د ښځو او سولې په اړه د سلګونو غږونو انعکاس؛ د افغانو میرمنو د روایتونو د بیانولو یوه هڅه
د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش وايي، چې د داسې پروګرام د طراحې د انګیزې لامل په د افغانستان د میرمنو په اړه جامع روایت ته د تر ټولو غوره لارې موندل وو. « د سولې د مذاکراتو په پیل سره دا پوښتنه موږ ته پیدا شوه، چې څه ډول کولی شو د سولې په بهیر کې د ښځو د پراخ حضور لپاره یو روایت جوړ کړو. له بل پلوه متوجه شوو هغه میرمنې چې ډیرې فعالې دي څه نه لیکي او د خپلو کیسو د انعکاس لپاره هڅه نکوي چې دا د سولې په بهیر کې د ښځو د غږ د تضعیف کیدو لامل کیږي.» شبکه: د دې پروګرام مشخص هدف څه وو؟ انوش: دا پروګرام د مدني ټولنې او بشري حقونو د بشکې د ډله ایزکار محصول دی. د دې پروګرام یو هدف دا وو چې له دې لارې وکولای شو په سمه توګه د میرمنو غږ ټولنې، مذاکره کونکو او د سولې په بهیر کې نورو ښکیلو اړخونو ته ورسوو. له بل پلوه زموږ فرهنګ د ډیالوګ په پرتله ډیر مونولوګ؛ له همدې امله موږ هڅه کړې په همدې کوچنیو ګامونو سره د خبرو اترو او یا ډیالوګ فرهنګ پیاوړی کړو. بلخوا د متن او محتوا د تولید چاره د اهمیت وړ ده، فکر کوم په بیلابیلو برخو کې له نارینه او ښځینه فعالانو سره مرکه کول او په مختلفو برخو کې د ښځو د پراخ حضور په اړه د هیوادوالو د ۳۶۵ لیکلو او ویډیويي پیغامونو خپرول چې زموږ د پروګرام له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي کیدای شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ښځو د موقف د پیاوړتیا لامل شي. شبکه: د دې پروګرام په اغیزمنتیا څومره باور لرې؟ انوش: موږ هره ورځ په ټولنیزو شبکو کې سلګونه پیغامونه ترلاسه کول او د دغو پیغامونو خپرولو…