«هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو»

د ښځو په برخه کې د یوشمېر فعالو بنسټونو مسوولانې وايي چې حکومت باید د سولې په خبرو کې د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې  پر خپل دریځ ودرېږي؛ځکه هغه سوله د منلو نه ده چې د ښځو حق ته پکې پاملرنه ونه شي .په بلخ کې د ښځو د شبکې مسووله معصومه رحیمي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي د حکومت دریځ د ښځو له حقونو دفاع ده او باید ورته ژمن وي . « موږ هېڅکله هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو؛مېرمنې به هیڅ وخت خپلو لاسته راوړنو ته  نه پاملرنه ونه مني او دا چې ښځې یوځل بیا د شل کاله وړاندې  په څېر په کورونو کې کیني؛ شونې نه ده .شبکه: د هغه څه په تړاو مو ارزونه څه ده چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي؟رحیمي :زما په اند مذاکرات تر اوسه ښځو ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه هغوی لاهم د خپلو حقونو او لاسته راوړڼو په تړاو اندېښنې لري.ښځې نه غواړي چې شاته ستنې شي او لاسته راوړنې یې قرباني شي. که څه هم تر اوسه له خبرو خوښ نه یو او بهیر یې ډېر پڅ دی او په ګونګه توګه پرمخ ځي؛ خو د مرکچي پلاوي له یوې غړې سره مې چې خبرې کولې ؛ډاډ یې راکړ چې په سمه توګه له موږه استازیتوب کوي او د مذاکراتو له پرمختګه موږ ته ډاډ راکوي .شبکه: ستاسو په اند له یوې داسې ډلې سره به چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟رحیمي: زمت په نظر له  طالبانو سره د دولت سوله  ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه پټه معامله وي؛ چې شونې ده د ښځو حقونه پکې په پام کې ونه نیول شي.…

Continue Reading«هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو»

د افغانستان اوسنۍ ښځې متفاوتې دي

د مدني ټولنې یو شمېر  فعالان په دې باو دي چې  د افغانستان ښځو په تېرو شلو کلونو کې ډیر پرمختګونه لرلېدي او که په واک کې د طالبانو په ګډون سره د هغوی لپاره هیڅ محدودیت د منلو نه دی.د بدخشان د مدني ټولنې منشي کیکاووس شجاع تکساري د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې طالبان باید ومني چې د افغانستان  اوسنۍ  ښځې له تېر سره توپېر لري . « په تېرو شلو کلونو کې د  ښځو پرمخ  د تحصیلي بنسټونو دروازې خلاصې وې او د هېوادوالې  پر دې برخې ظرفیت جوړونه شوې ده. د افغانستان ښځو په دې  موده کې ډېرې بریاوې خپلې کړې دي او اوس نه غواړي چې ځانونه د خپل کور په چاردېوالۍ کې را اېسار کړي. د ښځو غږ باید واورېدل شي او د سولې په مذاکراتو کې د هغوی حضور باید معنی داره وي .شبکه: ستاسو ارزونه له هغه څه چې د سولې په خبرو کې تېر شوي دي څه ده ؟تکساري: سره له دې چې د سولې د خبرو له پېلېدو نسبتا اوږده موده تېرېږي؛ لاهم د راروانو مذاکراتو لپاره اجنډا نه ده ټاکل شوې؛ او د ا د افغانستان  د خلکو لپاره اندېښمنوونکی ده. ټول هېوادوالو د سولې تږي دي او هیله من دي چې مذاکرات اغېزناک وي او دا خبرې اترې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل شي. خلکو تل عدالت غوښتنه کړې او له جګړې او نا امنیو یې خپله کرکه څرګنده کړې . هیله من یم چې په دوحه کې مذاکرات د هوکړې لامل شي او موږ سولې ته ورسېږو.شبکه:  ستاسو په نظر له داسې ډلې سره چې ښه مخینه نه لري؛ په تېره بیا د ښځو په برخه کې؛ خبرې کومې پایلې ته رسېدلی شي؟تکساري:  دا د خبرو اترو په ښکېلو لورو پورې تړاو لري .…

Continue Readingد افغانستان اوسنۍ ښځې متفاوتې دي

د مذاکراتو د پایلې د ابهام تر سیوري لاندې؛«د خپل راتلونکې لپاره پرېکړه نه شم کولای »

هغه چې د حقوقو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ په څانګه کې زده کړې کوي؛ وایي دا څانګه یې یوازې د لیوالتیا له امله نه ده غوره کړې ؛بلکې د یوې ښځې په توګه یې د ټولنیزو ارزښتونو او حقونو په برخه کې د ښه درک لپاره د هغې د انتخاب پرېکړه کړې ده .مریم مرادي چې په ټولنه کې د ښځو لپاره له ځينو ستونزو سره سره یې دا څانګه انتخاب کړې ده؛وایي د هېواد په نرواکې فضا کې یې په ټولنیزو؛ او حکومتي کچو کې ښځو ته د ارزښت نه ورکولو او د مېرمنو د ځورولو پر ستونزو له پوهېدو سره سره  په دې څانګه کې د زده کړو پرېکړه کړې ده . « د لویانو په وینا ؛ ښځې به په هغې ټولنه کې چې پر وړاندې یې ستونزې ډېرې وي؛ ډېره وده وکړي. په هره اندازه چې پرانسانانو د تپل شوي فشار کچه زیاته وي ؛ په هماغه اندازه  به یې د بریالیتوب او ځلېدو کچه زیاته وي.مېرمن مرادي زیاتوي؛ په دې څانګه کې په زده کړو سره غواړي د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د مشارکت کچه لوړه کړي. ځکه ددې په باور په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د مشارکت د کچې د ټيټوالي یو لامل لوړو تحصیلي درجو ته د هغوی نه رسیدلي دي.که څه هم د خپلې تحصیلي څانګې او په دې برخه کې د کارکولو په تړاو ډېرې هیلې لري او هیله منه ده چې یوه ورځ یې دا دا ټولې هیلې پوره شي؛ خو وایي په حکومت کې د طالبانو د حضور د وېرې له امله تر اوسه نه ده توانیدلې ؛ له پوهنتونه  له فارغېدو د وروسته کلونو په تړاو پرېکړه وکړي. « په حکومت کې د طالبانو حضور به د ښځو پر برخلیک اغېزې ولري؛ ښايي بیا هم د خپل حکومت د دورې…

Continue Readingد مذاکراتو د پایلې د ابهام تر سیوري لاندې؛«د خپل راتلونکې لپاره پرېکړه نه شم کولای »

«موږ سولې ته سترګې پر لار یو»

د  سولې د مذاکراتو له پېلېدو سره همهاله د  تاوتریخوالو زیاتوالی په تېره بیا د ملکیانو وژنه د دولتي چارواکو او هېوادوالو په یوې اندېښنې بدله شوې ده. د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مسووولان وایي چې دا اندېښنه به هغه مهال له منځه ولاړه شي چې د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي . د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین د مدني ټولنې او د بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي ؛ دوی د سولې په خبرو باور لري؛ خو په دې تړاو اندېښنې هم شته . « سره له دې چې د سولې مذاکرات روان دي؛ هره ورځ د چاودنې ؛ ځانمرګي برید ؛ ترور او ټولنیزو  سرغړونو شاهدان یو؛ موږ د افغانستان خلک سولې ته سترګې پر لار یو ؛ داسې سولې ته چې د ورغلې لارې لږ سلنه یې هم نه ده وهل شوې. شبکه: په دې صورت کې د سولې د خبرو د پایلو  په هکله ستاسو وړاندوینه څه ده ؟ یقین: دغو خبرو ته هیله منه یم او په هغو باور لرم ؛ خو له یوې خوا د خبرو په پرمختګ کې ځنډ او له بلې خوا د تاوتریخوالي او نا امنۍ زیاتوالی اندېښمنوونکی دی  او موږ ته دا پوښتنه راولاړېږي چې ولې دا خبرې نه دي توانيدلي پر وضعیت اغېز وکړي؛ په تېره بیا په دې وروستیو کې چې خلکو ته شرایط لا سخت شوي دي . شبکه: که دسولې خبرې د یوه فرصت په توګه په پام کې ونیسو؛ ښځې څه ګټه ترې اخیستلای شي؟ یقین: که چېري په ټولنه کې سوله وشي؛ امنیت به ټینګ شي په دې صورت کې د پرمختګ لار هم هوارېږي او خلک په تېره بیا ښځې کولای شي د خپلو ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي او دغه راز خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره عدالت غوښتنه…

Continue Reading«موږ سولې ته سترګې پر لار یو»

د توپیرونو تر مېنځ د هوکړو په لټه کې؛ میرمنې د دوی د عام دردونو په اړه خبرې کوي

د غوښتنو د تفاوت ادعا، د ښاري او کلیوالو ښځو د اندیښنو توپیر او د اساسي حقونو په اړه د هغوې د تعریفونو تفاوت، داسې مسایل دي چې څه موده وړاندې د «روایت زنانه» د کمپاین د جوړیدو لامل شول. د دې کمپاین غړي وايي چې د هغوې یوه موخه له ټول هیواده د ښځینه روایتونو راغونډول دي څو د ښځو ګډ دردونه پیدا او له نورو سره شریک کړي.د «روایت زنانه» زنانه د کمپاین غړې عطیه مهربان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د هغوۍ د کار پیل داساسي حقونو په اړه وو چې پوه شې آیا دا حقونه یواځې د کابل او د ولایتونو د مرکزونو اوسیدونکو ښځو ته اهیمت لري که ټولې ښځې په دې اړه اندیښنه لري. « یوه موضوع چې د طالبانو او آن د بهرنیو لخوا ورته لمن وهل کیږي داده چې د سولې د بهیر په اړه د ښځو اندیښنې، اعتراضونه او حرکتونه یواځې د ښاري میرمنو پورې محدودې دي او کلیوالې میرمنې داشان غوښتنې نلري او دا مسایل هغوې ته ارزښت نلري..»شبکه: د دغو خپرو شویو روایتونو څخه مو څه پایله ترلاسه کړې؟ مهربا: موږ د ښځو د اساسي حقونو لپاره کار کړی دی چې په هغې کې لومړی مسله د ښځو د تعلیم موضوع وه چې په پراخه کچه وستایل شوه. له هغه وروسته د کار کولو، مدني فعالیتونو، سیاسي مشارکت حقونه او د جګړې د قربانیانو حقونه زموږ د کمپاین موضوع ګانې دي. هغه څه چې مو تر اوسه ترلاسه کړي دي دادي چې ډیرې ښځې د تعلیم د حق خبره کوو، خو د سیاسي مشارکت او کار کولو حق لږ اوریدل شوي موضوعات دي؛ زموږ د ډلې په باور د دې چارې لامل دادی چې په ډیرو سیمو کې اصلاْ له ښځو سره په دې اړه خبرې ندي شوي او ډیری…

Continue Readingد توپیرونو تر مېنځ د هوکړو په لټه کې؛ میرمنې د دوی د عام دردونو په اړه خبرې کوي

د عکس اخیستو له ستونزې د مخپټو کسانو تر خطره؛ د بدخشان ښځې له ټولنیزو دودونو سره لاس او ګریوان دي

د دودیزو ټولنو جوړښت، په ځانګړې توګه تندلارې تفکرات د ښځو د فعالیتونو په وړاندې له خنډونو شمیرل کیږي. د افغانستان ټولنه هم د افراطي افکارو په لرلو د ښځو د تحصیل او فعالیتونو په وړاندې د ستونزو لامل بلل کیږي.په بدخشان ولایت کې د ښځو د مشارکت د ولایتي دفتر استازې آصفې کریمي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هغوې په بدخشان کې د ښځو د حقونو فعالانو په توګه له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او ډیر خنډونه ېې په وړاندې شته.شبکه: مهرباني وکړئ د دغو ستونزو په اړه لږ معلومات راکړئ. کریمي: په بدخشان ولایت کې کار کول ډیر ستونزمن دي؛ ځکه د دې ځای خلک بیلابیل نظرونه لري. د ښځو د حقونو د فعالانو یوه ستونزه داده که وغواړي یو فعالیت ترسره کړي او د فعالیت له شرح سره په ټولنیزو شبکو کې خپل عکس خپور کړي د هغوۍ تصویر د «بد» شخص په توګه کارول کیږي، زه خپله هم په دې  برخه کې تجربه لرم؛ په دې وروستیو کې مو په یوې ولسوالۍ کې د پوهاوي یو پروګرام جوړ کړی وو، د پروګرام له پایته رسیدو وروسته مخکې له دې چې زه مرکز ته ورسیږم زما تصویرونه په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي وو او یوشمیر کسانو د نظرونو په برخه کې سپکې سپورې لیکلې وې، دا سمه ده چې زما کورنۍ به له دې موضوع سره ستونزه ونلري، خو ډیرې کورنۍ خپرو لوڼو ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل عکسونه په ټولنیزو پاڼو کې خپاره کړي له همدې امله د یوشمیر میرمنو لپاره په ټولنیزو پاڼو کې د هغوې د عکسونو خپریدل د فعالیتنو د مخنیوي لامل شوي دي، که څه هم چې د نورو په باور د عکس ستونزه کوچنۍ ده، خو ډیر شمیر ښځو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو له دې…

Continue Readingد عکس اخیستو له ستونزې د مخپټو کسانو تر خطره؛ د بدخشان ښځې له ټولنیزو دودونو سره لاس او ګریوان دي

« یواځې جمهوریت د ښځو د مشارکت لپاره مناسب نظام دی»

یوشمیر مدني فعالان په دې باور دي چې د جمهوری نظام خوندي ساتل باید د سولې د مذاکراتو په لومړيتوب کې وي؛ ځکه جمهوریت یواځینی نظام دی چې د وګړو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تضمینونکی دی. د پوهنتون استاد او مدني فعال رحمت الله شریعتي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: له جمهوریت پرته هیڅ نظام نشي کولای د ښځو د مشارکت لپاره ډاډمنه او کم خطره لاره آوراه کړي. « موږ باید د جمهوریت ساتنه وکړو؛ ځکه دا هغه نظام دی چې کولی شي د ښځو حضور تضمین کړي. زه فکر کوم په لومړي سر کې موږ وګړو په ځانګړې توګه ښځو ته د جمهوریت موضوع ډیره مهمه ده. دویمه هموضوع د تیرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو خوندي ساتل دي، تر نورو مهم د اساسي قانون د دوهم څپرکي ساتل چې دي چې که موږ وکولای شو هغه خفظ کړو دا بنسټیز مسال دي او کولای شو تر یوه حده بریالي اوسو.»شبکه: د سولې د شویو خبرو په اړه مو تر دې دمه ارزونه څه ده؟شریعتي: مرکچي پلاوي په اوږدې مودې کې ندی توانیدلی د سولې د خبرو په آجندا هوکړې ته ورسیږي؛ په دې معنی چې دا بهیر ډیر پیچلی او سخت دی او هغوې تر اوسه یوه مشخص میکانیزم ته چې د سولې خبرې له امله پرمخ  ولاړې شي ندي رسیدلي. که ډیر خوشبینانه چلند وکړو کولی شو ووایو چې د افغانستان د دولت د مرکچي  پلاوي نظر ډیر ښه دی، خو د طالبانو نظر یو انحرافي لوری لری او  دا کولی شي د افغانستان نوې ولسواکي، قوانین، لاسته  راوړنې او د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخامخ کړي. شبکه: آیا له داسې ډلې سره د سولې خبرې چې له میرمنو سره د چلند ښه مخینه نه لري پایلې ته ورسیږي؟شریعتي: په خواشینۍ…

Continue Reading« یواځې جمهوریت د ښځو د مشارکت لپاره مناسب نظام دی»

د میرمنو په وړاندې د طالبانو چلند د سولې د خبرو په تړاو د میرمنو د اندیښنې لامل دی

د سولې د خبرو له پیله تر اوسه د هیواد یوشمیر وګړو د هیله مندۍ په څرګندولو او یوشمیر نورو د اندیښنې په ښودلو د سولې د پایلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي. په بدخشان ولایت کې د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله دیده شکیب له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د یوې میرمنې په توګه د سولې د خبرو په اړه ېې یوه ستره اندیښنه له ښځو سره د طالبانو مخالفت دی.« که څه هم چې غواړم خوشبینه اوسم، خو د یوې افغانې میرمنې په توګه یوه ستره اندیښنه لرم چې په هر ترلاسه شوي فرصت کې مې په اړه یادونه کړې ده او هغه اندیښنه داده چې له داسې ډلې سره چې د هیواد نیمايي وګړي نه مني خبرې کول خطرناک کار دی. شبکه: تر دې دمه د سولې د روانو خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ شکیب: که څه هم چې د سولې د خبرو له پیله کابو دوه میاشتې تیریږي خو مرکچي پلاوی تر اوسه ندی توانیدلی چې په کوچنیو او ابتدايي مسایلو پایلې ته ورسیږي؛ له همدې امله فکر کوم کارونه په سمه توګه پر مخ نه ځي په ځانګړې توګه کله چې خلیلزاد په دې اړه اندیښنه څرګندوي خو که د مسلې بل اړخ ته نظر واچوو، دا موضوع د پوهیدو وړ ده په داسې هیواد کې چې کابو څلویښت کاله له جګړو سره لاس او ګریوان وو، په څلویښتو ورځو کې د جګړو او  تاوتریخوالیو پایته رسول ناممکن کار دی او ښايي د سولې د خبرو د ځنډ د توجه یواځینی لامل همدا مسله وي. په مجموعي توګه د مذاکرې دواړه لوري تر اوسه په اصولو او قواعدو هوکړې ته ندي رسیدلي چې دا اندیښمنونکې مسله ده.  شبکه: ستاسو په نظر آیا له طالبانو سره خبرې به پایلې ته…

Continue Readingد میرمنو په وړاندې د طالبانو چلند د سولې د خبرو په تړاو د میرمنو د اندیښنې لامل دی

«د افغانستان د ښځو لپاره هیڅ ډول محدودیت د منلو ندی»

.د ښځو د حقونو یوشمیر فعالان وايي د سولې د هوکړې د لاسلیک او په واک کې د طالبانو د مشارکت په صورت کې د ښځو په فعالیتونو او حقونو محدودیتونه ونه لګول شي؛ ځکه هغوې خپله حقونه په ډیرو ستونزو ترلاسه کړي دي.په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې فعالې فریحې ناصري( مستعار نوم) له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، د افغانستان د ښځو لپاره هیڅ محدودیت د منلو وړ ندی؛ ځکه د افغانستان ښځو خپل حقونه د ډیرو قربانيو په زغملو ترلاسه کړي دي.شبکه: تر دې دمه د سولې د روانو خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ناصري: د مذاکراتو له پیله کابو دوه میاشتې تیریږي، خو د مذاکرې دواړه لوري تر اوسه د خبرو په آجندا هوکړې ته ندي رسیدلي. د رسنیو د راپورونو په بنسټ د آجندا د وروستي کیدو لپاره هیڅ پرمختک ندی شوی او اوس د مذاکراتو د پایلو په اړه خبرې کول له مخته مخکې دی. شبکه: له داسې ډلې سره خبرې کول چې له  ښځو سره د چلند ښه مخینه نه لري په ټولنه کې  به د ښځو په ټولنیز او سیاسي حضور اغیزه څه وي؟ناصري: د طالبانو د ډلې له جوړیدو تر اوسه، د دې ډلې غړي تر ننه د په حقونو باور نه درلود او هغې ته ېې احترام ندی کړی. د دې ډلې په ترکیب کې هیڅ کله ښځې شاملې نه وې او دا څرګندوي چې دا ډله ښځو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. په واک کې د طالبانو د شریک کیدو په صورت کې امکان لري طالبانو پر ښځو ټینګ ګوزار وکړي؛ هغوې به د ښځو آزادۍ سلب او ډیر محدودیتونه به په ښځو ولګوي څو ښځې ونشي کولای په آزاده توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. پر ښخو به د طالبانو لومړی ګوزار دا وي چې هغوۍ به نارینه ګانو…

Continue Reading«د افغانستان د ښځو لپاره هیڅ ډول محدودیت د منلو ندی»

« د سرو کرښو څخه د دفاع لپاره د دولت په مقاومت باور نه لرم»

یوشمیر کارپوهان د دولت او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو په ضعیف کیفیت په نیوکې سره وايي د هغه څه په اړه چې د سرې کرې په توګه منل شوي د دولت دریځ متزلزل دی.د نبراس څیړنیزې او مطالعاتي موسسې رییس سید حسین اشراق حسیني د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې وویل: د سرو کرښو د ساتلو لپاره د دولت دریځ ته خوشبین نه دی هغه زیاته کړه، هغه سرې کرښې چې دولت ېې ټاکي د بدلون په حال کې دي له همدې امله باور نه لرم چې دولت دې په یوې سرې کرښې ټینګ ودریږي. شبکه: د سولې د خبرو په اړه مو ارزونه څه ده؟اشراق حسیني: د خبرو د پیل کیدو نفس ښه دی هم په ملي او هم په نړیواله کچه وستایل شو، خو په خواشینۍ سره چې د خبرو بهیر هم له تخنیکي اړخه او هم له سیاسي پلوه ستونزې او اندیښنې رامینځته کړي دي. په ځانګړې توګه د طالبانو تحریک د  یوشمیر پخوانیو انګیرنو په اړه چې پخواېې لرلې ټینګار کوي.شبکه:  ستاسو منظور کومې انګیرنې دي؟اشراق حسیني: د دموکراسۍ او ټاکنو په اړه انګیرل. همداراز دا ډله ښځو ته هم چندان ارزښت نه ورکوي او بشري ارزښتونو ته بې پامي کوي. دا څرګندوي چې طالبان د پخوا په څیر د امارت د تفکر په بڼه پرمخ ځي  خو لږ بدلون لري چې دا بدلون هم له امریکا سره د تړون له امله دی.شبکه: آیا له دی ډلې سره به خبرې پایلې ته ورسیږي؟اشراق حسیني: زه فکر کوم دا مذاکرات مخکې له دی چې د ښه حکومت د ثبات  او پراختیا په مجموع کې د ملي اعتماد لپاره همغږي وي یوه پروژه ده چې له یوشمیر کورنیو او بهرنیو کړیو لخوا تظیم شوې ده، که چیرې پرته له دې بل څه وي نو هغه هیوادونه چې د بشري حقونو، د…

Continue Reading« د سرو کرښو څخه د دفاع لپاره د دولت په مقاومت باور نه لرم»