په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه
د لوی او بښونکی خدای په نامه په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه د بشری حقونو د وضیعت په اړه د سترې او دوره یی کتنې لپاره UPR) Universal Periodic Review) دملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان دبشری حقونو وضعیت په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دوه زره او ځلورم کال راهیسی، د همغږی، دمدنی ټولنو ظرفیت روزنې او له نړیوالومنل شویو ډولونو له اړخه پرقوانینو د اغیزې په اړه له دولتی او ټولنیزو ادارو سره مرسته او همکاری لرلې. شبکې د بشری حقونو د فرهنګ په پلی کولو، ددموکراسی د اصولو رعایت، د قانون د حاکمیت پیاوړتیا او د یو کارندې فعالې تولنې په برخه کې فعالیتونه کړی چې په کابل او شلو نورو ولایتونو کې د ساحوی دفترونو په ملتیا د کارنده بحثونو جوړولو زمینه برابره کړې. شبکې له لومړی سره په هیواد کې د بشری حقونو وضعیت له څیړنیز، تحلیلی اواجرایی پلوه ترڅیړنې لاندې نیولې دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په کابل کې د دیرشو د بشری حقونو ټولنو په ګډون، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دوره یی راپور په اړه، یوه غونډه جوړه کړه. او دافغانستان د بشری حقونو وضعیت په اړه بحثونه په لاره واچول ، له هغه وروسته دشبکې ساحوی دفترونو په زونونو او بلخ ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په همدې اړه بحثی غونډی جوړې کړې، چې د هغومشورتی ناستو لنډې پایلې، دافغانستان داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا او د بشری حقونو په اړه د دوره یی راپور د کمیټې مشرتابه ته وړاندې کیږی. په دغه یادونه کې،پربشری حقونو د مدنی ټولنو او دافغانستان دولت پرونډې او دبشری حقونو په وضعیت زیات ټینګار شوې، او دافغانستان د بشری حقونو په اړه تحلیل وړاندې شوی دی. په افغانستان کې د مدنی ټولنې وضعیت د…