دبهسود او دایمرداد ولسوالیو د پیښو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دبهسود او دایمرداد ولسوالیو د پیښو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۸۹ کال، غویی ۳۰ – ۲۰۱۰ کال، مې ۲۰ په زیاتې خواشینۍ سره چې د میدان – وردکو ولایت د بهسود او دایمرداد په ولسوالیو کې یوځل بیا د کوچیانو او سیمې اوسیدونکو ترمنځ وسله والې نښتې او تاوتریخوالی رامنځته شوی. د راپوټونو له مخې په دغو نښتوکې څو تنه وژل شوی او یو شمیر کورونو ته اوور ورته شوی او د سیمې په زرګونو اوسیدونکی د خپلو کورونو پریښودو ته اړشوی دی. دا نوې پیښه نده بلکې په تیرو کلونو کې هم د هوا په ګرمیدو سره، کوچیان سیمې ته راتلل او د سیمې ځایی خلکو سره ېې جګړه پیلیده. دوه کاله وړاندې، د کوچیانو او سیمې اوسیدونکو ترمنځ دوه میاشتې نښته روانه وه چې د هغې په لړکې د دواړو خواو په لس ګونو تنه ووژل شول او په زرګونو نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. دا په داسې حال کې ده چې دولت په لنډ مهال پروګرامونو سره ندې توانیدلې دغو تاوتریخوالیو لپاره ګټوره تګلاره جوړه کړی دا ددې لامل شوې چې د افغانستان وګړی ددغې ستونز په اوارۍ کې دافغانستان په سیاسی ارادۍ شک وکړی. پرد ولت د خلکو اعتماد کمیدل دنورو ټولنیزو ستونزو لامل کیږی او ددغه کړکیچ پراختیا لامل کیږی. اخوا د افغانستان وګړو ترمنځ ددغو ستونزو راپیداکیدل کیدای شی د ملی منازعاتو دله منځه وړلو سمو پروګرامونو نشتوالی له امله وی؛ خو کله چې له وسلو څخه کار اخیستل کیږی، دا قضیه نور اړخونه ځانته نیسی او ستونزمنه کیږی. په داسې حال کې چې د ډایاک پروګرام د افغانستان په ټولو برخو کې پلی شوی او دخلکو وسلې راټولې شوی، وسله وال بریدونه او نښتې، د دولت او قانون په وړاندې تمرد او…

Continue Readingدبهسود او دایمرداد ولسوالیو د پیښو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل

د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ۷- د ۲۰۱۰ کال د جون۲۸ کابل ـ افغانستان دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د جوړیدو له نیټې څخه، د روزنې، پوهاوی اوهمغږۍ په برخه کې یو زیات شمیر پروګرامونه په افغانستان کې جوړ کړی، دا ځل اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم له جوړیدو وروسته چې د ۲۰۰۹ کال د می ۲۹ د مزارشریف په ښار کې جوړ شو، دوهم څیړنیز سمپوزیم ، اطلاعاتو ته د لاس رسی، دبشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کولو کې اطلاعاتو ته د لاس رسی د ونډې ترنامه لاندې په کابل ښار کې جوړ شو. په دې سمپوزیم کې د مدنی ټولنو استازو، دملی شورا غړو، دحکومت استازو، او د افغانستان د رسنیو استازو ، اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه ارزښتناکه مقالې، څیړنې، بحثونه او نظرونه وړاندې کړل. دا سمپوزیم چې د قرآن مجید په تلاوت سره پیل شو، دوه برخې لرلې: لومړۍ برخه دپیغامونو برخه او بله د ویناوالو خبرو ته ځانګړې شوې وه. دابرخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی معینیت سرپرست ښاغلی جلال نورانی له خوا پیل شوه. ښاغلی نورانی د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر جلالتماب ډاکټر سید مخدوم رهین پیغام چې د غه سمپوزیم ته ېې راستولې وو ولوسته. په پیغام کې راغلی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوی ترڅو خلکو ته د بیان د آزادې زمینه او اطلاعاتو ته د لاس رسی لاره تر پخوا هم ښه اواره کړی. او په ځانګړې توګه ېې د اطلاعاتو ته د لاس رسی له مسودې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دا ګام ېې د ټولنې د قانونمند کیدو په لور یو ستر ګام وباله. ددغه څیړنیز سمپوزیم دوهم وینا وال د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل

د کابل کنفرانس په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د کابل کنفرانس په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام د۱۳۸۹، وری- د۲۰۱۰میلادی مارچ دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له خپلو غړو ټولنو سره په همغږۍ کې چې د دموکراسۍ پر بنسټ د مدنی ټولنې په عامولو او بشری حقونو فرهنګ په رواجولو په برخه کې کارکوی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو ټولنو لیدلوری او هیلی جمعبندی کړی. دغه پیغام د مدنی ټولنو له غړو سره د بحثونو، خبرو اترو او په کابل او و لایتونو کې د څیړنیزو پروګرامونو جوړولو په پایله کې لاسته راغلی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د بشری حقونو ټولنو لپاره د چتر ټولنې په توګه، خپله دنده بولی ترڅو دغه لیدلوری ملی ا و نړیوالو سیاست پلی کونکو ادارو ته د سولې او امنیت راتګ په اړه وړ ا ندې کړی. پرهغو ټکو چې دافغانستان مدنی ټولنه پرهغې ټینګار کوی په لاندې ډول جمعبندی شوی: •  دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان او سیمه ایزو او نړیوالو سوله پالو ستراتیژیو ترمنځ د کارنده خبرو اترو پیاوړی کول؛ •  د دولت او مدنی ټولنې په ځانګړې توګه د ملی امنیت شورا، چې د امنیت پالنې او د جګړودمخنیوی په برخه کې دافغانستان د ملی امنیت بهرنی او کورنی سیاست تدوینونکې ده ترمنځ د لازیاتې او دوامدارې همغږۍ ټینګیدو په موخه دکارنده ډیالوګ جوړول، •  عدالت د سولې پالنې ښه لاره ده ، او انتقالی عدالت باید د سیاسی معاملاتو قربانی نشی؛ •  د سولې پالنې په میکانیسم کې د روڼتیا رامنځته کول؛ •  دمنارعې د زیان پیژندنې په اړه د تخصصی څیړنو ترسره کول او په افغانستان کې د سولې پالنې د لارو پیدا کول؛ •  په افغانستان کې د ملی اجماع او د سولې پالنې پروګرام مشروعیت پربنسټ، د سولې پالنې په برخه کې…

Continue Readingد کابل کنفرانس په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

معلوماتو ته د لاس رسی د قانون د مسودې په اړه د خبرواترو د پروګرام راپور

دا چه د افغانستان په اساسی قانون کښې راغلی دی چه د افغانستان وګړی حق لری چه د قانون د حکمونو په حدودو کې له دولتی ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړی په هغه صورت کې چه د نورو حقونو او عامه امنیت ته په کې زیان ونه رسیږی، ددې مطلب د روښانه کولو په خاطر د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې(معلوماتو ته د لاس رسۍ قانون) تر سرلیک لاندې د قانون یوه مسوده په ۹ فصلونو او ۵۲ مادو کې ولیکله، د قانون دغه مسوده ئی د نورو زونونو په شمول ختیځ زون ته هم راواستوله چه د دی مسودې په هکله د خلکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړو. په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دفتر د دغه قانون د مسودی یوه یوه کاپی ځینو دولتی او غیر دولتی ادارو مدنی ټولنو ته ولیږله او دوی ته ئی بلنه ورکړه چه په اړونده مسودی باندی د خبرواترو په پروګرام کې برخه واخلې او د دې قانون په هکله خپل رغنده نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړی. د خبرواتروپه دغه غونده کې چه د روان کال د غوئی د میاشتی په ۲۹مه نیټه په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو چارو رئیسانونو، د خبریالانو او ژورنالستانو د اتحادیی رئیس، د ولایتی شورا، د محکمې رییس، د ملی امنیت، د یوناما، او د شبکې د غړیو ټولنو استازو په کې برخه اخیستې وه. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چه بیا په ختیځ زون کې د شبکې همغږی کوونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شبکی په موخو او کړنو رڼا واچوله او ګډون کوونکو ته ئی د…

Continue Readingمعلوماتو ته د لاس رسی د قانون د مسودې په اړه د خبرواترو د پروګرام راپور

دمارچ اتمې د ښځو د یوالی نړیوالې ورځې په مناسب دافغان ښځو شبکې او دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ګډه اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمارچ اتمې د ښځو د یوالی نړیوالې ورځې په مناسب دافغان ښځو شبکې او دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ګډه اعلامیه کابل، ۱۳۸۸کال، کب- د ۲۰۱۰ کال، مارچ ------------------------------------------------------------------ دافغانستان دمدنی ټولنې د مارچ په اتمه چې د ښځو د یوالی نړیواله ورځ ده، دافغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې څخه غواړی تر څو د سولې راتک او امنیت ټینګولو ته دې جدی پاملرنه وکړی او له اوسنیو منازعاتو څخه دې د وتو لاره پیدا کړی. ------------------------------------------------------------------ د مارچ اتمه چې د نړۍ د ښځو د یوالی نړیواله ورځ ده، په نړۍ کې ټولو ښځو لپاره ترټولو با ارزښته ورځ ده. دغه ورځ په ټولنه کې د هغوۍ ونډې او په ټولنیز، سیاسی،اقتصادی او فرهنګی ژوند کې دهغوۍ مشارکتی یوالی ښکارندوی بلل کیږی. د افغانستان میرمنې د افغانی او نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه دغه با ارزښته ورځ لمانځی او ددغې ورځې په مناسبت خپل لیدلوری د مدنی ټولنو او رسنیو له لارې دولت او نړیوالې ټولنې ته رسولی. روان کال د افغانستان ښځو لپاره ستونزمن کال وو. په دغه کال کې د هیواد ښځې د ټولنیز، اقتصادی،فرهنګی او سیاسی امنیت څخه ډیرې زوریدلی. دښځو انسانی کرامت ته اهانت،تحقیر، پر افغان ښځو جنسی تیری، د ښځو سیاسی ونډې ته کم ارزښت ورکول، په فرهنګی- اقتصادی برخو کې د جنسیتی انډول نشتوالی او له مقدسو ارزښتونو څخه د ښځو په اړه ناوړه تعبیر، په هیواد کې د ښخو له مهمو ټولنیزو ستونزو څخه شمیرل کیږی. په دې وروستیو کې د ملی او نړیوالو ځواکونو له خوا مهم پوځی پروګرامونه پیل شوی چې دغه پوځی فعالیتونه د افغان بیګنا وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی. طالبانو او نورو طرهګرو ډلو هم له بیګناه افغان وګړو او د هغوې د اوسیدو له ځایونو څخه دملی او نړیوالو ځواکونو په…

Continue Readingدمارچ اتمې د ښځو د یوالی نړیوالې ورځې په مناسب دافغان ښځو شبکې او دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ګډه اعلامیه

دنوې کابینې په اړه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د لیدلوری کنفرانس لنډ راپور

خبریاله: ګل بشره احمدزۍ د هیواد د نوې کابینې د کاندیدانو د پیژندنې په تړاو، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۲۰۰۹ میلادی کال د دسامبر په اته ویشتمه چې د ۱۳۸۸ کال د مرغومی اوومې سره سمون لری، دولت ته د مدنی ټولنو غوښتنو او وړاندیزونو وړاندې کولو په موخه مطبوعاتی کنفرانس جوړ کړې وو. په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې د یوشمیر زیاتو ملی او نړیوالو رسنیو اود شبکې غړو ټولنو استازو ګډون کړی وه. د کنفرانس په پیل کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکې ښاغلی محمد نعیم نظری د رسنیو د شبکې غړو ټولنو په زیاتې کچې ګډون څخه مننه وکړه. او ددغه کنفرانس دجوړیدو موخه یې د مدنی ټولنې ټولنې وړاندیزونو او غوښتنو ته د دولت او ولسی جرګې د بیا پام را اړول دکارنده اود جنسی انډول لرونکې او له بشری حقونو څخه د غړونکو څیرو له شتونه د پاکې کابینې رامنځته کیدل وباله، له بلخوا ددغه کنفرانس د جوړیدو بله موخه د مدنی تولنو له خوا د وړاندیزشویو ټکو په پام کې نه نیول بلل شوی. له هغه وروسته یاده اعلامیه، د سولې ټولنیز او فرهنګی بنسټ مسول او د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعلامیو غړی ښاغلی خانعلی رادمند له خوا ولوستل شوه. د کنفرانس په پای کې، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د علامیو د کمیټی غړو، هریو، د سولې او عدالت ټولنې رییس ښاغلی جاوید شکیب، د ماښام پخیر افغانستان د راډیو ریس ښاغلی باری سلام او د اړیکو د موسسی ریس، انجینیر یونس اختر د خبریالانو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل. په لاندې ځای کې د اعلامیې پوره متن ولولئ: ----------------------------------------- د نوې کابینې د جوړیدو په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه د۱۳۸۸ د مرغومی ۷ - د ۲۰۰۹ کال د دسامبر۲۸ کابل…

Continue Readingدنوې کابینې په اړه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د لیدلوری کنفرانس لنډ راپور

دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام د ۱۳۸۸ کال سلواغه - د ۲۰۱۰ کال جنوری  کابل، افغانستان په ډیرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې ښاغلی ریمی بوره ګار، دبشری حقونو یو پیژندل شوی مدافع او دافغانستان خلکو یو ترټولو ښه ملګری، د زړه د حملی له کبله، د کاناډا په تورنتو ښارکې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ښاغلی بوره ګار، د دموکراسۍ او حقونو موسسې ریس وو، چې زیات کلونه ېې د بشری حقونو مدافع په توګه په کاناډا او د نړۍ په نورو سیمو کې ارزښتمن فعالیتونه لرل. له دې امله هغه د یو متعهد انسان په توګه یادوو چې له ویاړنو ډک ژوند ېې ترشا پریښی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د مدنی ټولنو او بشری حقونو بنسټونو په استازی توب چې په افغانستان کې دبشری حقونو د پلې کولو په برخه کې فعالیت لری، ددغه د قدروړ شخصیت غمجنه مړینه د هغه کورنۍ، همکارانو او مینوالو ته په مانتریال، کابل او د نړۍ په نورو سیمو کې تسلیت وایو. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ښاغلی بوره ګار یادونو ته درناوی کوی او هیله کوی، چې ددغو دوه ټولنو ترمنځ همکاری دوامداره او تلپاتې وی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

Continue Readingدمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۸۸ د سلواغې ۲۷- د۲۰۱۰ کال د فبروری۱۶ د سلواغې له ۲۴ څخه راپه دیخوا، د ملی اونړیوالو پوځونو له خوا د هلمند ولایت په مارجې ولسوالیۍ کې د «دګډوعملیاتو» په نوم یولړ پوځی عملیات پیل شوی. دغه عملیات دملی او نړیوالو ځواکونو په همغږۍ کې ترسره کیږی. دغه پراخ عملیات هغه مهال پیل شول، چې د امریکا متحده ایالاتو خپله نوې ستراتیژی په سیمه کې تر آزموینې لاندې نیولی. په دغوعملیاتو کې د شاملو ملی او نړیوالو چارواکو په وینا، ددغو پراخو عملیاتو موخه د هیواد په سهیلی سیمو څخه دافغانستان د دولت د مخالفینو پاکول دی، ددغو عملیاتوله پیل څخه مخکې ملی او نړیوالو پوځونو د سیمې له خلکو څخه وغوښتل، ترڅو د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی څخه د مخنیوی په موخه ځایی وګړی دې سیمه پریږی او کډه دې شی؛ خو دغې پوښتنې ته چې چیرته ولاړ شی ترڅو یو مسوؤن ځای وی ځواب ندې ورکړل شوی. د سلواغې په ۲۵ ویشتمه، ددغې شومې تیروتنې لومړی اغیزه رابرسیره شوه او زموږ دولس تنه بیګناه وطنوال په شهادت ورسیدل. دغه خبر دمدنی ټولنې بنسټونه په شدیده توګه ولړزول. دافغانستان مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه ددغې پیښې قربانیانو روح ته دعا کوی او پاتو کسانو ته ېې د تسلیت غوښتنه کوی، د هغوۍ په درد او رنځ کې خپل ځان شریک بولی. دمدنی ټولنو په باور، داشان ډیر لګښت لرونکی پروګرام ، باید د ملکی وګړو د ژغورنې په موخه دمناسبو او له پخوا تنظیم شویو پروګرامونو په توګه همغږی شوی وای. دملکی او بیګناه وګړو وژل، دبشر غوښتونکو حقونو په اړه دژینوا…

Continue Readingد هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ټولنه «نی»، د منتن جایزې ګټونکې اعلان شوه

د «نی»، یا دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې موسسه ، چې د دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړې ټولنه ده ، د منتن ( Manthan ) د جایزې ګټونکې وپیژندل شوه. د آسیا د لویدیځو اتوهیوادونو دڅلور سوه آزادو رسنیزو او معلوماتی موسسو ترمنځ په سیالۍ کې، دافغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې ټولنې یا نې جایزه تر لاسه کړه. دغه جایزه په دیارلس برخو کې هغو موسسو ته چې د ځایی رسنیو د روزنې او پالنې ، چاپیریال ساتنې، مبایل، معلوماتی ټکنالوژۍ په څآنکو او نورو ورته برخو کې ګټور کارونه ترسره کړی وی، ورکول کیږی. په هغه محفل کې چې ګټونکو موسسو او رسنیو ته د ورکړې په موخه د ۲۰۰۹ کال د دسامبر میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نیټه د هندوستان د نوی ډهلی په ښار کې، جوړ شوی وه، په دغه سیالۍ کې له ټولو ګډونوالو له ډلې څخه ۴۵ ټولنې وتوانیدې چې د منتن جایزې په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړی. د یادولو وړده چې د ځایی رسنیو په برخه کې ۶۵ رسنې او رسنیزې ټولنې کاندیدې وی، چې له هغې ډلې څخه افغانستان، نیپال اوهندوستان دجایزې په ګټلو بریالی شول. د «نی»، موسسه له څلورو کلونو راپه دیخوا، دافغانستان له رسنیو سره ملتیا لری او په ځانګړې توګه د ځایی راډیوګانو د ظرفیت روزنې او پالنې په برخه کې، د پام وړ فعالیتونو ترسره کړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، ددغې با ارزښته جایزې ترلاسه کول د «نی» موسسې ریس ښاغلی میرعبدالواحد هاشمی، دهغې موسسې کارکونکو، او دافغانستان د رسنیو په برخه کې ټولو فعالینو ته مبارکی وایی او په دغه برخه کې ورته د لازیاتو بریاو هیله کوی. د « منتن » جایزې په اړه د لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه ویب سایټ ته مراجعه وکړئ: www.manthanaward.org همداراز د زیاتو معلوماتو په موخه دغې…

Continue Readingدافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ټولنه «نی»، د منتن جایزې ګټونکې اعلان شوه

د نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه د۱۳۸۸ د مرغومی ۷ - د ۲۰۰۹ کال د دسامبر۲۸ کابل - افغانستان د روان کال دلیندۍ په ۲۸ ، دافغانستان د اسلامی جمهوریت ویاند، په مطبوعاتې کنفرانس کې اعلان وکړ، چې ولسمشر کرزی د کابینې دغړو نوم لړ دافغانستان له مدنی ټولنې سره په همغږۍ او مشوره کې جوړکړی او هغه ېې د هیواد ولسی جرګې ته وړاندې کړ. دغو څرګندونو دافغانستان مدنی تولنه حیرانه کړې. د کابینې له اعلانه مخکې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې په یوتحلیلی پرانیستی لیک کې له ولسمشر څخه غوښتی وو ترڅو دنوې کابینې په جوړولو کې د افغانستان دمدنی ټولنو اوبشری حقونو ټولنو نظرونه په پام کې ونیسی؛ خو د خواشینۍ په څرکندولو سره باید ووایو چې له ډیرو هڅو سره سره ولسمشر دمدنی ټولنو استازو سره د ګډې غونډې جوړیدو ته چمتو نشو او هغه هر اړخیره څیړنه چې دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ولسمشر دفتر ته استولې وه دولسمشر د دفتر له لوری په پام کې ونه نیوله شوه. یادشوی څیړنیز لیک وروسته له هغه چې د ولسمشر دفتر ته واستول شو، د یومطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې ملی او نړیوالو رسنیو ته وړاندې شو او پراخ غبږون ېې له ځانه سره لاره. دافغانستان دمدنی او بشری حقونو ټولنو، د کابینې دجوړیدو او وړاندې کولو لړۍ په دقت سره څارلې او په خواشینۍ سره باید ووایو چې د نوې کابینې په جوړښت کې دافغانستان دمدنی ټولنو لیدلوری د ولسمشر د ادارۍ له پامه لیرې پاتې دی او آن دکارنده خبرو اترو کولو په موخه په ځلونو د مدنی ټولنۍ وړاندیزونه له پامه غورځول شوی. زموږ ددغې ادعا بیلګه، په نوې کابینه کې دښځو دبارزښته ونډې لږوالی په ښه توګه ترسترګو کیږی. دشبکې په څیړنیز لیک…

Continue Readingد نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه