د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ ۱۹، برابره ده د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۰ کابل ـ افغانستان لکه څنګه چې افغانستان په حساس سیاسی پړاو کې دی او د افغانستان خلک ستره آزموینه په مخ کې لری، د ټاکنو د قانون د چوکاټ نه جوړیدل او همداراز د سراسری او مشروع ټاکنو ترسره کیدو لپاره د لازم چمتوالی نشتوالی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه اندیښمنه کړې ده. زموږ په باور په افغانستان کې د سیاسی ثبات ساتل، د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام، د اقتصادی ثبات او د تیرې لسیزې د لاسته راوړنو ساتل، د ۱۳۹۳هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو پورې اړه لری. په بریالۍ توګه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل نه یواځې د افغانستان د پرمختګ بهیر تضمین کوی، بلکې نړۍ ته د دموکراسۍ او مدنی ژوند د پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې زموږ وړتیا نندارۍ ته ږدی. له دې امله په افغانستان کې د سراسری او مشروع ټاکنو ترسره کیدل اړینه او حیاتی موضوع ده.       د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ټینګار کوی، د راتلونکو ټاکنو مشروعیت یواځې په هغه صورت کې تضمین کیدای شی چې ټاکنې د قانون پر بنسټ ترسره شی. د تقنینی فرمان له مخې او یا د بلې پریکړې له مخې د ټاکنو ترسره کیدل کولی شی د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولی.      همداراز د دغ ې ښکارندې په وړاندې د دولت ناغیړی او د ټاکنو په وړاندې بې باورۍ ته لمن وهل، چې د یوشمیر کړیو لخوا له ټاکنو پرته نورو موضوعاتو په اړه لکه د سیاسی واک لیږد پر سر بحثونه ترسره کیږی، چې دغو کړنو زموږ اندیښنې راپارولی دی. د افغانستان د مدنی…

Continue Readingد ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د کانکور د ونډې د ویشنې په اړه د لوړو زدکړو وزارت، د نوې طرحې په تړاو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د کانکور د ونډې د ویشنې په اړه د لوړو زدکړو وزارت، د نوې طرحې په تړاو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ ۱۸، برابره ده د ۲۰۱۳ کال د جولای ۹ کابل ـ افغانستان د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته، چې د هیواد په کچه د کانکور آزموینه د ولایتونو او حوزو په سطح د ونډې ویشنې له مخې اخیستل کیږی. همداراز په دغې طرحه کې د آزمیونې لپاره د فارغانو لپاره د دریو وروستیو کلونو د ۶۵ سلنه نمبرو لرل هم شرط بلل شوی دی. د لوړو زدکړو وزارت، د دغې طرحې موخه "عالی او نیمه عالی زدکړو ته د ټولو ولایتونو متوازن لاسرسی او د کانکور په بهیر کې د روڼتیا او عدالت رامنځته کول او له اوسنیو ستونزو څخه وتل" بلل شو ی دی. په دې کې شک نشته چې لوړو زدکړو ته انډولیز لاسرسی د افغانستان د هر وګړی حق دی او د افغانستان داساسی قانون د ۴۳ مادې د لومړی بند په اساس، "پوهنه د افغانستان د ټولو وګړو حق دی، چې د لیسانس تر درجې په دولتی روزنیزو موسسو کې په وړیا توګه د دولت لخوا رامنځنه شی". د اساسی قانون د دغې مادې د حکم له مخې، د افغانستان دولت مکلف دی، چې دافغانستان ټولو وګړو ته د هر ډول اړیکو، لکه حوزیی، سمتی او ولایتی اړیکو پرته، په لومړنۍ، منځنۍ او لوړه کچه په عالی، نیمه عالی موسسو او ښونځیو کې د پوهنې او زدکړې زمینه برابره کړی. د اساسی قانون د حکم له مخې، پوهنې او روزنې ته لاسرسی د هر وګړی حق دی او نشی کیدای چې هغه له افرادو سره د تړیکو له مخې وویشل شی او یاو ونډه ورکول شی. همداراز د…

Continue Readingد کانکور د ونډې د ویشنې په اړه د لوړو زدکړو وزارت، د نوې طرحې په تړاو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

میندو، خویندو، ښځو او نجونو ته احترام وکړئ، هغوۍ هم انسانان دی!

د لوی او بښونکی خدای په نامه میندو، خویندو، ښځو او نجونو ته احترام وکړئ، هغوۍ هم انسانان دی! په ډیرې خواشینۍ سره چې د افغانستان ولسی جرګه، د ۱۳۹۲ کال د غوایی په اته ویشتمه د شنبې په ورځ، ونتوانیده "د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د منع قانون" تصویب کړی. د دغه قانون د نه تصویب کیدو لامل، له اسلامی شریعت سره د یاد قانون د یوشمیر برخو د تقابل بللو له امله د ولسی جرګې یوشمیر استازو مخالفت وښود. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښځې له زیاتو تاوتریخوالیو سره چې د اسلامی ارزښتونو خلاف دی رنځیږی او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له مهمو او دود شویو ستونزو څخه بلل کیږی. د مدنی ټولنې ادارې، په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو په اړه د ژور درک په لرلو سره، هڅې کړی تر څو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی او د ښځو ځورونې د فرهنګ لمنځه وړو ته بنسټیزه حل لاره پیدا کړی. د حل یوه لاره چې د مدنی ټولنو ادارو پر هغې هوکړه کړې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د غیر انسانی ښکارندې په وړاندې د مبارزې لپاره د قانون، عدلی او قضایی جوړښتونو موجودیت دی. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د منع د قانون مسوده، چې د ولسمشر د تقنینی فرمان له مخې، د جلالتمآب حامد کرزی لخوا هم توشیح شوې ده، دا قانون د افغانستان د ځوریدلو ښځو، بشری حقونو فعالینو، د مدنی ټولنو ادارو او ډلو د نه ستړې کیدونکو هڅو پایله ده. د هیواد پوهې ښځې او مدنی ټولنې، د دغه قانون تصویب په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د فرهنګ لمنځه وړو لپاره د ملی ارادې شتون او د نړیوالو ژمنو عملی کول بولی او دا په…

Continue Readingمیندو، خویندو، ښځو او نجونو ته احترام وکړئ، هغوۍ هم انسانان دی!

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه زموږ هیواد د خپل تاریخ په تر ټولو مهمو پړاو کې دی. له یوې خوا، له هیواده د نړیوالو ځواکونو په پراخه کچه وتل له بلې خوا، د ملی پروګرامونو لکه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول،د سیاسی او اقتصادی ځان بساینې او د دولتی ادارو د پیاوړتیا لپاره د لارو اوارول د اوسنی دوران له مهمو ښکارندو څخه شمیرل کیږی. په دې لړ کې د نړیوالې ټولنې او له افغانستان سره د نیږدې همکارو هیواددونو ونډه د زیات همیت لرونکې ده. نړیوالې ټولنې په وروستیو دولسو کلونو کې د افغانستان له خلکو په بیساری توګه ملاتړ وکړ. په داسې حال کې چې د افغانستان مدنی ټولنه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ونډې ستاینه کوی، د هغو دوستو هیوادونو له دولتونو او خلکو د زړه له کومی مننه کوی چې زموږ هیواد او ملت ېې په داسې حساس پړاو کې یواځې پرې نښود. د افغانستان مدنی ټولنه په ښه توګه پوهیږی په دې مهم پړاو کې، چې نړۍ له ستر اقتصادی کړکیچ سره مخامخ ده، د افغانستان له خلکو داشان ملاتړ د زیات اهمیت لرونکی دی. په دې وروستیو کې په روښانه توګه لیدل شوی دی چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږی له ستونزو سره مخامخ شوې ده. د افغانستان د دولت سیاسی مشران د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په آدرس چندان دوستانه ویناوې نکوی. دا کړنې د دې لامل کیږی چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان د وضعیت په اړه ورته غبرګون وښیی. افغانستان داسې یو هیواد دی چې دوامداره جګړو دا هیواد نړیوالې ټولنې د مرستو پورې په تړلی هیواد بدل کړی دی. د افغانستان دولت او خلک له دغه احتیاج څخه د خلاصون په موخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ…

Continue Readingد افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د پاکستان په کویټې ښار کې د نسل وژنې او وروستۍ تروریستی پیښې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د پاکستان په کویټې ښار کې د نسل وژنې او وروستۍ تروریستی پیښې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د۱۳۹۱ کال د کب۲، ۲۰۱۳میلادی کال د فبرورۍ ۲۰ کابل ـ افغانستان په پاکستان کې د هزاره لږکیو د قوم هدفمندو وژنو په اړه د ریپوټونو خپریدو د افغانستان د مدنی او بشری حقونو مدافعو ټولنو جدی اندیښنې را وپارولې. د پاکستان په کویټې ښار کې وروستی تروریستی عمل، له نوی څخه د زیاتو بیګناه کسانو ژوند واخیست او له یوسلو اتیاو څخه زیات بیګناه کسان ټپیان شول، چې د دغې تروریستی پیښې ټول قربانیان د یوې قومی ډلې پوره اړه لری. د یوې ځانګړې ډلې په وړاندې داشان هدمندې وژنې، د بشریت ضد یو شدید جنایت بلل کیږی، چې د بشر ارواح او وجدان ټپی کوی. موږ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی، په داسې حال کې د چې قربانیانو په درد او غم کې ځان شریک بولو، دا تروریستی عمل په کله غندو او لاندې ټکی مطرح کوو: •  موږ د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی، د هغو تروریستی بریدونو په اړه چې، په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د یوه خاص قوم په ضد ترسره کیږی، په کلکه اندیښنه لرو او هغه په روښانه توګه نسل وژنه بولو. موږ باور لرو که د داشان جنایتونو مخنیوی لپاره جدی او ستر اقدامات ونشی، نو دا انسانی ناورین به پراخ شی؛ له همدې امله د پاکستان له دولت څخه غواړو چې د دغې تروریستی پیښې په اړه عملی اقدامات وکړی او د عاملانو نیولو او محکمې ته د سپارلو په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړی او د ملکی وګړو د مال او ځان د ساتنې لپاره لازم تدابیر چې د یوه د دولت له اصلی دندو څخه…

Continue Readingد پاکستان په کویټې ښار کې د نسل وژنې او وروستۍ تروریستی پیښې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په افغانستان کې، غیر قانونی پوځی پروګرامونو ته د لارې برابرولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په افغانستان کې، غیر قانونی پوځی پروګرامونو ته د لارې برابرولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه ۱۳۹۱، لړم، ۲۴ – ۲۰۱۲، نوامبر، ۱۴ کابل ـ افغانستان په دې وروستیو کې یوشمیر سیاسی کړیو د پوځی ځواک د جوړولو بحث مطرح کړی دی او په خپلواکه توګه د پوځی پروګرامونو د پلی کولو خبره کوی. د نظام له جوړښته بهر د جګړه ایزو پروګرامونو لپاره د لارې اوارۍ هڅې په داسې شرایطو کې کیږی، چې د افغانستان خلک او دولت د ملی پیوستون او ملی دولت جوړیدو لپاره ژمن دی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د داشان پروګرامونو طرحه په کلکه غندی او هغه د ملی ګټو، ملی وحدت، د قانون حاکمیت او په هیواد کې د سولې او ثبات د راتلو په وړاندې خنډ بولو. د افغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکه، د فعال او کارنده نظام په چوکاټ کې د دولت جوړونې له بهیرڅخه چې د مسلکی پولیسو، استخباراتو او پوځ لرونکی وی ستاینه کوی او د هر ډول پوځی واحدونو له جوړولو چې د دولت له وسله والو ځواکونو سره موازی جوړښت وی، په کلکه غندی. د افغانستان خلکو د کورنیو جګړو دردونه له یاده ندی ایستلی، او د خپل سرو پوځی ډلو له خپل سریو ستړی شوی دی، په هیڅ توګه د قوم پالنې، تنظیم پالنې او ټبر پالنې زغم نلری او یواځې د ملی وحدت او همغږۍ غوښتونکی دی. د افغانستان داساسی قانون پرخلاف د غیر قانونی پوځی ډلو جوړل په هیواد کې د یوشمیر نورو قوانینو چې د هیواد د وسله وال پوځ پورې اړه لری په خلاف کار دی، چې دا عمل په ټولنه کې د دولت ونډه محدودوی او له بشری حقونو د سرغړونې زمینه پراخوی. د داشان غیر قانونی پروګرامونو…

Continue Readingپه افغانستان کې، غیر قانونی پوځی پروګرامونو ته د لارې برابرولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د افغانستان په ټاکنیزو جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان په ټاکنیزو جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه ۱۳۹۱، لړم ۹ – ۲۰۱۲، اکتوبر ۳۰ کابل ـ افغانستان ۲۰۱۴ میلادی کال د افغانستان لپاره مهم او سرنوشت جوړونکی کال دی. په دې کال کې هم نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځې او هم په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږی. په یوه کال کې د دغو دوه مهمو پیښو ترسره کیدو، د افغانستان د دولت راتلونکی په اړه د نړیوالې ټولنې او د هیوادوالو عامه ذهنیت اندیښمن کړی دی. د افغانستان مدنی ټولنه، په داسې حال کې دواړه پیښې په دقت سره څاری، چې د دغو مهمو پروګرامونو په سالمه توګه ترسره کیدو کې د یوشمیر ستونزو په اړه جدی اندیښنه څرګندوی. د افغانستان د مدنی ټولنې اندیښنه هغه مهال پراخه شوه، چې د هیواد ولسمشر، جلالتمآب حامد کرزی، د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د نړیوالو متخصصینو له شتون سره خپل مخالفت اعلام کړ. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د دې ترڅنګ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د شکایت اوریدنې د کمیسیون په جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو حضور په اوسنی وخت کې یوه اړتیا بولی، لاندې ټکی هم مطرح کوی: زموږ هیواد، د ټاکنو په چارو کې د یو زیات شمیر افرادو او جوړښتونو له غیر قانونی لاسوهنې اندیښمن دی او په معیارونو برابر د آزادو او رڼو ټاکنو ترسره کیدل له زیاتو ننګونو سره مخ دی. زموږ له نظره د ټاکنو په جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو حضور، د ټاکنو د خپلواکۍ او روڼتیا زمینه برابره وی. دا شان ډیرې بیلګې شتون لری آن د پرمختللوهیوادونو په ټاکنیزو جوړښتونو کې هم د بهرنیو متخصصینو حضور تضمین شوی دی. زموږ د هیواد ټاکنیز جوړښتونه، ډیر نوی دی او ظرفیت روزنې…

Continue Readingد افغانستان په ټاکنیزو جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په موخه د ملی کنفرانس پریکړه لیک

د لوی او بښونکی خدای په نامه د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په موخه د ملی کنفرانس پریکړه لیک د ۱۳۹۱کال د تلې ۲۳ – ۲۰۱۲ د اکتوبر ۱۴ کابل ـ افغانستان سوله د افغانستان د خلکو یو له تر ټولو مهمه اړتیاده. سوله د خلکو لپاره لاره اواروی چې د هیواد خلک په ښه فضا، د ملی اقتصاد د پراختیا، دملی دولت رامنځته کیدو او په پایله کې د ملی یو والی په لور ګام پورته کړی. سوله د اسلام د ستر دین له مهمو ارشاداتو څخه یو دی. الله تعالی ج خپل بنده ګال د سولې په لور دعوت کړی او د اسلام ستر پیغمبر هم د نړۍ مسلمانان یو والی او سولې ته رابللی دی. د سولې ټینګښت د ملی او نړیوالو غوښتنو له ډلې څخه هم شمیرل کیږی. د افغانستان دولت باید د خلکو په استازی توب، دخلکو غوښتنې تمثیل کړی او د سولې د ټینګښت اراده پلی کړی. د افغانستان دولت له دریو کلونو راهیسې، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، د سولې د ټینګښت لپاره پراخې هڅې پیل کړی دی. د سولې د ټینګښت او امنیت د راتګ په موخه د سولې د عالی شورا رامنځته کول یو له دغو مهمو ګامونو څخه دی. که څه هم چې د سولې بهیر د دولت له مهمو کارونو څخه دی؛ خو په خواشینې سره، چې د هیواد دښمنانو دغې بهیر ته د ورتګ لاره محدوده کړې ده. داسې ښکاری چې د سولې په بهیر کې بهرنیو لاسوهنو منفی ونډه لوبولې ده. ښځې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی. ښځې د افغانستان د جګړې له اصلی قربانیانو څخه دی چې په خواشینۍ سره، د دوامداره تاوتریخوالیو قربانی شوی دی. د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه له زیات اهمیته برخمنه ده. ښځې باید د نارینه ګانو په شان د سولې…

Continue Readingد سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په موخه د ملی کنفرانس پریکړه لیک

په ایران کې د افغان کډوالو د دوامداره اعدامونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په ایران کې د افغان کډوالو د دوامداره اعدامونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې اعلامیه کابل، ۲۱ تله، ۱۳۹۱ لمریز – اکتوبر، ۱۲ ، ۲۰۱۲ زیږدیز د کابو دوه زره افغان کډوالو د اعدام په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت پریکړې، د افغانستان مدنی ټولنه حیرانه کړې ده. د افغانستان د مدنی ټولنې په باور، د ایران دا پریکړه د عام وژنې په معنا ده او دا پریکړه د بشری حقونو د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو او موازینو په خلاف کار ده. ایران، افغانستان ته د فرهنګی او تاریخی مخینې له پلوه د تر ټولو نیږدې هیواد په توګه کولی شی په سیمه کې د افغانستان په سیاسی اړیکو کې مهمه ونډه ولوبوی؛ خو په تیرو کلونو کې د داشان پیښو ترسره کیدو د دواړو هیوادونو ترمنځ، ټولنیزې اړیکې زیانمنې کړی دی. باید ووایو چې د افغان کډوالو په وړاندې د ایران د دولت تند غبرګون، د ګاونډیتوب له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی. د ایران دولت د کډوالو د حقونو د نړیوال کنوانسیون د غړی په توګه چې په ۱۹۵۱ کې په ژنیوا کې، رامنځته شو، ملکف دی چې له کډوالو سره خپلې ستونزې د ګاونډیتوب د نړیوالو اصولو له مخې له دیپلوماتیکې لارې اوارې کړی. بلخوا په ډله ایزه توګه د افغانستان د وګړو اعدامول، د بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو او ټولو نړیوالو اصولو په خلاف کار دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د هیواد د مدنی ټولنې په استازی توب، لاندې ټکی په جدی ټوګه مطرح کوی. موږ د ایران له اسلامی جمهوریت څخه غواړو چې په بیړنۍ توګه، د اعدامونو لړۍ بنده کړی او د هغو افغان کډوالو په اړه چې په اعدام محکوم دی، د نړیوال بحث او خبرو زمینه برابره…

Continue Readingپه ایران کې د افغان کډوالو د دوامداره اعدامونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې اعلامیه

په هرات ولایت کې د یوه هنری پروګرام د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په هرات ولایت کې د یوه هنری پروګرام د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۹۱ لمریز کال وږی کابل افغانستان  د هرات ولایت چارواکو د هیواد د تکړه هنر مند شفیق مرید، دهنری پروګرام مخنیوی وکړ. دا پریکړه هغه مهال ونیول شوه چې د مجیب الرحمان، په نوم یوکس د دې پروګرام ترسره کیدل د هرات په ټولنه کې (د فحشا رواجول) ونومول او هغه ېې د دینی ارزښتونو په خلاف کار وباله. ټاکل شوې وه دا هنری پروګرام دهرات ولایت په سپورتی لوبغالی کې د اختر په دریمه ترسره شی. د رسنیو له لارې د دې خبر خپریدو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه سخته حیرانه کړه. هغه څه چې د اندیښنې وړ دی، دادی چې یو کس څنګه کولی شی په خپلو ضد او نقیضو اظهاراتو، د یوه ښار د ځوانانو فرهنګی حقونه تر پښو لاندې کړی او د یوه سالم فرهنګی پروګرام له ترسره کیدو مخنیوی وکړی. د افغانستان د اساسی قانون او نړیوالو ژمنو له مخې، دولت اړدی ترڅو د بیان د آزادۍ له ارزښتونو دفاع وکړی او دافغانستان د وګړو د فرهنګی حقونو هڅونې په موخه ګټور پروګرامونه ترسره کړی او پرې نږدی چې دا ارزښتونه تر پښو لاندې شی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړی ترڅو په هرات ولایت کې د خپلو ادارو له لارې، دا پیښه تر څیړنې لاندې ونیسی او د هغې پایلې د رسنیو او مدنی ټولنې په واک کې ورکړی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د هرات له والی ښاغلی داود صبا، څخه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو له فعالانو څخه دی، غواړی ترڅو د دې پیښې لاملونه روښانه کړی او خلکو او مدنی ټولنې ته…

Continue Readingپه هرات ولایت کې د یوه هنری پروګرام د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه