د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند

د افغانستان دولت د ملګروملتونو سازمان د غړی په توګه، د دغې نړیوالې ټولنې د منشور، ارزښتونو ته ژمن هیواد دی او د بشری حقونو په اړه د ملګروملتونو سازمان میثاقونو سره یوځای شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو جوړښتونو د دغو ارزښتونو په اړه ریپوت ورکول له زیاتو ستونزو سره مخ وو. همداراز افغانستان یو داسې هیواد دی چې له بشری حقونو زیاتې سرغړونې په ځانګړې توکه په تیرو دیرشو کلونو کې شوی دی. د نړیوالو بشری حقونو د جوړښتونو او میکانیسمونو په اړه د لازمو معلوماتو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د بشری حقونو د سرغړونو قربانیان ونشی کولای خپل پیغامونه او ستونزې له افغانستانه بهر حقوقی مراجعو ته ورسوی او نړیوالو ادارو ته مراجعه وکړی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه باور لری چې د « د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو روزنیزه »، طرحه د نړیوالو بشری حقونو د کاری جوړښتونو د نظام د بڼو د پیژندو لاره اواروی. د دغه لاسوند د رامنځته کیدو لپاره د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسه، د خپلو غړو ټولنو مشرورتی غونډه جوړوی. په دې غونډه کې، د نړیوالو بشری حقونو رژیم د شاخصونو پیژندو په موخه، غړو ټولنو ته روزنیز پروګرام وړاندې کیږی. له هغه وروسته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د لاسوند د مسودې د جوړیدو پر څرنګوالی بحث کوی او هغه مهمې ښکارندې چې دا لاسوند پرې جوړ شی څرګندوی. په دې غونډه کې د لاسوند د مسودې د جوړیدو کاری ډله هم معرفی کیږی. کاری ډله د لاسوند لومړۍ مسوده، د بشری حقونو او مدنی ټولنې د موسسې له دارالانشا او د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت له متخصصینو سره په نیږدې همکارۍ کې جوړوی او هغه د شبکې له غړو ټولنو سره شریکوی. د افغانستان دمدنی ټولنې…

Continue Readingد بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند

د افغانستان په اړه د لیزبون د پریکړه لیک په تړاو، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان په اړه د لیزبون د پریکړه لیک په تړاو، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۸۹ کال /۰۹/۰۹، سمون لری د۲۰۱۰ کال /۳۰/۱۱ کابل ـ افغانستان د شمالی اتلانتیک تړون یا (ناټو مشرانو)، له ناټو سره د یوشمیر همکارو دولتونو او د نړیوالو ټولنو یوشمیر مشرانو او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ د جمعې په ورځ د لیزبون په غونډه کې ګډون وکړ، او د شنبې په ورځ چې د نوامبر ۲۰ نیټه وه د افغانستان پورې مربوطو موضوع ګانو په اړه ېې خبرې وکړې. د لیزبون په غونډه کې، د ناټو او افغانستان دولت ترمنځ یو پریکړه لیک لاسلیک شو، چې د هغې له مخې به د ۲۰۱۱ کال له پیله، بهرنیوځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیت سپارل پیل او تر ۲۰۱۴ میلادی کاله به د ټولو سیمو امنیتی مسولیت افغان ځواکونه په واک کې ولری. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له نظره، د لیزبون غونډه د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یو مهم ګام بللی کیږی. دې غونډې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالې ټولنې او امریکامتحده ایالاتونو د لیدلورو د بدلون پیغام له ځانه سره لاره. بې له شکه چې د افغانستان خلک او مدنی ټولنه غواړی، چې د افغانستان پوځی ځواک، باید دخپل هیواد دخپلواکې د دفاع توان ترلاسه کړی او دخپل هیواد ا وګړو د امنیت مسولیت په غاړه واخلی؛ خو په دې اړه هرډول پریکړه باید د کره او دقیقو محاسبو وروسته د عینی واقعیتونو له مخې وشی. افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیت د سپالو د لارو چارو د برابرولو په اړه په « پیړه » او « له روڼتیا پرته » اوهمداراز له جزیاتو خپریدو مخکې پریکړو دافغانستان دمدنی ټولنې…

Continue Readingد افغانستان په اړه د لیزبون د پریکړه لیک په تړاو، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو دریم پړاو د ۲۰۱۱ میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې پای ته ورسید او دا اداره د خپلو فعالیتونو څلورم پړاو ته ورسیده. له نن څخه اته کاله وړاندې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هغو افغانی مدنی ټولنو چې د بشری حقونو په برخه کې فعالیت د همغږۍ د مرکز په توګه تاسیس شوه. د طالبانو د رژیم له ماتې او له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ میلادی کاله پورې د بشری حقونو مدافعانو او فعالانو ترمنځ د کارنده بحثونو ترسره کیدو د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې د شبکې په نوم د ټولنې د رامنځته کیدو لاره اواره کړه. شبکې د ۲۰۰۴ میلادی کال په اګست میاشت کې د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت، په تخصصی همکارۍ خپل پروګرامونه پیل کړل. د دنمارک د بشری حقونو انستیتیوت، د بشری حقونو په برخه کې یو له تر ټولو مطرحو تخصصی ادارو څخه شمیرل کیږی، چې دې ادارې له شبکې سره د تشکیلاتو او جوړښتونو، ظرفیت روزنې، د بشری حقونو د ارزښتونو په پیاوړتیا، مدیریت او پلانونه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی. شبکې، د ۲۵ افغانی مدنی ټولنو په حضورکې، د خپلې ټولنې عمومی مجموعه د کابل په ښار کې ترسره کړه. په دوه لومړیو کلونو کې د شبکې ټول پروګرامونه، کابل ته ځانګړی شوی وو چې په دې موده کې، د مدنی او بشری ټولنو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته کړه. د شبکې لومړی ملاتړی د دنمارک شاهی دولت وو. په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د « تر ګواښ لاندې خلکو څخه د سویس ملاتړې موسسې » هم له شبکې سره خپلې همکارۍ پیل کړې. دې موسسې، د پروګرام جوړونې او روزنې په برخه کې له شبکې څخه ملاتړ کاوه. د دې ادارې په همکارۍ او دسویس دولت په ملاتړ،…

Continue Readingد شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

د عدالت او مصالحې په اړه د یو ورځینی کنفرانس پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د عدالت او مصالحې په اړه د یو ورځینی کنفرانس پیغام د ۱۳۸۹ د لړم ۱۹ سمون لری د ۲۰۱۰ د نوامبر۱۰ کابل ـ افغانستان په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او هم په دې وروستیو کلونو کې د وحشت او ناامنیو پراخیدو، موږ د سولې اړتیا او د هغې پر اهمیت پوه کړی یو. جګړه نه یوازې دا چې د ټولنې مادی شتمنی ویجاړوی، بلکې له ټول مخکې د انسان روان او ټولنیزې اړیکې او نظم له منځه وړی. اوسمهال کله چې له سولې خبرې کوو، له هغې مخکې باید د انسان د روان او ټولنیز نظم او اړیکو بیا رغونې ته پام وګړو؛ ځکه له دې ښکارندې پرته مادی بیا رغونه زیانمونکې او آن ویلې شوچې ناممکنه ده. د سولې کلمه د امنیت په لرلو سربیره د عدالت اصل هم له ځانه سره لری. له امنیت، سولې او عدالت څخه ګټه اخیستنه د انسان حق دی. چې یو له بل سره ارګانیکه اړیکه لری او په هیڅ ډول نه باید یو د بل قربانی شی. دادی اوس موږ په خپل هیواد کې د جګړې ، تاوتریخوالی او ناامنې سره مخ یو. څه ډول کولی شو دا ویجاړونکې جګړه په خپل هیواد کې پای ته ورسوه؟ موږ د مدنی ټولنو او بشری حقونو فعالین معتقد یو، چې د سولې طرح او د هغې کړندلارې هغه مهال کیدای شی بریالۍ وی، چې په هغې کې عدالت، انسانی کرامت او حقوق خوندی وی. موږ په هیڅ ډول له عدالت پرته امنیت د انسان د شان وړ نه ګڼو، او باور لرو چې د انسان دحقونو او آزادیو د نشتوالی په صورت کې امنیت هم نشی ټینګیدای. سوله یوه ملی لړۍ ده، چې دا لړۍ باید د خاصو سیاسی کړیو او کسانو د لیدلورو قربانی نشی. سوله هغه مهال کولی شی خپل…

Continue Readingد عدالت او مصالحې په اړه د یو ورځینی کنفرانس پیغام

اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لومړۍ کاری ډلې، چې په مزارشریف ښار کې اطلاعاتو ته د لاس رسی سمپوزیم په پایله کې رامنځته شوې وه، د خپلو پروګرامونو لړۍ بشپړ کړه او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده ېې د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې شبکې، دارالانشا ته وسپارله. اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون لومړۍ مصوده، چې د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده، په اړه ېې د کاری ډلې لخوا د مدنی ټولنې له استازو، روڼ آندو، اکاډمیکو شخصیتونو او په بلخ، هرات، بامیانو، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د دولتی ادارو له استازو سره بحث او خبرې شوی دی. د دغو، غونډو د ګډونوالو لیدلوری ېې راغونډ کړی، او د هغې مهم ټکی ېې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې راوستی دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په اوومه، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په اړه دوهم تحلیلی سمپوزیم جوړ کړ، چې په هغې کې د پارلمان څلورو تنو غړو، با ارزښته مقالې ولوستلې. په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون کاری ډلې، د پارلمان د غړو لیدلوری، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې ورزیات کړل. لکه څنګه چې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې د عامه اطلاعاتو د تامین مسولیت، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه دی، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له چارواکو سره په دې اړه غونډې جوړې کړې او هغوۍ ته ېې، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مبحث مطرح کړ، چې دا موضوع د هغوۍ د زیاتې لیوالتیا لامل شوه. ددغو کارنده خبرو او بحثونو په پایله کې د ۱۳۹۰ هجری لمریز، کال…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د ۲۰۱۱ میلادی کال د اکتوبر په شپاړسمه د آلمان دفدرالی جمهوریت ولسمشر، جلالتمآب کرستیان وولف، د افغانستان د مدنی ټولنې د چترو ټولنو له استازو او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې، سره په کابل کې د فدرالی آلمان د جمهوریت، د سفارت په مقر کې لیدنه وکړه. په دې غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان ځانګړی استازی میخاییل شتاینر، په کابل کې د آلمان دفدرالی جمهوریت سفیر، او په کابل کې د آلمان د سفارت سلاکار، ښاغلی شعیب اعظم هم حاضرو وو، د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې په استازی توب، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ریسه سیما ثمر، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی همغږی کونکې، محمد نعیم نظری، د افغان ښځو د شبکې ریسې، سمیرا حمیدی، د مدنی ټولنې دمجتمع ریس، عزیز رفیعی او د ANCB ، ټولنې ریس، سید رحیم ستار برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې استازو، دافغانستان د مدنی ټولنې د پرمختګونو او ستونزو، د مشروع او دیموکراتیک نظام په رامنځته کیدوکې دمدنی ټولنې د ونډې، د بشری حقونو دارزښتونو په ترویج او تعمیم کې د مدنی ټولنې اهمیت اوهمداراز په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت په اړه ښاغلی وولف او له هغه سره مل پلاوی ته ېې معلومات ورکړل. په دې کتنه کې د مدنی ټولنو استازو، له مدنی ټولنو او نورو دیموکراتیکو جوړښتونو څخه د آلمان دولت له ملاتړ او د بشری حقونو له ارزښتونو څخه د دې هیواد له ملاتړه ستاینه وکړه او د دغو ملاتړونو پر دوام ېې له ولسمشر کریستیان وولف، سره خبرې وکړې. په مقابل کې ، ښاغلی وولف، دافغانستان له خکو او مدنی ټولنې څخه د آلمان د دولت د ملاتړ اراده څرګنده کړه، او ژمنه ېې وکړه چې د…

Continue Readingدافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه کابل ـ افغانستان وږی ۱۳۸۹ د افغانستان وګړی د ولسی جرګې د رایو صندقونو په لور په ورتګ سره، یوځل بیا د یو تاریخی او ستر آزمایښت سره مخ دی. ټاکنې په هیواد کې د مردم سالارۍ یو له مهمو ښکارندو څخه شمیرل کیږی. پارلمانی ټاکنې په هر نظام کې د خلکو د ارادې ښکارندوی دی، چې د هغې نظام مشروعیت څرګندوی. نو اوسنۍ ټاکنې کولی شی د حاکم نظام په سیاسی، ټولنیز او فرهنګی ژوندانه کې کارنده رول ولوبوی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په داسې حال کې چې له پارلمانی ټاکنو ستاینه کوی، د هیواد له شریفو وګړو څخه غواړی ترڅو په خپل فعال سیاسی مشارکت، د دموکراسۍ په پلی کیدو او د نظام له مشروعیت سره یوځای شی او د پارلمان لپاره ترټولو غوره کسان وټاکی. د ټاکنو په ښه توګه ترسره کیدو او د دولتی او غیر دولتی ادارو او ټولنو ترمنځ د لا هغږۍ راپیدا کیدو په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه: - په افغانستان کې له ملی او نړیوالو امنیتی ځواکونو څخه، غواړی ترڅو د ټاکنو د امنیت په ساتلو کې، له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړی او د هیواد د وګړو امنیت چې د نظام په مشروعیت کې ونډه اخلی، ټینګ کړی. - په هیواد کې له ټولو مدنی ټولنو څخه په احترامانه توګه غوښتنه کوو ترڅو د ټاکنو په ورځ په فعال ګډون سره، په دې تاریخی ورځ کې خلکو سره مرسته وکړی او د ټاکنو د پوهاوی او اهمیت په اړه هغوې سره همکاری وکړی. - په هیواد کې له ټولو ښکیلو خواو څخه په احترامانه توګه غواړی، ترڅو په دې تاریخی ورځ کې، له هرډول شخړې څخه چې…

Continue Readingد ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې د هغې د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې د هغې د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام اطلاعاتو ته لاس رس ی په اوسنیو شرایطو کې د ټولنې ترټولو مهمه اړتیا بلل کیږی. اطلاعاتو ته لاس رسی په ټولنه کې دبشری حقونو او دموکراسۍ د پلی کیدو زمینه برابره وی. اطلاعاتو ته لاس رسی، د قانون د حاکمیت او د ښې حکومدارۍ په برخه کې مناسبه مرسته کوی. د بیلابیلالو هیوادونو تجربو ښولې، چې اطلاعاتو ته لاس رسی، د اداری فساد د فعالیتونه راکوی او د اداری فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې خلک سره یولاس کوی.همداراز اطلاعاتو ته لاس رسی د هیواد وګړی د ټولنیزو ارزښتونو پلی کولو ته رابولی. او همداراز اطلاعاتو ته لاس رسی، دولت اړباسی چې د زیرمو، او د یو نظام بشری شرچینو په اړه خپلو وګړو ته معلومات ورکړی. د بیان د آزادې او اطلاعاتو ته لاس رسی په ټولنه کې له اطلاعاتو پرته ترسره کیدای نشی، له همدې امله ده چې د بیان او اطلاعاتو ته د لاس رسی آزادی د دوه مهمو اړتیاو په توګه د ملی او نړیوالو قانونینو له هغې ډلې څخه د افغانستان په اساسی قانون کې هم مطرح شوی دی. هغه تحلیلونه چې نن په دې سمپوزیم کې وړاندې شول، د افغانستان په ټولنه کې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی د اړینو او ګټورو میکانیسمونو د جوړو ښکارنوی دی. او هغه مقالې چې په دې سمپوزیم کې د ولسی جرګې د محترمو غړو له خوا ولوستل شوې، دا روښانه کوی چې د هیواد یوشمیر قانون جوړونکی، له مدنی ټولنې سره په همغږۍ کې، دبشری حقونو د فرهنګ په عامولو کې مرسته کوی. ددې سمپوزیم ګډونوالو دهیواد د ملی شورا له غړو سره په بحثونو کې…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې د هغې د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام

اطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې دهغې ونډې ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه اطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې دهغې ونډې  ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته،  دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام درنو حاضرینو! میرمنو او ښاغلو! د روانې پیړۍ له دوهمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د « د مطبوعاتو خپلواک ریاست » په نوم یو دولتی ارګان رامنځته شو چې ددې ادارې په چوکاټ کې د راډیو اداره، تیاتر او څو دولتی ورځپانې او یوشمیر فرهنګی ادارو فعالیت درلود. د څلویښتمې لسیزې په لومړیو کې دا ریاست په وزارت بدل شو. د هیواد ډیرې پوهان په دې باور وو چې ددغه وزارت په نوم کې یو ډیر مهم او اړین عنصر نه لیدل کیږی چې هغه مهم عنصر «اطلاعات» او اطلاع رسونه وه. له همدې امله وروسته له هغې چې دا ریاست وزارت ته ارتقاع وکړه، هغه اساسی کمښت چې لیدل کیده جبران شو او نوی جوړ شوی وزارت ېې « د اطلاعاتو او کلتور وزارت » په نوم یاد کړ. د څو لسیزو په موده کې، او همدا اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو ترټولو مهم ریاست د باختر آژانس عمومی ریاست دی. په هیواد کې د راډیو او ټلویزیون په راتلوسره تکړه ژورنالیستان وپوهیدل چې د اطلاعا رسونې مهمې دندې ترسره کول او دعلمی ، ادبی ، دیالوګونو، مستندو فلمونو او د مصاحبو ترسره کول او دیته ورته په سلوګونو نور کارونه کولی شی د اطلاع رسونې توکو په توګه په کار وګمارل شی. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددې په منلو سره چې په ا وسنیو شرایطو کې د دموکراسۍ پراختیا او بشری حقونو پلی کول د ټولنې اړتیا ده، باید د دولت له انحصار وتلی خبرونو خپرولو ته هم مجال ورکړل شی. موږ په تیرو څو میاشتو…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې دهغې ونډې ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام

د عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس

د ۱۳۸۹ کال د لړم په ۹، چې د ۲۰۱۰ کال د نوامبر له ۱۰ سره سمون خوری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د افغانستان د پرانیستې ټولنې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او د انتقالی عدالت نړیوال مرکز له لوری، د کابل په ښار کې د مصالحې او عدالت په نوم ، یو ورځینی کنفرانس جوړ شو. په دې پروګرام کې د مدنی اونړیوالو ټولنو، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ولایتی شورا کابو اویا تنو استازو برخه اخسیتې وه. پروګرام د قرانکریم د ځو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری حاضرینوته د ښه راغلاست ویلو سربیره میلمنو ته، د دې پروګرام د جوړولو د اړتیا او کړندلارې په اړه معلومات ورکړل. له هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی استازی استیفن دمستورا، د سولې د عالی شورا د دارالانشا ریس محمد معصوم ستانکزی، په افغانستان کې د اروپایی اتحادېې مخکینی استازی فرانسس ویندرل، د سیمې د مسایلو څیړونکی او پاکستانی ورځپانه لیکونکی احمدرشید او د ماشام په خیر افغانستان راډیو ریس او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د پیغامونو د کمیټې غړی د پروګرام د لومړی برخې ویناوالو په توګه په افغانستان کې د سولې پالنې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ېې مفصل ځوابونه ووایل. د ویناو په دوهمه برخه کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ښاغلی نادر نادری، د سولې د عالی شورا غړی غړی محمد اسماعیل قاسمیار او د افغانستان د ښځو شبکې ریسې سمیرا حمیدی، په خپلو خبرو کې د سولې او عدالت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، او د خبرو په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د کنفرانس بله برخه، څلور ډله ایزو کارونو ته ځانګړی…

Continue Readingد عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس