د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه
د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه آزادی، دالله تعالی ( ج ) له لوری یو لوی نعمت او د بشری حقونو یو اړین ارزښت دی. دموکراسی،د آزادۍ کارول او ټاکلو په معنا ده. د انتخاب آزادی د بشری حقونو یوله ترټولو مهومو عنصرونو څخه دی. په دی ورځو کې زموږ په ګران هیواد کې د آزادۍ او دموکراسۍ مستحق وکړی دخپلې یو سترې هیلې یعنې د ولسمشر دټاکلو ، دترسره کیدو شاهد دی.دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ډیرې خوښۍ سره په هیواد کې ددې تاریخی ورځې ستاینه کوی، او لاندې ټکې اعلانوی. • ټاکنې د نظام مشروعیت مطرح کوی. په ټاکنو کې هرډول درغلی د نظام مشروعیت تر پوښنتې لاندې راولی او په افغانستان کې د ملت کیدو او د دولت کیدو د له منځه تلو لامل کیږی. له دې امله دافغانستان د مدنی تولنې اوبشری حقونو شبکه په ټاکنوکې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړی ترڅو د ټاکنو پرمهال له هرډول درغلی له دترسره کولو څخه دې ډډه وکړی. • دټاکنو په ورځ له ښو اخلاقوڅخه کار اخیستل، د وګړو بشری حقونو ته احترام، ددیموکراسۍ فرهنګ ته احترام ددې لامل کیږی ترڅو خلک په انتخاباتو باور وکړی اوهغه له ترټولو مهم سیاسی ،اقتصادی او ټولنز عامل په توګه په رسمیت وپیژنی. له دې امله دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له ټولو کاندیانو ، انتخاباتی کمپاینونو او دهغوی له تبلیغ کونکو څخه غواړی ترڅو د خلکو رایو ته احترام وکړی او له هرډول تاوتریخوالی څخه چې د ټولنې د ذهنیت د مغشوش کید لامل کیږی مخنیوی وشی. د درغلۍ په وړاندې اعتراض دافغانستان د هر وګړی حق دی،خو اعتراض باید د ټولنې دوګړو ټولنیز او فردی امنیت ته زیان ونه رسوی. • دافغانستان دمدنی ټولنې او…