«په راحتي نه یو رسیدلي چې په آسانۍ لاړ شو»

خبریالې نظیفې شریفي سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکهافغان میرمنو ته د طالبانو له دورې وروسته، په ټولنه کی د کاري زمینې او سیاست کې د دخیل کیدو فرصتونه او ګډون تر یوه حده موجود وو چې په وروستیو کلونو کې صعودي لاره وهلې ده. اوس چې د سولې خبرې پیل شوې ، میرمنې اندیښنه لري لکه د طالبانو په دوره کې  دوی به یوځل بیا له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه وتلو ته اړ شي.خبریالې نظیفې شریفي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوی اندیښنه دا وه چې میرمنې به د سولې موافقې وروسته څنډې ته شي او دوی به ونشي کړای په بیلابیلو سکتورونو کې مشارکت وکړي لکه څنګه چې اوس فعالیت کوي. "زموږ سره کرښه باید د هغو ارزښتونو ساتنه وي چې موږ په ټولنه کې د کار کولو او زیار ایستلو سره ترلاسه کړي. موږ ، د افغان میرمنو ، پدې وروستیو کلونو کې ډیری قربانۍ ورکړې. "موږ په اسانۍ سره دې مرحلې ته نه یو رسیدلي چې اوس زموږ په لاسته راوړنو معامله وشي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده چې د طالبانو تور حاکمیت ته بیرته ورستانه شو.شبکه: د خبریالې په توګه د سولې خبرو په اړه د ښځینه هیوادوالو نظرونه څنګه ارزوئ؟شریفي: د هغه څه په بنسټ چې له افغانو میرمنو سره د خبرو پرمهال مو اوریدلي دي، هغوې د سولی خبرو پایلو ته هیله مندې نه دي. د یوشمیر دغو ښځو اندیښنې دادي چې د هغوې په لاسته راوړنو معامله ونه شي او دا هغه څه دي چې طاللبان ېې غواړي.شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو حضور څومره کولی شي د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟ شریفي: د ښځو په ځانګړې توګه د تخار ولایت ښځو لپاره د اندیښنې یو لامل، د مرکچي پلاوي ترکیب…

Continue Reading«په راحتي نه یو رسیدلي چې په آسانۍ لاړ شو»

«سوله باید د ځوانانو د ودې لپاره لاره اواره کړي»

 د افغانستان ځوانان د ټولنې د سترې برخې په توګه، د نورو وګړو په څیر د سولې د خبرو د پایلو په اړه اندیښنې لري. یوشمیر ځوان فعالان په دې باور دي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته باید په حکومت کې د ځوانانو د ودې لپاره خنډونه جوړ نه شي.مدني فعال شیرمحمد تاجدار،  د افغانستان له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل:د ځوانانو لپاره تر ټولو مهمه  مسله د سولې له خبرو وروسته د ځوانانو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل دي. « په دې وروستیو کلونو کې ځوانانو ډیر پرمختګونه کړي او ډیرې بریاوې هم لاسته راوړي دي. چې د هغوې دا لاسته راوړنې باید د سولې له خبرو وروسته هم وساتل شي.»شبکه: په واک کې د طالبانو ګډون به د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو په فعالیتونو به څه اغیزه وکړيږ؟تاجدار: دا څرګنده ده چې د طالبانو دودیز نظر به ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو ته ستونزې رامینځته کړي، خو دا چې نجونې د ټولنې لویه برخه ده باید له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي څو په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې فعاله ونډه ولري.شبکه: د سولې په خبرو کې باید د ځوانانو په اړه کوم ټکي تر بحث لاندې ونیول شي؟تاجدار: په لومړي سر کې باید د فعالیت او کاري فرصتونو رامینځته کولو په اړه بحث وشي او کوم حقونه چې په تیرو کلونو کې ورته ورکول شوي باید وساتل شي. د سولې په خبرو کې د ځوانانو د استازو حضور ښه فرصت دی څو ځوانان وکولای شي ځان ثابت کړي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.ښاغلی تاجدار وايي، نور ځوانان کولی شي له دې موقعیت نه په ګټې اخیستو له هغو ځوانانو سره چې تندلارې مفکورې لري غونډې جوړې کړي څو له دې لارې د یوبل له نظرونو سره آشنا شي او همداراز…

Continue Reading«سوله باید د ځوانانو د ودې لپاره لاره اواره کړي»

« باید په یو غږ د طالبانومخاطب اوسو»

 له طالبانو سره د سولې د خبرو له پیل مخکې او اوس چې دا مذاکرات جریان لري، مهم ټکی چې د کارپوهانو لخوا پرې ټینګار شوی، د مرکچي پلاوي دغړو ترمینځ همغږي ده. ډیری په دی باور دي چې د مرکچي پلاوي غړو ترمینځ د نظر اتفاق د خبرو د بریا او اغیزمنتیا باندی ډیره اغیزه لري.د سیاسي چارو شنونکي میراحمد جوینده له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هغه کسان چې د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي دي کولی شي مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیسي، خو د دې منظور لپاره دا پلاوی لا ډیر انسجام ته اړتیا لري. « د پلاوي غړي د دفاع ظرفیت او وړتیا لري، خو د دې پلاوي په ترکیب کې تر اوسه پیاوړی همغږي نه ده رامینځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د مهمو اجداګانو په اړه بحث وکړي څو سره هوکړې ته ورسیږي. شبکله: ستاسو په نظر له داسې ډلې سره خبرې کول چې آزمویل شوې ده به څه پایله ولري؟جوینده: که چیرې ټول په ریښتیني توګه سولې ته کار وکړي، پایلې ته به ورسیږي له دې پرته زما په نظر د خبرو دواړه لوري دوه مخالف قطبونه دي چې هوکړې ته دهغوۍ رسیدل ستونزمن دی.  داچې هغوې په حنفي فقه او یا جعفري فقهاو یا په اسلامي حکومت خبرې کوي څرګندوي چې طالبان په پخواني دریځ ولاړ دي له همدې امله داموضوع وخت ته اړتیا لري او موږ هم ټینګار کوو چې د افغانستان پلاوی باید په لا زیات  انسجام او پیاوړي منطق سره طالبانو ته خپل نظرونه وړاندې کړي. که چیرې د افغان پلاوي ترمینځ تفاهم نه وي او مشترکې خبرې ونه لري نو له ستونزو سره به مخامخ شي. شبکه: سربیره پر دې ستاسو په نظر په دغو خبرو کې به د ښځو په اړه به په کومو مواردو خبرې وشي؟جوینده: په…

Continue Reading« باید په یو غږ د طالبانومخاطب اوسو»

«د ښځو قانوني حقونه هیڅ کله د انکار وړ نه دي»

یکی از نگرانی‌های بزرگ مربوط به نتایج گفت‌وگوهای صلح، ایجاد محدودیت‌هایی در بخش حقوق زنان است. شماری به این باورند که اگر طالبان منع حضور زنان در جامعه و تحصیل آنان را به آموزه‌های دینی ربط بدهند، به هیچ‌صورت درست نیست؛ زیرا چنین حقوقی در دین برای زنان در نظر گرفته شده است و سلب آن از سوی این گروه، برای هیچ‌کس قابل قبول نیست.عبیدالله فیضی، رییس انجمن جوانان در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار، در گفت‌وگویی با شبکه‌ی جامعه‌ی مدنی و حقوق بشر (از این به بعد «شبکه») می‌گوید، آنان طرف‌دار آزادی زنان طبق قانون و شریعت استند و حقوقی که اسلام برای زنان در نظر گرفته است، قابل انکار نیست «از آن‌جا که می‌دانیم آموزش و پرورش در اسلام، بر مرد و زن فرض است، این‌که طالبان بگویند زنان حق تعلیم و تحصیل ندارند، برای هیچ‌کس قابل قبول نیست. همچنان بر اساس قوانین افغانستان، زنان و مردان حق رای یکسان دارند و در کل از حقوق برابر برخوردارند.»شبکه: آیا با شریک‌شدن طالبان در قدرت، فعالان حقوق زن می‌توانند آزادانه فعالیت کنند؟فیضی: با گذشت زمان مشخص خواهد شد که طالبان تا چه اندازه با این موضوع موافقت می‌کنند. با این حال امیدواریم که طالبان مشکلی با فعالیت زنان نداشته باشند.شبکه: به نظر شما نقش زنان در مذاکرات صلح چه‌قدر رضایت‌بخش است؟فیضی: زنان در فرهنگ ما از جایگاه بالایی برخوردار استند، در برخی مناطق کشور، زنان به عنوان میانجی برای حل مشکلاتی که بین مردم پیش می‌آید وارد عمل می‌شوند. نقش صلح‌آفرینی زنان در مذاکرات هم به همین اندازه غیر قابل انکار است. ما از زنان تیم مذاکره‌کننده حمایت می‌کنیم و می‌دانیم که آنان می‌توانند از حقوق خود دفاع کنند.شبکه: آمادگی و توانایی گروه مذاکره‌کننده‌ی صلح را چگونه ارزیابی می‌کنید؟فیضی: متاسفانه شماری از اعضای تیم مذاکره‌کننده‌ی دولت در نشست افتتاحیه، توانایی کافی برای افهام و تفهیم مسائل از خود…

Continue Reading«د ښځو قانوني حقونه هیڅ کله د انکار وړ نه دي»

ښځې او د سولې له خبرو وروسته د پرمختګ اراده، یواځې د لاسته راوړنو ساتل بسنه نکوي

د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانی په دی باور دي که څه هم چې د طاللبانو د نظام له سقوط وروسته یولړ لاسته راوړنې لري، خو دا لاسته لاوړنې د هغوې لپاره بسنه نه کوي باید په ټولو برخو کې د پراخ حضور لرلو لپاره نور پرمختګ ته اړتیا ده.  د ښځو د حقونو فعالې نفیسې دانش له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي: د سولې له خبرو وروسته د ښځو لاسته راوړنې باید پیاوړې شي. «طالبان باید پوه شي موږ غواړو د سولې په خبرو کې د ښځو د لا ډیر پرمختګ لپاره لاره آواره کړو.» شبکه:  د لاسته راوړنو د ساتنې ترڅنګ د سولې په خبرو کې د ښځو نورې غوښتنې څه دي چې باید پرې بحث وشي؟ دانش: د تاوتریخوالیو بندیدل یوه دا غوښتنه ده، ځکه ښځې داسې ډله ده چې په جګړو کې تر نورو ډیره قرباني ورکړی. زموږ بله غوښتنه داده چې نجونې او ښځې په آرامه خیال ښونځي او پوهنتون ته لاړې شي، امنیت ېې ټینګ وي او ډیر امکانات ورته ورکول شي. شبکه:  په ولایتونو کې میشتې میرمنې څومره له خپلو حقونو خبرې دي؟ دانش: کله چې په لیرو پرتو سیمو کې مو له میرمنو سره د هغوې د حقونو په اړه خبرې وکړې، یو ډول برید کونکی حالت ېې غوره کړ او موږ ېې وګواښلو. هغوۍ وویل چې زموږ څرګندونې په اسلام کې نشته. دا ښځې له سمه توګه له خپلو حقونو خبرې نه دي. یوشمیر ښځې لکه په ننګرهار، پکتیا او کنړ کې اوسیږي مناسب ژوند نه لري چې لامل ېې ناوړه دودونه لکه، په زوره وادونه، بدو کې د نجونو ورکول او داسې نور دي. آغلې دانش زیاته کړه، ښځې په پلازمینه او سترو ښارونو کې د لیرو پرتو سیمو په پرتله ښه وضعیت لري نو له دی امله دولت باید د ښارونو…

Continue Readingښځې او د سولې له خبرو وروسته د پرمختګ اراده، یواځې د لاسته راوړنو ساتل بسنه نکوي

«موږ سوله غواړو خو نه په هر قیمت»

د ښځو حقونو په اړه د طالبانو لخوا د یوشمیر محدودیتونو وضع کیدو احتمال او د دولت د مرکچي پلاوي لخوا د هغې منلو په اړه اندیښنې د ښځو د حقونو فعالانو تر مینځ د بحث وړ موضوع ده. یوشمیر دا فعالان وايي هغه سوله چې د محدودیتونو په پایله کې رامینځته کیږي دوې لپآره د منلو وړ نه ده او هغوې حاضر نه دي چې سولې راتلو لپاره هره بیه پرې کړي. د سولې احتمال چې د میرمنو حقونو باندې ځینې بندیزونه ولګول شي او د دولت ټیم لخوا د هغې منلو په اړه اندیښنې د میرمنو حقونو فعالینو تر مینځ د بحث موضوع ګرځیدلې. ځینې دغه فعالین وايي چې هغه سوله چې د ښځو پر حقونو د محدودیتونو پایله لري د دوی لپاره د منلو وړ ندي او دوی نه غواړي چې د سولې لپاره هیڅ قیمت ورکړي. د پوهنتون استادی او د ښځو د حقونو فعالې مریم آروین بارکزۍ د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې وویل: که چیرې د سولې له هوکړې وروسته د خلکو اساسي حقونو ته احترام وشي او د ښځو او نارینه ګانو د حقونو انډول په پام کې ونیول شي نو کیدای شي چې طالبان په واک کې شریک شي. « یوشمیر کسان وايي موږ په هره بیه د سولې غوښتونکي یو، خو زه په دی باور نه یم، موږ نشو کولای سولې ته هره بیه پرې کړو، څه ډاډ شته چې تلپاتې سوله به هیواد ته راشي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اجرايي ضمانت نشته او موږ سولې لپاره هره بیه پرې کولی نه شو.» شبکه: ستاسو په نظر آیا مذاکراتي ټیم د هیوادوالو د بنسټیزو حقونو د دفاع وړتیا لري؟ بارکزی: که څه هم چې خلک حق لري پوه شي چې د سولې په خبرو کې څه تیریږي، خو په خواشینۍ سره چې…

Continue Reading«موږ سوله غواړو خو نه په هر قیمت»

د جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې او د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر په نولسمه د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې، «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.  په دې کنفرانس کې اتیا تنو چې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان، د قرغز، واخي، ګجر، بلوڅو، نورستاني او ساداتو قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې د یوشمیر دولتي او غیر دولتي  پوهنتونونو استادانو او محصلانو هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو.  د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده، د بدخشان ولایت د بشري حقونو د کمیسیون مشره آغلې عارفه نوید، د ولایتي شورا غړی ښاغلی محمد ذاکر آرین، د برنا پوهنتون رییس ښاغلی آدینه محمد امیني، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی سیاس نوري، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی صفي الله ظریفي او آغلې برګ ګل خلیلي د بدخشان پوهنتون استاده د دې غونډې ویناوال وو.  د خپرونې په پیل کې د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې څیړونکي ښاغلي علي پیام نادري، د «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» ترعنوان لاندې د څیړنې موندنې بیان کړې.  د دې خپرونې نورې برخې چې خبري کنفرانس ته ځانګړې شوې وې، د بدخشان ولایت د مدني ټولنې مرستیاله آغلې ستورۍ یزدان پرست، د بلوڅ د قوم یو تن منتقد ښاغلی عبدالرحمان محمودي، د واخان د قرغزیانو د شورا مشر ښاغلی سلطان محمد، د بدخشان د کوچیانو د همغږې مدیر ښاغلی زاهد، او په بدخشان ولایت کې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی سیدجوان دروازیان، د دغه  کنفرانس د پنل ویناوال وو.  د کنفرانس په پیل کې، د افغانستان…

Continue Readingد جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ

« د ښځو په کار او زدکړو د محدودیت لګول د منلو وړ نه دي»

د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو د محدودیت وضع کیدو د احتمال په اړه د ښځو د حقونو د فعالانو اندیښنې راپارولي دي. ډیری کسان په دی باور دي چې د سولې په خبرو کې د دولت ټیم باید سولې د خبرو د تسهیل لپاره د هغو محدودیتونو سره چې طالبان ېې د ښځو د حقونو په اړه وړاندېز کوي موافقه ونه کړي. د لوګر ولایت د ځوانانو د شورا مشر عبدالباقي رشید له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: لکه څنګه چې څرګنده ده تعلیم او تحصیل د ښځو مسلم حق دی، او هیڅ څوک نشي کولای دا حق له ښځو واخلي. تعلیم او تحصیل هغه حقوق دي چې دین او قانون ښځو ته ورکړي دي او له دغو حقونو د ښځو محروم کیدل هیڅ چا ته د منلو نه ده.  شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکچي پلاوی به د سولې په خبرو کې د داشان موضوعاتو د دفاع توان ولري؟ رشید: دا خبرې ډیر بحث او منطقي استدلال ته اړتیا لري چې زما په نظر د مرکچي پلاوي ډیر غړي د داشان منطقي بحث وړتیا نه لري. خلک د وروستیو لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو پر سره د معاملې په اړه اندیښنه لري. باید هرڅه چې د سولې په خبرو کې تر بحث لاندې نیول کیږي له خلکو سره شریک شي.  شبکه: ستاسو په نظر د ښځو اړوند نورې مهمې موضوع ګانې شته چې د سولې په خبرو کې پرې ټینګار وشي؟  رشید: په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو ګډون یوه مهمه موضوع ده. بله دا چې د طالبانو د حاکمیت پرمهال صحرايي محکمې اجرا کولې او تر اوسه هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې داشان محکمې شته چې دا چاره باید د تل لپاره ودرول شي.  شبکه: آیا له داسې…

Continue Reading« د ښځو په کار او زدکړو د محدودیت لګول د منلو وړ نه دي»

« د ښځو په ننداریز حضور سره، سولې ته نشو رسیدای»

یوشمیر فعالې میرمنې په دې باور دي چې د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه د ټولنې د سترې برخې په توګه ډیر مهم دی او باید کارنده ونډه ولري. د هغوې په باور که چیرې ښځې د سولې په خبرو کې ننداریز حضور ولري نو سولې ته رسیدل ناممکن دي. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ګوند بنسټ ایښودونکې او مشرې عادله بهرام نظامي  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، هغه میرمنې چې د ښځو په استازي توب د دولت په مرکچي پلاوي کې حضور لري پیاوړې ښځې دي، خو نشي کولای چې په مهمو او برخلیک ټاکونکو مسایلو کې ونډه ولري. د مرکچي پلاوي ښځینه غړې په ژوره توګه په موضوع ګانو کې دخیلې نه دي، خو دیته په پام سره چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځینه غړې نشته د دولت په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور یو مثبت ګام دی. هیله لرم چې دا میرمنې وکولای شي د ښځو له حقونو په ښه توګه دفاع وکړي. شبکه: آیا د کمي پلوه په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور د قناعت وړ دی؟ نظامي: په دې ډله کې د ښځو شمیر کم دی چې دا موضوع د منلو وړ نه ده، خو له همدې کوچنې ډلې څه د هیواد د ښځو دغږ پورته کیدو لپاره ملاتړ کوم. که همدا شمیر ښځې هم وغواړي کولی شي د ښځو له سیاسي او ټولنیزو حقونو دفاع وکړي، هغوې پیاوړې ډله ده که چیرې په مذاکراتي ټیم کې د ښځو شمیر زیات وای خو د ویلو لپاره ېې څه نه لرلی نو د ښځو کمیت بې ګټې وو. شبکه: تر ډیره ښځې د سولې له خبرو څه غوښتنې لري؟ نظامي: زموږ غوښتنه داده چې د زدکړو او تحصیل څه محرومې نه شي او زموږ سیاسي او ټولنیز حقونه له پامه…

Continue Reading« د ښځو په ننداریز حضور سره، سولې ته نشو رسیدای»

« داسې سوله چې زموږ ارزښتونه یوسي د منلو نه ده»

د سولې د خبرو په اړه د هیوادوالو یوه اندیښنه داده چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په لاسلیک کیدو سره به یوشمیر ټولنیز ارزښتونه له مینځه لاړ شي. یوشمیر مدني فعالان وايي داسې سوله چې په راتګ سره ېې د هیوادوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې شي هیڅ چا ته د منلو نه ده. د پوهنتون استاد او مدني فعال سید محمد فقیري له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: په داسې ځای کې د سولې شتون چې انساني ارزښتونه پکې له پامه وغورځول شي بې ارزښته ده. هغه وايي، په داسې ټولنه کې د سولې شتون چې ارزښتونه پکې له مینځه تللي وي لکه په قبر کې د آرامتیا مثال لري. هره  ډله چې په افغانستان کې حاکمیت کوي باید د ټولنې ارزښتونه او واقعیتونه په پام کې ونیسي او هغې ته احترام وکړي. د هیواد ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته باید احترام ولري او ښځې باید د کار او زدکړو حق ولري، له دې پرته سوله په داسې ځای کې چې عدالت او آزادي نه وي اهمیت نه لري.  شبکه: هغه څه چې تر اوسه د سولې په خبرو کې ترسره شوي تاسو ېې څنګه ارزوئ؟ فقیري:  زما په نظر هغه څه چې اوسمهال په دوحه کې دوام لري، باید له دوه لید لورو خوشبینانه او بدبیناناه ورته وکتل شي؛ له یوه پلوه د دې شاهد یو چې سیاسي اړخونه غواړي خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي او د قضېې بل اړخ دادی چې طالبان به تر کومه حده د دولت د غوښتنو لکه د جمهوریت د نظام ساتلو په وړاندې انعطاف څرګند کړي او څومره ېې تغییر کړی دی، باید د دې موضوع دواړه اړخونه وڅیړل شي او بحث پرې وشي. شبکه: ستاسو په نظر د سولې د خبرو په جریان…

Continue Reading« داسې سوله چې زموږ ارزښتونه یوسي د منلو نه ده»