«ښځې باید په څو سنګرونو کې وجنګېږي»

یو شمېر فعالې مېرمنې په دې باور دي چې په ټولنه کې بېلابېل مسایل د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډونه ګڼل کېږي او دوی مجبورې دي چې ددغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره په بېلابېلو برخو کې مبارزه وکړي.فرخنده زهرا نادري، د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: په ټولنه کې د ښځو د وروسته پاتې والي او نه پرمختګ لاملونه بې شمېره دي او له همدې امله ښځې د لازیات پرمختګ لپاره له بېلابېلو خنډونو سره مبارزې ته اړتیا لري. «له بده مرغه زموږ په ټولنه کې داسې توند لاري شته چې په یو ډول د طالبانو په شان نظریات لري، خو د وسلې اخیستو ځواک یې نه دی لرلی، البته په دې ډله کې یوازې نارینه نه دي، بلکې په هغوی کې ښځې هم شته. له بلې خوا، له ښځو اوزاري استفاده روانه ده. ددغو اندېښنو د لېرې کولو لپاره باید موږ په یو وخت په څو سنګرونو کې وجنګېږو.»شبکه: هغه څه ته په پام سره چې تاسو وویل او له هغې ډلې سره د سولې مذاکراتو ته په پام سره چې د واکمنۍ دوره یې د افغان مېرمنو لپاره د تاریخ تر ټولو بده دوره وه، آیا دا خبرې به مثبته پایله ولري؟نادري: زه فکر کوم، موږ ددې حق نه لرو چې خپل دولتي مسوولین تایید کړو او یوه بله سیاسي ډله رد کړو. موږ دداسې هېواد اوسېدونکي یوو چې خلکو یې کابو دوې لسیزې مخکې په ډول ډول طریقو ځانونه له لاسه ورکړي دي، د بېوزلۍ تر ټولو لوړه کچه لري او دا په داسې حال کې دي چې له هېواد سره میلیونونه ډالره مرستې شوې دي. موږ نشو کولای تل د خپلو اختلافاتو د اواري لپاره له نړۍ مرسته وغواړو، بلکې باید دا زده کړو چې څه ډول ځانونه اصلاح کړو. باید پوه شو چې…

Continue Reading«ښځې باید په څو سنګرونو کې وجنګېږي»

«د بشري حقونو خوندیتوب د تلپاتې سولې تضمینوونکی دی»

د هېواد د اساسي قانون خوندیتوب، په تېره بیا دوهم فصل یې داسې موضوع ده چې تل هېوادوال په تېره بیا د بشري حقونو، ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالین د سولې له مذاکراتو د خپلې غوښتنې په توګه پرې ټینګار کړی دی.په بامیان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز مسوول محمد جواد دادګر د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: په اساسي قانون کې تضمین شويو ارزښتونو او نړیوالو اصولو ته باید له طالبانو سره د سولې په هوکړه لیک کې د لاسلیک په پایله کې بې پامي ونه شي؛ ځکه په دې صورت کې به تلپاتې سولې ته ونه رسېږو. «هیله من یو چې د هېوادوالو حقونه او آزادۍ له طالبانو ډلې سره په خبرو کې د معاملې وړ ونه ګرځي او اساسي قانون د یوې ملي او لویې لاس ته راوړنې په توګه خوندي شي؛ ځکه زما په باور هغه سوله چې ددغو ارزښتونو د خوندیتوب زمینه برابره نشي کړای، تلپاتې نه ده، په بله وینا بشري حقونو ته پاملرنه په هېواد کې د تلپاتې سولې تضمینوونکې کېدای شي.» شبکه: د هغه څه په اړه چې تراوسه د سولې په خبرو کې شوي ستاسو ارزونه څه ده؟دادګر: د وسله والو شخړو دوام لږترلږه په تېرو څلورو لسیزو کې له افغانانو پراخې قربانۍ اخیستې دي. هیله من یو چې له طالبانو سره خبرې په هېواد کې د تلپاتې او دایمي سولې لامل شي. که څه هم د مذاکراتو د پایلو په اړه اندېښنې شته، خو تمه لرو د مذاکرې دواړه لوري د وروستیو کلونو لاس ته راوړنو ته ارزښت ورکړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن وي. هغه څه چې تراوسه په مذاکراتو کې تېر شوي، تر ډېره د پام وړ نه دي، زما په نظر هغه د اختلاف وړ بحثونه او موردونه چې د مذاکراتو…

Continue Reading«د بشري حقونو خوندیتوب د تلپاتې سولې تضمینوونکی دی»

طالبان به د ښځو هویت اخیستو وس ونه لري

بهزاد: د افغانستان د سولې مذاکراتو لږ زیات وخت ونیوه چې لامل یې د خبرو د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو توپیر کېدای شي، هغه ارزښت ته په پام سره چې سوله یې د افغانانو لپاره لري، ددغه بهیر اوږدوالی د درک او زغم وړ دی. بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تصمیمونو په اړه په واقعیت ولاړو پایلو لامل کېدای شي. په ټول کې ویلای شو چې مذاکرات تراوسه ښه پرمخ تللي او له طالبانو سره په یوه میز د افغانستان د اوسني نظام د استازو کیناستل یو ښه ګام دی. د سولې له هوکړې وروسته د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې احمتال، د ښځو لپاره یوه لویه اندېښنه شوې ده؛ خو یو شمېر مدني فعالین په دې باور دي چې د طالبانو له سقوط وروسته په تېرو کابو دوو لسیزو کې د ښځو د ظرفیتونو لوړېدل او د توانمنیو پياوړتیا، دوی ته داسې هویت وربښلی چې طالبان به یې له هغوی د اخیستو وس ونه لري. مدني فعاله معصومه بهزاد د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي، ښځې د طالبانو لپاره د بالقوه دښمن په توګه مطرح دي او د مېرمنو دا څېره په تېرو نولسو کلونو کې لاپیاوړې شوې ده. «د طالبانو په حکومت کې ښځو ته ونډه نه ورکول کېده او دغې ډلې ورسره دښمني لرله، خو په تېرو نولسو کلونو کې ښځو ښه پرمختګ کړی او داسې هویت یې خپل کړی چې طالبان يې په آسانۍ ترې نه شي اخیستی.» شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر کومه بریده د دوی په رابطه د طالبانو پر دریځ اغېز کولای شي؟ بهزاد: که څه هم طالبان په زور او تاوتریخوالي سره د اسلامي حکومت ادعا لري؛ خو د نني افغانستان د مېرمنو نظریات آن په زور او…

Continue Readingطالبان به د ښځو هویت اخیستو وس ونه لري

“هغه څه چې ښځې د سولې څخه غواړي یوازې د جګړې پای نه دی.”

له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د بحث په لړ او له طالبانو سره د خبرو لپاره د نارینه او ښځو څخه د پلاوي د جوړیدو په درشرل کې پر امنیتي ستونزو سربیره؛ د سولې د خبرو د پایلو په اړه یوه اندیښنه په دې بهیر کې د ښځو حقونو او د هغوۍ لاسته راوړنو ته بې پامي ده. په کندز ولایت کې د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانې وايي، که چیرې د سولې په خبرو کې ښځو ته اهمیت ورنکول شي، دا سوله د هغوۍ له نظره بشپړه سوله نه ده. په کندز ولایت کې د ښځو د حقونو یوتن فعاله حبېبې ګلستانۍ، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره (له دې وروسته، “شبکه”) ته وايي: پر امنیتي ستونزو سربیره د کاري فرصتونو کموالی او د کاري خوندیتوب نشتون، له هغو ستونزو دي چې د دې ولایت میرمنې هیله لري، د سولې په ټینګیدو سره اوارې شي. « د ښځو چارو ریاست په کندز ولایت کې یواځینی ریاست دی چې ښځو ته ورکول شوی دی هغه هم په ننداریزه توګه. له بل لوري له څو کلونو راهیسې د کندز ولایت د ټولنیز معاونیت چوکۍ د یوه نارینه لخوا پرمخ بیول کیږي، دا په داسې حال کې ده چې په کندز ولایت کې ډیرې ښځې د داسې وړتیاو لرونکي دي چې کولی شي دا دنده ترسره کړي خو د ګواښونو له امله د کاندید کیدو جرات نه لري. » شبکه:په دې صورت کې، ستاسو په باور په اداراتو کې د ښځو حضور د  قناعت وړ نه دی؟                                ګلستانۍ: کله چې میرمنې په مهمو او پریکړه نیونکو برخو کې حضور ونه لري او هغه اندازه صلاحیت چې یوه نارینه ته ورکول کیږي ښځې ته نه ورکول کیږي، ښځې یواځې د معاش ترلاسه…

Continue Reading“هغه څه چې ښځې د سولې څخه غواړي یوازې د جګړې پای نه دی.”

کله چې د اوربند پرځای اور زیاتيږي؛ هیلې په نهیلۍ بدلیږي.

یو شمېر مدني فعالان وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ نشتون او ورسره همهاله د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ددغو خبرو په تړاو هیلې کمې کړې دي .د بدخشان د مدني ټولنې د مجتمع رییس د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په م کې وایي مرکه کې وايي د سولې په مذاکراتو کې نه پرمختګ او د وژنو او تاوتریخوالي زیاتوالي یې هغه هیلې او تمې چې له دغو خبرو یې لرلې؛ په نهیلۍ بدلې کړې دي « زما په اند لازمه ده چې د افغان دولت ملاتړي هېوادونه په تېره بیا ملګري ملتونه او دغه راز د طالبانو ملاتړی هېوادونه د فشار د یوه اهرم په توګه د مذاکرې لوري پر  یوه اوربند هوکړې کولو ته اړباسي .د سولې د خبرو له پېل راهیسې تاوتریخوالی او وژنه خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده چې؛ دا د دښمنیو د زیاتېدو لامل کیږي . بحث د سولې پر سر دی او دا ایجابوي چې لومړی پر اوربند هوکړه وشي او وروسته د نظام په ګډون د نورو بحثونو پر لور ولاړشي.شبکه: آیا سوله یوازې د جګړې د درېدو په مفهوم د منلو ده ؟سائس: سوله د جګړې نشتوالی نه دی؛ داسې امنیت غواړو چې په هغه کې د ټولنې بیلابیل پاړکي د یو بل په منلو سره حضور ولري او د هغوی توپېرونه د یوه پرېکنده واقعیت په توګه ومنل شي چې په دې صورت کې به موږ ننګونه ونه لرو.موږ داسې امنیت غواړو چې ټولنیز او کاري خونديتوب او د بیان آزادي پکې وي.شبکه:ستاسو په اند له داسې ډلې سره خبرې به چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟ سائس: طالبان ازمویل شوي دي په نظام جوړونه کې پاتې راغلي دي او د خپلېواکمنۍ پرمهال یې انساني ارزښتونو ته درناوی نه کاوه…

Continue Readingکله چې د اوربند پرځای اور زیاتيږي؛ هیلې په نهیلۍ بدلیږي.

«حکومت د ښځو په سیاسي مشارکت باور نه لري»

د یو شمېر مدني فعالانو په باور د سولې د خبرو لپاره د حکومت په مرکچي ډله کې د ښځو پيکه حضور د ښځو په سیاسي مشارکت د حکومت د باور د نشتوالي یوه نښه ده او حکومت د هغه څه پر خلاف چې ادعایې کوي؛ د ښځو په مساویانه مشارکت باور نه لري.مدني فعال او د بشري حقونو مدافع خلیل رؤفي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان دولت د جمهوري نظام له لرلو سره سره ؛لکه څنګه چې جمهوریت د ښځو د سیاسي مشارکت په ګډون په ډموکراټيکو ارزښتونو باور لري؛ په دغو ارزښتونو باور نه لري . « د جمهوریت نظام او د افغانستان اساسي قانون په مساویانه مشارکت باورلري او هغه تسهیل کوي خو د حکومت جګپوړي مشران په هغه باور نه لري . په کابینه کې څو ښځې حضور لري؟څو والیانې یا ولسوالانې او یا داسې مېرمنې چې د پرېکړې کولو په کچو کې وي؛ په حکومت کې حضورلري؟ دا حکومت لکه څنګه چې  یې ادعا کوي هغسې د ښځو په سیاسي مشارکت باور نه لري .که یې باور لرلای ؛ لږ ترلږه د مرکچي پلاوي نهه یا لس غړي باید ښځې وای.»شبکه:د دولت په پلاوي کې مو د ښځینه غړو پر شمېر نیوکه وکړه ؛ خو د ډېرو په باور په مذاکراتو کې د ښځینه استازو د حضور نفس کېدای شي د ښځو په تړاو د طالبانو پر دریځ اغېز ولري؛ ستاسو نظر په دې هکله څه دی ؟رؤفي:زما په نظر ښځ, باید معنی داره ګډون لرلای؛یعنې هغه مېرمنې په مذاکرې؛ اسلامي علومو یا فلسه کې تخصص لري؛ باید د مذاکراتو  لپاره ټاکل شوې وای څو طالبان پوهېدلي وای چې د افغان دولت په پلاوي کې پوهې ښځې حضور لري؛ په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د افغانستان ډموکراټيک نظام د ښځو او…

Continue Reading«حکومت د ښځو په سیاسي مشارکت باور نه لري»

«باید یوموټي شو »

د یوې ګډې موخې لپاره په یوه غږ دښځو یوموټي کېدل هغه موضوع ده چې په ځلونو د ښځو د حقونو د فعالانو له لوري خپلو حقونو ته د ښخو درسېدو په برخه کې د یوه اغېزناک عامل په توګه تربحث لاندې نیول شوی ده  .د افغانستان د اسلامي  جمعیت د مشرتابه شورا غړې زینب موحد د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سهر په مرکه کې وایي د ښځو بریالیتوب په خپله په هغوی پورې تړلی دی او څوک پرهغوی مهربانی نه کوي. ښځې باید خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره سره یو موټي شي« د ښځو سیاسي؛ ټولنیز؛ کلتوري او اقتصادي حضور ؛ په تېره بیا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې ترډيره یو لطف او ونډه وه او موږ د هغه لپاره زیار نه دی اېستلی.که څه هم د افغانستان د ښځو د زیار اېستلو منکره نه یم ؛ ډیری هغوی هڅه کړې ده او زده کړې یې کړي دي؛خو په ځينو موردونو کې موږ ته د پرمختګ لار د نورو د مهربانۍ په پایله کې برابره شوې ده. موږ باید انسجام ته ورسېږو او یو سراسري غورځنګ چې یو غږ او یوه  غوښتنه ولري جوړ کړو؛کله چې د ښځو ترمنځ یوالی نه وي ؛ لویه ستونزه به رامنځته شي چې د سولې لپاره به یو ګواښ وي«شبکه: ستاسو په اند په افغانستان کې د لویو او پراخو غورځنګونو د جوړېدو ظرفیت شته ؟موحد: زه فکر کوم ددې دلیل چې  موږ په افغانستان کې د غورځنګ د جوړېدو لپاره د ښځو پرظرفیت ډاډمن نه یو؛ دا دی چې د ښځو حقونونه د مافیايي پروژو په بند کې دي او هغه مشرې ښځې چې پر موږ تپل شوي دي؛ ریښتینې مشرې نه وې او نه دي توانیدلي چې یو حقیقي انسجام رامنځته کړي؛ ځکه لږ کسانو پر دوی باور لرلی دی او ددې بې باروۍ…

Continue Reading«باید یوموټي شو »

طالبانو ته د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حضور پيغام:ښځې دویم جنس نه دي.

د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر فعالانې په دې باور دي چې د سولې په مذاکراتو کې د ښځینه استازو حضور طالبانو  ته دا پيغام رسولای شي چې ښځې د هېواد د نیمايي وګړو په توګه  په ټولو برخو کې له نارینه وو سره برابره ونډه لرلای شي او حقوقو ته د لاسرسي له پلوه له نورو وګړو سره هیڅ توپیر نه لري .د ښځو د حقونو فعاله او د ماشومانو د سرغړونو ته د رسېدنې د استیناف څارنوالۍ رییسه نګینه خلیل غوري د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي:  لکه څرنګه چې د طالبانو یوه لویه ستونزه د ښځو د حقونو بحث دی؛ د سولې په مذاکراتو کې د ښځینه استازو حضور او د طالبانو  له مرکچي ډلې سره د هغوی مخامخ خبرې د مېرمنو پر غوښتنو د طالبانو د پوهولو او هغوی ته د پيغام رسولو لپاره لوی ګام دی. «طالبانو په خبرواترو کې وویل چې ښځو ته اسلامي حقونه ورکوي؛ کله چې ټول نافذه قوانین او د هېواد اساسي قانون له اسلامه را اخېستل شوی وي؛ له اسلامي حقونو نه د هغوی موخه څه ده ؟ دا ښيي چې طالبانو لاهم د ښځو حضور د یوه ټولنیز واقعیت په توکه نه دی منلی او هغوی دویم جنس ګڼي. د سولې په مذاکراتو کې د ښځو حضور د طالبانو لپاره  هغه څه دي څو وپوهېږي چې موږ دویم جنس نه یو؛ موږ د افغانستان وګړې یو؛زده کړې مو کړي او کار کوو او په خبرو اترو کې د ښځو د حقونو د دفاع  کوونکې یو «شبکه:   په ټوله کې د سولې د مذاکراتو په هکله ستاسو نظر څه دی؟ آیا له داسې ډلې سره به چې ښه مخینه نه لري او د واکمنۍ پر مهال یې ښځې زیانمنې شوې دي؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي.غوري: زما په اند…

Continue Readingطالبانو ته د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حضور پيغام:ښځې دویم جنس نه دي.

دارزښتونو په نوم ټولنیزه بې لاري؛هغه پلمه ده چې باید دښمن ته یې په لاس ورنه کړو

یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې په هېواد کې یو شممېر ټولنیز مسایل چې د دیني لارښوونو پر خلاف دي؛ په ټولنه کې د ارزښت په نوم پالل کیږي او دغه راز مسایلو په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي ؛ ښایي په مذاکراتو کې د طالبانو لپاره حساسیتونه رامنځته کړي.په بدخشان کې مدني فعال سید عمر باهر د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د ښځو د سیاسي مشارکت او د ښځو کارکولو په څېر موضعګانې هغه ارزښتونه دي چې په دین کې جواز لري. خو ځينې نور فعالیتونه د ارزښت په نوم ترسره کیږي؛ چې ښایي د طالبانو لپاره حساسیت پاروونکی وي. « د ځينو ټلویزیوني پروګرامونو منځپانګه له هغې جملې د لوڅو تصویرونو خپرول او نور کارونه چې د دین له نظره منعه شوي او د ارزښتونو تر پوښښ او د اسلامي جمهوريت په نوم ترسره کیږي.د طالبانو لپاره حساسیت پاروونکي دي او له شک پرته دا سرغړونې او بې لارې معیارکوي او په  هغه ناسم ذهنیت سره چې د افغانستان د ښځو د حقونو له دعوې یې اخلي؛له هغه سره مخالفت کوي. »شبکه:ستاسو په اند د ښځو په تړاو د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی دی ؟باهر: دا چې طالبان چمتوشول له ښځو سره مخامخ مذاکراتو ته کیني او له هغوی سره بحث وکړي او دا چې له ښځينه خبریالانو سره مرکې وکړي اوداسې جامو سره چې تمه یې نه درلوده ؛ مخ شي؛ د هغوی د لیدلوري د بدلون  دلیل کیدلای شي. کله چې یوه ډله چې د هغې په تفکر کې ښځې له کوره بهر د تللو اجازه نه لري؛ حاضر شوې ده د یوه میز ترشاه کیني ؛په دې معنی ده چې د هغی په لیدلوري کې لږ بدلون راغلی دی .شبکه: ستاسو ارزونه له هغه څه…

Continue Readingدارزښتونو په نوم ټولنیزه بې لاري؛هغه پلمه ده چې باید دښمن ته یې په لاس ورنه کړو

«بشري حقونو ته درناوی باید د سولې د خبرو بنسټ وي»

یو له هغو موردونو چې د مدني ټولنې اوښځو د حقونوفعالانو د سولې په خبرو کې د بحث وړ مهمې اوبنسټیزې مسالې په توګه پرې ټتینګار کړی دی ؛ د هېوادوالو د اساسي حقونو موضوع ده . ددغو فعالانو په وینا د سولې خبرې باید بشري حقونو ته د درناوي پربنسټ وي.مدني فعال عمر احمد پرواني د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د خلکو د اساسي حقونوساتل  باید د دولت سره کرښه وي او خبرې اترې باید د هېوادوالو د نه انکار وړ حقونو پر منلو ولاړې وي. « د هېوادوالو د اساسي حقونو ساتل چې په اساسي قانون کې راغلي دي؛  د بیان او فکر د آزادۍ ؛ د زده کړو د حق او د کار د انتخاب لپاره راغلي دي. فکر کوم تر دې بشپړ سند نشته چې بشري حقونو ته درناوی د خبرو بنسټ وي.شبکه: اوسني وضعیت ته په پام سره د سولې له خبرو ستاسو ارزونه څه ده ؟پروانی: خبرې اترې په خپل نفس کې ډیرې ښې دي؛ د ټوپک او وینې تویدنې پرځای له مذاکراتو ګټه اخیستل ښه اقدام دی . بل خوا طالبانو ته هم  باید فرصت برابر شي څو خپلې غوښتنې شریکې کړي ؛ ان که خبرې پایلې ته ونه رسېږي هم؛ هیله من یو چې د هغو تجربې د دواړو لورو په چلند او باورونو کې بدلون رامنځته کړي .شبکه: په سولې بهیر کې دښځو حضور پر دغه بهیر څه اغېز لري؟پروانی:   د دولت د مرکچي پلاوي په ترکیب کې د ښځو په تېره بیا د باسواده او باسلیقه هغو حضور هغه هم په داسې حالت کې چې د طالبانو په پلاوي کې هیڅ مېرمن نشته دوه پيغامه لرلای شي؟ لومړی داچې ښځې د افغانستان د نیمايي وګړو په توګه باید په دغو خبرو کې حضور ولري او بل داچې د طالبانو…

Continue Reading«بشري حقونو ته درناوی باید د سولې د خبرو بنسټ وي»