دتسلیت پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه دتسلیت پیغام دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ددالانشاه مدیره پلاوې، خپل د تسلیت او همدردۍ پیغام د میرمن ثریاپرلیکا د پلار ښاغلی ارواښاد محترم الحاج محمد حریف، د مړینې له امله د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوی. میرمن پرلیکا چې په هیواد کې دښځو له حقونو څخه ددفاع کونکو له کسانو څخه ده، اود افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې غړی توب هم لری په دغه غم کې ورسره ځان شریک بولو. اروا دې ښاده وی! دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د دارالانشا او مدیره پلاوی کابل دوری ۱۰ د لمریز۱۳۸۷ کال  

Continue Readingدتسلیت پیغام

اروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوی سره

د لوی او بښونکی خدای په نامه اروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوی سره درنو وطنوالو! په ډیرې خواشنۍ او دتلسیت په ویلو سره تاسو ته اعلانوو، چې زموږ ګران او صمیمی همکار ښاغلی حفیظ الله حیدر، چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې له پیله موږ او تاسو سره همکار وه، دزړه د ناڅاپی حملې له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه ددغه همکار د مړینې په غم شریکې کې خپلې ټولې اجرایوی خپرونې د لسو ورځو لپاره ځنډوی، او دخدای بښلی له کورنۍ سره دغم په مراسمو کې ځان ګډبولی. دمدنی تولنې اوبشری حقونو شبکې د دارلانشا برخه د ښاغلی حفیظ الله د د تیر ژوند په یاد د هغه لپاره د یادښتونو یوکتاب پرانیستی دی. د هغه دوستان او همکاران کولی شی د خدای بښلی په اړه خپل یادښتونه ولیکی. ښاغلی حفیظ الله حیدر، یو صمیمی اود کار مینوال کس وه. څلور کاله مخکې کله چې هغه له شبکې سره یوځای شو نه ستړیکیدونکی هڅې ېې وکړې او ډیرژر ېې له ټولو همکارانو سره ښې او نږدې اړیکې پیداکړې او هغه دټلو په غم او ښادۍ کې شریک وه. حفیظ الله حیدر دخپلې کورنۍ لپاره،یوښه پلار،ښه زوی اوښه ورو وه. دهغه بې وخته مرګ دهغه کورنۍ او د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه غمجنه کړه. هغه شان کلمې چې وشی کولای دغه غم پرې یادکړو نشته. له ښاغلی حفیظ الله حیدر، میرمن اوپنځه ماشومان پاتې شول. دهغه روح دې ښاده وی! دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دارالانشا

Continue Readingاروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوی سره

پرافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه پرافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۸۶ کال د سلواغې ۴ چې د ۲۰۰۸ میلادی کال دجنورۍ ۲۳ سره سمون لری د مزارشریف دځایی محکمې له لوری دافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش ته د سزاورکولو په اړه بې له دې چې پرهغه څه چې سرغړونه بلل شوې پری بحث وشی دحکم صادرولو ، په هیواد کې مدنی ټولنې او د بشری حقونو فعالین،په ځانګړې توګه د هیواد په شمالې سیمو کې میشت دغه فعالین اندیښمن کړی دافغانستان وګړی چې دخپلو مدنی اوسیاسی حقونو څخه برخه من دی باید د غیرقانونی او تندلاروسیاسی احساساتو قربانی نشی. دافغانستان اساسی قانون او نړیوال قبول شوی موازین دافغانستان دوګړو مدنی اوفردی حقونو ضامن دی. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دغې موضوع ته دافغانستان دولت ، نړیوالې ټولنې اود هیواد نورو ټولنیزو سکتورونو دمسولانه پاملرنې غوښتونکې دی.ترڅو دافغانستان وګړی په غیر عادلانه توګه ترڅارنې لاندې رانشی. او په داشان پیښو کې د ملی او نړیوالو قوانینو سره سم د عادلانه کړنې غوښتنه کوی. دافغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونوشبکه ، چې د بشری حقونو پلی کونکو شپیتو ټولنو څخه جوړه شوې، د هیواد له قضایی او عدلی ارګانونو څخه غواړی ترڅو په دغه برخه کې د ملی او نړیوالو منل شویو اصولو په پام کې نیولو سره سم عمل شوی. دافغانستان دولت ددغه هیواد دوګړو دمدنی ، سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو اوفرهنګی حقونو حامی په توګه مسولیت او مکلفیت لری، ترڅو ددغو اړتیاو په پوره کولو کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دساسی قانون، او دمدنی ،سیاسی حقونو نړیوال میثاق او د بشری حقونو نړیوالې اعلامې دفرهنګی، ټولنیزو او اقتصادی حقونو له مخې دې په دې اړه عمل وکړی. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، داسلام پاک دین اصولو ته په احترام سره ،…

Continue Readingپرافغان ورځپاڼه لیکونکی پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې پیغام  د طالبانو له ماتې وروسته د تاریخو بدلونونو د پړاو پیل،د افغانستان خلکو لپاره د غوره فرصتونو د جوړولو زمینه،زمونږ په ګران هیواد کې د سولې اوټیکاو د ترلاسه کولو څخه ګڼل کیږی.زمونږ خلکو د سیاسی،ټولنزو،فرهنګی او اقتصادی مشارکت لپاره خپل لومړنی ګامونو ډیر سخت خو له ارزښته ډک ګامونه پورته کوی.د مدنی ټولنې د جوړښت لپاره د زمینه د برابرولو لپاره له ننګونو څخه ډکې خو با ارزښته هڅې روانې دی.هیواد له خپل منځیو جګړو او سیمه ایزو شخړو وروسته نسبتاً ارامه ساه اخلی،د افغانستان دولت چې جګړو یې اساسی بنسټونه نړولی ول،نوی خښته په خښته کږدی او د بیا رغونی لپاره هڅې کوی. له بده مرغه چې دغه تاریخی فرصتونه له جدی ننګونو سره مخامخ دی،تر ټولو ستره ننګونه د امنیت نشتوالی او د ختیځو لویدیځو او سهیلی پولو له لارې دګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستانی ځواکونو ښکاره لاسوهنه ده.ددغو لاسوهنو په پایله کې طالبان چې د نړیوالې ټولنې له خوا د ترهګرو په نامه یادیږی ځواکمن کیږی،طالبان د افغانستان دخلکو د ملی ا و تاریخی ارزښتونو د ودې په وړاندې ستر دیوال دی، د القاعدې،د متعاصبو اسلامی عربو،متعاصبو افریقایی ډلو،مرکزی اسیا او قفقاز په څیر ترهګرو څخه ملاتړ د پاکستان له لارې ترسره کیږی. تر ټولو دردونکې او له وحشته ډکې پیښې ځانمرګې بریدونه دی له پردیو متعصیبینو څخه افغان متعصبینو ته یې لاره پیدا کړی او دسلګونو افغان ماشومانو ،ښخو او سړیو خواږه ځانونه اخلی او په زرګونو تنه ټپیان،معلولین او معیبوب کوی، دا خپل ددې خبرې شاهد دی چې په نړیوال ترهګر له افغانستانه ګټه اخلی او په افغانستان کې دعراق په څیر له تکتیکونو څخه کار اخلی. د افغانستان خلک او مدنی…

Continue Readingد افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې پیغام

په افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه په افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې پیغام  په دې وروستیو درې لسیزوکې نړۍ په ټولیزه توګه او افغانستان په ځانګړی ډول دخپل ژوند ترټولو سختې شیبې اوپړاوونه وهی او د زرهاوو انسانانو ژوند له نیستۍ سره د مخامخ کیدو په حال کې دی.هره ورځ لسهاوو ماشومان،بې ګناه ښځې او ملکی سړی په دغو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی.په تاسف سره چې ملکی سیمې او په ځانګړې توګه دعامو خلکو داستوګنې ځایونه د جګړې لپاره په امن ځایونو بدل شوی دی.او ددغو نښتو اوجګړو زیاتره قربانیان هم بی ګناه ملکی وګړی دی. که څه هم په ورستیو شپږو کلونو کې دفردی اوټولنیز امنیت په برخه کې یو څه ټیکاو او ښه والی راغلی دی خو اونړیوالې ټولنې په دې برخه کې دپام وړ ونډه لرلې ده خو تر اوسه هم په دغې غم ځپلې ټولنه کې د سولې خبر لا له تصور څخه لرې ده. افغانستان د ترهګروجنګیالیو په امن تمرین ځای بدل شوی دی.کله چې دپراخې نړۍ په هره برخه کې یو انسان په وینو کې لمبول کیږی نو لیدل کېږی چې دهغې عاملین په افغانستان کې روزل شوی وی. په خواشینۍ سره چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره دپټن ځای او دتروریزم د زده کړې د دهلیزپه نامه یادیږی.دا دننۍ نړۍ یو واقعیت دی.دا په دې معنا ده چې دتروریزم خپل زړی او د زده کړې مرکزونه یې زمونږ په هیواد کې په ځای پریښی دی او دغه پدیده زمونږ دخلکو او دهیواد دبیا رغونې پر وړاندې ستر خنډ ګرځیدلی دی. دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې شبکه د سولې دنړیوالې ورځې دلمانځنې په درشل کې له وخت نه په ګټې اخیستو سره لاندې ټکی د سولې د راوستنې لپاره د اړینو عنصرونو په توګه مطرح کوی. ۱ .  د سولې دفضا…

Continue Readingپه افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې پیغام

دایساف اوناټو ځواکونو په عملیاتوکې د بیګناه خلکو د وژل کیدو په اړه دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې دشبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دایساف اوناټو ځواکونو په عملیاتوکې د بیګناه خلکو د وژل کیدو په اړه دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې دشبکې اعلامیه د۱۳۸۵لمریزکال دکب ۱۶چې اود۲۰۰۷میلادی کال دمارچ میاشتې له ۷مه په دې وروسیتوکې ایساف او ناټو ځواکونه له ترهګرو سره د نښتو پرمهال په خورو ورو ډزو لاس پورې کوی چې دبیګناه خلکو د وژل کیدو لامل کیږی. بلخوا دولت ضد مخالفین هم دعامو خلکو له کورونو اوسیمونه د ډال او سنګرپه توګه کاراخلی چې بیاهم عام خلک ددواړو لرو دبریدونو اصلی قربانیان ګرځی. په اوسنیو نازکو شرایطو کې ددولت اونړیوالې ټولنې پروړاندې لوې ننګونې پرتې دی.دترهګرۍ پروړاندې مبارزه چې دملی او نړیوالې سولې پروړاندې سترګواښ دی. خو که چیرې ددغې ستونزې د اواری په برخه کې دقیق او تخصصی چلند ونشی نو ټولنیزقهر به راوپاروی او له دې نه به د لازیاتو ستونزو لامل شی چې جبران نه کیدونکې پایلې به ولری. دبشری حقونواو مدنی ټولنې شبکه چې له ۵۸ملی اومدنی بنسټونونه جوړه ده د افغانستان له دولت،دنړیوالې ټولنې له استازو او ایساف او ناټو ځواکونو څخه غواړی چې دهرډول امنیتی او پوځی ځواکونو په لړکې دې د افغانستان دخلکو فردی اوټولنیزامنیت ته درناوی ولری اودعملیاتو د ترسره کلو پرمهال دې له لازم تخصصی چلند،همغږۍ اوزیاتې وړتیا څخه کار واخلی. د افغانستان دبشری حقونواومدنی ټولنې شبکه په دې باور ده چې د خلکو دژوندحق دبشرپالنې ترټولو لوړعنصر دی اوباید دافغانستان ددولت او نړیوالې ټولنې ته ترټولو لوړ ارزښت ولری.هغه ته دې درناوی وشی او دفاع دې ترې وشی،ترڅو دافغانستان دهغو بې ګناه اومظلومو خلکو چې نږدې دوه نیم لسیزې یې دجګړې اوبې وزلۍ دروند پټې پر اوږو و دوژنې مخنیوی وشی. دبشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې غړی بنسټونه  

Continue Readingدایساف اوناټو ځواکونو په عملیاتوکې د بیګناه خلکو د وژل کیدو په اړه دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې دشبکې اعلامیه