه لرو. په لومړی سر کې غواړم د ښاغلی بهاند د زدکړو او فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم. لطیف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمریز کال کې د کابل په بریکوټ کې زېږېدلی دی. په ١٣۵١ لمریز کال کې د حبیبیې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کې یې په لوړو زده کړو پېل وکړ. زده کړو تر څنګ کې یې د راډیو د هنر او ادبیاتو په اداره کې هم کارکولو. په راډیو کې پر تمثیل برسېره په لسګونو داستانونه او کره کتنې ولیکلې. د ١٣۵۶ لمریز کال راهیسې یې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډیو ټلویزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد په توګه رسمی کارونه هم کړی دی. لطیف بهاند له هېواد نه بهر د هنری کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. او اوس د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د ریس په توګه کار کوی. د لطیف بهاند په لسګونو مقالې، کره کتنې او شعرونه له ١٣۵٢ لمریز کال راپه دېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوی. نوموړی په دې وروستیو کې د تولستوی لیف نیکولای ویچ یو د ( جګړې او سولې ) په نوم اثر پښتو ژبې ته وژباړه. اوس ستاسو پام را اړو له ښاغلی بهاند سره د مرکې متن ته. د تولستوی له دغه کتاب سره تاسو څه ډول آشنا شوۍ او د دغه اثر د ژباړې لامل څه وو او څه شی تاسو وهڅولۍ چې دا اثر وژباړئ؟ زه داسی تصور کوم چې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د " تولستوی لیف نیکولای ویچ " پیژندل ګلوی د په ۱۳۱۲ کال کی شوی چې…

Continue Readingجګړه او سوله

د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه نن، د سیمن بارکزۍ د خوړو له اعتصاب څخه لس ورځې تیریږی. خو د افغانستان دولت لخوا په دې اړه داسې لازم تصمیمونه چې وشی کولای د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنې پوره کړی، ندی عملی شوی. په دې موده کې د افغانستان مدنی ټولنو، خپلواکو شخصیتونو، روڼ آندو او د بشری حقونو مدافعانو له هغې خیمې څخه چې پکې میرمن بارکزۍ اعتصاب کړی دی لیدنه کړې ده، او له نوموړې څخه ېې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. میرمن بارکزۍ، له خپلو مدنی حقونو څخه په ګټې اخیستو، چې د افغانستان دولت، د بشری حقونو په تړاود ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې هغې ته ژمن دی، په داشان کړنې لاس پورې کړی دی. دغو غوښتنو ته د ژمنتیا نشتوالی، په افغانستان د وګړو بشری حقونو ته د دولتی ادارو لخوا بې پامی زیاته کړې ده او په افغانستان کې د بشری حقونو ارزښتونو ته یی زیان اړولی دی. د دولت دا ډول چلند، د دولت په وړاندې د وګړو اعتماد راکموی، په ټولنه کې د تاوتریخوالیولارې پراخوی او په نړیواله کچه د دولت اعتبار ته زیان رسوی. د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه چې له دوه نوی ملی مدنی ټولنو څخه جوړه شوی ده، د افغانستان له دولت څخه غواړی چې ژر تر ژره او بې له هرډول بیروکراسۍ، د هیواد، د دې وګړې د غوښتنو په اړه پریکړه وکړی او د نوموړې ژوند د مرګ له خطر څخه وژغوری. د افغانستان دمدنی ټولنې ادارې خبرداری ورکوی، که د افغانستان دولت، په دې اړه په جدی توګه په لازم اقدام لاس پورې نکړی، د افغانستان مدنی ټولنه به نړیوالو مدنی ټولنو او د بشری حقونو نړیوالې محکمې ته په…

Continue Readingد میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د نړیوالو بشری حقونو میکانیسمونو په اړه پسرلنی ښونځی

افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړی په توګه، د بشری حقونو په اړه ژمنې او مسولیتونه لری. د ملګرو ملتونو سازمان منشور، د دغه سازمان غړی دولتونه، د بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو له لارې د بشری حقونو د ارزښتونو عملی کولو ته رابولی. نړیوال حقونه او د دولتونو ترمنځ اړیکې د دغه ارزښت پر بنسټ پراختیا مومی. مدرن، دولتونه د بشری حقونو ارزښتونه په خپل کاری لومړی توبونو کې راولی او هغه د خپل بهرنی سیاست یوه برخه بولی. د افغانستان دولت د بشری حقونو له اووه نړیوالو کنوانسیونونو سره یوځای شوی دی. دا کنوانسیونونه عبارت دی : د مدنی او سیاسی حقونو نړیوال کنوانسیون، د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو نړیوال کنوانسیون، د ځورونې د منع نړیوال کنوانسیون، دښځو په وړاندې د تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون، د توکمیز تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون او له معلولانو او معیوبانو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون. د دغو کنوانسیونونو پر بنسټ د نړیوالو کنوانسیونونو د تطبیق کمیټې رامنځته شوی دی چې غړی هیوادونه په دې اړه منظم ریپوټ ورکولو ته را بولی. د افغانستان دولت په تیرو څلورو لسیزو کې، بیلابیل رژیمونه تجربه کړی دی. دغو رژیمونو له بشری حقونو د سیاسی ابزار په توګه ناوړه کار اخیستی او د نړیوالې ټولنې په وړاندې په روښانه توګه حساب ندی ورکړی. د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته، د افغانستان دولت ته د بشری حقونو په برخه کې د فعالیت ښه لاره اواره شوه. د افغانستان اساسی قانون، بشری حقونه د ملی ارزښتونو په توګه په رسمیت وپیژندل. دافغانستان په اساسی قانون کې، بشری حقونه او له هغې رامنځته شوی نړیوال کنوانسیونونه د دغه قانون په حقوقی سرچینې بدل شوی دی او د افغانستان دولت، د بشری حقونو د ریپوټ ورکولو اجرایی مکلفیت ترلاسه کړی دی. پر بشری حقونو څارنه، د بشری…

Continue Readingد نړیوالو بشری حقونو میکانیسمونو په اړه پسرلنی ښونځی

په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه  په کنړ ولایت کې د ناټو ځواکونو د بمباردمان په پایله کې د بې ګناه ملکی وګړو وژل کیدو په اړه د ۱۳۸۹ لمریز کال د کب دریمه- د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د فبرورۍ ۲۳ ننګرهار ـ افغانستان د روان کال پدی ورستیوورځوکی، زموږ د هیواد زوریدلی ولس یوځل بیا، د کنړاوننګرهارپه ولایتونو کې د لسګونو تنو بیګناه وګړو د وژل کیدو شاهد وو. ددې غمجنو پیښو ډیری قربانیان ماشومان او ښځې وې، چې له جګړې سره ېې هیڅ اړیکه نه درلوده. دا لومړی ځل ندی چې نړیوال ایتلافی ځواکونه اوددولت مخالفین، په داشان غیر انسانی کړنو لاس پورې کوی او په دې کار سره اسلامی، ملی او نړیوال قوانین تر پښولاندې کوی. دافغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو موسسې، د اعلامیو په خپرولو سره ددا شان کړنو پایلې په ځلونو غندلی او د افغانستان او د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د ښکیلو هیوادونو له دولتونو غوښتی، ترڅو ددغو جنایتونو عاملین د قانون منګلو ته وسپاری؛ خو په خواشینۍ سره چې دا شان کړنې اوس هم تکراریږی. په ختیځ زون کی د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه ، چې د هیواد په ختیځ زون کې د مدنی او بشری ټولنو د همغږۍ مسولیت په غاړه لری، ددې خونړۍ پیښې څرنګوالې له نیږدې څخه څارلی او سربیره پر دې چې دا کار په کلکه غندی د لاندو ټکو یادونه هم کوی: •  موږ په دې اړه خپله ژوره همدردی او خواشینی څرګندوو، او له الله تعالی (ج) څخه ددې پیښ و پات ی کسانو ته د جمیل صبر غوښته کوو؛ •  موږ د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې له ایتلافی ځواکونو او دولت څخه غواړو، ترڅو هر څومره…

Continue Readingپه ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه

راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

علم ګل سحر یو ملګری مې دی چې په ټولو سختیو کې په وطن کې پاتې شوی، هیڅ وخت یې دې ته زړه ښه نه کړ چې له وطنه ووځی او په یوه بهرنی ملک کې پاتې شی. زه یې له تیرو شلو پنځه ویشتو کلونو راهیسې پیژنم، ده په تیر وخت کې بهر ته دتللو ډیر امکانات لرل. که به چا ورته وویل چې ولې دنورو غوندې اروپا یا امریکا ته نه ځې، ده به ویل هیڅکله به له خپل خواږه وطنه ونه وځم. څو شپې دمخه مې ولید ښه مایوسه و، ویل یې په دې لټه کې یم چې ځینې اسناد چمتو کړم او خارج ته ځان وباسم. په حیرانی مې ترې علت وپوښت ومې ویل دمخه خو به تا نورو ته نصیحت کاوو چې پردی وطن ته ولاړ نه شی، اوس څه وشول چې پخپله دې دسفر موزې په پښو کړې دی. له اسویلی سره یې راته وویل: اوس مې بیخی امید شلیدلی دی، افغانستان دژوند کولو وړ نه دی. نه یې وینې چې جګړه بیرته د دیرش کاله دمخه بهانو له مخې پیل شوې، هیچیری دسر امن نشته اخیر موږ هم دژوند کولو حق لرو، تر څو به داسې په ویره کې ژوند کوو، سهار چې له کوره راوځم لومړی خو بیرته کورته د سلامت ستنیدو هیله نه لرم، بل مې اولادونو ته سودا وی خدای مه کړه یا به په چاودنه کې برابر شوی وی یا به سړی تښتونکو تښتولی وی. بس چې ماښام یې روغ او ژوندی ووینم شکر ادا کړم، تر څو به داسې نیم ژوانده یو، په دولت کې هم اداری فساد اوج ته رسیدلی دی، د هیواد د وضعیت دښه کیدو هیله ډیره لږه ده. دا ۳۴ کاله کیږی چې افغانان په بیلابیلو نومونو سره ښکیل دی. یو په ځان یو نوم کیږدو او بل بیا په مقابل کې…

Continue Readingراځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې په څلورم فیز کې د پوهاوی خپرونکو پروګرامونو پراختی

د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه عامه پوهاوی ، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې له مهمو کاری برخو څخه شمیرل کیږی. افغانستان داسې یو هیواد دی چې په تیرو دیرشو وروستیو کلونو کې د بشری حقونو د سرغړونکو له پراخې سرغړونې چې ټول افغانان ورسره لاس او ګریوان وو رنځیدلی دی. د دغو سرغړونو تر ټولو مهمې برخې د پخوانیو رژیمونو لخوا د بشری حقونو د ارزښتونو تر پښولاندې کول دی. په دغو تیرو دیرشو کلونو کې د سیاسی رژیمونو ترڅنګ، سیاسی ډلو او تنظیمونو د قدرت ترلاسه کولو په موخه سلاح راپورته کړه، او په پراخو جګړو او تاوتریخوالو ېې لاس پورې کړ. دا سیاسی – نظامی تاوتریخوالی په هیواد کې د بشری حقونو له ارزښتونو په پراخه کچه د سرغړونې لامل شول. د بشری حقونو نړیوالو ادارو د ریپوټونو پر بنسټ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په هغې کې په پراخه کچه بشری حقونه تر پښو لاندې شوی دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، دهغو څیړنو له مخې چې په تیرو اتو کلونو کې ترسره کړی دی، په افغانستان کې له بشری حقونو د سرغړونې اصلی لامل د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د عامه پوهاوی کموالی دی. د دغو سرغړونو مهمه برخه، د وګړو سیاسی او مدنی حقونو ته د رژیمونو بې پامی ده. زورول، فکری څارنه، د بیان پر آزادۍ محدودید لګول، د ټولنو او سیاسی ګوندونو د آزادیو نشتوالی، د ښځو له حقونو په پراخه کچه سرغړونه، جنسیتی تبعیض او د ماشومانو دحقونو ارزښتونو ته بې پامی، د دغو سرغړونو له اصلی بیلګو څخه شمیرل کیږی. همدازار د یادولو وړ ده چې په تیرو دیرشو کلونو کې د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو د تامین په برخه کې هم چندان کار ندی شوی. تر ټولو مهمه پوښتنه چې د…

Continue Readingد افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې په څلورم فیز کې د پوهاوی خپرونکو پروګرامونو پراختی

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام د ۱۳۸۹ کال د سلواغې۹ کابل ـ افغانستان په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په ۸ د کابل د وزیرمحمد اکبرخان په سیمه کې په رامنځته شوې پیښه کې، زموږ یوشمیر بیګناه هیوادوال شهیدان شول. په دې ډله کې دافغانستان د بشری حقونو په خپلواک کمیسیون کې محترمه ارزښتمنه همکاره میرمن حمیده برمکی، هم د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره په شهادت ورسیده، انالله و انا الیه راجعون . دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه دا وحشیانه عمل په کلکه غندی او هغه د ټولو انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې بولی. د اسلام مقدس دین، نړیوالو قوانینو، دملی قوانینو او انسانی ارزښتونو له مخې د بیګناه انسان وژنه یو نه بښونکی او د بشر ضد عمل بلل کیږی. داشان عملونه، د سولې پالنې لړۍ او د یوبل ځغملو احساس ته زیان سوی او د افغانستان د ټولنې په عمومی روانی حالت بده اغیزه کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه په داسې حال کې چې د دې غمجنې پیښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته تسلیت وایی، د بشری حقونو خپلواک کمیسیون همکارانو ته خپله ژوره همدردی څرګنده وی. د میرمن حمیدې برمکې ناڅاپی مړینه، دبشری حقونو کورنې،مدنی ټولنو او د بشری حقونو او ارزښتونو فعالانو ته ستره ضایعه شمیرل کیږی. سربیره پردې چې له الله تعالی (ج) څخه د دې پیښې شهیدانو لپاره د جنت غوښتنه او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوو، ددې غمجنې پیښې، د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه لرو. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه  

Continue Readingد افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام