جغرافیايي سرحدونه او بې پولې شایعات؛ هغه عوامل چې د کرونا د لاخپریدو د اندیښنو لامل شوي دي
په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له پیله د نورو هیوادونو په شان د کرونا ویروس د خپریدو او د مثبتو پیښو ډیریدو په اړه اندیښنې موجودې وې. یو عامل چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د اندیښنه ډیره کړې د ایران په څیر هیوادونو سره د ګډې پولې لرل دي چې پکې د کرونا ویروس مثبتې پیښې او له دې امله تلفات په لوړه کچه کې دي. بله موضوع د کرونا واکسین د جانبي عوارضو په اړه د شایعاتو خپریدل دي چې په ډیرو ولایتونو کې خلکو د کرونا واکسین د اخیستو څخه ډډه کړې ده.دا اندیښنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي د راپور په بنسټ چې د هرات ولایت د عامې روغتیا د سرویلانس د برخې مسوول ډاکټر احمد امیرنژاد له قوله ویلي چې هره ورځ له دوه تر درې زرو افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنیږي.څرنګه چې په پیل کې هم ورته اشاره وشوه چې بله موضوع چې په هیواد کې د کرونا ویروس د پیښو د ډیریدو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي د کرونا واکسین په اړه ناوړه شایعات دي چې د هغې ترڅنګ د واکسین په اړه د خکو کم معلومات د دې لامل کیږي چې ډیر شمیر کسان د واکسین له اخیستو ډډه وکړي. په یوشمیر ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږو کونکو راپورونه د کرونا واکسین د عملي کیدو د څرنګوالي ښودنه کوي.بامیاند دې ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې یوشمیر کسان د واکسین ترلاسه کولو ته ندي حاضر شوي او د هغې لامل ېې روژه لرل بللې دي. په یوشمیر مواردو کې ځینو شوراګانو له هغې ډلې د سوماره پراختیايي شورا واکسیناتورانو ته د واکسین د تطبیق اجازه نده ورکړې او ادعا ېې…