د توکیو د کنفرانس په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې نظرونه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د توکیو د کنفرانس په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې نظرونه مقدمه افغانستان د طالبانو له حضوره لس کاله ورسته په بیلابیلو ټولنیزو او سیاسی برخه کې له زیاتو ستونزو سره لکه نا امنۍ، د ګاونډیو هیوادونو پراخه لاس وهنه، د نړیوالو پروګرامونو په پلانونه کې ضعف، اداری فساد، د مخدره توکو کرنه او قاچاق، د اصلاحاتو د پروګرام کمرنګوالی او... سره مخ دی. زموږ زیات شمیر وطنوالو د امنیت د نشتوالی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمیر نور له پراخو ستونزو سره مخ دی. په دې موده کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ونډه د ارزښت وړ وه. نړیوالو پوځیانو په افغانستان کې بیلا بیل ستراتیژیک پوځی پروګرامونه پلی کړل؛ خو په خواشینۍ سره چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ملکی وګړی هم شهیدان شول او یوشمیر نور بې کوره شول. د ټولو دغو ستونزو ترڅنګ د افغانستان خلکو یولړ لاسته راوړنې هم لرلی دی. په دغو لسو کلونو کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د اساسی قانون طرحه او تصویب وو چې د ملی حقوقی وثیقې په توګه، ستر ارزښت لری. دافغانستان د اساسی قانون پر بنسټ، ملی ادارې او بنسټونه چې دولتی او غیر دولتی دی رامنځته شول. د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د دموکراسۍ او بشری حقونو ارزښتونو ته ژمن شو او د ښځو حقونو ته د درناوی په برخه کې یولړ پروګرامونه جوړ کړل. په افغانستان کې رسنیو پراخ پرمختګ وکړ. د بیان آزادی، درسنیو په پروګرامونو کې د مهمې ښکارندې په توګه، عملی شوه. د ټکنالوژۍ او الکترونیک په برخو کې هم یولړ پرمختګونه د افغانستان د خلکو په نصیب شول. د افغانستان د کانونو د راویستو په برخه کې هم یو لړ پروګرامونه پلی شول او د هیواد د…

Continue Readingد توکیو د کنفرانس په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې نظرونه

په افغانستان کې، د نجونو زدکونکو د مسموولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په افغانستان کې، د نجونو زدکونکو د مسموولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه کابل ـ ۸ چنګاښ ۱۳۹۱ په دې وروستیو کې د افغانستان، زدکونکې نجونې د هیواد په یوشمیر سیمو په ځانګړې توګه په شمالی سیمو کې، د پراختیا ضد ځواکونو لخوا په نښه او مسموم کیږی. معصوم ماشومان او تنکیو ځوانان چې د علم زدکړې په موخه ښونځیو ته ځی، د دولت د مخالفو ډلو د سیاسی پروګرامونو قربانی کیږی. د ماشومانو مسمومولو د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د زدکړې لړۍ ته ستر زیان اړولی، د ماشومانو د میندو او پلرونو روحیه او مورال ېې ضیعف کړی. بلخوا دا غیر انسانی عمل د افغانستان په راتلونکی کې د ښځو کارنده ونډې ته هم ستر زیان اړوی؛ ځکه له پوهنې او روزنې څخه د زدکونکو نجونو لیرې پاتې کیدل د افغانستان د راتلونکی په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو فعالې ونډې د لمنځه تلو په معنا دی. •  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په افغانستان کې له ټولو ښکیلو ډلو غواړی چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له ملکی وګړو څخه د انسانی ډال په توګه کار وانخلی او همداراز د جګړې او منازعاتو پرمهال د ملکی وګړو په اړه د ۱۹۴۹ کال د ژینوا څلور ګونی کنوانسیونونه جداْ مراعات کړی. •  غچ اخیستنه چې د بیګناه کسانو د قربانئ لامل کیږی د اسلام دمبارک دین له ارزښتونو او همداراز د هیواد د نورو ملی او فرهنګی ارزښتونو په خلاف کار دی. د اسلام دین د ارزښتونو پر بنسټ هیڅ څوک حق نلری چې بیګناه کسان وځوروی؛ چې دا ښکارنده د ماشومانو په وړاندې له زیات اهمیته برخمنه ده. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له بیګناه ماشومانو څخه سیاسی غچ اخیستنه د خپلو معنوی ارزښتونو…

Continue Readingپه افغانستان کې، د نجونو زدکونکو د مسموولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په ایران کې د افغان کډوالو د پرله پسې اعدامولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په ایران کې د افغان کډوالو د پرله پسې اعدامولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۱، - ۱۲ جون ۲۰۱۲   کابل ـ افغانستان په دې وروستیو کې یوشمیر افغان کډوال په ایران کې اعدام شوی او مړی ېې په غیر انسانی توګه افغانستان ته سپارل شوی دی. همداراز د ایران په ځینو تفریحی، فرهنګی، او ټولنیزو سیمو کې د افغان کډوالو خصور منع اعلان شوی دی، چې له سپکاوی په ډک چلند سره په هغه هیواد کې د افغان وګړو حضور محدود شوی دی. دغو کړنو، د افغانستان د مدنی ټولنې پراخ غبرګون راپارولی. ایران چې له افغانستان سره ګډ تاریخ او یوشان فرهنګ لری، په سیمه کې د افغانستان د سیاسی اړیکو په ښه والی کې مهم ځای لری. خو له وروستیو پیښو داسې څرګندیږی چې د ایران او افغانستان دخلکو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې زیانمنې شوی دی. د افغان کډوالو په وړاندې د ایران دولت لخوا دا غبرګونونه، د نړیوالو منل شویو اصولو او اړیکو په خلاف دی. اخوا دا شان کړنې د منل شویو بشری حقونو په خلاف هم شمیرل کیږی. د افغانستان او ایران دولتونه، د نړیوالې ټولنې د غړو په توګه باید هرڅومره ژر چې کیږی، په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزې په اړه پریکړه وکړی او پرې نږدی چې دا اعمال د دواړو هیوادونو ترمنڅ تاریخی اړیکې زیانمنې کړی. همداراز، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ایران له دولته غواړی، هغه افغانان چې د ایران د دولت له ملی قوانینو څخه سرغړونه کوی د قانونی چلند لپاره د افغانستان دولت ته وسپاری ترڅو د افغانستان ستره محکمه د هغو په اړه پریکړه وکړی. چې دا شان چلند کولی شی، د وروستیو پیښو له امله راپورته…

Continue Readingپه ایران کې د افغان کډوالو د پرله پسې اعدامولو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په شیکاگو کې «ناتو» د سرمشریزې د کنفرانس په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په شیکاگو کې «ناتو» د سرمشریزې د کنفرانس په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه کابل، افغانستان می ۲۰۱۲ ټاکل شوې د روان کال د مې په ۲۰ او ۲۱ د شمالی اتلانتیک د تړون غړو هیوادونو«ناټو» مشران د امریکا متحده ایالاتونو په شیکاګو ښار کې سره را غونډ شی او د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحث وکړی. د شیکاګو کنفرانس د نړۍ په کچه زیات اهمیت ترلاسه کړی دی. په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د ناټو پر ونډې، د عربو پسرلی، د لیبیا پر وضعیت او نړیوال اقتصادی کړکیچ بحث او خبرې وشی. د شیکاګو کنفرانس د ۲۰۱۰ میلادی کال د لیزبن په غونډه کې د ناټو د غړو هیوادونو د فیصلو دوام دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په تدریجی توګه وتل به هم تر بحث لاندې ونیسی. د شیکاګو کنفرانس، د افغانستان خلکو لپاره زیات اهمیت لری. دا کنفرانس چې د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر په کوربه توب جوړیږی، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د حیاتی ونډې، په اړه تاریخی پریکړې کوی او په سیمه کې له سیاسی کړکیچ څخه د وتو لارې څیړی. دا کنفرانس د نړۍ د صنعتی هیوادونو د مشرانو ( G8 ) له غونډې چې د مې په ۱۸ او ۱۹ په کمپ دیوید کې ترسره کیږی، یوه ورځ وروسته جوړیړی. ځکه د دې کنفرانس پریکړې به د افغانستان پر وضعیت مهمې اغیزې هم ولری. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د هیواد پیښې او له دې مهم کنفرانس سره د دغو پیښو تړاو څارلی دی او د افغانستان د کړکیچن وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګندوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه باور لری، چې پر ننیو پیښو او له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته چې…

Continue Readingپه شیکاگو کې «ناتو» د سرمشریزې د کنفرانس په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د مارچ اتمې، د ښځو د یووالی دنړیوالې ورځې، په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د مارچ اتمې، د ښځو د یووالی دنړیوالې ورځې، په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسې اعلامیه کابل ـ افغانستان ۷ مارچِ ۲۰۱۲ زیږدیز د مارچ اتمه، د نړۍ د ښځو د یوالی ورځ، د نړۍ ټولو ښځو لپاره یوه ارزښتمنه ورځ ده. د دې ورځې لمانځل په ټولنه کې د ښځو ونډه، او په سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی ژوندانه کې د هغوۍ د یوشان ګډون په توګه بلل کیږی. د افغانستان ښځې د افغانی او نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه دا با ارزښته ورځ لمانځی، اوپه همدې مناسبت خپل نظرونه د مدنی ټولنو او رسنیو له لارې د دولت او نړیوالې ټولنې غوږونو ته رسوی. روان کال د افغان ښځو لپاره یو ډیر ستونزمن کال وو. په دې کال کې ښځې له سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی امنیت له نشتوالی ځوریدلې. ښځو ته سپکاوی، د ښځو انسانی کرامت ته سپکاوی، پر افغان ښځو جنسی تیری، د ښځو سیاسی ونډې ته کم ارزښت ورکول، د میندو مرګ، په فرهنګی او اقتصادی برخو کې د ښځو او نارینه وترمنځ د انډول نشتوالی او د ښځو په وړاندې د مقدسو ارزښتونو ناوړه تعبیر کول له هغو ستونزو څخه دی چې د هیواد ښځې ورسره مخ دی. د افغانستان اسلامی جمهوری دولت له زیاتو هڅو سره سره ندی توانیدلی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو کچه راکمه کړی. له افغانستانه د ستر نړیوال ملاتړ سره سره تر اوسه هم په دې هیواد کې له ښځو دفاع کونکو ادارو څخه چندان ملاتړ ندی شوی. دهغو شمیرو له مخې چې د معتبرونړیوالو موسسو لخوا اعلان شوی، د افغانستان ښځې د نړۍ تر ټولو ځوریدلو ښځو په ډله کې راځی او د مالی او ځانی امنیت له نشتوالی سره مخ دی. تراوسه هم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې…

Continue Readingد مارچ اتمې، د ښځو د یووالی دنړیوالې ورځې، په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسې اعلامیه

د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون د یوشمیر کمیشنرانو د ګوښه کولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون د یوشمیر کمیشنرانو د ګوښه کولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام ۳ مرغومی ۱۳۹۰ سمون لری له ۲۴ دسامبر ۲۰۱۱ کابل ـ افغانستان په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حامد کرزی په حکم، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون یوشمیر فعال کمیشنران، له خپلو دندو ګوښه کړای شوی او د هغوۍ پرځای نور، کسان ټاکل شوی دی. ښاغلی فهیم حکیم او نادر نادری، چې په افغانستان کې د بشری حقونو له پیژندل شویو فعالانو څخه دی، د ګوښه کړای شویو کسانو په نوم لړ کې دی. که څه هم چې ویل کیږی د دغو کمیشنرانو د کار پړاو پای ته رسیدلی دی، خو دا پوښتنه چې ولې فعاله او کارپوه کمیشنران، له دغودندو ګوښه کیږی، د مدنی ټولنو په ځانګړۍ توګه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اندیښنې راپارولی دی. د پاریس د اصولپاڼې پربنسټ، د بشری حقونو ملی ټولنې( چې په افغانستان کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په توګه پیژندل کیږی) د نظام په جوړښت کې رامنځته کیږی او د دولتونو مالی ملاتړ ترلاسه کوی؛ خو دا ملاتړ باید د دې ادارې پرکاری، مسلکی او مدیریتی خپلواکۍ هیڅ ډول اغیزه ونکړی. د بشری حقونو ملی ټولنې، د بشری حقونو پروضعیت څارونکی دی او په نظام کې د بشری حقونو د فرهنګ د دودولو په برخه کې فعالیت کوی. د پاریس د اصولپاڼې له مخې، دولتونه باید د خپلو بشری حقونو ادارو د کمیشنرانو په ټاکلو کې، لاندې ټکی په پام کې ونیسی: •  د بشری حقونو د ارزښتونو پیژندو په اړه لازم تخصص؛ •  فکری خپلواکی او د هیڅ یو سیاسی ګوند پورې تړاو نلر؛ •  په ټولنه کې نیک نوم او ټولو ته منلی شهرت؛ همداراز…

Continue Readingد بشری حقونو د خپلواک کمیسیون د یوشمیر کمیشنرانو د ګوښه کولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام مقدمه هیواد له اقتصادی، ټولنیز، فرهنګی او سیاسی نسبتاْ ستر بدلون څخه لس کلونه تیریږی. په دې لسو کلونو کې زموږ هیواد په بیلابیلو برخو کې د پراخو بدلونونو شاهد وو، چې د هغې ځینې موارد لیکو: د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د نوی نظام رامنځته کیدل، د افغانستان د اساسی قانون تصویب کیدل، د پارلمانی او ولسمشریزو دوه پړاونو ټاکنو ترسره کیدل، د مدنی ټولنو رامنځته کیدل، د خصوصی سکتور فعالیتونه، په ملی او نړیوالو پروګرامونو کې د ښځو ونډه اخیستل، د آزادو رسنیو د شمیر زیاتیدل، د بیان د آزادۍ تامین، د سیاسی ګوندونو رامنځته کیدل او انسجام او.... خو، دغو لسو کلونو یوشمیر ستونزې او ناخوالی هم له ځانه سره لرلې. د افغانستان د نوی نظام مخالفینو له پخوا زیات خپل ځانونه منسجم کړل او د نړیوال تروریزم په ملاتړ ېې خپل ورانکاری فعالیتونه پراخ کړل. د نظام د مخالفینو، وسله وال پوځ او په افغانستان د نړیوالو ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د افغانستان خلکو په زرګونو قربانۍ ورکړې. نړیوالو ځواکونو خپل په زرګونو سرتیری له لاسه ورکړل؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم په افغانستان کې ستونزې او جګړې روانې دی او هره ورځ له لس ګونو تنه هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوی. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ونډه د ارزښت وړ ده. په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون سره موږ د اقتصاد، ټولنیزو، فرهنګی او سیاسی برخو کې د پرمختګ شاهد یو، چې دا کار د ستایلو وړ دی. د هغو پروګرامونو له مخې چې د (ناټو) یا شمالی اتلانتیک تړون لخوا مطرح شوی دی، ۲۰۱۴ میلادی کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو نیټه اټکل شوی…

Continue Readingپه «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، د «مدرسې»، په نوم فلم چې د دهیواد دبریالی فلم جوړونکی، اسد سکندر له کارونو څخه دی له پرانیستنې او خپرولو مخنیوی وشو. دا فلم دافغانستان د هغو وګړو د ژوندانه د ستونزو ښودنه کوی چې په ګاونډی هیواد ایران کې ګډوال دی او اوسیږی. د «مدرسې»، په نوم فلم چې د افغانستان د ملی قوانینو له منل شویو معیارونو سره برابر جوړ شوی دی، په هیڅ ډول دملی او نړیوالو قواعدو او موازینو څخه سرغړونه نده، او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ژوندانه د وضعیت ښه والی په موخه طرحه شوی دی. دا فلم چې له هنری او ټولنیز نظره، د چارو مسولینو ته ستر پیغام لری، کولی شی په ټولنیزو او فرهنګی مسایلو کې کارنده ونډه ولری. د «مدرسې»، په نوم د فلم له خپریدو او پرانیستنۍ څخه مخنیوی، د « سیاسی او مدنی حقونو د نړیوال کنوانسیون »، پرخلاف کار دی او په ځانګړې توګه دا عمل د هغه کنوانسیون د شلمې او یو ویشتمې مادو سره په ټکر کې دی. اخوا د دې فلم له خپریدو څخه مخنیوی، « د عامه رسنیو له قانون »، او د اساسی قانون له ارزښتونو څخه، سرغړونه بلل کیږی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې په هیواد کې د بشری حقونو په برخه کې له دوه نوی فعالو غړوټولنو څخه جوړه شوې ده، له مس ئ ولو ادارو او مراجو څخه په ځانګړې توګه دهیواد، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړی ترڅو د دې فلم پرانیستنې لپاره لاره اواره کړی او د بیان او رسنیو آزادۍ په وړاندې له هر…

Continue Readingد «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه (د میرمن سیمین بارکزۍ د قضېې د اوارۍ په اړه دملګرو ملتونو سازمان له عالی کمیشنرۍ څخه غوښتنه) د سیمین بارکزۍ د اعتصاب په څوارلسمه ورځ، د پولیسو ځواکونو د۱۳۹۰ کال د تلې د ۲۲/۲۱ شپې چې د ۲۰۱۱ میلادی کال داکتوبر له ۱۳/۱۴ سره سمون لری د نوموړې د اوسیدو پرخیمې برید وکړ، او د بشری حقونو د ټولو موازینو پرخلاف ېې د سیمین بارکزۍ خیمه ویجاړه او هغه ېې روغتون ته ولیږدوله. همداراز په هماغه شپه د پولیسو ځواګونو د میرمن بارکزۍ د ملاتړو، کیږدۍ چې د خوړو د اعتصاب په حال کې وو، ویجاړې کړۍ او هغوۍ ېې له سیمې څخه ولیږدول. دا کار د دې لامل شو ترڅو، مدنی ټولنې، دبشری حقونو مدافعان او په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعان د حکومت لخوا د وګړو مدنی حقونو ته د احترام په برخه کې، بې باوره او مشوش شی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۱۳۹۰/۷/۱۹ ، چې د ۲۰۱۱/۱۰/۱۱ سره سمون لری یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د هغې په لړ کې د سیمین بارکزۍ له مدنی غوښتنو څخه ملاتړ شوې وو، او د افغانستان له دولته غوښتل شوی وو ترڅو د دې ستونزې د اوارۍ په برخه کې جدی اقدام وکړی. په هغه اعلامېې کې راغلی وو که د افغانستان دولت د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنو په اړه جدی اقدام ونکړی، نو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه به د نړیوالو بشری حقونو له میکانیسمونو، په ځانګړې توګه د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو له عالی کمیشنرۍ څخه وغواړی په دې اړه مداخله وکړی. د شپې لخوا د سیمین بارکزۍ پر کیږدۍ د پولیسو له لوری برید، د افغانستان د مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه اړویسته، ترڅو دملګرو ملتونو…

Continue Readingدمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه نن، د سیمن بارکزۍ د خوړو له اعتصاب څخه لس ورځې تیریږی. خو د افغانستان دولت لخوا په دې اړه داسې لازم تصمیمونه چې وشی کولای د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنې پوره کړی، ندی عملی شوی. په دې موده کې د افغانستان مدنی ټولنو، خپلواکو شخصیتونو، روڼ آندو او د بشری حقونو مدافعانو له هغې خیمې څخه چې پکې میرمن بارکزۍ اعتصاب کړی دی لیدنه کړې ده، او له نوموړې څخه ېې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. میرمن بارکزۍ، له خپلو مدنی حقونو څخه په ګټې اخیستو، چې د افغانستان دولت، د بشری حقونو په تړاود ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې هغې ته ژمن دی، په داشان کړنې لاس پورې کړی دی. دغو غوښتنو ته د ژمنتیا نشتوالی، په افغانستان د وګړو بشری حقونو ته د دولتی ادارو لخوا بې پامی زیاته کړې ده او په افغانستان کې د بشری حقونو ارزښتونو ته یی زیان اړولی دی. د دولت دا ډول چلند، د دولت په وړاندې د وګړو اعتماد راکموی، په ټولنه کې د تاوتریخوالیولارې پراخوی او په نړیواله کچه د دولت اعتبار ته زیان رسوی. د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه چې له دوه نوی ملی مدنی ټولنو څخه جوړه شوی ده، د افغانستان له دولت څخه غواړی چې ژر تر ژره او بې له هرډول بیروکراسۍ، د هیواد، د دې وګړې د غوښتنو په اړه پریکړه وکړی او د نوموړې ژوند د مرګ له خطر څخه وژغوری. د افغانستان دمدنی ټولنې ادارې خبرداری ورکوی، که د افغانستان دولت، په دې اړه په جدی توګه په لازم اقدام لاس پورې نکړی، د افغانستان مدنی ټولنه به نړیوالو مدنی ټولنو او د بشری حقونو نړیوالې محکمې ته په…

Continue Readingد میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه