د آزادۍ ساتنې لپاره به تر وروستۍ بریده مبارزه وکړم

د طالبانو له ډلې سره دافغانستان د دولت د خبرو پيلېدو د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو اندېښنې راپارولي دي.په دې لړ کې په بیلابیلو برخو  کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په تېره بیا ورزشکارانې د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د حقونو د وضعیت په تړاو د اندښنې په څرګندولو سره وایي که په راتلونکي حکومت کې د لوبغاړو مېرمنو حقونو ته پاملرنه ونه شي؛ هغوی به ددغو آزادیو د مخالفو ډلو پر وړاندې ودرېږي.خبریاله او د باېسکېل ځغلونې د ملي لوبډلې غړې مروه احمدزۍ د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په خبرو کې وایي چې کیدای شي طالبان په واک کې له راګډېدو  وروسته د ښځو په تېره بیا د ورزشکارو مېرمنو د فعالیت مخه ونیسي؛ خو دا ښځې به اجازه ورنه کړي چې د سپورټ په برخه کې د دوی څو کلنو لاسته راوړنو ته بې پامي وشي. «موږ مجبورې نه یو چې د یوې تمدن ضد ډلې د مبهمو خیالاتو  قربانی شو ؛ غوره ده چې هغوی ځان اصلاح کړی او پرېږدي چې ټول خلک خپلو مدني حقونو ته لاسرسی ولري؛ که  داسې ونه شي  موږ به  د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په خپل نه ماتېدونکي هدف سره د خپلو ټولېزو او فردي آزادیو لپاره ودرېږي«شبکه: د یوې خبریالې په توګه او په ټوله کې یوې وګړې په توګه د هېواد د ښځو وضعیت څرنګه ارزوئ؟احمدزۍ: که وغواړو چې  له طالبانو وروسته کلونه و ارزوو ؛ زما په اند ددې خاورې د ډیری هغو ښځو هیلې او خیالونه چې د طالبانو په توره دوره کې یې په خپلو زړونو کې خښ کړي وو ؛ په حقیقت بدل شوي دي . اوسمهال ښځې د هېواد  په بیلابیلو برخو کې زده کړو ته لاسرسی لري؛ ګڼې هغوی د دولتي او خصوصي ادرو په مشرۍ کې کارکوي ؛…

Continue Readingد آزادۍ ساتنې لپاره به تر وروستۍ بریده مبارزه وکړم

اساسي حقونو ته د ښځو د رسېدو لپاره د ټولنې بلوغ ته اړتیا ده ؛ ښځې اوږده لار په مخکې لري

شنونکي په دې باوردي چې پر امنیتي ستونزو سربېره د ټولنې د کلتور ټيټه کچه او فکري بلوغ ته د هغې نه رسېدل؛ خپلو بنسټيزو حقونوته د ښځو د نه رسېدو له لاملونو دي او ددغه وضعیت د ښه کېدو او د ښځو د پرمختګ  د زمینې د برابرېدو لپاره باید د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره هڅه وشي.د اطلاعاتو او کلتور وزرت پخوانی مرستیال ؛ لیکوال اوسیاسي فعال سید آقا حسین فاضل سانچارکي د بشري حقونو او دمدني ټولنې له شبکې سره په مرکه کې وایي تر ټولو لویه ستونزه چې د ښځو د نه پرمختګ او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د هغوی د پیاوړي حضور د نشتوالي لامل کیږي؛ جګړه او  نا امني ده ؛ خو پردې سربېره په هېواد کې واکم دودونه د ښځو د پرمختګ پروړاندې بل خنډ ګڼل کیږي. « ښځې ترټولو ډېر زیان له جګړې ویني او که جګړه پای ته ورسېږي؛ تر ټولو بنسټيز او اساسي خنډ له مخې لېرې کیږي؛خو دا د ښځو یوازینۍ ستونزه نه ده ؛ بلکې  په افغانستان کې جرړې لروونکی واکمن دودونه د هغوی د ودې او پرمختګ پروړاندې بل خنډ دی؛ دا دودونه داسې پیاوړي دي چې  لا هم  د سیاسي او ټولنیز نظام په جوړښت کې د ښځو د آزادانه حضور نه پرېږدي «شبکه: ددغه وضعیت د ښه کېدو لپاره باید څه وشي؟سانچارکی: اړتیا ده چې د جګړې پر پای ته رسولو سربېره د کلتور د ودې؛ پر ټولنې د واکمنو ذهنیتونو د بدلولو او د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره له بیلابیلو لارو کارونه تر سره شي څو ټولنه د ودې او بلوغ هغه پړاو ته ورسېږي چې د ښاروندۍ حقونه ؛ انساني کرامت او د ښځو مقام پکې وساتل شي . ښځې بنسټيزو حقونو ته د رسېدو لپاره اوږده لار په مخکې لري .طبیعی ده چې د کلتورد پراخیتا…

Continue Readingاساسي حقونو ته د ښځو د رسېدو لپاره د ټولنې بلوغ ته اړتیا ده ؛ ښځې اوږده لار په مخکې لري

دسولې له خبرو باید په ټولنه کې د ښځو د ونډې په تړاو ګډپوهای ترلاسه شي

په سولې مذاکراتو کې د ښځو په تړاو بحث  د سولې د خبرو له پېلېدو راهیسې په د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو په منځ کې په  یوې جدي پوښتنې بدل  شوی دی .د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې هغه څه چې د ښځو په تړاو د سولې په مذاکراتو کې مهم دي ؛ دا دي چې دواړه لوري په ټولنه کې د ښځو د ونډې په تړاو یوه ګډ پوهاوي ته ورسېږي. « طالبان باید په افغانستان کې د راغلو بدلونو  واقعیت ته ځیر شي او په دې تړاو خپل لیدلوري او وړاندیزونه شرریک کړي او آزادانه بحث وکړي . فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې دواړه مذاکره کوونکي لوري مهم مسایل لکه د افغانستان د ټولنې واقعیت ؛ په هغو نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان نړیوالې ژمنې چې غړیتوب یې لري؛په اسلامي ټولنه کې د ښځو د ژوندانه واقعیت او په دغو ټولنو  کې د قوانینو وضعیت ته چې خورا ډېره رنګارنګي لري؛ په یاد ولري . »شبکه:  ستاسو په نظر په سولې مذاکراتو کې د ښځو رول به د هغوی  په تړاو د طالبانو پر دریځ کوم اغېز ولري؟اکبر:  زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه موضوع ده ؛ له همدې امله ډیر ټینګار کیږي چې ښځې دې د سولې بهیر مهمه برخه وي . کله چې تاسو د خونې په منځ کې یاست ؛ ددې فرصت چې ستاسو غږ واورېدل شي؛ تر دې زیات دی چې تاسو بهر د خونې تر شا و اوسئ ؛ کله چې په خونه کې دننه واوسئ؛ ستاسو له حضوره انکار خورا سخت دی . په همدې دلیل په دغو مذاکراتو کې د ښځو حضور یو ښه ګام دی ؛ خو د هغوی  شمېر کافي نه دی . زه واقعا…

Continue Readingدسولې له خبرو باید په ټولنه کې د ښځو د ونډې په تړاو ګډپوهای ترلاسه شي

«هغه څه چې په دوحه کې تېرېږي په افغانستان پورې اړه نه لري»

یو شمېر کارپوهان وایي چې اوسنۍ جګړه په افغانستان پورې اړوند نه ده او نیابتی دي او هغه سوهل چې په دې ورځو کې په دوحه کې پرې خبرې روانې دي هم  په افغانانو پورې اړوند نه ده.د پوهنتون استاد  ډاکټر سید عسکر موسوي د بشري حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره په مرکه کې وایي چې هغه څه چې په دوحه کې پېښ شوي په افغانستان پورې اړوند نه دي .« د افغانستان سوله او جګړه یوه نیابتي مساله ده ؛ یعنې افغانستان په هېڅ هېواد تېری نه دی کړی ؛ بلکې هغه کسان چې په سیمه کې د جګړې غوښتونکي وو؛ د خپلو نایبیانو په رالېږلو سره یې دې موخې ته ورسېدل . له اتیایمو او نوي یمو نیابتي جګړو سره د وروستیو پنځلسو تر شلو کلونو  جګړې توپېر دادی چې په دې جګړه کې د ټولو ښکېلو لورو مرسته او ملاتړ د امریک له لوري کیږي . دا جګړه د افغانستان جګړه نه ده او یوازینۍ تړاو چې په هېوادوالو  پورې یې لري ؛ وژنې؛ ورانۍ ؛ شاتګ؛ اقتصادي او رواني ستونزې او د ټولنیزې شیرازې له منځه تلل دې چې ترې پاتې کیږي . دا جګړ د امریکا او د هغې د متحدانو د لویو ګټو لپاره ده او له بده مرغه افغانستان په یوه بد  سټراټېژیک موقعیت کې دی.»شبکه: له لویو ګټو چې تاسو یې یادونه وکړه موخه څه ده ؟موسوي: د لودېځ د زرادخانو او لوی اقتصاد لپاره دوه څېزونو ته اړتیا ده ؛ یوه دا چې باید د ټولې نړۍ ځینې برخې په جګړو کې ښکېلې وي څو دا زراد  خانې یاد د وسلو  د جوړولو کارخونې کاروکړي او پېر او پلور ولري ؛ ځکه په نړس کې تر ټولو لوی او ډير ګټه لورونکی صنعت؛ جنګي صنعت دی . هغه وسلې چې په افغانستان کې ترې کار اخیستل کیږي…

Continue Reading«هغه څه چې په دوحه کې تېرېږي په افغانستان پورې اړه نه لري»

په ټولنه کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د هغوی ترمنځ پېوستون او یو والي ته اړتیا ده

یو شمېر کارپوهان په دې باورد ي چې د افغانستان ټولنه د طالبانو د حکومت له ړنګېد وروسته کلونو کې نه ده توانېدلې چې د حقونو؛ برابرۍ او ټولنیز عدالت په برخو کې هغو موخو ته ورسېږي چې تمه یې کېدله؛ په ځانګړي توګه د ښځو په تړاو؛ په ټولنه کې د هغوی د حقوقي او ټولنیزې برابرې په تړاو عمومي باور پوخ شوی نه دی؛ له همدې امله د ټولنې د بیلابیلو برخو ترمنځ د ښځو تر منځ توپېرونه شته او ددې لامل شوي دي چې هغوی ونه کړای شي خپلوحقونو ته د رسېدود ولسي جرګې د ریارست د قانون جوړونې سلاکار او په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو پخوانی استازی د مدني تولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي: اوسمهال د افغانستان ښځې پرځای د دې چې په ټولنه کې د یوه لوی او بدلون ورکوونکي ځواک په توګه محسوسې شي؛ له یو بل نه جلا دي او بیل لید لوري او متفاوت کلتوري هویتونه لري . «موږ ونه شوای کړی په همکچې توګه او له ورو او تدریجې بدلونونو سره ؛ د ښځو د حقوقي او ټولنیزې برابرۍ لپاره عمومي باور تثبیت او پوخ کړو؛ موږ په ناڅاپي توګه د ډېرو سستو ټولنبزو بنسټونو له مخې د  ښځو د مدني او طبیعي حقونو دفاع پېل کړه . نن ورځ ښځې په دودېزه ټولنه کې لا هم د کور کارګرانې دي او په ښاري ټولنه کې په یو ډول په یو لړ مډرنیزم په ظاهري بدلونونو کې بندې پاتې دي او دا ددې لامل شوې ده چې د ښارونو او کلیو ښځې له یو بل نه جلا او پردی وي «.شبکه: له دې بیلتون نه مو موخه څه ده؟سلجوقي: کلیوالې ښځې د دود یرغملې پاتې دي او هغو مېرمنو چې په ښار کې دي؛ د مډرنو مدني او ټولنیز پراختیاوو…

Continue Readingپه ټولنه کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د هغوی ترمنځ پېوستون او یو والي ته اړتیا ده

لومړی اوربند؛ د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې راتلو ته هیلې کموي

په هلمند کې یو شمېر مدني فعالان وایي چې لومړنۍ او ترټولو مهمه موضوع چې د سولې د خبرو مرکچي لوري باید پرې هوکړه وکړي؛ د اوربند ټینګښت دی او تر هغه وروسته دې پر  نورو مسایل بحث وکړي .په هلمند کې د پوهنتون استاد او مدني فعال سمیع الله حمیدي د مدني تولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې اوربند لومړيتوب دی او نړیواله ټولنه باید په دې تړاو پر طالبانو فشار راولي . «  تر ټولو مهمه موضوع اوربند دی ؛ځکه که عمومي یا نسیي اوربند ټینګ شي ؛ د هېواد وضعیت بدلون ومومي او ذهنونه به پر سولې راټول شي .شبکه:  ستاسو ارزونه له هغه څه چې تر اوسه په سولې خبرو کې تېرشوي دي؛ څه ده ؟تر کومه بریده باید دغو خبرو  پایلې ته هیله من و اوسو ؟حمیدي:  په لومړییو کې دغو خبرو ته هیلې زیاتېوې؛ خو لکه څرنګه چې د هغو په پېلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی ؛ ددغو مذاکراتو پایلې ته هیلې کمې شوي دی .دغو خبرو تر اوسه هیڅ کومه پایله نه ده لرلې او مذاکره کوونکي  لوري ان پر اوصولو هم هوکړې ته نه دي رسیدلي؛ مذاکراتو ته هیلې کمې شوي دي او زما په اند  ښکېل لوري یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو وړتیا نه لري؛ سخت شرایط رامنځته شوی دی چې ښایي تر یوه وخته دوام ولري . زما په باور طالبان او دولت واقعیت ته په کتو مخته نه ځي؛ په ټوله کې د ښکېلو لورو د انعطاف نه منلو او د تاوتریخوالي زیاتېدو سولې ته د رسېدو هیلې کمې کړي دي .شبکه:  ستاسو په باور له هغې ډلې سره خبرې به  چې د ښځو په تړاو ښه مخینه نه لري؛ د ښځو د ټولنیز او  سیاسي حضور  لپاره څه پایله ولري . آیا ستاسو په اند هغوی به د…

Continue Readingلومړی اوربند؛ د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې راتلو ته هیلې کموي

«د ښځو د حقونو بحث؛ هغه پروژه چې باید پروسه شي»

یو شمېر څېړونکي په دې  باور دي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ِښځو د حقونو مفهوم په سیاسي او ټولنیزو ادبیانو کې ځای پیدا کړی دی؛ خو په دې برخه کې ډ‌ېرې هڅې د ځينو دلایلو په تېره بیا د هغو د پروژه يي توب له امله دومره اغېزناکې نه وې او ښځې لاهم له ستونزو سره مخ پاتې دي.   د پوهنتون استاد ؛ لیکوال؛ او څېړونکی عبدالمنان دهزاد له د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د ښځو د حقونو په تړاو هغه څه چې په لومړیتوب کې دي؛ لږ تر لږه د هغو شعارونو پلي کېدل دي چې په تړاو ورکړل شوی وو. «سره له دې چې په دې برخه کې لسګونه بنسټونه جوړ شوي دي؛ خو تر اوسه د ښځو ستونزې هغه ډول نه دي حل شوي چې باید حل شوي وای؛ ځکه دغه بنسټونه نه دي توانېدلې چې په دغو کلونو کې د ښځو د حقونو بحث له پروژې نه پر یوې پروسې بدل کړي؛؛ شبکه: دې ته په پام سره چې د سولې خبرې روانې دي او تمه کیږي چې د ښځو موضوع پکې له مهمو بحثونو وي؛ ستاسو په اند په دغو مذاکراتو  کې باید د ښځو په تړاو پر کومو موضوعګانو ټينګار وشي ؟ دهزاد:  لومړی دا چې د ښځو معنی داره حقونه  باید په جدي توګه مطرح شي؛ یعنې باید د هغوی حضور سمبولیک نه وي .که د لارې په همدې پېل کې د ښځو د حقونه او په هغو پورې د اړوند ژمنو پلي کيدل له طالبانو سره مخامخ شریک نه شي؛ترهغه وروسته چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي؛په دې تړاو به بحثونه ګټور نه وي . سمه ده چې طالبان وایي د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په اډانه کې  په پامې کې نیسي…

Continue Reading«د ښځو د حقونو بحث؛ هغه پروژه چې باید پروسه شي»

«یوازې ښځې کولای شي د خپلو پرحقه آزادیو ټاکوونکې وي»

د سولې د خبرو له پېلېدو وروسته او د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو له لوري د مذاکراتو په لړ کې د ښځوحقونو ته پر نه پاملرنې له اندېښنې سره همهاله ځينې کسان دې موضوع ته په نغوتې سره وايي چې هیڅ ډله باید د ښځو حقونه ونه ټاکي؛ بلکې هغوی په خپله  خپلې غوښتنې او آزادۍ تعریف کړي.ژورنالېست پروېز کاوه د مدني ټولنې او بشري  حقونو له شبکې سره په مرکه کې ایي چې په سولې خبرو کې د ښځو په تړاو هر ډول بحث کیدای شي د هغوی د آزادیو په برخه کې د محدودیتونو لامل شي او له همدې امله ښځې باید ښځ په خپله خپلې آزادۍ وټاکې او تجربه کړي . « د ښځو آزادۍ باید هغوی خپله وټاکي . مېرمنې باید د یوه واقعیت  او د بشري ټولنې د یوه اصل په توګه په رسمیت وپيېژندل شي او خپلې آزادۍ ترلاسه کړي ؛یعنې د ښځو په تړاو د مذاکراتو وروستۍ پایله باید دا وي چې هېڅوک د هغوی د آزادیو د اخیستو  حق ونه لري«شبکه:هغه څه ته په پام سره چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي دي ؛تر کومه بریده کولای شو له خبرو ددغه راز پایلو تمه ولرو؟کاوه: زما په اند هغه څه چې تر اوسه په مذاکراتو کې پېښ شوي د خبرو لومړني پړاوونه دي او له همدې امله نه پوهېږو چې د ښځو د آزادۍ په تړاو تر کومې کچې باید هیله من یا اندېښمن و اوسو ؛ خو په هر حال د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو د فردي آزادیو په برخه کې اندېښنې شته او زه فکر کوم چې دا اندېښنې باید مطرح شي او د سولې مذاکراتو لوريشبکه:آیا د دولت مرکچي پلاوی په دې حد کې دی چې دغه راز تمه ترې وکړای شو؟کاوه:  زه فکر کم مرکچي پلاوی له قومي ؛جنسیتي؛…

Continue Reading«یوازې ښځې کولای شي د خپلو پرحقه آزادیو ټاکوونکې وي»

«ان یو ګام به هم شاته ستنې نه شو»

د سولې په خبرو کې د ښځو په تړاو د احتمالي محدودیتونو منل کېدل یوه هغه موضوع ده چې د دغو خبرو له پېلېدو د ښځو په برخه کې د فعالو دولتي او نادولتي ادارو د مسوولانو او کارکوونکو په یوې لویې اندېښنې بدله شوې ده . یو شمېر مېرمنې وايي چې افغان ښځو په تېرو کلونو کې د هغه څه د ترلاسه  کولو لپاره چې اوس یې لري؛ مبارزه کړې ده او امکان نه لري چې د هغوی په حقونو معامله وشي .د هلمند د ښځو چارو رییسه وجیهه مقدس رسولي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي؛ دولت ښځو ته ډاډ ورکړی دی چې د هغوی له حقونو به دفاع کوي او هغوی دې په دې تړاو اندېښنه نه کوي . خو که چېري د مېرمنو د حقونو د معاملې پرېکړه وشي؛ ښځې به یې پروړاندې ودرېږي. « امکان نه لري چې ان یو ګام هم شاته ستنې  شو؛دولت ته اجازه نه ورکوو چې ان زموږ د حقونو پر یوې برخې هم معامله وکړي او په هېواد کې داسې سوله رامنځته کړي چې د هېواد د نیمايي نفوس حقونو ته پکې پاملرنه ونه شي «شبکه: آيا د مرکچي پلاوې ښځينه غړې د ښځو د حقونو د دفاع وړتیا لري ؟مقدس رسولي:  هغه مېرمنې چې د افغانستان د ښځو په استازیتوب د سولې په خبرو کې حضور لري؛ که په جدي توګه د ښځو د حقونو  او د هغوی د تېرو لاسته راوړنو دفاع وکړي؛ حتما به خپل اغېز ولري. بله موضوع داده چې زما په اند نارینه هېڅکله د ښځو په استازیتوب د هغوی له حقونو دفاع نه شي کولای؛ ځکه د ښځو ستونزې او درد چې هغوی یې زغمي؛ یوازې یوه ښځه درک کولای شي؛ نو له  همدې امله دا غوره وه چې له بیلابیلو ټولنیزو کچو او بیلابیلو…

Continue Reading«ان یو ګام به هم شاته ستنې نه شو»

په سولې مذاکراتو کې د خبریالانو رول ته د حکومت پر نه پاملرنې د رسنیو د مسوولانو نيوکې« خلک نه پوهېږو چې د تړلو دروازو ترشا څه تېرېږي»

د سولې د خبرو په تړاو له دولته د رسنیو د مسوولانو او خبریالانو یوه مهمه غوښتنه؛په دغو مذاکراتو کې د څارونکي په توګه د هغوی د یوه استازي حضور دی . د ځینو رسنیزو مسوولانو په وینا د دوی لویه ستونزه داده چې د قطر په غونډه کې د څارونکي په توګه د دوی استازی حضور نه لري او خبرې  د تړلو دروازو ترشا مخته بیول کیږي.د نی (د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ کوونکي) دفتر اجرايي رییس مجیب خلوتګرد مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي سره له دې چې حکومت ژمنه کړې وه چې د مذاکراتو بهیر به د هغه له جزیاتو سره د رسنیو له لارې د خلکو په واک کې ورکول کیږي؛ خو داسې ونه شول. « ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په ورځ ژمنه وکړه چې موږ به د سولې مذاکراتو کلمه؛ کلمه د  رسنیو له لارې تر خلکو ورسوو ؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول او  د افغانستان حکومت د رسنیو له غوښتنې سترګې پټې کړې.په داسې حال کې چې خلک اړتیا لري وپوهېږي چې برخلک یې څرنګه ټاکل کیږي.ښاغلی خلوتګر زیاتوي چې له خپل دریځ نه په دفاع کې د حکومت کړنې کمزورې دي او نه دی توانیدلی چې د بیان له آزادۍ دفاع وکړي.شبکه: تر اوسه د سولې د مذاکراتو له بهیره ستاسو ارزونه څه ده؟خلوتګر: یوه مساله چې د خبرو په پرانستغونډه کې روښانه شوه؛ دا وه چې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی او لاهم پر اسلامي حکومت ټينګار لري. بله د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې طالبان لاهم افغان حکومت نامشروع بولي او په رسمیت یې نه پېژني. دا موردونه ښيي چې که مذاکرات ناکام نه دي؛ نو بریالي کیدل یې هم ډېر وخت اخیستونکي دي او باید له سختو پړاوونو تېر شي څو پایلې ته…

Continue Readingپه سولې مذاکراتو کې د خبریالانو رول ته د حکومت پر نه پاملرنې د رسنیو د مسوولانو نيوکې« خلک نه پوهېږو چې د تړلو دروازو ترشا څه تېرېږي»